پښتو ويل ، پښتو ليکل او پښتو چلول

پښتو ويل ، پښتو ليکل او پښتو چلول

پښتو ويل ، پښتو ليکل او پښتو چلول )دلوې اوملي شخصيت غازي وزيرصاحب محمد ګل مومند هغه علمي خبرې دي چې تر نن ورځ پورې پښتنو ته ديوې فرهنګي درس اولارښود په څيرپاتې شوې دي. نوموړې ولسي اوعلمي شخصيت د پښتنو اودپښټوژبې غميزې په هکله ډيرې هلې ځلې وکړې(١ ).

خو مخکې له دې چې دپښتنو او دپښتو ژبې دغميزې په هکله څه وليکم نوضرورګڼم چې په دې اړوند دپښتوژبې دلرغونوڅيړنو او پيښليک په هکله دژبپوهانوعلمي کارونولنډه يادونه وکړم ( ٢ ).

ريګويدا، په څلوروواړو ويدونوکې هغه لومړنۍ کتاب دئ چې داريائيانو دژوند سره تړاولري او په دې کتاب کې چې دليکلو نيټه يې نژدې يونيم زر کاله دميلاد نه مخکې ښودل شوې ده ، دپښتون نوم ، پښت، پکهت د ګډ دود په تو پير سره ليدل کيږي او نور ويدونه لکه يجرويد، سام ويد، او اتهر ويد له هغه وروسته ليکل شوي دي چې په هغو کې دپښتنو دسيمو نومونه لکه بلي کا يابلخ تکرارشويدي.

وروسته له هغه چې اوستائي ژبه راځي چې ستر زراتوشتر( زردشت) ورباندې خپل سپيڅلئ کتاب ( اوستا ) وليکلو چې په ايران کې د ساسانيانودواکمنۍ هم مهاله ګڼل کيږي او په وروستيو پيړيو کې چې په( اوستا ) له غرضه ډکې شرحې او تفسيرونه وکښل شول نو هغه يې د زند او پازند په نومونو باندې ونومول. دپام وړ خبره داده چې داوستا ژبه دپښتو ژبې خور پيژندل شوې اوګڼ شمير وييي (لغتونه) په دواړو ژبو کې شريک موندل شويدي. همدغه سبب وه چې د ستر زردشت دکورنۍ نوم سپيتامن يا سپينتمان و چې هم سپين او هم تمان يا تومنه پښتو کلمې دي. د اوستا دليکل کيدلو نيټه يوزرکاله دميلاد نه دمخه ښودل شوې ده ( ٨ ).

دبلې خوا په هند کې د سنسکرت ژبې په جوړښت اوددې ژبې لپاره ديو بشپړ مېتود او ګرامرپه منځ ته راوړلو او کښلوکې داباسين او اټک دغاړې او سيدونکۍ پاڼي نې نې يو بنسټيز رول لرلی دی او دغه پوهاند هم په پښتنو کې حساب شوی دی او ژبپوهانوپه سنسکرت ژبه کې هم دپښتو ګډ لغا تونه موندلي دي اوداټول دپښتون قام او پښتو ژبې دزرګونو کالوژوند او برم ثبوتونه ګڼل کيږي.

د استاد حبيبي په وينا دغوريانو او سوريانواو په راوروسته کې د هوتکيانو په دربار کې پښتوويل کيدله. استاد کهزاد ثابته کړې ده چې دستر زردشت په مهال چې کله اوستا وليکل شونو په بلخ کې دپښتون ګرشاسپ یا غرشاه غرغښت واکمني وه او زر دشت دهمده دمرستې په اساس اوستا خپور کړداځکه چې نوموړۍ دزردشت نژدې ملګرئ او دوست وه. ويل کيږي چې غرشاه غرغښت لومړنۍ سړۍ وه چې زردشتي دين يې ومنلو.

نن ورځ دپاس يادشوواثارو برسيره د نوروباوري ا ومستندوتاريخي اثارو اوکتابونو له مطالعې او په دې هکله له يو لړ علمي او تاريخي څيړنو( ٢) او بحثونو څخه په روښانه توګه داحقيقت جوت څرګنديږي چې پښتوژبه دپخوانيو آريايانودژبې چې (اريک) نوميده او څوزره کاله مخ کې له ميلاد څخه موجوده وه دنوموړې ژبې هسته اوياپه بل عبارت مورګڼل کيږي. ځکه دآر کلمه اصلا پښتو او داصيل ، نجيب ، کروندګر اوبر سيره پردې ځينې نورې معناوې او مفاهيم هم افاده کوي چې(آريانا) یې ځای دئ . لکه چې يو شاعر د آر کلمې په هکله داسې وايي: شيخ متۍ چې خليلي وه ــــــ دئ له آره لوی ولی وه. یعنې له اهله لوی ولی وه.( په دې هکله دسانسکرت اوستازرند او پازند مطالب د يادونې او پاملرنې وړ دي). خو له بده مرغه چې ددې تاريخي ، اصيلې اولر غونې ژبې دپرمختګ، پيژندنې، سمسورتيا او پراختيا لپاره لکه چې لازمه ده او يا ورته اړتيا شته دتاريخ په اوږدو کې دمختلفو حکمتونو، قدرتونواو شخصيتونو له لوري ورته کار او خدمت نه دئ شوئ او حتی په خپله پښتنو هم ددې پر ځای چې ددې ژبې د علمي کيدو او پر مخ تګ لپاره کاروکړي نو دخپلې لر غونې ژبې پر ځاې يې د پردو ژبو دتعميم او تقوی لپاره چټک ګامونه اخيستي دي او ډير کتابونه او علمي اثار يې په نورو ژبوليکلي او خپله مورنئ ژبه يې هيره کړې ده او يا يې ورته پاملرنه نه ده کړې. نو له دې کبله که څه هم په پښتوکې زيات علمي، تاريخي او نامتو پوهان او نابغان مو جودوه اودي خو هغوی دپښتوژبې لپاره څرنګه چې ښايي کار نه دى کړئ نو له دې کبله په پښتو ژبه کې سره له هغې هم لکه چې لازمه ده زيات مختلف او ډول ډول کتابونه او اثار نه ليدل کيږي او دا تاريخي ، لرغونې او جامع ژبه دنړئ د بيرته پاتوهيوادو ژبو په ډله کې راځي.

خو کله چې ما خپلې لوړې زده کړې تريو څه حده پورې سرته ورسولې نو دې مهمې نيمګړتيا او نقصان ته ځير شوم او له ځان سره مې وويل ددې لپاره چې يوه ژبه ترقي او پر مختګ وکړي بايد تر وسه وسه زيار وه ايستل شي چې هغه ژبه علمي او ډول ډول کتا بونه پر هغه ژبه وليکل شي تر څو دعلم او پوهې مينان ورته اړتيا پيدا کړي چې له دې کتابونو او اثارو څخه يې ګټه واخلي.

نوموړې موخې ته درسيدو په هيله زمالومړنۍ هلې ځلې او دطبيعي علومو په څانګه کې د کتابونوليکل هغه وخت پيل شول کله چې زه په ١٩٨٠ميلادي کال کې د کابل په پوهنتون کې داستاد په صفت مقرر شوم او دافغان ولس دمطلق اکثريت په ژبه يعنې پښتوژبه مې لکچرونه پيل کړل. په دې اړوند لازم ګڼم چې په سترګو ليدلاې او پر ما تير شوى حال د تاريخ پاڼو ته وسپارم چې زه څرنګه په کلتوري لحاظ په خپل وطن کې لکه يوبهرنى او پردئ پوه يوازې پاتې شوم. کله چې ماپه نوموړي کال کې په پښتو ژبه لکچرونه پیل کړل نو دزده کوونکو مظاهرې زما په مقابل کې راپورته شوې چې دفاشست په شعار ورکولوسره بدرګه کيدلې او زما په ضد هر اړخيز دومره زيات سياسي او فرهنګي فعاليتونه روان شول چې حتې زما ژوند هم د خطر سره مخامخ شو. ما پخپله دغه ټول تورونه او ستونځې پر ځان قبولې کړې دا ځکه چې زه داسلام او اولس په حقه لار روان وم. داسلام په لار ځکه روان وم چې لوىڅښتن تعالى (ج) ديوه قوم ژبې ته غټ اهميت ورکړئ دئ.

. دبيلګي په ډول د ژبې په اړوند په قران شريف کې راغلي دي چې الله تعالې فرمايي: (٣) (سور ت لا ا براهيم ٤ ايات شريف) :

وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلاَّ بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ فَيُضِلُّ اللّهُ

ژباړه :- او نه دی ليږلی موږ هيڅ رسول مګرخو په ژبه دقوم دده چې بيان کړي دوې ته امر او نهې دالله ).

لوى څښتن تعالى (ج) په بل ځا ى کې ژبه او شونډې په مهمو نعمتو نو کې ياد کړې دي. نو زما په فکر سره چې څوک د لوىڅښتن تعالى (ج) امر پلئ کوي نو دا هم د جهاد يو شکل دئ چې د پښتون قوم طبيعي حق پر ځاې کړي او پښتوژبې ته هر اړخيزخدمت وکړي.

دياد شوو دليلونو په رڼا کې او دټولو ستونځو او اخطارونوبر سيره مې په پښتو ژبه لکچرونو ته دوام ورکړ. تر څو چې په دې شخړه کې دلوړو او مسلکي تحصيلاتو له خوا يو کمسيون وټاکل شو چې لاندنئ پريکړه يې وکړه. ( ډاکتر سلطانزي حق لري چې خپل لکچرونه د ١٩٦٤ ميلادي کال د اساسي قانون سره سم په پښتو ژبه ورکړي. په دې شرط چې يوژباړونکئ مرستيال دپښتو لکچرونه په دري یا فارسي ژبه زده کوونکوته واړوي). د١٩٨٠ څخه تر ١٩٨٦ ميلادي کاله پورې زما لکچرونه په پښتو ژبه مخ په وړاندې ولاړاو زه هم په دې ډول دبهرنيو استادانو په بهير کې ورګډشوم چې ژباړونکي ورته مقرر وو. په داسې حال کې چې دواک فو نډيشن 1)) دشميرنې په اساس دافغانستان لږ څه دری شپيته په سلو کې خلک په خټه پښتانه دي خوپه خواښينۍ سره بايد ووايم چې دغه مطلق ډیرکیو هم په دې زور وه نه رسيده او يا یې نه غو ښتل چې زما څخه دفاع و کړي. خو بيا هم زه په نوموړې موده کې دطبيعي علومو په څانګه کې ددوه پښتوکتابونو په ليکلو بريالئ شوم. په دې اړوند بايد چې ديوه بل ملګري او د کابل پوهنتون د بيالوژي ديپارتمنت نامتو استاد پياوړئ پوهاند ډاکتر ميرازئ نه ستړې کيدونکې هلې ځلې اوخدمتونه چې د پښتو ژبې په پوهنيز کيدلو کې يې د ګڼوعلمي اثارو په خپرولو سره کړې دي د يادولووړ ګڼم. پوهاند ميرازئ هغه لومړئ پوهنيزملي او علمي شخصيت دئ چې لږ څه دديرښوکالو را پدې خواد کابل په پوهنتون کې په پښتو ژبه لکچرونه ورکوي. دنوموړئ فرهنګي ، علمي او ملي شخصيت په مقابل کې هم ډيرې دسيسې ، اخطارونه اوناوړه پلانونه شوې او هم اوس روان دي.

که څه هم ما خپلې لومړنۍ زده کړې درحمان بابا او خوشحال خان خټک په ليسوکې تر سره کړې دي خودځوانئ په همغه موده کې دنوموړو نامتوعلمي، ادبي او ديني ملي پښتنو ښخصيتونودشعرونو، لار ښوونواو نورو اړخونو په هکله مې دومره ډيرژورفکر نه ووکړئ خوکله چې په ١٩٦٢ ميلادي کې شهيد سردارمحمد داود صدراعظم په منظورۍ دڅونوروملګرو سره يوځای ديوه تحصيلي بورس په اخيستلو بريالۍ شوم اوبيا د جرمني هیواد ته راغلم او بیا له هغه وروسته مې دهستې فزيک اوهم د درمل پوهنې په تړاو زده کړه او پوهه تر لاسه کړه نوبيا راته څر ګنده شوه چې دپوهانوليکل شوي اثرونه په تيره بیا د طبيعي علومواو د موډرن تکنالوژي په اړوند اوبرخه کې ديوه هيواد دپرمختګ، هوسايي او نيکمرغي لپاره څومره ارزښت لري.

دا هم بايد زياته کړم چې دهريوه کتاب ليکنه او په تيره بيا دعلمي،تاريخي او فرهنګي اثرونو او کتابونو ليکل راتلونکي نسل ته پر يښودل خورا اهميت لري ځکه که چيرې دنړئ ډير پوهان لکه داسلام دين او نورو آديانو پوهان ، ساينس پوهان ، ادب پوهان او نوروعلوموپوهان اوس ژوندي هم نه دي خو موږ کولاې شو چې دهغوې دليکل شوو اثرونوله لارې هر وخت چې وغواړو تماس او اړيکې ونيسواو دهغوې پوهې څخه ګټه واخلو.

دبيلګي په ډول څلور سوه کاله دمخه د افغان و تلو ملي شا عرانو هر يوخوشخال خټک او رحمان بابا دپښتونولۍ ، ادب، شعر، فرهنګ او خپلواکې دارزښتونوپه اړوند يو نوې پړاو پرانيستلوچې موږته لکه دخلاصې خزانې په څير ميراث را پاتې شوىدى. دنوموړو شاعرانوددرس له برکته يو بل افغا ن شاعر دطبيعي علومودارزښت په تړاوخپل ټبر ته په لاندې شعرکې دپوهې او سيالۍ خطا ب کوي .

څه ساده دی دا پښتون چې تربګني کا ــــ زه دزړه وينې په څښم دی دښمني کا

خلکو لاندې تر پښو ستوري سپوږمۍ کړ ل ـــ دی لا دوو ميږو ته ناست دی اوشپني کا

همدارنګه دپښتو ژبې وتلی شاعر، مذهبي ، صوفي او روحاني شخصيت رحمان بابا د اسلام مبارک دين او هم د پښتو ژبې لپاره نه هيريدونکي ستر تاريخي خد متونه کړي دي.د نوموړې ادبي شخصيت او فيلسوف د عامو خلکو د ښه پو هيدلوپه خاطر د اسلام لاره او احکام د شعرپه جامه کې بيان کړې دي او بر سيره پردې پښتانه د پښتو ژبې کتابونو ليکلو ته هڅوي چې دلاندني شعر څخه په ښکاره توګه څرګنديږي. ( ٤ )

ما چې خال داستا دوريځو په ميان وليد ـــ نه بل هسې رنګ امام شته نه محراب

يوکتاب هم په سړبن کې چا وه نه کړ ــــ بې رحمانه چې يې وکړدا کتاب

په قرا ن شريف کې هم مسلمانانو ته لږ څه يونيم زر کاله دمخه په داسې حال کې چې په هغه وخت کې لويديځه نړۍ لاد طبيعي علومو په اړوند ډيره لږپوهه درلوده او يايې ښايي نه لرله خو الله تبارک او تعالى په لاندني ایات شریف ( سورت النفال ٦٠ ايات شريف) کې مسلمانانو ته امر کړئ دئ چې د سا ينس اوتکنالوژي زده کړه داسلام مبارک دين او دمسلمانانو ددفاع په خا طرتر خپله وسه پورې پر مخ بوزئ . او داسې شيان او وسايل اختراع او اماده کړئ چې دستاسو دښمنان او مخالفين يې لري. تر څو هغوئ ور باندې وويروئ. (٣):

وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ

او که چيرې دوى سولې او روغې ته حاضر شي نوتا سو هم خپل وزرونه ورته خپاره کړئ ( سورت النفال ٦١ ايات شريف )

وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ

کله چې ماته دکلونو په اوږدوکې داڅرګنده شوه چې د طبيعي علوموپه برخه کې په پښتوژبه دنړئ نوروژبو په پرتله تر نن ورځې پورې ډيرکم علمي اثرو نه ليکل شوي دي نو ما خپله ايماني، وجداني اوملي دنده وګڼله چې په دغه ملي او اسلامي لاره کې زه هم د وس سره سم خپلې هلې ځلې وه نه سپوم. همدغه شان د اسلام مبارک دين دلارښوونوسره سم دخپلې مورنئ ژبې پالل اوعلمي کول ديوه قوم او ملت نه يواځې طبيعي حق بلکه مهمه فريضه او دنده ګڼل کيږي چې په ورځني ژوند کې يې ترسره کړي.په دې تړاو په قران شريف کې راغلي دي: ( سورت القصص ٧٦ ايات شريف )

وَلا تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا وَأَحْسِن كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ

ژباړه : ( او مه هيروه برخه خپله ( څه شی چې دتا په نصيب شوې دې لکه مال اومورنۍ ژبه اونور ) په دې نړې کې او مرسته کوه (له بندګانو دالله سره) لکه چې احسان کړې دی الله له تاسره.

دا په دې مانا چې ژبه هم دلوې خداې دډیرونعمتونوڅخه يومهم او سترنعمت دئ چې د بنده په نصيب رسيدلۍ دئ. له پورته يادشوي مبارک ايات شريف څخه دانتيجه هم اخلو چې پخپله ژبه دوګړوتر منځ نه يوا ځې دخبرو اترو اودپوهيدلویوه وسيله ده بلکه ديوه قوم دپيدايښت سره تړلئ طبيعي حق اوځانګړئ خدايي نصيب اويومنل شوئ نعمت ګڼل کيږي. نو له دې کبله دايوه مشروع کړنلاره ده چې دغه نصيب يا برخه بايد په ملي اونړيواله کچه وروزل ښي اوورڅخه دفاع او ملا تړ وشي.

زما په فکرسره چې دپښتوژبې داثاروهر اړخيز کمښت به ډير علتونه ولري چې دهغو څخه به يو څو غوره علتونه دلته په ګوته کړم.

لومړئ علت : دافغانستان په ټول پيښ ليک کې پښتنو واکدارانودښخصي ګټو او دخپل قدرت دساتلو په خاطردعام ولس خدايې او طبيعي حق يعنې دپښتوژبې پالنه، پرمختګ تر پښو لاندې کړې اوپر ځاى يې پرديوژبو ته په سل ګونوکالو خدمت کړې دئ چې البته دالړئ همدااوس هم دغوڅ ډيرکيو په ضد روانه ده. همدا سبب دی چې دژبې ستونزه ديوې ملي – رسمي ژبې په توګه لا تر او سه پاتې ده.

دوهم علت : پښتوژبې ته په هر اړخيزه توګه په هر وخت کې ډيرزيان اوتاوان رسيدلئ دئ او هغه داچې د پيړيو راهيسې د دښمنانواو مخالفينوهغه منظم خاينانه پلانونه ديادولو وړ دي چې اوس هم دګاونډيوهيوادونو اومختلفو کړيوله خوا ر وان دي اوپه نتيجه کې د پښتوژبې او فرهنګ هرډول اثاريې په ښکاره اویاپه پټه ډول لکه دجګړو په موده کې سوځولي يا يې خرڅ کړي او يا يې تر خاورو لاندې کړي او يا يې ور باندې ملنډې و هلې دي دي.

دريم علت: دپښتنو پخپل منځ کې نه يووالۍ او بې اتفاقي يو بل هغه غټ، ځوروونکۍ اودردوونکۍ علت دي چې دپيښ ليک په اوږدو کې په ميراث راپاتې دۍ او دهر پښتون په حجرو کې چې زه هم ځان ورسره شريک ګڼم لکه ديوې ناروغۍ په ډول ځاى نيولۍ دى چې په نتيجه کې يومنظم تشکيل او کړنلاره منځ ته نه شي راتلاى. که څه هم د نوموړې ناروغۍ تشخيص په سلګونو کالونه پخوا د ځينو پښتنو مشرانو دبيلګي په ډول لکه خوشحال خټک اونوروله خوا په ګوته شوىدى خو د درمل په اړوند يې تر اوسه پورې هيڅ هم نه دي تر سره شوي. دپښتنو دبې اتفاقۍ په هکله خوشحال خان خټک داسي ويرکوي (٥).

هره چاردپښتنو تر مغل ښه ده ـــ اتفاق ورلره نه شته ډير ارمان

که توفيق داتفاق پښتانه مومي ـــ زوړخوشحال به دوباره شي لکه ځوان

خوشحال خان خټک هغه يوازنۍ فرهنګي ملي ښخصيت تير شوې دی چې په پښتنو اوپښتو ژبه مين اوپه خپل وخت کې دپښتو ژبې وروسته پاتې کيدواو غميزې ته ترنوروټولوزيات متوجه وه. دپښتوژبې او دپښتون داړيکې په اړوند دډيرزړه سوځې نه بيا داسې ناره کوي.

ما خوشحال چې په پښتو شعر بيان کړ ــ د پښتو ژبه به اوس په اب وتاب شي

د خوشحال سره که کيني يو څوکاله ـــ دادغره خټک به واړه شاعران شي

خوشحال خان په بل ځاې کې پښتون او د پښتو ژبه ديوه او بل سره دليلا او مجنون په ډول تړلي ګني اووايي:

په پردۍ ژبه خبرې پښتون نه کا ـــ بې ليلا بله سودا خومجنون نه کا

د پښتنو تر منځ نه يوالۍ د ارواح پوهنې په رڼا کې ديوې ناروغۍ سره ورته ده چې موږ ټول يې بايد په سړه سينه په ځان ومنواو په مقابل کې يې ددرمل لارې ولټوو او لاس تر زنې ورته کښېناستل او مأ يوسه کيدل د پښتونولۍ لاره نه ده. دايوه سپينه خبره ده چې هرپښتون داهڅه کوي چې په ځانګړي توګه سره ګټه تر لاسه کړي او ديوې ګډ ې کړنلارې سره دومره مينه نه لري نوسړۍ داسې فکر کوي چې دهر پښتون لپاره به لاندنۍ متل لږڅه صدق کوي: ( ميم زرما داټول زما). دپښتنو نه يوالۍ لکه په ريا ضي کې ديوه وېکتوريا غشي سره پرتله کولاى شو. که چيرته دوه ويکتورونه داسې وټاکل شي چې د هغوى مطلقه قيمت سره يوشان او د يوه او بل سره موازي خو مخالف سمتونه ولري نو محصله وېکتوريې صفردۍ. خو که نوموړي دوه وېکتورونه ديوه اوبل سره موازي خو يوشان سمتونه ولري نو محصله قوه یې دپخوا په پرتله دوه ځله زياته ده.

. دمسلمانانو د يووالي په اړوند هم دقران شريف په ايات کې داسې لارښوونه شوې ده (سورت العمران ١٠٢ ايات شريف).

وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعاً وَلاَ تَفَرَّقُو

ژباړه: اومنګولې ولګوئ په رسئ دالله ټول اومه سره مختلف کيږئ

څلورم علت : دپښتو او پښتون سره ظلم دهر چانه زيات پخپله پښتنو کړی دی. ځکه چې دهيواد دغه مطلق ډیرکي کله هم د خپل پښتون توکمه پاچا دناانصافي خلاف خپل غږ پورته نکړاونه يې ورڅخه په کلکه دخپلې ژبې دقانوني حق غوښتنه وکړه بلکې دچوکۍ، مقام او پيسو دپاره يې دخپلو حقونوڅخه سترګې پتې کړې او په ځان باندې يې دپردئ ژبې حاکميت ومنلوچې همدا اوس هم پايښت لري. لوې خوشحال خان خټک د مغلو حکومت څخه د چوکۍ او مقام د لاس ته راوستلو په اړوند دپښتنو مينه او هلې ځلې په لاندني شعر کې ډيرښه بيان کوي. ( ٥ )

پښتانه لکه مګس ورباندې ګرځي ــ ورته ايښی دی مغل دحلوا تال دی

ايمل خان درياخان دواړه خوردبين ولاړل ـــ اوس خو پاتې ومغل ته يوخوشحال دی

پښتنو په افغانستان ، هند او ايران کې دډيرو سترو تاريخي کارنامودلرلو سره سره دغه وس ونه موند او يايې سر په دې خبره خلاص نه شوچې ژبه ديوه ولس روح ده او دغه روح بايد دمحکوميت او محروميت په زندان کې ونه ساتل شي. له دې زندان نه ددغه زنداني دخلاصون لاره ، په سياسي او ټولنيز ډګرکې ددې ژبې د ويونکو کلکه مبارزه او په علمي اوټولنيز ډګرکې دپوهانو زيات کار او زيار دئ. که چيرې پښتانه په رښتيا ددې هيواد دوګړوډيرکي یانې اکثریت جوړوي نو دوې ددغه ثبوت دخپل روا حق په غوښتلو سره ثابت کړي او که دغه کار ونکړي نو بيا خولږکي دغه حق لري چې ددوې ژبه (پښتو) هغه شان محرومه او محکومه وساتي لکه چې تر نن دغه کار شوېدې.

ددې مقصد لپاره مبارزه نه ديوه سړي کار دئ او نه یې پو تن د برياو تر منزله پورې رسولۍ شي. دغه وجيبه او فرضيه بايد هغه خلک سرته ورسوي چې په هيوادکې اکثريت جوړوي او دغه غوښتنه په خوله نه بلکه په عمل کې پلې کړي. پښتانه که خپل ژبني شته والۍ له خپل قومي شته والي سره موازي ونه لګوي نود لږکيو ژبو برلاسي ته پخپله لمن وهي او بايد وه يې مني .

په خواښيني سره بايد وويل ښي چې دکابل په تخت ناستو پاچاهانو هم دپښتون قام او پښتو ژبې د پراختيا لپاره کوم خدمت نه دئ کړی په داسې حال کې چې هغوی پخپله هم په همدې قام پورې تړلي و يانې د پښتنو ټبر څخه وو. خويوازې په ګوته شميرپښتنوپوهانو او پښتنوواکدارانو دپښتو ژبې لپاره څه نا څه خدمت کړيدئ. دبيلګي په ډول دامير شير علي خان دپاچاهي په دويمه دوره کې ١٨٦٨ تر ١٨٨٠ ميلادی کال پښتو ژبه دلومړي ځل لپاره دهيواد ملي او رسمي ژبه شوه ( ٦ ) . خو په افغانستان باندې دانګريزانو دويم يرغل دغه پروګرام شنډ کړ. دپښتو ژبې رسمي کيدو او پر مختګ دویم حرکت د غازي امانالله خان پاچا په دوره کې ( ١٩١٩- ١٩٢٩) ميلادي کال کې پيل شو . نوموړي ملي پاچا غوښتل چې پښتو ژبه په علمي ډول رسمي او عامه کړي چې ملي يووالۍ او ملي پيوستون بشپړشي خو ډير زر دهغه تخت هم نسکور شو. همدارنګه د ارواښاد ستر پښتون غازي وزيرمحمد ګل خان مومند، محمود طرزي اوعلا مه سيد جمال الدين افغان خدمتونه او هلې ځلې دوياړاو د يادونې وړدي. دبيلګي په ډول څر نګه چې وزير محمد ګل خان د افغانستان دسيا سي خپلواکۍ په ګټلو کې په پوځي او هم په ملکي اړخ کې لار ښوونکۍ رول ولوبولونود هغه وخت واکمنو څخه يې وغوښتل چې دده او دنوروپښتنو دخدمتونو په بدل کې پښتو ژبه دهيوادلومړۍ او فارسي دويمه ژبه ومنل شي (٧ ) . که څه هم دهغه وخت واکمنو دغه معقول وړانديزدخپلواکۍ په پیل کې ور سره ومنلوخو بيا وروسته هغوى په خپله ژبڼه وه نه دريدل او وزير صاحب محمد ګل خان مجبورشو چې په ځانګړي توګه سره دپښتو ژبې دپراختيا او رسمي کولو په اړوند مبارزه پر مخ بوزي. پښتو ويل ، پښتو ليکل او پښتو چلول دلوې اوملي شخصيت غازي وزيرصاحب محمد ګل مومند هغه خبرې دي چې تر نن ورځ پورې پښتنو ته ديوې فرهنګي درس اولارښود په څيرپاتې شوې دي. نوموړې ولسي اوعلمي شخصيت د پښتنو اودپښټوژبې غميزې په هکله ډيرې هلې ځلې وکړې. همدارنګه محمود طرزي هم په سراج الاخبار کې داوړانديزوکړ چې دافغانستان ټول دفترونه او ښونځئ بايد په پښتو ژبه وچليږي. سيدجمال الدين افغان چې يو نړیوال علمي اوفرهنګي شخصیت تيرشوئ دئ اوهرافغان ورباندې وياړي خو يو کتاب يې هم په پښتو ژبه نه دئ ليکلی ځکه هغه پان اسلا ميزم غوښت. همدا سبب وه کله چې انګريزان هند ته ولاړل او يا روسانو دمنځنئ اسيا ملکونه و نيول نو د هغو ملکونو ژبې يې دمنځه يوړي او پر ځاى يې روسي او انګريزي ژبې رسمئ او تعميم کړي. خو سيدجمال الدين افغان پخپله د ژبې دارزښت او اهميت په هکله بیا داسې نصيحت کوي. ( يو قوم هغه وخت مري چې ژبه يی ومري. دارواښاد استاد خادم د ليکنو سره سم که څوک د پښتونولۍ تعريف کوي نود پښتوژبې سره يوځاى پښتونولۍ تړلې ده او هغه دپښتو ژبې نه هم ګرانه ده.ځکه پښتونولۍ داسې يوه کلمه ده چې په دې کې دپښتو ژبې برسيره هغه ټول شيان پراته دي چې ددوى د قومي روح او تاريخي عظمت او ملي رواياتوبيخ او اساس شميرل کيږي .يوازې علمي ژبی ژوندئ پاتې کيږي او دپښتو ژبې علمي کول اوژوندئ ساتل يوازې او يوازې دپښتنو ملي اووجداني دنده ګڼل کيږي. که څه هم دپښتوژبې طبيعي حق پخپله پښتنودپيښ ليک په اوږدوکې ترپښو لاندې کړئ دئ او بل هيڅ قوم ورباندې نه شو ګرم کولای خو بيا هم په دې تړاود

د پښتون قام تا ریخې ارزښتونه وګورئ او قضاوت وکړئ

ليکونکى .- ډاکټر همت

پښتون ولس د ځمکى پرمخ يو ځلانده لرغونى تاريخ لري چې تل ئى د ځمکې پرمخ د ترقى تمدن ، پوهى ، زړورتيا،زکاوت ، لوړحيثيت او ټولو قومونو ولسونو ته دلوړ درناوى ډيوه بله کړى پښتون قوم يو غير متجاوز ، غير جنګجو او غير تخريب کونکى قوم دى ټول عمر سوله، رحم، درناوى ،ثبات او عزت غواړى خو که په هر شکل لباس، چل او نيرنګ دوښمن سترګى پر را برندى کړى نو بيا پښتون ولس داسې غاښ ماتى ځواب ورکړى چې د ټول عمر نشه ، ظلم او وحشت ئى ترى د مغزو څخه ويستلى او دنړۍ يو ضعيف او ذليل قوم ئى ګرځولى دى . دا چې د ځمکې د مخ هر قوم ځان له افتخارات او ار زښتونه لري نو پښتون قوم هم څه ځانکړى افتخارات لري چې دغه قوم ته زيات اهميت لري او دخپل هويت او اصليت څرګندونه ئى کوى نو دنړۍ ټول نور قومونه بايد د پښتون قام دغه ارزښتونه په پام کې ونيسى درناوى ئى وکړى او دعزت په سترګه ورته وګورى که نه نو بيا پښتون ولس په ډېر لوړ قيم سره تل دى ته حاضريږي چې د خپلو تارخي ارزښتونو په رڼا کې متجاوز دوښمن ته خپل ځان وښائى نو پښتون ولس د لاندې ارزښتونو په لرلو سره تل په نړۍ هسکه شمله ګرځي .

دين : - دين د پښتون قام هغه قوى ارزښت دى چې د زرکونو کلونو څخه را پدې خوا ئى ډېر معتقد دى که هر څوک د پښتون ولس دين نه په درنه وګوري نو پښتون ولس ورسره بيا هر رنګه مشروع ځوانى کولو ته تيار دى خو که څوک د پښتون قام دى ارزښت ته په سپکه وګورى نو بيا پښتون ولس د خپلو سرونو په نذرانى ورکولو سره هم د دوښمن سترګى اوباسى او خپل ارزښت پرې لوړوى.

ناموس :- دا هم د پښتون قام هغه تاريخى ارزښت دى چې ډېر اهميت ورته لري او هيچا ته اجازه نه ورکوي تر څو دى ارزښت ته په خيرنو سترګو وګوري .

جرګه :- دا هم د پښتون قام هغه سوله يزه شهامت ښي چې دوښمن سره د جنګ د لارى په ځاى د تفاهم لاره غوره کوى دوښمن ته پيغام ورکوى چې راځه زه او ته استدلال وکړو او بيا هر يوه ته خپل حق په مشروع توګه ورسيږي که دوښمن د جرګى دلارى په ځاى بيا په نورو لارو ټينګار کوى نو ورته به ډېر شرمناکى او بدى پايلى ولري.

کلتور: دا هم د پښتو ولس يو تاريخي ارزښت دى چې بايد ټول قومونه ولسونه ئى درناوى وکړى او هيڅکله دا هڅه ونکړي تر څو ئى دغه ارزښت ګډوډ کړى که نه نو بيا به د نا اشنا صحنى سره مخامخ شي چې دتيښتى لاره به هم ونلري .

حجاب :- دا هم د پښتون قام خپل دى ارزښت ته په ډېر لوړ حيثيت گورې او ورته ډېر زيات احترام لري خپله وږى کينى خو ميلمه خوشحاله ساتى او که څوک د پښتون قام د ميلمه پالنى سره ټوقى کول وغواړى نو پر ته د خپل ځان سپکولو څخه به ورته نورى شرمناکى پايلى هم ولري نو د پښتون قام دا هغه ارزښت دى چې دنړۍ په بل هيڅ قام کې نه ليدل کېږي .

غيرت :- دا هم د پښتون قام هغه ارزښت دى چې د ډېرى لوړى سرمايي په ډول ورته گورى د دى قام هر وګرى دى

خپل سر قربانى ته حاضريږي خو د غيرت خلاف کوم عمل ته نه حاضريږي بايد د نړۍ پراته قومونه ورته درناوى ولري .

خاوره :- خاوره هم د پښتون قام يوقوى ارزښت او سرمايه ده چې بايد دنړۍ نور قومونه د مېلمه دوست او ملګرى په توګه دخپلو واضح حدفونو او ګټو لپاره د پښتون قام په خوښه د لنډ مهاله وخت لپاره د پښتون په خاوره پاتى شي او که هدف ئى تجاوز ، اشغال او مستعمره کول وى نو بيا به داسې در دونکى گذارونه وخورې چې د تل لپاره به ئى ياد ساتى .

رحم :-دا هم د پښتون قوم يو په زړه پورې ارزښت دى چې تل په مظلوم ، بې کسه ، بې وسه فقير او حتىٰ د خپل سر په دوښمن رحم کوي که چا ترى مړى هم کړى وى خو چې د پښتون قام او يا ددى قام د کوم وکړى څخه عفوه وغواړى نو ورته يى کوى او د ټولو بدو څخه ورته تيرېږي .

د مشرانو درناوى :-دا هم د پښتون قوم يو ځانګړى ارزښت دى چې تل د خپلو او پردو مشرانو درناوى کوى په عزت ورته گورى که يوه مجلس کې ډېر بې عمله ادبى تجربى مشر ناست وى خو پر مخکې ئى ډېر پوه کشر هم د څه ويلو جرات نه کوي .

ښځو ته درناوى :- پښتون قام خپلو او پرديو تور سرو ته ځانګړى احترام لري هيڅکله پرې لاس نه پورته کوى او نه ئى د بندى کولو او بى عزت کولو کوښښ کوى بلکى لوي و درني دوښمنۍ او تاوانونه د تور سرو د احترام په خاطر بخښى.

نو لنډه دا چې داسې نور بى شميره ارزښتونه لري اوس بايد دنړۍ ټول وکړى دا فکر اواحساس وکړى چې پښتون ولس څومره اصيل او باغيرته قام دى په چا تجاوز او جنګ نه غواړى تل سوله او درناوى غواړى نو دى نتيجى ته به ورسيږو چې د پښتنو په ځمکه دا نن بل شوى اور د پښتنو نه بلکى نورو پيل کړى دى پښتون قام ظالم نه مظلوم دى دا د هرنوم پيل شوى جنګ يواځى د پښتون قام د له مينځه وړلو، ذليل کولو ، صحنى نه ويستلو ، قبل الميلاد ژوند ته د ورگرځولو او د ترقى شا ته بيولو لپاره يې پيل کړى خو اميد دى چې ډېر زر به د دوى تور او ناولى مخونه رسوا او دتاريخ يو بد نام باب شي.


شاعر وایې

کله سندري وایو کله کړو ویر دجانان

مونږه په هرحال بدلول غواړو تقدیر دجانان

چې دپښتو دښیګړي خبره کیږي صبر رانه نه کيږي نو بښنه به راته کوئ

که بې ځایه مداخلت مي کړی وي.

چې موضوع ته راشو نو ما يوځای ولوستل چې انګریزی ویونکی هرکال

لسګونه نوی کلمې جوړوی او بیا له دغو نه چې کوم زیات عام مروج شی

هغه په اکسفورډ کیمبرج کولنز لانګ مین او نورو نامتو ډکشنریانو کی شاملوی او په دې توګه دا توري یا کلمې دژبی جز وګرزي او هم خلک ترې

ګټه اخستل پیل کړي نو که دغه کار پښتانه وکړی او د نویو کلمو په ځای دا

شته عام کړي نو د عربۍ او فارسۍ میلمانه توری او کلمې به پخپله کډه بار کړي او تناسب به یې کم شې .

که خیال مو کړی وی انګریزان له خبلی ژبی نه یو هم لاطین یا فرنچ یا

یونانی لغت نه ده استلی خو خپل یې دومره جوړ کړی چې د پردو تناسب

خود بخود کم شوی.

اوس که تاسو دا واياست چې ظالم ستم کونکی یا ستمګر لیکل په کار ده

نو زه به بیا غواړم چې اوښ اوش ولیکم یاد موږ په ځای زموژ ولیکم

ولي زه یې همداسی تلفظ کوم او زما بچی یې هم دغسې تلفظ کوی

نو ولی په خپل بچې ووایم یو څه او ولیکم بل څه؟

په مینه او احترام

د پښتو ادب او ادبیاتو پېژندنه تر شلمې زیږدیزې پیړۍ پورې د افغانستان پوهانو د لویدیځې نړۍ له ساینس، تکنالوژي ،هنر او فلسفې سره پوره آشنا نه وو او زیاتره د عربي او خراسان د پوهانو له آثارو څخه استفاده کوله. عربي اوخراساني پوهانو به دیوې علمي مقولې لغوي او اصطلاحي ماناګانې شرح کولې؛د دوی په نظر ادب په لغت کې پوهې،زیرکۍ،اخلاقي تهذیب او فضلیت ته ویل کیږي او په اصطلاح کې ادب، هغه پوهه او ریاضت دی ،چې انسان ته فضلیت ور په برخه کوي او په خپلو کړو وړو کې یې له سهوې او ښویېدنې څخه ژغوري.دلته مو لنډه یادونه د ادب د پېژندلو په اړه وکړه تر څو لوستونکي د ادب د پېژندلو په اړه لږ څه معلومات پیدا کړي. اوس راځو خپل اصلي مطلب ته،چې هغه د پښتو ادبیاتو د درې ګونو دورو پېژندنه ده ترڅو محتر م لوستونکي په اسانۍ سره وکړای شي ،دغه دورې په لنډه توګه خپلو اذهانو ته وسپاري. ۱ـ د پښتو د ادبي تاریخ لومړۍ دوره : د پښتو د ادبي تاریخ لومړۍ دوره له دوهمې هجري پیړۍ څخه پیل کیږي ،او دلسمې هجري پیړۍ تر پایه ان تر یوولسمې تر لو مړیو کلونو پورې دوام کوي. د دې دورې کوم ادبي آثار،چې زمونږ په واک کې دي،زیاتره متفرق آثار دي ،د دې دورې منظم او بشپړ آثار ډیر زمونږ څیړونکو تر اوسه نه دي تر لاسه کړي،یا دا تر اوسه نه دي یې موندلي او یا له منځه تللي دي.د دې دورې آثار سره له دې چې متفرق دي،خو تاریخي تسلسل لري او زمونږ په هیواد کې له پېښو شوو تاریخي او فکري جریاناتوسره په ارتباط کې را پیدا شوي دي.او هم دغه آثار د خپلو شکلي او جوړښتي ځانګړتیاوو ،د بیان د شیوې او دموضوعي ځانګړنو له پلوه ځینې ګډې وجهې لري،چې د همدغو مشخصاتو او خپل تاریخي قدامت له امله مونږ دپښتو دغه ټول تر لاسه شوي،متفرق آثار د پښتو د ادبي تاریخ په لومړۍ دور کې مطالعه کوو . دلته ښایي دا پوښتنه پیدا شي ،چې د پښتو کوم پخواني ادبي آثار چې زموږ په واک کې دي او مونږ پرې دلته خبرې کوو، هغه خو د اسلامي دوران د دوهمې پیړۍ دي،آیا تر دې دمخه (اسلامي عصر)د مخه زمانو پښتو آثار نه شته او یا نه دي تر لاسه شوي؟ د دغسې احتمالي پوښتنو په ځواب کې باید وویل شي ،چې تر اسلامي عصر د مخه هم دپښتو آثارو د موجودیت ځینې څرکونه له موږ سره شته،چېد ګرانو لوستونکو دمعلوماتو او د دې بحث دپس منظر په توګه به یې تشه یادونه وکړم ۱ـ له هغو یونانو باختري پاچاهانو،چې په هندوستان کې پاچاهۍ ته رسیدلي دی،یو هم مناندر نومیږي،د دغه مناندر د حکومت او د پاچاهۍ زمانه یې مورخانو د دوهمې مخکې له میلاده پیړۍ په اواسطو کې ټاکلي ده . مناندر نسبت نورو یونانو باختري پاچاهانو ته له هندي رسومو سره ډېر بلد وو، او په هندي روایاتو کې د اسړی د (ملنده) په نامه یادیږي.دغه مناندر پاچا،چې له بودایي حکیم ( ناګه سینه ) سره کوم بحثونه کړي دي،دغو بحثونو ته (ملنده پڼهو)وایي او دغه ملنده پڼهو د بودايي مذهب له ډېرو مهمو کتابونو څخه ګڼل کیږي. څیړونکي عقیده لري،چې د دغه کتاب اصلي متن په زړه پښتو برابر شوی وو،چې هغه پښتو متن اوس ورک دي،اما د دې پښتو متن پالې ژباړې شته .د دې ډلې څیړونکو د څیړنو له مخې دا ښکاري،چې تر میلاده(۱۵۰)کاله دمخه لا پښتو ژبه د دې جوګه وه،چې کتاب په کې و لیکل شي. ۲ـ د هندوستان د راجستان د ایالت په یوه پخواني مندر(معبد) کې د څو ژبو د اشعارو یوه جونګ (مجموعه) پېدا شوې ده،چې په جونګ(مجموعه)کې د راغلو څو شعرونو ژبه پښتو ده،د دې جونګې(مجموعې) له وجوده روشن لال ملهوتره خبر کړي یو،هغه وایي: د دې جونګ هغه اشعار،چې پښتو دي ، په دوناګري خط لیکل شوي دي. اشعار یې د لنډیو غوندې جوړښت لري، دا شعرونه ځینې خاصې دعاګانې دي،دا شعرونه تراوسه نه دي څیړل شوي،د دې شعرونو څېړنه او تحلیل به څرګنده کړي ،چې دا شعرونه کله لیکل شوي دي ؟ د چا دي؟ د خط ډول یې موږ په دې باوري کوي،چې دا شعرونه به تر اسلام دمخه زمانو کې لیکل شوي وي. له دغو دوو مواردو سربیره ښایې ځینې نور داسې اشارات هم ومیندل شي،چې تر اسلامي عصر د مخه د پښتو آثارو د ایجاد ښکارندويي وکړي،خو ما ته سملاسي همدا دوه مورده څرګندوو،چې د پښتو د ادبي تاریخ پس منظر کې مې یې یادونه وکړه. د پښتو ادبیاتو د پیدایښت لومړني درې مرکزونه کله چې سړی د موجودو او لاس ته راغلو پښتو ادبي آثارو پخواني اسناد مطالعه کوي، نو دا ښکار ي،چې دغه لومړني آثار په ځینو داسې مراکزو کې منځته راغلي ،چې هلته د پښتو خپل محلي حکومتونه او قبیله یي نظامونه وو او پښتانه هلته د خپل ملي هویت او سیاسي اقتدار خاوندان وو. په دغو مراکزو کې لرغونی مرکز او د پښتنو پخوانی ټاټوبی غور دی،بل مرکز یې د کسي غره لمنې دي او دریم یې هم ملتان دی ،خو مخکې تر دې چې په دغو دریو مراکزو کې د پښتو په رامنځ ته شویو ادبیاتو خبرې وکړو ښه به وي .دا خبره له یاده ونه باسو،چې د دوهمې هجري پیړۍ شاو خوا په غزني کې د لویکانو شاهي کورنۍ موجوده وه، چې تر ګردیز او زابلستان پورې سیمې یې په ولکه کې وې او د منطقې له سیمه ییزو شاهي کورنیو سره یې روابط هم درلودل . د غزني لویکانو د کورنۍ قدیم سړی جویر نومیده،چې په د (۱۲۰) ه .ق په حدودو کې یې د ژوند زمانه وه، د دې کورنۍ قدرت سبکتګین (۳۶۵)ه .ق په وسیله ختم کړای شو. د لوی استاد مرحوم پوهاند عبدالحی حبیبي د څیړنو له مخې د لویکانو د کورنۍ نژادي تقارب له غلجي پښتنو سره ښکاره دی او دغه غلجي پښتانه،له زابلستانه تر غزني پورې زمکو کې له قدیمه میشت وو او اوس هم میشت دي . د غزني د لویکانو د کورنۍ د یوه لویک یو پښتو بیت موږ ته رارسیدلی دی،د بیت د ویونکي نوم نه دی څرګند،خو د خانان لویک او خنچل شاه کابلي معاصر وو او په (۱۶۳) ه . ق کال کې ژوندی ښکاري.دغه بیت لوی استاد پوهاند عبدالحی حبیبي د سلطان سخي سرور د کراماتو د یو خطي کتاب له یوه حکایت څخه را نقل کړي دی او په اوسنۍ املا‌ء استاد داسې لیکلی دی: په زمي غزنه ښخېد لویک لویانو بایله لویا کښه تور به براغلوم (بلوم) ممله تازیو په ملا دا لوړ بیت له تاریخي تحلیل وروسته داسې تفسیر شوی دی،څنګه چې د غزني خانان لویک په جبري ډول مسلمان شوی وو، نو له کابله یو بل لویک د ا لوړ بیت ورواستاوه، چې د ا لاندې مفهوم ځنې اخیستل کیږي.های افسوس! لویک بت د غزني په زمکه کې ښخ شو ،لویا خو خپله لويي بایلوده،زه به لښکر درواستوم ته دتازیانو(عربو) ملګرتیا مه کوه .د بیت له ژبني تحلیل څخه داسې نتیجه اخیستل شوې ده،چې د اسلامي عصر په لومړیو پېړیو کې پښتو په شرقي خواوو کې پهلوي ژبې ته نژدې وه. دغزني د لویکانو د دغه یو پښتو بیت له دې لنډې یادونې وروسته بیرته خپل اصلي مقصد ته را ګرځم،او د پښتو ادبیاتو د ایجاد د هغه لومړني درې مرکزونه ښيم ، چې په اسلامي لومړیو پېړیو کې هلته پښتو اثارو د ایجاد زمینې درلودې او د پښتو هغه لومړني لیکلي اثار،چې موږ تر لاسه کړي دي، په دغو دریو سیمو کې ایجاد شوي دي . نور بیا

د ټول افغان تګلاره

بسم الله الرحمن الرحيم

۱. ټول افغان له خپل نوم سره سم له امو تر اباسينه پورې د ټولو افغانانو د ملي فرهنګ ، علم ، ادب ، فلسفې ، هنر او سياستناپييلې او خپلواکه بريښنايي پاڼه ده او له نامه څخه يې په ډاګه کيږي چې فردي او سيمه ييز ، سمتي او ژبه ييز ، توکمي او ګروهه ييز محدوديت او شوونيزم نه مني.

۲. ټول افغان د اسلام سپيڅلو احکامو او ملي ګټو ته درناوى لري، په چوکاټ کې یې کار کوي، او خپلې ټولې خپرونې د همدې ګټو په پام كې نيولو سره کوي.

۳. ټول افغان زموږ د لرغوني اريايي ټاټوبي لوی افغانستان خدمت ته ملا تړلې ده. د بې وځلي ، مظلوم، مېړني او اتل ولس په چوپړ کې يې له ۲۰۰۲ کال راهيسې په نه ستړې کېدونکو هلو ځلو لاس پورې کړی دی. ټول افغان هڅه کوي چې د ګرانو هېوادوالو د لا زياتو معلوماتواو فرهنګي اړيكو د ټينګښت لپاره د هېواد د ليکوالو او فرهنګيانو اثار، ليکنې، او اندونه وړاندې کړي او د افغانستان او نړۍ له نوو او تازه پېښو، پرمختګونو، ستونزو او لاسته راوړنو څخه ولس خبر کړي.

۴. ټول افغان د بيان د ازادۍ درناوى کوي، هېوادوال هڅوي چې له دې طبيعي حق څخه ګټه واخلي، د ټول افغان په مټ خپل غږ پورته کړي، خپل روا حقوق وغواړي او تل ترې دفاع وکړي. ټول افغان په دې ترڅ کې هغو څرګندونو او بې ځايه ليکنو او اندونو ته ځای نه ورکوي چې ځينې يې د بيان د ازادۍ په پلمه د خپلو ناوړو موخو لپاره كاروي اوملي ګټو ته د زيان رسولو هڅې کوي.

۵. د هرې ليکنې مسوليت پخپله د ليکونکې په غاړه دی او د ټول افغان د ادارې او مسئولينو د اند استازيتوب نه کوي. په بلاګونو کې ليکنې د بلاګونو د څښتنانو له خوا په ليکه کېږي او بشپړ مسوليت یې د هغوی پر غاړه دی. ټول افغان پرې هيڅ ډول کنترول نه لري او مسوليت یې نه اخلي.

۶. ټول افغان د بې ځايه نيوكو او پارونو په بشپړه توګه مخالف دی او چاته اجازه نه ورکوي چې پارونو ته لمن ووهي او ياهم په بې بنسټه توګه پر چا قلمي تېرى وكړي او حيثيت يې زيانمن کړي.

۷. په ټول افغان کې تبصرې او شننې بايد د اسلام سپېڅلي احکامواو د قلم سپېڅلتيا ته د درناوي، د افغانستان د ملي ګټو او ملي يووالي د روحيې په پام كې ساتلو سره ترسره شي. ټول افغان ځانته حق ورکوي چې د اسلام د احکامو مخالفې او ملي روحيې ته زيان رسونکي تبصرې او شننې ړنکې کړي او له خپلو پاڼو یې لرې کړي.

۸. ټول افغان د پښتو د معياري ملي ليکدود د تعميم لپاره د هغو هېوادوالو هڅې د ستاېنې وړ بولي چې د معياري ليکدود او ګړدود په ګټه له سيمه ييزو لهجو څخه په داوطلبه توګه تېرېدلو ته سروپ لېواله وي او په دې لړ کې يواځې په معياري ژبه او ليکدود خپرونې کوي.

۹. ټول افغان د ملي فرهنګ د پياوړتيا لپاره يواځې په ملي ژبه پښتو ، او دري باندې خپرونې کوي.

۱۰. ټول افغان د نظر په څښتنانو او پوهانو غږكوي چې له ټول افغان سره د پورته تګلارې په پلي کولو او مخته وړلو کې ملګري شي او په اړه یې ټول افغان ته وړانديزونه او نيوکې ولېږي.

و من الله التوفيق

پښتو ژبه او د پښتنو مکلفیتونه

پښتو ژبه د هېواد د ننه او بهر څخه د راز - راز ګواښونو سره مخامخ ده. دا ګواښونه په ناڅاپی او یا خود بخودی ډول سره رامنځته شوی نه دي، بلکې دا د هغو اوږدې مودې ستراتیژیکو پلانونو پایلې دی چې په ډیر ژور او ماهرانه ډول سره سنجول شوی او په پر له پسې توګه ورته کار کیږی.

دا ګواښونه نه یوازې پښتو ژبی ته متوجه دی بلکې د هېواد نورې لږه کۍ ږبی لکه پشه یی، نورستانی، بلوڅی، پامیری ژبې هم ورسره مخامخ دي. باید وویل شي چې د افغانی ژبو څخه دفاع د افغانستان څخه د دفاع یوه برخه ده .

په دې لیکنه کې په دې نه غږیږو چې دا پلانونه چا ترتیب کړی او غواړی چې د چا پواسطه یې څرنګه عملی کړي. دلته موږ هغه ډګر ته اشاره کوو چې پښتون ولس څرنګه کولای شی خپله ژبه د تل لپاره ژوندی وساتي، دا ځکه چې پښتو ژبه د افغانستان او د پښتنو د هویت یوه برخه تشکیلوي.

په پښتو ژبه غږیدل :

د یوې ژبې شتوالی او ځواکمن کیدل په دې پورې اړه لری چې د هغې ژبې اړوند خلک په هغه و غږیږی، خپلو اولادونو او نورو ته یې ور زده کړی، له بده مرغه په ځینو ښاری سیمو کې پښتانه دې اصل ته پاملرنه نه کوي، اوس چې د پښتون ولس پام دې ته اوښتی دی، چې د دوی ژبه د ګواښ سره مخامخ ده، نو له دې امله هر پښتون وګړی ته اړینه ده، چې نه یوازې په خپلو منځو کې بلکې د نورو ژبو ویونکو سره په پښتو خبرې وکړی او زیار وباسی چې مخاطب په پښتو ژبه په خپله موخه پوه کړي. او د کوڅې د سوالګر څخه نیولی، مزدورکار، کارو باری کسان، دولتی لوړ رتبه او ټیټ رتبه مامورین، ملا امامان، بزګران لنډه دا چې ټول پښتون ولس په خپله ژبه د هر چا سره خبرې وکړی. دا یو واقعیت دی چې د هېواد په سلو کې ډیر خلک په پښتو پوهیږی په دې هکله پښتو ژبی کومه ستونزه نلري، که چیرې ټول پښتانه په خپله ژبه پښتو د هر چا سره و غږیږی په هېواد کې د ژبې د ستونزې په هکله څه نه پاتې کیږي. د روڼ اندو دنده ده چې د پښتون ولس پام دې ټکی ته راواړوي چې د هر چا سره چې مخامخ کیږی هغه که پیږنی او یا یې نه پیږنی باید د پښتو ژبې وګړی خبرې په پښتو وي.

په پښتو ژبه لیکل:

په هېواد او نړۍ کې په سلګونو زره پښتو ژبی عالمان او لیکوالان شته، چې دوی کولای شی د ژوندانه په هر ډګر کې ارږښتناک اثار ولیکی، خو له بده مرغه نوموړی عالمان او پوهان په نورو ژبو لیکنې کوی، پښتو ژبو لیکوالانو یوازې او یوازې په پښتو کې شعر او ادب ته پاملرنه کړی، چې هغه یې لوړو پوړیو ته پورته کړی دی مګر په علمی ساحو کې نوموړو پوهانو نورو ژبو ته مخه کړی ده، چې له دې امله پښتون ولس د سترو ستونزو سره مخامخ دی. دا پوهان فکر کوی چې که چیرې دوی علمی اثار په نورو ژبو ولیکی د هغه اثر اهمیت زیاتیږی او دوی به په ټولنه کې د لوی پوه په توګه وپیږندل شی. دا ښکاره ده چې د یوه علمی اثر اهمیت د هغه د محتوا له مخې ټاکل کیږی نه د هغه د لیکل شوی ژبې له مخې. که چیرې یو اثر ډیر علمی و اوسي د نورو ژبو ویونکی اړ کیږی چې هغه په اړونده ژبه وژباړي.

ځینی پوهان او ژورنالستان دا دلیل راوړی څرنګه چې دوی په پاړسي ژبه زده کړه کړی نو ځکه هغه په پښتو لیکلی نه شي. دا هغه څه دي چې د نوموړی لیکوال او ژورنالست سسته اراده، د خپلې ژبې او ولس سره بې علاقه ګی ښیي او دا دلیل بېځایه دی. د هېواد زیات شمیر اوسنیو او پخوانیو ژورنالستانو او لیکوالانو په پاړسی، اردو، عربی او نورو ژبو زده کړې کړی دی خو بیا هم دوی خپل اثار په پښتو ژبه لیکلی چې ښه کارونه ورته ویل کیدای شي.

په اوس مهال کې دا کلکه اړینه ده چې ټول پښتانه پوهان، ژورنالستان او لیکوالان دې ته وهڅول شی چې په پښتو ژبه اثار ولیکی اویا یې هم د نورو ژبو څخه د پاړسی په ګډون اثار پښتو ژبې ته و ژباړی.

په پښتو ژبه زده کړه:

د بده مرغه په هېوادکې پخوانیو حکومتونو د اوسنی حکومت په ګډون د هېواد زیاتره پښتو ژبې زده کونکی په کابل او د هېواد په ځینو برخو کې چې میلیونونو تنو ته رسیږی په خپله مورنۍ ژبه د زده کړې څخه بې برخې کړې دی، چې دا دنوموړو زده کونکو د پوهې په سطحې ناوړه اغیزه کړی او د دوی د استعدادونو د وژنې سبب شوي او کیږی.که دا کار د هېواد د پوهنې ادارو له خوا ترسره شوی او کیږی نو په اړخ کې یې د دې تنکیو نیالګیو میندې او پلرونه هم ګرم و او دي، چې نه راپاڅیږی چې د نوموړو ادارو څخه خپلو اولادونو ته په مورنۍ ژبه د زده کړې کلکه غوښتنه وکړي. پخوا ځینو میندو او پلرونو فکر کاوه چې په پاړسي ژبه کې ډوډۍ پیداکیږی، خو اوس مهال دې اصل بدلون موندلی دی. د نړیوالو شرایطو او د علم او تخنیک د پرمختګ له امله اوس هر زده کونکی اړتیا لری چې انګریزی زده او د خپلو معلوماتو په زیاتولو کې ترې ګټه واخلي. اوس دا کلکه اړتیا ده چې زده کونکی د خپلې ژبې په اړخ کې انګریزی او یا کومه بله نړیواله ژبه زده کړي. په اوسنی مهال کې دې ته اړتیا نه لیدل کیږی چې د پښتو ژبو زده کونکو ټول لوستونه دې په پاړسي ژبه و اوسی. په پښتو ژبه زده کونکو لپاره په مورنۍ ژبه زده کړې نه یوازې د دوی د پوهې او سطحې په لوړیدو، بلکې د هغوی د استعدادونو د غوړیدو سبب کیږی او هم پښتو ژبې ته ورپیښ شوی ګواښونه لږیږی.

په پښتو ژبه رسنۍ :

رسنۍ د یوې ژبې په وده او د اړونده قام د پوهې د سطحې په لوړوالی کې ډیر رول لری. له بده مرغه تیرو مفسدو رژیمونو هڅه کړې چې پښتون ولس د زده کړې له نعمت څخه بې برخې کړی او هم په دولتی رسنیو کې د پښتو ژبې برخه په اګاهانه توګه تر پښو لاندې شوی ده. پښتون ولس باید د اوسنی دولت څخه هم دا هیله و نلری چې د دوی ژبه په دولتی رسنیو کې وځلیږی. په اوسنی مهال کې پښتو ژبو ژورنالستانو او لیکوالو ته اړینه ده چې دوی خپلې ژبې او ولس ته د خدمت لپاره په پښتو ژبه رسنۍ رامنځته کړی. که څه هم په پښتو ژبه د رسنیو رامنځته کول په اوسنی مهال کې د دوو ستونزو سره مخامخ کیږی، لومړی دا چې وطن دښمنه جنایتکاره ډلې به هڅه وکړی چې د راز - راز ستونزو په رامنځته کولو سره په پښتو ژبه د رسنیو مخنیوی وکړی. دوهم داچې پښتو ژبی ژورنالستان او لیکوالان د اقتصادی ستونزو د درلودلو له امله نه شی کولای چې مستقلې رسنۍ رامنځ ته کړي. د نوموړې ستونزې په وړاندې پښتو ژبی ژورنالستان او لیکوالان دا همت او غیرت لری چې د جنایتکاره وطن دښمنه ډلو په وړاندې مقاومت وکړی. خو د اقتصادی ستونزو د لرې کولو دنده د پښتنو شتمنو کسانو ده چې پښتو ژبې رسنۍ په خپلو پښو ودروی د هغی سره هر ډول اقتصادی مرستې وکړی.

که څه هم یو شمیر محافظه کاره چاپلوس او دوه مخې پښتو ژبی ژورنالستان شته چې د وطن دښمنه کړیو ډهل ته نڅیږی او غواړی چې نوموړو کړیو ته د خپلوشخصی ګټو په خاطر د پښتو ژبی په وړاندې دښمنی وکړی خو له نیکمرغه د دوی شمیر د ګوتو په شمار او پښتون ولس هغوی ته د کرکې په سترګه ګوري. په پښتو ژبه د رسنیو رامنځته کیدل نه یوازې د دې سبب کیږی چې د پښتنو د پوهې سطحه لوړه شي بلکې په نړیواله سویه پښتون ولس په افغانستان کې د بشپړ اکثریت په توګه د پیږندلو سبب کیږی او هم د رسنیو له لارې نور ملیتونه پښتو ژبه زده کوي.

په دې ډول ژورنالستان او لیکوالان او هغه کسان چې غواړی رسنۍپه پښتو ژبه رامنځته کړی، باید دا هڅه وکړی چې د ولس د ارمانونو په انعکاس سره اړونده رسنۍ ژوندی وساتی تر څو د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسیږی. د یوه ټکی باید یادونه وشي چې د ژبې له لحاظه مختلطی رسنۍ هیڅکله نه لوستونکی، نه اوریدونکی او نه لیدونکی لری. او حتما د ماتې سره مخامخ کیږی. پښتون ولس یوازې په خپله ژبه د رسنیو غوښتونکی دی.

پښتو ژبې ژورنالستان او لیکوالان او نورې اږه کۍ ژبې:

لکه څومره چې د ګاونډیو او پښتون دښمنه کړیو له خوا پښتو ژبی او ولس ته ګواښ مخامخ دی په همغه اندازه په هېواد کې پشه یي، نورستانی، پامیری اوبلوڅی ژبی هم د ګواښ سره مخامخ دی، د دی له پاره چې نوموړی ژبی د پښتو په اړخ کې وده او پرمختګ وکړی اړینه ده چې پښتو ژبی پوهان د نوموړو ژبو ویونکو پو هانو سره اړخ په اړخ د دې ژبو د ودې لپاره کار وکړي. د پښتو ژبو لیکوالانو موخه باید په هېواد کې د منځه تلونکو ژبو ساتل او پرمختګ وی.

پښتو موسیقی او سینما:

لکه څنګه چې په پښتو ژبه یو لړ سینمایی فعالیتونه موجود و او دی. خو د پښتو د سینما په لاره کې وطن دښمنه فاشیستی کړیو ډیر خنډونه را پیدا کول او دا لړۍ تر اوسه دوام لری.

په اوسنی مهال کې د هغو پښتو ژبو ځوانانو او هنرمندانو چې د موسیقی او سینما په ډګرونو کې کار کوی دا ډیره ضروری ده چې په خپله د پښتون ولس له خوا ډیر تشویق او د هغوی د فعالیتونو څخه ملاتړ وشي. او هم دا زمینه ورته برابره شی چې د دوی لاس ته راوړنې تر ټول یو پښتون ولس پورې ورسیږی.

د دې په اړخ کې اړتیا ده چې په پښتو ژبه د موسیقی او سینما تولیدات زیات او د کیفیت له اړخه لوړ وي.

په پښتو ژبه سوداګریز اعلانونه:

په افغانستان کې د سوداګریزو مالونو رانیونکی او مصرف کونکی اکثریت پښتون ولس دی دا یو واقعیت دی که چیرې کوم سوداګریز شرکت خپل اعلان په پښتو ژبه ترتیب کړی هغه به د و لس ډیر پام ځانته راواړوی. په پښتوژبه د سوداګریزو اعلانونو ترتیب او په پښتو رسنۍ کې د هغه خپرول په هېواد کې د نوموړی شرکت بری تضمینوی او بلې خوا ته به د پښتو ژبی رسنۍ سره د اقتصادی ملاتړ سبب وګرځی.

په دې ډول دا ډیره اړینه ده چې پښتو ژبې هټیوال او سوداګر خپلو چارځایونو ته لوحې په پښتو ژبه ولیکی دا به له یوې خوا د دوی په ورځنیو چارو کې ګټوره اغیزه وکړی او له بلې خوا به په یوه ښار او سیمه کې د پښتنو شتون په ډاګه کړي.