د پښتنو د شاته تللو ډیر لاملونه دي

١٣٨٩

موسی جان او ولی جان

د موسی جان او ولی جان پر نکل باندی د پښتنو د اجتماعی اړېکوله نظره ډېری زیاتی خبری کېدلای سی. البته د شوروی اتحاد د ختیځ پوه اسلانوف دا خبره هم له مبالغې خالي نه ده چی دا نکل د اتنوگرفی د میوزیم تمثال بولی.( ملی هینداره د اجتماعی څېړنو له نظره) شوروی محققینو د پښتنو د تاریخی پېښو او فوکلوري افسانو د تحلیلولوپه لړ کی زیاتره دغه راز مبالغې کړي دي او پر ساده اولسی نکلونو یې، چی زیاتره د قبیلوی نرخونو، تربورگلویو او اولسی ساده مینی داستانونه دي، او زیاتره یوازي د ژمي د سړو او اوږدو شپو د لنډولو په درد خوري، دمارکسیزم د ایډیالوژی طبقاتی ماڼۍ بنا کړې او پردغه سست اساس یې تحلیل کړي دي.

د موسی جان او ولی جان نکل د دوو یارانو کیسه ده ، چی د ولي جان څخه سهیلی پاچا مځکه په بې انصافی لاندي کړې او یا یې د هغه مځکه بل چا ته ورکړې ده، او ولی جان یې په بدل کی د سهیلی پاچا تر ټولو گرانه مېرمن تښتولې او مدعای یې دایمی کړې ده . د موسی جان څخه سهیلی د هغه د کاکا لور گل مکۍ ، چی د ده د ښایستې تښتول سوي مېرمني تر ټولو کشره خور ده او په کوچنیوالي کي یې د موسی جان په نامه کړې وه، په زور بېولې ده او موسی جان یې در په دره کړی اوله کلي او وطن څخه لیری کېدلو ته مجبور کړی دی. دا دوه کسان، چی ولي جان په عمر یو څه پوخ اوموسی جان نوی زلمی دی، د سهیلی په مقابل کی یوکېږی. سهیلی، د یوې بوډۍ په واسطه ، ولي جان په زهرو وژنی، د ولي جان زوی میرولي ،چی باید د پلار کسات واخلی، دجنگ په میدان کی په یوه کنده کی لوېږی، ډېر سخت ټپی کېږی اووروسته له دغو زخمونو څخه مري. موسی جان لېونی کېږی او سهیلی یې په چم کی وژني. گلمکی د هغه پر قبر ساه ورکوی. دولی جان خور تانو، چی یوه ښکلې او غښتلې پېغله ده ، سهیلی په تن په تن جنگ کی وژني. او د دې وروستي کسات اخیستلو سره نکل پای ته رسېږی.

په دې کی شک نسته چی د موسی جان اوولی جان نکل د دوو خوږو یارانو د صادقانه انډیوالۍ او د یار لپاره د قربانیو ورکولو ډېر په زړه پوری داستان دی او له بلی خوا د یوې ښکلي نجلۍ او د هغه د مین ترمنځ د سوځنده مینی ډېره ښایسته افسانه ده. او د دې ترڅنگ د پښتنو د نورو اولسی کیسو په څېر اجتماعي دودونه پکښی بیان سوي دي او دنکل په ژبه ښه ته ښه او بد ته بد ویل سوي دي.

سهیلی یو ظالم پاچا، یا بهتر ووایو یولوی خان ، دی چی د ولي جان مځکه یوه بل سړي ته ورکوی اود ولي جان په حق کی ښکاره ظلم کوی. څلوېښت ماندینې لری خو بیا هم د نورو په ښځو پسی گوري او حتی د موسی جان په نامه کړې ځوانه نجلۍ په زور ورڅخه بیایی. دغه علت دی چی کله ولي جان د ټولو اجتماعی مقرراتو په خلاف د سیهلي په نکاح کړې مېرمن ورڅخه تښتوي، نونه په نکل کی ولي جان ته بد ویل سوي او نه دنکل اورېدونکي د ولي جان دې عمل ته لږترلږه دناروا کار په سترگه گوری. بلکه ټول پر ولي جان باندی آفرین وایی او کله چی ولي جان د خپل زوی د واده په شپه مري د نکل اورېدونکي یې غمگین انجام ته ژاړي.

کله چی د موسی جان شپږ وروڼه د سهیلی د خوشالولو دپاره د خپل ورور سره ناځواني کوي او سهیلی ته د هغه په باره کی شیطانت کوی ،خو سهیلی باور نه په کوی، ځکه د هغه زړه ته نه لوېږی چی د یوه سړی سکه وروڼه دی بېگانه سړي ته د هغه داسی شیطانت وکړی چی د مرگ سبب یې کېږی، نو د ټولوغوږونه پرې کوي . په دې غوږ پرې کړو کسانو د نکلچی خوابده نه ده او نه د نکل اورېدونکي له هغوی سره غمشریکی کوی.

که څه هم چی په وړوکوالي کی د واده کولو او وړه نجلۍ د کاکا د زوی په نامه کولو دود تراوسه هم موجود دی او څوک چنداني بد نه ورته وایی خو د درانه ولور ناوړه دود، چی د موسی جان د دربدره کېدلو سبب سوی او هغه یې له ملکه ورکېدلو ته مجبور کړی دی، په داسی عباراتو راغلی دی چی د نکل اورېدونکي یې حتما مردود بولي.

موسی جان یو سخی طبیعته زلمی وو چی د پلار څخه یې په میراث ورته پاته سوي پیسې ټولي د یارانو سره په سازاو صحبت ولگولې او کله چی پیسې خلاصی سولې نو یاران یې هم ټول ورڅخه بېزاره سول او کله چی د گل مکۍ کورته ورغی چی خپله ناوې را واده کړي هغوی د ولور غوښتنه ورڅخه وکړه. موسی جان پیسې نه درلودې او له وطن څخه په مزدوری پسی ورک سو.

دلته په دې لنډو څوکرښوکی هم دنااهلو او بېکاره خلکو سره انډیوالي بده بلله سوې او د هغوی سره د ناستی ولاړي عاقبت تشرېح سوی دی او هم د ولور ناوړه دود ته اشاره سوې ده .

د موسی جان او ولي جان پر کیسې باندی که تر دې اضافه چا تبصره کړې وي ما دمرحوم عطایی صاحب له لیکنو پرته د بل چا لیکني نه دي لوستی. خوله بده مرغه چی مرحوم عطایی صاحب د شوروی اتحاد د ځینوهغو ختیځ پوهانو او لیکوالانو د تحلیل تر تاثیر لاندی راغلی دی چی د پېښود تحلیل دپاره یوازي طبقاتی عینکي لری.

عطایی صاحب په خپل کتاب کی د موسی جان اوولي جان د نکل په باب لیکی چی په عمومی صورت د دغی شفاهي کیسې له فحوا څخه معلومېږی چی په دغه وخت کی داسی مناسبات حاکمیت لری چی هغه د نیم غلامی او فیوډالی دورې معرف دي. د پښتو پر شفاهی داستان ص ١١٨ . بل ځای لیکی په دغه کیسه کی سپېڅلې کلیوالي مینه د سرسخته انتقام او طبقاتی مجادلې سره غاړه په غاړه ځی او د دغه ماجرا قهرمانان ټوله د فیوډالي نظام د جبر سره لاس اوگرېوان دي. ص ١٢٠ .بل ځای لیکی خورده مالک(ولیجان) او محلی تاجر(د گل مکۍ پلار او اکا) د سهیلي خان( محلی فیوډال) د منافعو دښمنان دي. خو دغه دښمني علانیه او څرگنده نه ده بلکه د کیسې یا داستان د فضا طرح داسی راغلې ده چی دوی باید یو د بل په مقابل کی غیرشعوري حرکات داسی انجام کړي لکه څرنگه چی د یو علمی اجتماعی او ادبی داستان طرح اجازه ورکوی. ص ١٢٣.

اول خو، د مرحوم عطایی صاحب په اصطلاح محلی تاجر ( د گل مکی پلار او اکا) د سهیلی خان یا فیوډال سره هیڅ ډول دښمني نه څرگندوی بلکه هغه د دوی زوم دی ، ځکه چی د گل مکۍ مشره خور بي بي ، چی د موسی جان دکاکا لور کېږی، د هغه مېرمن ده. د بلی خوا موږ گورو چی عطایی صاحب د عادی فوکلوري نکل په باب د لیکني دپاره یوه طبقاتی ماڼۍ جوړه کړې ده او وایی چی په دې نکل کی کلیوالي مینه د طبقاتی مجادلې سره غاړه په غاړه ځی. مگر موږ په ټوله کیسه کی او دغه راز په نورو پښتنی فوکلوری کیسو کی په یوه ځای کی هم د خان، یا دعطایی صاحب په اصطلاح فیوډال، د ظلمونو او د هغو په مقابل کی د عکس العمل مثال نه لرو. نه یوازي په فوکلوری نکلونوکی د طبقاتی تضاد او طبقاتی مبارزې مثال نسته بلکه د پښتنو په ټول تاریخ کی د طبقاتی تضاد او طبقاتی مبارزې مثال نه لیده کېږی. د پښتنو په تاریخ کی یو ځل هم بزگرو یا کوم بل کمزوري اونیستمن اجتماعی قشر د طبقاتی گټو دپاره اتحاد نه دی کړی. طبقاتی گټی، طبقاتی تضاد او طبقاتی مبارزه داسی خارجی مفاهیم دی چی د پښتنو ټولنه او د هغوی اجتماعی اړېکی ورسره اشنا نه دي. دا زیاتره هغه اصلاحات دی چی د افغانستان ټولني ته له بهر څخه راغلي او په یوه وخت کی یې ، د نورو وروسته پاته ټولنو په څېر، په افغانستان کی هم ډېرتود بازار درلود. په داسی حال کی چی د پښتنو ټول تاریخ د مشترک دښمن په مقابل کی د قبایلو د اتحاد او د گډ دښمن له منځه تللو سره د قبایلو، او حتی تربرونو ، ترمنځ د خپل منځی جگړو او یا روغی جوړي او لویوقومی جرگو داستان دی.د پښتنو له گټو څخه هر وخت قومی او قبیلوی دفاع کېږی اود قوم مشري هر وخت د سپین ږیرو او د سپین ږیرو په سر کی د مقتدرو خانانو په لاس کی وي. همدغه د خانۍ موسسه ده چی په آرامو حالاتو کی له پلرونو څخه زامنو ته په میراث پاته کېږی. او په حقیقت کی همدغه دخانۍ موسسه ده چی په خپل واړه قلمرو کی د خپلو خلکو د گټو څخه دفلاع کوی او د هغوی د ژوندانه او امنیت غم خوري. ځکه چی د خان په قلمرو کی یا د هغه تبرونه او عزیزان او یا د ژوند کولو لپاره پښتانه او غیر پښتانه همسایه اوسېږی. ( د الفینسټون څخه دي کار واخیستل سی. ) د خانۍ په سسټم کی عزت، امتیازات، اصلیت، حتی توره او مېړانه او نوم ټول میراثی شکل لری او دغه علت دی چی په فوکلوری نکلونو کی د سهیلی په شان لویو خانانو ته د پاچا په سترگه کتل کېږی. ځکه چی اصلیت اومادی امتیازات یې ټول په میراث راوړي وي. ځکه نو موږ په فوکلوری نکلونو کی د سهیلی پا چا څخه پرته چندانی د خانانو د ظلمونو په باره کی څه نه اورو. او که چېری څه اورو نو د هغو ظلمونو په مقابل کی عکس العمل معمولا انفرادي شکل لري او ډېره به گرانه وی چی پر دغه راز عکس العملونو باندی د طبقاتی تحلیل ماڼۍ ودروو.

زما په عقیده د سهیلی نکل له سره څخه ترپایه پوری د خیر او شر یا بدۍ او نېکۍ او حرص او قناعت ترمنځ د مبارزې کیسه ده. سهیلی یو حریص سړی دی او حرص د هر ډول اجتماعی ارزښتونو له نظره بد دی او باید چی د نکل په پای کی، د زیاترو فوکلوری نکلونو د اصولو سره سم، نتیجه د هغه په تاوان وي. بوډۍ چی ولی جان ته زهر ورکوی خپله سزا وینی او میرولي یې سر غوټ ورڅخه پرې کوي. د موسی جان شپږ وروڼه چی سهیلی ته د خپل ورور شیطانت کوی په خپله سزا رسېږی. هم یې سهیلی غوږونه ورڅخه پر ېکوي او هم لاد موسی جان د ښرا سره سم له اسمانه څخه ټکه ورباندی لوېږی او ټول مري. او د ولی جان خور تانو، چی د خپل عزت او کورنی پت څخه دفاع کوی ، تر ځان پر زورور دښمن باندی بریالۍ کېږی، او خپل کسات ورڅخه اخلی.

د پښتنو اجتماعی تاریخ، زیاتره د قومی بدیو، تربورگلویو او د هغو د حلولو دپاره د لویو او وړو قومی جرگو تاریخ دی. او همدغه جرگې دي چی دهري اجتماعی او پرله پېچلي حیاتي مسلې د فیصلې حق ورسره خوندي دی. د پښتنو په تاریخ کی به چندانی داسی پېښه سوې نه وي چی په جرگه کی له خانانو، ملکانو، قومی مشرانو اوکله کله مذهبی او روحانی مشرانو څخه پرته بل څوک د خبرو کولو حق ولری. او داسی به هم چندانی نه وی پېښه سوې چی د دې قومی جرگو د فیصلو په مقابل کی دي چا یو اعتراض قدر هم کړی وي.

د بډای او غریب، د خان او بزگر، د ملک او دوکاندار د ژوند د سطحی تر منځ توپیر حتما د طقاتی تضاد او طبقاتی مبارزې معنی نه ورکوی. موږ دپښتنو په ټول تاریخ کی چندانی داسی مثال نه سو ورکولای چی پنځو بزگرو دي د خپلو گټو څخه د دفاع په منظور پر خان باندی حمله کړې وي. د فیوډال او سرف او یا بزگر ترمنځ تضاد په اروپایی ټولنو پوري اړه لری او ادبیات یې هم له هغه ځایه راغلي دي. د فیوډالیزم په باره کی بحث موږ له موضوع څخه لیری کوی خودونه ویلای سو چی د یوه خان سره چندانی دونه قدرت او صلاحیت موجود نه دی چی د شپږو کسانو څخه دي غوږونه پرې کړي او له درباره یې وشړي. داتوان د ظالمو او مقتدرو پاچاهانو سره موجود وو. اوکه چېری یو خان دونه زور ولری چی د خلکوغوږونه او پزی پرې کړي او څوک نه وي چی د دوی ددغه راز تېریو په مقابل کی سر پورته کړي، نو بیا هغه خان دونه بې وسه نه وي چی یو سړی ، چی نه خان وي اونه یې قلا له مېړونو ډکه وي، په سپینه ورځ د ده گرانه مېرمن ورڅخه وتښتوي او دی د هغه د تعقیبولو او د خپل ناموس او نامه څخه د دفاع کولو دپاره څوک ور وانه ستوی.

د خان د ظلم او تېري په بدل کی د هغه د ښځي تښتول او د یوه لوی خان له لوري د دونه لوی شرم قبولېدل یوازي په فوکلوري نکلونوکی امکان لری او په واقعیت کی چندانی پېښېدلای نه سی. واقعیت دادی چی که هر څونه حکومت موجود نه وي هم دقوم په منځ کی د عوې او جنایی مسایل په جرگه کی حلېږی ، چی په هغې کی پخپله خانان، ملکان،مشران او ملایان برخه اخلی.واړه مسایل کلیوالي جرگې ،لوی مسایل قومی مشران او ډېر جدي موضوعات لویی اولسی جرگې حلوی.

د دعوې دواړه خواوي جرگې ته غوښتل کېږی، شاهدان حاضرېږی، دعوه اورېدله کېږی . که چاته تاوان رسېدلی وي جرگه پر سړي باندی تاوان حواله کوي اومعمولا جریمه هم ورسره وی. د چاوژل او یا دلاس او غوږونو پرې کول څه اسانه خبره نه ده. د هر مړي په بدل کی د قاتل کورنۍ یا قبیله دوولس ځواني ښځي ورکوي، چی شپږ به یې له جهیز سره او شپږ به یې بې جهیزه وی. د لاس، غوږ او یا پزی د پرې کېدلو په بدل کی به مقابل طرف شپږ ځواني ښځي ورکوی. ( الفونسټن اول جلد ص ٢٢٣)

د ښځی د تښتولومسله،چی د موسی جان اوولی جان په نکل کی په دونه ساده ډول راغلې ، او د نکل تر پایه پوری بیا اشاره قدر هم نه ورته کېږی، دونه ساده نه ده ، بلکه د لویو قومونو د تباه کېدلو سبب کېږی. پښتانه وایی دنیا تر سر جار سر تر ناموس . د ناموس په مسله کی جریمه اوتاوان ایښودل سوی نه دی او سزا یې یوازي مرگ دی.

مرحوم عطایی صاحب، چی د موسی جان اوولی جان نکل ته په مارکسیسټی عینکوکی گوري ،وایی« څرنگه چی د ټولني په عقیدوي نورم کی ځمکه د ناموس حیثیت لری او فیوډال سهیلي د ولی جان پر ځمکه(معادل د ناموس) تېری کړی دی، نو هغه هم ځانته حق ورکوی چی د سهیلي ناموس(ښځه) ورڅخه بوزي. ولیجان دغه کار کوي اود سهیلي ښځه شا بیبڼه ورڅخه بیایی.

په فیوډالی پلار واکي کی ددغه راز مسایلو د حل او فصل دپاره ټاکلي کوډونه او نورمونه نسته بلکه یواځی د خان زور د مسایلو د حل کیلی ده. خوپه دغه نوې پروسه کی چی خورده مالک د فیوډال په مقابل کی قیام کړی دی نو د مسایلو حل جگړه او توره ده» ملی هینداره د اجتماعی څېړنوله نظره ص ٢۴

په دې کی شک نسته چی پښتانه مځکی ته د ناموس په سترگه گوري .او د دې علت دا دی چی پښتانه کروند گر قوم ،او پرته له مځکی یې ژوند نه سوکولای، او بې مځکی سړي په خپله ټولنه کی هیڅ اعتبار نه درلود. حتی د نولسمی پېړۍ په لومړۍ لسیزه کی پښتنو په هیڅ سیمه کی دوکانداري نه کول او هیڅ ډول کسب یې نه کاوه . دوکانداري، تجارت او کسبونه تاجکو او هندکیانوکول.( الفونسټون ص ٣٣٣). مگر د دې معنی دا نه ده چی پښتانه مځکی ته عملا د ناموس په سترگه گوری، بلکه بر عکس هغوی وایی دنیا ترسر جار سر ترناموس. د مځکی ، چی د دنیا او جایداد یوه برخه ده، د اخیستل کېدلو او غصبېدلو په بدل کی د چا د ښځی تښتول په هیڅ توگه جواز نه لری او که چېری د پښتنو په قبیلوی قاموس کی ددې کار دکولو دپاره کوډ او مقررات موجود نه دي،معنی یې دا ده چی دا دونه سخته گناه ده چی تصور یې کېدلای نه سی او سزا یې پرته له مرگه بل شی نه ده . د سهیلي د ښځي تښتول کېدل یوازي د نکل د لا شیرینولو دپاره راغلي دي . کنه نو هیڅ باعزته مسلمان ځان ته دا اجازه نه ورکوی چی د یوه سړي په نکاح کړې مېرمن وتښتوی، خپلی قلا ته یې راولي او له هغې څخه زوی او لور پیدا کړي، او بیا لا په دغه حال کی د سیهلی له خوا د ښکار په ترتیب کړې مسابقه کی برخه واخلي او سهیلی دي هغه ته هیڅ ونه وایی.

مرحوم عطایی صاحب خپل مارکسیسټی تحلیل دونه اخیستی دی چی داصل نکل، چی ده پخپله هم په خپل کتاب کی کټ مټ رانقل کړی دی، په خلاف خبری کوی، اویو ځای لیکی: د هډ او ساري په اصطلاح کی نو میرولي پر سهیلی خان پور لری. په دې برخه کی د حقوقی اوجزایی تعاملاتو پیروان خپل هدف نه خطا کوی. مثلا ولیجان د یوې زړې بوډۍ له خوا مسموم سوی دی، خومیرولي په هغې کار نه لری بلکی هغی ته تحریک ورکونکی یعنی اصلی دښمن په نښان نیسی. تر څو دی هم په دې لار کی مري خو ددوی ټولو بدله د ولیجان خور پېغله تانو له سهیلی څخه اخلي.( د پښتو پر شفاهی داستان ص ١١٣) د مرحوم عطایی صاحب مطلب دادی چی میرولي نه یوازي له بېگناه خلکو سره هیڅ غرض نه درلود، بلکه د خپل پلار له اصلی قاتل سره یې غرض نه درلود اود قاتل په محرک پسی گرځېدی.

خو په هغه نکل کی ،چی ده پخپله د ملی هینداری له کتاب څخه نقل کړی دی، راغلي دی چی بوډۍ میرولي نه پېژاند او په تصادفی توگه یې په دې خبر کړ چی ولیجان ته یې زهر ورکړي دي او سهیلي ډېری زیاتي پیسې په انعام کی ورکړي دي، نومیر ولي چی دا واورېده ناره یې پر وکړه

بوډوگیه زما دي داسی پلار وژلی

تر هغو به دي پرې نه ږدم څو پر سر باندي دي جوړ نه کمه څلی.

خو توره یې ورسره لښته کړه، د بوډۍ سر یې غوټ پرې کړ. بیا رارهی سو یوه بله بوډۍ یې پیدا کړه. د دې بوډۍ څخه یې لار و لیکه وپوښتله د حرم سرای لار یې ور وښودله. دی هم راغی په حرم سرای ور ننوتی توره یې کش کړه چی څوک په مخه ورتلی سر یې ځینی پرې کاوه او په حرم سرای کی یوه بله سپین سرې وه چی میر ولي یې پېژندی نو پر میرولی یې ناره وکړه.

میرولیه زویه ولي فهم نه کړې

ماندینې دي کړې بې ستره میرولیه ته د خدایه وهم نه کړې.

میرولي پر دې را حمله کړه چی ته چېری ماته نصیحت کوې . سر یې غوټ ځینی پرې کی.

د عطایی صاحب د خپل کتاب نکل موږ ته وایی چی میرولي په حرم سرای کی قتل عام جوړ کړی دی او عطایی صاحب موږ ته وایی چی میرولي له هیچا سره غرض نه درلود او په خپل اصلی مدعی پسی گرځېدی.

د موسی جان او ولی جان نکل که له یوې خوا د قبیلوي دښمنیو، تربور گلویو اوناوړو اجتماعی دودونو اورواجونو داستان دی. له بلی خوا د دوو ځوانو اونامرادو مینانو ترمنځ د اورنۍ مینی ډېره خوږه افسانه ده . په دې نکل کی د پښتنو د زیاترو نورو نکلونو په څېر، ریښتونې مینه ډېر مقدس حيثيت لری او د نورو زیاترو نکلونو په څېر د مین خواست تر نورو عادی انسانانو ژر قبلېږی، او دا پخپله د مینی تقدس ته عقیده ثابتوی.

کله چی سهیلی د موسی جان د اووو وروڼو غوږونه پرې کوی او هغوی په ډېر شرمېدلي حالت د موسی جان د قلا مخی ته ناست دي نوموسی جان ناره پر کوی.

لویه خدایه د موسی دي اوه وروڼه

که به خواست د موسی اخلې د اسمان دلور پر واچوې تندرونه

د مین خواست په هغه گړي قبول سو اود موسی جان اوه وروڼه ځای پر ځای مړه سول. دغه راز کله چی گل مکۍ د موسی جان زیارت ته ورځي هلته دعا کوي چی خدای دا هم مړه کي. د دې خواست ځای پر ځای قبلېږی او هلته سمدستی مري اودموسی جان څنگ ته یې ښخوي. د مین خواست هغه موټیف دی چی په زیاترو پښتنی افسانو کی کار ورڅخه اخیستل کېږی.

د ملی هینداري د لومړي اودوهم ټوک په نکلونو کی، چی زیاتره اولسی بڼه لری، د ښځي د مقام ډېر زیات درناوی کېږی. اومعمولا د وفا په ښایسته صفت پسوللی وي. خویوازي د موسی جان اوولیجان په نکل کی بوډۍ ډېر منفی رول لوبوي او پخپله دسهیلي گرانه مېرمن، شاه بیبڼه، چی ولیجان یې پر آس سپروی او تښتوي یې ، اوهیڅ ډول عکس العمل نه ښکاره کوي، که څه هم چی دا د نکل طرح ده او څوک څه نه سی پکښی ویلای، په دغه لحاظ چندانی مثبت رول نه لوبوی. او داچی سهیلی د نکل ترپایه پوری ، حتی یوځل هم د هغې پوښتنه نه کوی دا معنی لری چی هغې له خپل مېړه سره ، ولو هر څوک دی، بې وفایی کړې ده او دیوه پردي سړي سره یې له سره کور جوړ کړی دی.

په زړه پوری خبره دا ده چی پخپله میرولي هم په هغه شپه چی پلار یې د قلا مخی ته پر زکندن پروت دی او د ده د واده شپه ده ، پر خپلی مور باندی، چی له ده څخه خپلی اوښکی پټوی په غوسه دی او حتی لولۍ یې بولي. او دا هغه کلمه ده چی ښایی د ملی هینداري په هیڅ نکل کی د پردۍ او حتی بدي ښځي په حق کی نه وی استعمال سوې ،خو میرولي د خپلی مور په حق کی کار ورڅخه اخلی.

که لولیه د فیروز لوري لولیه

چی دننه سې وژاړې چی را ووزې سترگي توری کې نریه

که څه هم چی په همدغه نکل کی گل مکۍ اوتانو داسی مېړنۍ ښځي دي چی گل مکۍ د خپل مین پر قبر ساه ورکوي او تانو له سهیلی څخه د خپل ټول ټبر کسات اخلي اووژني یې. او په دې توگه هم د پښتني نجونو د وفا انتهی او د دې تر څنگ د پښتني نجونو منتهی زړه ورتوب ثاتوی.

البته د نکل اکثری پېښي موږ ته وایی چی دا نکل له هره پلوه د ناممکناتوڅخه جوړ سوی دی، اوله پېښو څخه یې د تاریخی تحلیل دپاره کار نه سو اخیستلای. دغه نکل اودغه راز نور فوکلوری نکلونه د پښتنو د ټولنیزو او کورنیو اړېکو د تحلیلولو او سابقې پیدا کولو دپاره یو څرک قدرپه لاس راکوی. په کوچني والي د نکاح کولو او په وروسته کی د ولور ناوړه دود په ضمنی توگه غندل سوی دی. ظلم بد بلل سوی او د نکل په پای کی ښودل کېږی چی ظالم د مظلوم د لاسه وژل کېږی. یو ظالم سړی څلوېښت ښځي په نکاح کوی، چی چندانی احتمال نه لری، او پر دې برسېره لا دنورو ناموس ته په بده سترگه گوری. د دې ترڅنگ د پښتنو د دې متل دخوندور کولو لپاره چی یار د یار دپاره خوري د غوایی غوښی، د دوو یارانو ترمنځ د خوږې او صادقانه دوستۍ بیان دی.

مگر فوکلوری نکلونو ته د ثبت سویو تاریخی حوادثو په سترگه نه سو کتلای او پرهغو باندی دلیکل سویو تاریخی اسنادو او کتابونو په څېر استناد نه سو کولای. ځکه چی فوکلوری نکلونه اکثروختونه د ناممکناتو یوه مجموعه وي او زیاتره یوازي د سړو اواوږدو شپو د لنډولو او د خلکود سات تېری وسیله وي. دغه علت دی چی د پښتنو فوکلوري نکلونه اودالف لیلی زیاتره نکلونه ځای پر ځای نارې لري اونارې یې ځانته مخصوص وزمونه او طرزونه لری. ځکه نو نکل د هر چا له خولې خوند نه کوی اویواز ی د مخصوصو کسانو له خولې چی هم ښه اوازونه او هم د نکل د افاده کولو دپاره د خبرو کولو خوږ سبک لری د نکل اورېدل مزه کوی. د خاص خلک د نکلونو د کولو توان او استعداد لری او خلک یې پر کیسو غوږ نیسی. او حتی نکلچیان پخپله یوه خاصه طبقه خلک وی.

په نکلونو کی زیاتره داسی ناممکن شیان راغلي وی چی یوازي ډېر ساده خلک باور په کولای سی. مثلا دا کله امکان لری چی یو پاچا یا یولوی خان، چی څلو ېښت ماندینې او لښکر لری، خپله مېرمن د بل په قلا کی تحمل کړي او حتی پر هغی قلا دی قدرت هم پیدا کړي او هغی ښځی ته دي هیڅ ونه وایی. یا درې تنه د یوه لوی خان سره کلونه کلونه وجنگېږی او هیڅو ک پیدا نه سي چی په هغوی کی یو هم په مخامخ جگړه کی ووژنی او درې واړه په راز راز چلو نو له منځه وړي. اویا مثلا د میرولي نس څیری دی او د هغه خاله راولاړېږی د هغه ټپ د ښانگورو مېږیانو په خولو گنډي. اویا مثلا د موسی جان په یوه ښرا د هغه اوه وروڼه ځای پرځای مري ، خو د هغه دښمن ، چی دده مینه یې ورڅخه بېولې ده ، سرې سترگي گرځي او هیڅ نه په کېږی.

په فوکلوری نکلونو کی مینه، غضب، زور، ښایست، خزانې او دولت، لښکري او قدرت سرحد نه لری. کله کله په نکل کی د پېښو ترمنځ منطقی اړېکی ورکېږی، نو د دې معنی دا نه ده چی موږ دي یا فوکلوري نکلونو ایسته واچوو او ووایو چی دا هیڅ په درد نه خوري او یا په هغو نکلونو د تاریخی پېښو په څېر استناد وکړو.

د پښتنو د شاته تللو ډیر لاملونه دي، څو دانې یی په لاندی ډول دي:

۱ پښتانه یو داسی مشر نه لری چی ټول پښتانه ورسره هم غږي وي.

۲ د پښتنو اقتصادی بڼه ډیره کمزوری ده.

۳ پښتانه ویده دي یعنی د زده کړې په برخه کی هیڅ توجه نشته.

۴ زموږ پوه خلک ټول بهر ته کډه کوي.

۵ د پښتنو غږ څوک نه اوري.

۶ د پښتنو ډیر صبر او حوصله هم یو لامل دی.

۷ د پښتنو تیتیدل په مختلفه ګروپونو.

۸ دپښتنو خوشبینی د خاینانو په اړه او داسی نور.

که غواړو چی خپل واک د لاسه دتلو مخه ونیسو یوه مشر ته اړتیا لرو چی ټول ورسره هم غږي اوسو، خپلو بیوزلو سره مرسته وکړو، خپل ولس را ویښ کړو او د تعلیم په برخه کی یی وهڅوو او ټول باید دخپل ژبی احترام او ورباندی وویاړو او افتخار پری وکړو.

پښتانه اصلي پښتانه ځان ته د افغانه اولاد وائي. افغانه د يرميا زوي او د ساول نمسي وۀ. ساول د عيسي عليه السلام نه پنځه د پاس زر کال (1005) وړنبي د حضرت سليمان عليه السلام سالار وۀ. دوئي وائي چه د عيسي عليه السلام نه شپږ سوه کال وړنبي ځمو...نږ... پلار نيکۀ د کنعان نه ايران ته راغلل او دې ځاې نه رو رو د هرات د نمرخاتۀ طرف ته د غور په غرونو کښ آباد شول. دلته به ورته خلقو بني افغان يا بني اسرائيل ويل. د حضرت سليمان عليه السلام د زمانې نه يو نيم زر کال پس ځونږ پېغمبر حضرت محمد مصطفي صلعم په عربو کښ ښکاره شۀ او د نبوت اعلان ئي وکړ. د نبوت په نهم کال د عربو يو سردار خالد بن وليد اسلام لاوړ. دې سردار د غور پښتنو ته يوه چيټئي ولېږله او د پيغمبر آخر زمان صلعم زيرې ئې ورباند وکړ. د چيټئي رسيدو سره د غور پښتنو د مشرانو يوه ډله تحقيق د پاره عربو ته ولېږله. د دغې ډلې د سردار نوم قيس وۀ. دلته چه راورسيدل نو ټول د حضرت خالد بن وليد په وينا باندې مسلمانان شول. دا قيس نوم سردار چې د پښتنو د ډلې مشر وۀ، د ساول په اوۀ ديرشمه (37) پوړئي کښ نمسې وۀ. دۀ ته خالد بابا خپله لور ورکړه. پيغمبر صلعم دې پښتنو ته دعا وکړه او قيس نه ئي عبراني نامه لرې کړه او اسلامي نوم عبدالرشيد ئې پر کيښود. دوئي چه څه وخت راروانېدل نو په ډير عزت ئي رارخصت کړل. او د پښنتو قام ته ئې د ((فتان)) خطاب ورکړ، چه بيا وروسته د خلقو په خولې کښيوت او د دې ملک ژبه هم لواړه وه نو د ((فتان)) نه ((پټان)) جوړ شو. فتان په اسيريا ژبه کښ سګاونړ ته وائي يعني لکه څنګه چه بيړئي په سنګاونړ چلېږي، دغه سې به دا پټان قام د اسلام بېړئي وچلوي. پټان عبدالرشيد چه د خپلو ملګرو سره خپل وطن غور ته راغې نو په يو څو کال کښ قريب قريب ټول خلق مسلمانان شول. چه په کښ ډير وليان، زبرګان او د مرتبو خاوندان وختل. د دۀ د دې بي بي يعني د خالد بابا د لور نه درې زامن وشول. د مشر نوم سربون او د مينځني بيټان او د دريم غرغشت وۀ. وائي چه د دې قيس يا عبدالرشيد بابا د دې دريو زامنو د اولاد نه څلور سوه قامونه يعني خيلونه جوړ شوي دي. د پيښور نه تر قندهار پورې پښتانه يعني دراني، ترين، شيراني، او کهيتران د سربون د دوه زامنو اولاد دي. يوسف زي، محمد زي، مهمند، او داؤدزي وغيره د بيټان اولاد دي. غلزي، لودهي، او سوري هم د بيټان د لور د طرف نه اولاد دي. د قيس د دريم زوي يعني غرغشت درې زامن وؤ او کاکړ، وزير، شيتک، توري، خټک او اپريدي وغيره د دغې دريو اولاد دي. (منشي احمد جان) ليکن ډاکټر بيلوز او نور مورخان ليکي چه د اسلام نه پخوا د سرحدي صوبې او د ګير چاپير علاقې پښتانه قامونه د يو پکټيان نوم آريه قوم اولاد دي چه د بدها په دين ؤو او ژبه ئې ((پکتو)) وه. د دوئي څلور شاخونه دي، اپريټي (افريدي)، سترګېدي (خټک)، داديکي (دادي) او ګندهاري (قندهاري) چه په سپين غرۀ کښ، سليمان غره کښ، د اباسيند په کندو کښ، او د کابل د سيند قطب ډډي ته، د پيښور په کنده، او د دې نه د قطب اړخ په غرونو کښ آباد ؤو. مشهور تاريخ ليکونکښې هيروډوټس ليکلي دي چې د عيسي عليه السلام نه درې سوه اوۀ کال وړنبې چه سلطان سکندر په هندوستان باندې حمله وکړه نو دلته هم دا پکټيان نوم قام موجود وۀ. د عيسي عليه السلام په اتمه صدي کښ دې اصلي پښتنو د عربو د خليفګانو جنډې لاندې د دين ښورولو په جوش کښ غور او قندهار طرف ته کوچ وکړ د سرحد او د غيرو علاقو پښتانۀ د هر چا اولاد چې وي، ليکن کوم خدمتونه چه دوئ د پيغمبر صلعم د دين ښورولو کښ کړې دې، هغه لکه د نمر ښکاره دې. او تر قيامت به په دنيا کښ يادېږي. د دې دروند قام هر يو سړې که په خپلو قومي خدمتونو باندې هر څومره غاوره شي، نو په ځائ دې. او چې د کوم قام د مشرانو د خدمت او د همت دایې روايتونه وي، نو هغه هيچرې نه شي ورکېدئ

پښتانه

پښتانه (چې د پشتانه، پوختانه، پختانه، پټهان (هندي: पठान) يا افغان په نومونو هم يادېږي.)[1] يو ژبتوکميزه قوم دی چې ددې توکم وګړي په لويه کچه د افغانستان په ختيځ او سوېل کې په فډرالي قبايلي سيمو کې، د پاکستان په سهېل لويديځ ولايت کې او په بلوچستان کې مېشت دي. پښتانه په خپله ژبه او د پښتونولۍ په ساتنه .[2] او اسلام باندې پېژندل کېږي.

د لوديانو دور په تاريخ کې د پښتنو د پاچاهۍ لومړنی دور بلل کېږي چې د ډيلي سلطنت په نامه پاچاهي يې درلوده د دغه دور د مودې نېټه له ۱۴۵۱ زېږيز نه تر ۱۵۲۶ زېږيز کالونو پورې وه. تر دې وروسته د درانيانو دور د نوي تېرمهال پاچايي وه چې په ۱۷۴۷ زېږيز کال کې يې پيل شوی و. پښتنو له ۱۹۷۹ نه تر ۱۹۸۹ پورې په سړه جګړه کې هم ډېر ستر رول لوبولی و او ډېرو پښتنو د روسانو پر ضد په جهاد کې هم برخه اخيستې وه. پښتنو د طالبانو د واکمنۍ او راپرځېدو پر مهال د نړېوالو پام ځان پلو اړولی وه، دا ځکه چې د طالبانو د خوځښت ډېرکۍ ډله پښتنو جوړوله. پښتانه په پاکستان کې هم يوه اهمه توکمډله بلل کېږي، په کوم ځای کې چې دوی دوهم لوی توکميزه ډله جوړوي.

پښتانه د نړۍ يواځينی ملت دی چې په لويه کچه په قبايلي ډلو وېشل شوی.[3] د پښتنو د وګړو د ټولټال شمېر اټکل څه نا څه ۴۰ ميليونه شوی، خو د پښتنو د ډېرو ټبرونو کوچاني طبيعت د دوی د سم شمېر مخه نيولې او تر اوسه پورې ددوی سرشمېرنه نه ده جوته شوې. خو بل لامل يې له ۱۹۷۹ نه راپدېخوا په افغانستان کې د سمې رسمي سرشمېرنې نشتوالی دی.[4

زه کور ته ځم پښتو ژبې ته یوه کتنه زه خپلواکه یم

څو دې توان رسي په لوی دریاب کې ګرځه

په ویـــــــــــــــــــاله کې دې زوال ویـــــــنــــــــم نـــــهـــــنـــــــګــــه

د ميلابانډ ادعا له حقايقو سره سر نه خوري. نوموړي تکل کړى چې واقعيتونه پټ کاندي. واقعيت دا دى چې:

(١)- په افغانستان کې هاغه دم د طالبانو حکومت نه، بلکې د پاکستان له خوا د کينول شوي او برتانيا له خوا کانديد شوي "لويديځ-پلوه" پروفيسور ربانى د کابل پر تخت ډډه وهلې وه. طالبانو د ١٩٩٦ کال د سپتامبر پر ٢٦ نيټه _ يانې افغانستان ته د رباني په بلنه د بن لادن له راتګ پينځه مياشتې وروسته – کابل ونيو.

(٢)- روهان ګواناراتنا "په القاعده کې د ننه" کتاب په ٢١ مخکې ليکي: "پداسې حال کې چې د آى اس آى له خوا ورپيژندل شوى او د سعودي ټولواکې کورنۍ له خوا تمويل، بن لادن د سي آى اې او اِم آى-٦ خورا لوړ- بيه چوپړي و. "د اُسامه بن لادن مذهبي مفکوره هغه وخت ډيره پياوړې شوه کله چې د افغان- پاکستان په سرحدي سيمو کې اوسيدۀ. [په اسلام اباد] کې يې – د عمر عبدالرحمن په شمول چې پاکستان ته په ١٩٨٥ کال کې تللى و – له ګڼ شمير مذهبي واکدارانو سره نږدې اړېکي لرل. که څه هم اُسامه [په افغان جهاد کې] پوځي نه، بلکې مرستندوى رول لوباوه، خو د کمپاين په وروستيو پړاوونوکې يې په جګړه کې هم ونډه درلودله. يوه ځانګړې بيلګه يې پر جلال اباد د ١٩٨٦ کال بريد دى."

نو پدې توګه برتانوي رياکاران، چې په تبجنه توګه يې دليل وړاندې کاوه چې ګواکې پر افغانستان يې د ٢٠٠١ کال د اکتوبر پر اوومه لدې کبله بريد کړى و چې د القاعده زانګووه، له واقعيت سره سر نه خوړ. پر شواهدو ولاړ واقعيت دا و چې برتانيا د خپلې تاريخي پاليسي، "بېل يې کړه، ايل يې کړه"، د عملي کولو لپاره له مذهب د خورا تېرې او اغيزمنې چړې په توګه ګټه پورته کوله. واقعيت دا و چې د القاعده د نظريې لپاره "زانګو" تر دوه پيړيو څخه له زياتې مودې د مخه د برتانوي راج په فابريکو کې جوړه شوې وه. او د يوويشتمې پېړۍ د القاعده دزيږولو زانګو، د برتانيا د "پوځي اډې" – يانې د "وېول-جناح پاکستان" – پلازمينه، پنجاب و.

"رسمي دريځونه او دلايل داسې څرګندوي چې ګنې په ١٩٤٧ کال کې د هند ويش يواځنۍ لار وه ترڅو د ناپخلاکيدونکو مذهبي اختلافاتو مخنيوى وکړل شي. خو د لارد مونټباټن د مرستيال، سريلا، په لاس راټول شوي لاسوندونه دا جوتوي چې دا کار په منځني ختييځ کې د برتانوي امپرياليزم د ګټو خوندي ساتلو، يانې په هغه سيمه کې د تيلو چينې – او د هند سمندري سيمو ته يې د لارې درلودلو لپاره، هند ووېشل شو. د سريلا له خوا دا نوى لوڅ کړ شوى تاريخ، چې پرې پخوا سترګې پټې شوې وې، پر هغو پټو اسنادو ولاړ دى چې مونټباټن ليکلي او د هغه په کتابتون کې پراته دي. دا لاسوندونه د ګاندهي، جناح، مونټباټن، چرچل، اتلي، وېول،نهرو اونورو په رول نوې رڼا اچولې ده. د برتانيا د کلونيل تاريخ د کيلييزو شيبو دا راديکل بيا-ارزونه پخپله د خورا اهميت وړ، اوپر هغه سربېره د دې لپاره قانع کوونکې دلايل وړاندې کوي چې د اسلامي تروريزم ريښې به، چې دا نن د نړۍ په اوږدو کې خپور دى، د هند په وېش کې پرتې وي."

د برتانيا امپريل ستراتيژي تل پرځاى او په کې کوم بدلون نه دى راغلى: هغه دا چې پر نورو بېوزلو کاواکه اوبيواکه کړو هيوادونو يرغل کوي، ژوند يې تباه کړي، د ژوند او ژوندي پاتې کېدو له ټولووسايلو يې بې برخې او بيا پړه هم پر هغو اچوي چې د دوى د وحشت قربانيان دي. د هغو لسګونو مليونه بيګناه انسانانو پر وژنو، معيوبولو او بېکور- اوره کولو په اړه، چې د خپلې پوځي اډې، پاکستان، د زيږولو په موخه د هند د څيرولو په پايله کې رامنځ ته شوې، د امپرياليزم واکدارانو په خورا بېرحمۍ پړه پر هندي ولس واچوله. وينستن چرچل، چې ددې سترووينوبهيولو د غوره لوبغاړو په ډله کې و، ليکي چې: " اوس خو لا د دې وحشت پيل دى ... داسې وحشت چې د يوه بل پر خلاف د سړي خوړونکيو په څېر عملي شوى اوقربانيان يې ماشومان، نارينه او ښځې دي. دا کار د داسې توکمونو پر لاس سرته ورسيد چې د نسلونو په بهير کې يې د برتانوي امپريل تاج او پارلمان تر زغم او ادارې لاندې د يوه بل تر څنګ ژوند کړى و. تباهۍ ته د هند ورلاهو کيدل ... هغه ستره تراژيدي وه چې تر دې دمه ايشيا نه وه ليدلې."

***

د امپيرياليزم پر تاريخ د تبصرې په ترڅ کې،ډيويډ ميلاباند په خپله مقاله کې ليکي چې: "برتانيا په افغانستان کې د ١٨٣٩ او ١٩١٩ کلونو تر منځ درۍ جګړې کړې. هره جګړه يې په برتانوي هند کې د خپل ځواک د اډې ساتلو او اقتصادۍ ګټو د خونديتوب لپاره کړې وه." څومره متکبرانه دريځ! نوموړى نه يواځې دا چې د سلګونه زره افغانانو د وينوتويول اوهيواد ويجاړول يې موجه بلي، بلکې پر دې هم سترګې پټوي چې د هرې هغې جګړې او انګريزانو د ماتې په پايله کې يې افغانستان ته د کسات لښکرې استولې. په ١٨٣٩ کال لومړۍ جګړه او د پرنګي ماتې، په ١٨٤٢ کال کې افغانان د برتانيا د انتقامي لښکرو ښکار شول چې په بهير کې يې کابل په اور کې وسوځېد. په دويمه جګړه، ١٨٧٩ کال په ميوند کې د پرنګي ماته، په ١٨٨٠ کال کې د برتانيا د کسات په لښکرو منتجه شوه. پدېې موکه جنرال رابرتس ته لارښوونه شوې وه چې "ستا موخه بايد د ترهې اودهشت پلي کول وي، او هغه بايد بيله ځنډه او په ژوره توګه پلي کړې." جنرال رابرتس هم دا کار په خورا بشپړه توګه سر ته ورساوه. په ١٩١٩ کال د افغان- پرنګي دريمه جګړه او د پرنګي ماتې په بدل کې د افغانستان پاچا، امان الله، په ١٩٢٩ کال کې تاج اوتخت له لاسه ورکړ. د برتانيا-امريکا پر لاس پر افغانانو د ١٩٧٩ - ١٩٨٩روس-افغان جګړه، په ١٩٩٣ کې پر افغانانو د پنجشير "مافيا" د اپارتايد رژيم د تپلو په ترڅ کې له افغان ملت څخه انتقام واخستل شو او د جنرال رابرتس پر پله د پښو ايښودلو پر لار د آى اس آى هغه شعار چې "کابل بايد وسوځي" عملي کړل شو. او د ٢٠٠١ کال د يرغل (د افغان-پرنګي پنځمه جګړه) په پايله کې يو ځل بيا د افغان ملت برخليک هغو برتانوي روزلو لاسپوڅو – د پنجشير مافيا هماغه سړي وژونکواو جانيانو ته وروسپارل شو. او د دې ليکنې پر مهال د برتانيا د کسات لښکرې – د "خپل ځواک اډې"، د وېول/مونټباټن/جناح پاکستان – د خوندي ساتلو لپاره د افغانانو په قتل او ډلوژنو بوختې دي.

***

د شوروي امپراتورۍ له نړيدو سره، لويديځ په سړه جګړه کې ځان سوبمن وګاڼه. د دې سوبې ادعا د ضيا پر لاس د افغانانو د وژلو، معيوبولو، بېکوره کولو په ژوند او مرګ ورکو افغانانو د قربانيو په نتيجه کې وشوه. د مليونونو افغان لوڼو زامنو اوښکې او وينې وبهېدلې؛ افغان هيواد اود افغانانو اور او نغري په بشپړه توګه تالا او نابود شول. ګرد "فاتحان" لاړل. اسامه بن لادن هم د هغوى په ډله کې و. خو يو څه وروسته، کله چې يې د خپلو غربي او غرب-مشربه لاسپوڅو پر وړاندې نافرماني وکړه، پر بن لادن ځمکه اور وګرځول شوه او له يوه ځايه بل ځاى ته په تېښته مجبور کړل شو. په نتيجه کې نوموړى د امريکا تر فشار لاندې له سودان څخه، چيرې چې د سعودي شهزادګانو له خوا شړل شوى و، وتلو ته وتړل شو. "له خپلې ډلې سره يوځاى، بن لادن د کډه کولولپاره محدود انتخاب درلود: پاکستان يا افغانستان. افغانستان يې خوښ کړ او د ١٩٩٦ کال د ميې په مياشت کې هلته لاړ." ايا ولې بن لادن د پاکستان پر ځاى، افغانستان غوره وباله؟ دا ځکه چې د پاکستان پوځي-بيروکراسۍ او د هغه برتانوي او امريکايي بادارانو دا مهال پريکړه کړې وه چې هر خطر او هر خطرناک عمل افغانستان ته ولږدوي او پر افغانانو يې و تپي. دا واقعيت د مخدراتو د کر؛ اود کشمير "جهاد" لپاره د روزنې او روزنيزو کمپونو په شمول هم رښتيا و.

روهان ګونارتنا ليکي چې د "کيني-ميني-خدمات" تر پوښ لاندې، د اسامه ځواکمن او اتباري انډيوال، ابو زبيده، په پاکستان کې د القاعده عمليات اداره کول اود هغو په اړه يې ده ته معلومات ورکول. کله چې اسامه – د خپلو دريو ښځو اوګڼ شمير کوچنيانو سره يو ځاى –افغانستان ته ورسېد، نو له زبيده سره يې اړېکي لا نور هم نږدې شول. ابو زبيده دا مهال، له اسلامي نادولتي سازمانونو سره پر اړيکو سربيره، د هغو استخدام شويو وګړيو د لارښوونې دنده هم پر غاړه درلودله چې افغانستان ته استول کيدل. په اسيا کې له اسلامي ترهګرو ډلو او سياسي احزابو سره يې هم اړېکي ساتل." (٩٣ مخ)

ډيويد ميلابانډ په خپله مقاله کې په ژوره غوسه د کرزى پر مشرتابه نيوکه کوي. د دې غندنې په ترڅ کې، د برتانيا د بهرنيو چارو د هغه مهال وزير، وايي چې: "د کرزى په مشرۍ، افغان حکومت د خپلو خلکو له خوا، د ځواکمنو جنايتکارانو، جګړه سالارانو او نړيوالې ټولنې له خوا له متضادو غوښتنو سره مخامخ دى. خو په نوموړي کې د حکومت کولو ظرفيت نشته." پدې نيوکه کې ښاغلى ميلابانډ پر سمه او رښتيونى دى. خو د کوم مرکزي اصل د لوڅولو په هکله، چې پرې نوموړى خوله پټوي دا دى چې بيا هم همدا برتانيا وه اوده چې همدا "جګړه سالاران" او"فاسد مامورين" – يانې د پنجشير "مافيا" يې روزل، روزي او تر وزر لاندې يې خوندي ساتي. او همدا "مافيا"ده چې کرزى يې تر محاصرې لاندې دى. له پاکستاني پوځي-بيروکراسۍ سره په تباني کې، د برتانيا د حکومت له خوا د منل شوې پاليسۍ پر بنسټ، همدا مافيا ځواکونه دي چې "ځانګړي امنيتي شرکتونه" ور سپارل شوي او پر افغان وژنه بوخت دي. د دې امنيتي شرکتونو يو خورا مهم د "کيني-ميني-خدمات" په نوم يو برتانوي شرکت دى. دا شرکت له هغو اجورتي قاتلانو څخه جوړ دى چې په ١٩٥٠ کلونوکې د کينيا په خونړيو جګړو کې د برتانيا لپاره جنګيدل. د پخوانيو اِس اې اِس [پرنګي خاصوځواکونو] په مشرۍ، کيني-ميني-خدماتو يوه شمير کوچنيو افغان کوماندو واحدونوته روزنه ورکړې. دا روزنه په سعودي عربستان او عُمان کې د اِم آى-٥ او سي آى اې په اډوکې ورکول کيده. دا اډې بيا وروسته – په ١٩٨٧ کال – پاکستان ته د الوتنو لپاره د تيل اخستلو او تمځايونو لپاره په کارېدلې..." کله چې له افغاستان څخه په [١٩٨٩ کال] د روسانو وتل يقيني او په ژنيو کې خبرې مخ پر وړاندې روانې وې، د "کيني-ميني-خدماتوله خوا سي آى اې ته يوسري وړانديز واستول شو چې د پخوانيو اِس اې اِس روزونکو يوه کوچنۍ ډله دې افغانستان ته واستول شي چې په "تخريب، سبوتاژ ، څارګرۍ ... کې باغيان وروزي." د اِس اې اِس يو افسر، چې پدې اجنسۍ کې يې "درويشت کاله کاري تجربه" لرله، دا خبره لوڅوي چې دى پخپله "د پخوانيو اِس اې اِس عسکرو په ډله کې و" چې په سکاتلنډ او د انګلستان په شمال کې يې په ١٩٨٣ کال يو شمير کشر کومندانان د روزنې لپاره غوره کړل." [مرموزې چارې – ١٤٣ مخ]. د احمدشاه مسعود مشر ورور،چې د برتانوي جاسوسي دستګاه، ام آى-٦ سره يې د مسعود د اړيکوال الچي دنده سرته رسوله، وايي چې "موږ له برتانويانوسره نږدې اړېکي دلودلې. درته ويلى شم چې [د نهه کلونوپه بهير کې] ما څوارلس ځله برتانيا ته د مرستې غوښتنې لپاره سفر وکړ. هغوى له موږ سره ښه مرسته کوله. خورا خاص وسايل يې راکول. موږ ته يې – د پاکستان له لارې نه بيله – خاصه پوځي روزنه راکوله." [د پيريانوجګړې-انګريزي متن، پايليکونه ٦٠١-٦٠٢ مخونه]

د برتانيا حکومت د حامد کرزى د کرکتر، تهذيب، خولۍ او چپنې ژوره ستاينه کوله. پرې خورا مين و. خو پدې وروستيوکې، څرګندېږي چې مرغ [طالع] يې بدل شوى وي. اوس پسې ويل کېږي چې هغه په "دماغي ناروغۍ اخته، او پر چرسو معتاد دى." نو ايا څه پېښه شوه؟ ولې يې طالع بدلې شوې؟ ايا په څه ناڅه ډول کرزى د پرنګي کلونياليزم په لکۍ ختلى او دردولې يې ده؟ د پرنګي په زرادکوټ کې داسې ګرځېدنې بې سابقې نه دي. په ١٨٧٩ کال کې د افغانستان ريفورميست امير، شيرعلى خان، که څه هم پر برتانوي راج ډېر ګران نه و، خو زغامۀ يې. خو کله چې نوموړي امير ځان يوڅه خپلواک وښود، نو هغه هم "نيمه وحشي او نيمه ليونى" وبلى شو. برتانيا يې پر هيواد يرغل وکړ او په پايله کې يې امير شيرعلى ژوند له لاسه ورکړ او پر افغانانو يعقوب خان اود ګندمک پوهاوى ليکوتپل شول. مگر دا مهال خو انګريزان په کابل کې دي، نو يواځنى کوم ګام که پورته کولاى شي، هغه به پر ارګ ورختل وي!!

په بُن کې د ستمي ائتلاف "مافيا" د مشرۍ خبره پخپله د حامد کرزى غوراوى نه و. کرزى پخپله د ٢٠٠١ کال د دسامبر د مياشتې په بُن کانفرنس کې د "منځمهاله ادارې" د مشر په توګه خبر نه لاره. نوموړى پدې خبره هغه وخت خبر شو چې د بي بي سي خبريالې، ليز دوشيت، په تليفون کې ورته وويل. د تعجب خبره دا وه چې نوموړى د پنجشير مافيا، آى اس آى،ايران اواروپايانو، ګردو، شريک انتخاب و. نو ولې؟ ايا د دې نادودې شا ته کومه پټه اجندا موجوده وه؟!

هو! کرزى له دې کبله غوره شوى و چې د افغانستان د پخواني پاچا، محمد ظاهرشاه، رول چې پرشاوخوا يې افغانان راټولېدلى او د جګړې او غميزې په پايله به منتج شوى واى، سبوتاژ کړل شي. د بُن په کانفرنس کې دامريکا استازى، جېمز ډابينز، ليکي چې: "د نړيوالې ټولنې د استازو په منځکې د حامد کرزى د ټاکلو په هکله بشپړ توافق موجود و. د دې توافق په جوړولو کې ما هيڅ رول نه درلود. بلکې په بشپړه مانا، کله چې مې د هغې مياشتې په بهير کې، د پاکستاني،هندي، ايراني، روسي، تُرکي اواروپايي د بهرنيو چارو له استازوسره ليدنه کېدله، له پوښتنې پرته به يو نوم يادېدۀ: حامد کرزى. د کرزى دنوماندۍ په اړه د نړيوالې ټولنې توافق د ډاکتر عبدالله فعاليت و. د نوموړي د کانديدۍ په اړه له ما سره پر خبرو سربيره، عبدالله [د پيټر ګالبريت قهرمان] دا سلا د روسانو، هنديانو، ايرانيانو، ترکانو او بيلابيلو اروپايي هيوادونو په ککرو کې هم ورڅڅولې وه." [ډابينز -٨٩ مخ]

هيله ده ښاغلى ميلابانډ به پدې دوه-مخۍ کې د برتانيا د حکومت پر ونډه رڼا واچوي؟

***

پداسې حال کې چې د افغان ملت کينه کښ غليم په خپله ليکنه کې افغانان د يوې ګېډۍ نامتمدنو "قبايلو" په توګه انځوروي او افغانستان د "ترهګرۍ زانګو" بلي، ډيويډ ميلابانډ، ليکي چې "پاکستان د يو سل اويا مليونه وګړيو هيواد دى. ذروي وسله لري. نو پاکستان به هغه ډول چال-چلند کوي چې پر اند يې د هغه له ملي ګټو سره سم وي. له افغانستان سره [د پاکستان] اړيکې [د پاکستان] له ملي ګټو سره مرکزي اړېکي لري. پاکستان په دوامداره توګه له هند سره د افغانستان اړېکي ځوروي." د "انصاف" او "انسانيت" په هکله د برتانوي حاکمه پوړيو له ادعاو سره-سره، د امپرياليزم دا بېرحمه استازى، ميلابانډ، دومره تهذيب نه لري چې د افغانستان د امنيتي تشويشونو يادونه هم وکړي. ايا اسلام اباد اولندن افغان ملت ته د خپلو مريانو او کلونيلستي اتباعو په سترګه ګوري او له دې کبله بايد له هند اويا نورو هيوادونو سره اړېکي ونه ساتي؟ ايا افغانستان به دا حق لري چې له امريکا، برتانيا او اسرايلو سره د پنجابي واکدارانو پر اړيکو اعتراض وکړي؟ ايا دا واقعيت نه دى چې "پاک-پوځ"، دا اوس-اوس د خپل امپريالستي بادارانو تر ادارې او بولۍ لاندې په مخامخ توګه شپه او ورځ د افغان ملت په ډلوژنه او توکموژنه بوخت دى.

وروستي ٣٥ کلونه د دې واقعيت زغرده بيلګه ده.

او هو! دا واقعيت لري چې پاکستان د "١٧٠مليون وګړيو" هيواد دى. خو کوم څه چې د برتانيا د بهرنيو چارو پخوانى وزير يې پټول غواړي، هغه دا ده چې پاکستان د يوسل اويا مليونو بيلابيلو ملتونو – پنجابيانو، پښتنو، بلوڅو، سندهيانو اوسرايکانو – هيواد دى چې د پيړيو په اوږدو کې د برتانوي امپرياليزم تر وسپنيزو منګولو اود وروستيو شپيتوکلو په بهير کې د "پاک-پوځ اوبيروکراسۍ" تر ترهګر استبداد لاندې ځګيروي کوي. د دويم ټکي، يانې د مزدور "پاک-پوځ" په لاس کې د "ذروي وسلو" په هکله، چې– له پرنګي تفکر سره سم يې – ميلابانډ په نغښتې توګه د تهديد په توګه استعمالوي او داسي پيغام ورکوي چې که افغان ملت ورته د بندګۍ سجده ونکړي نو "ذروي بمونه" به پرې واوروي! پدې اړه بايد وويل شي چې افغان ملت د بيلابيلو زمانو قاتلانو وژلى او وژني يې، اودا دم به هم کومه استثنا نه وي.

***

ميلابانډ د مليونونو افغانانو د مرګ، ژوبلې اوتري تم-کيدوپر بيه سړه جګړه "وګټله". په پايله کې يې د يو ګڼ شمير ملتونو هيلې او ارمانونه پوره شول. ختيزه اروپا ازاده شوه. د برلين ديوال ونړيد،المان متحد شو. د افغانستان شمالي ګاونډيان،چې ګرد د ميلابانډ د "لويې لوبې" قربانيان وو، هم ازاد شول. خو يواځې افغان ملت، د مونټباټن پاکستان او "برتانيا د ملي امنيت اوملي ګټو د ساتلو په خاطر" په خپلو وينو او اوښو کې لاهو کړل شو او پکې لمبول کيږي.

دلته غواړم د ډيويډ ميلابانډ مغرورانه وجدان ته رجوع وکړم چې پر پورتنيو حقايقو يو ځل بيا-نظر وکړي او قضاوت وکړي چې د عدم تشدد د ستر پالندوى او په پرنګي او پاکستاني جيلونو کې د هډماتي فخر افغان، باچاخان، په وينا " پښتنو څه ګناه کړې ده چې د تاريخ له پاڼو يې د ورکيدوتکل روان دى؛ له خپلې خاورې محروم او د نابودۍ کندې ته ورټيلوهل کيږي. په پيړيو يې سوله نه ده ليدلي. پرله پسې توګه بمونه پرې اوريږي، جګړه او ډلوژنه يې په برخه ده. خاوره اووطن يې دجګړې او امپريالستي ځواکونو د روزنې ډګر دى... د ژوند له هر ضرورت څخه محروم شوي. په زرګونو-زرګونو يې د پخوانيو استبدادګرو په لاس قتل شوي. اود برتانيا اوپاکستاني ظلمونوپه نتيجه کې په لکونو پښتانه، چې په اسيا کې به يو ځواکمن ملت او د بشري داعيې په خدمت کې واى، له يوه بل څخه بېل او ځبل شوي دي. زما تکل د دې ناعدالتۍ پر خلاف مبارزه ده."

که د ښاغلي ډيويډ ميلابانډ زړه پدې کرښو کې نغښتى درد، ساندې او واويلا ونه دردوي، نو د سولې هڅې به يې بيله څو سطحي شعارونو بل څه نه اوکومه لاسته راوړنه به ونه لري.

***

اوس پخپله د افغان ملت لپاره اړينه ده پدې خبره سر خلاص کړي چې هماغه برتانيا، چې يوه نيمه پېړۍ يې د افغان ملت لوڼې-زامن وژلي، شل شوټ او بيکوره کړي، اوس بيا پر افغان خاوره د هماغې موخې د دوام لپاره ګونډې وهلې دي. پدې کار کې د استبداد او ناعدالتۍ دا مور د "خپلو سيمييزو خوبولو اجنټانو" او د "مرستندويه کارکوونکو، نادولتي ادارو، ژورنالستانو، سوله جوړونکو او ماهرانو" تر نقاب لاندي د زرګونو برتانوي جاسوسانو له خوا ملاتړکيږي. د پرنګي فلسفې پر اند، "له تکاملي اصل سره سم، قوي ژوندى پاتې کېږي او کمزورى نابوديږي." نو د ځنګل د دې قانون پر بنا به، زموږ په سيمه کې دا روانه وضع، روانه وي او ورته د پاى ټکي له ايښودلو پرته به پاى ته ونه رسيږي. له همدې کبله له امو تر اباسن پورې د هر افغان، ښځې اونارينه، سپېڅلې وظيفه ده چې د قربانۍ لپاره ځان تيار اوخپل برخليک په خپل لاس وټاکي.

او له دې پرته به پر بل هيڅ څه قانع نه شي!

ان شا الله تعالى.

يا ربه توفيق

دیره مننه،زما خو دېر خوښ شو،دغه ټول واقعات د ستاینه وړ دی واقعيت

ډیره مننه،