اوستا هم ددې هیواد یو مهم تاریخي کتاب دی چې د ۱۰۰۰مخزیږدي په شاوخوا کې د (بخدي- بلخ) په مځکو لیکل شوی دی. د « بخدي» له ویي(کلمې ) څخه چې اوستا کې راغلې ده، معلومیږي چې دا ویی بخد ، بخت = پښت = پکهت سره نږدې اړوند او یو شی ښکاري. « بخدي» د بلخ پخوانۍ نوم دی. دا ځای د آریایي نسل مرکز ؤ ، چې په اوستا کښې ښایسته بلخ او د جګو بیرغونو ښار بلل شوی دی.