د نه یووالي رنځ

د نه یووالي رنځ

څوک چې د پردیو په اشارو خپل هیواد ویجاړوي ، د دې خاورې میندې بوروي، کورنۍ یتیموي ، هیواد پالنه نه پیژني ، خوا خوږي او زړه سوی ملت سره نلري ، ملي مقدساتو ته په درنه سترګه نه کسي ، هیواد ځمکنۍ بشپړتیا ته په غبن ګوري ، سوله او روغه د خیر او ښیګڼې لیار نه بولي ، نو هغوی په خپل ګوګل کې زړه نلري.چې زړه نلري ، نو وجدان نلري ، ایمان نلري ، د پردیو لاسپوڅي ، ټالې څټي او پردیپال دي. داسې خلک د ټولنې وړجن مکروب دي چې زغمل یې د هیواد ویجاړي او شاټګ ته مزل کول وي.

د افغانستان با دیانته مسلمان اولس د داسو کړیو د مخنیوي د پاره بشپړې یووالي ته اړمند دي ، ترڅو چې ټاټوبی مو د پرمختګ تر څنګه اقتصادي، سیاسي، ټولنیز، کلتوري پړاوونو تر څنګ زرغون او سمسور راتلونکو نسلو ته په میراث پریږدو. د یوه هیواد د ذلیلې د رنځ یو لویه وجه نایووالی ، بې اتفاقي او اختلاف دی. په قوم کې چې ځینې کسان خود غرضه او مغرور شي نو خپل سود او ګټه لټوي او له اولس نه ځان بیل کړي او د اغیارو په ګټو او فایدې کار کوي. ورو ورو هغه خاوره کې د جهالت تورتم ښور شي . نو دا وایلی شو چې په یووالي کې عزت ، برکت ، پرمختګ . مینه او ټولنیزې خیر ښیګڼې شتون لري. لکه چې ووایي :

بني آدم د یو بل دي اندامونه ---- له یوې ختې پیدا ټول بدنونه

که بدن کښې یو اندام چرته دردیږي ---- ورسره نور اندامونه هم ځوریږي

چې په درد د نورو خلقو نه دردیږي ---- ته به څنګه د بنیادم په نوم یادیږې