د اروا ښاد خان عبدالغفار خان پیغام

(29 Mai 2020) پښتو ورځ،غبرګولي ۸،پښتو ویل پښتو لیکل او پښتو چلول

د اروا ښاد خان عبدالغفار خان پیغام

خان عبدالغفار خان د انګریز استعمارګر په جیلونو کې څلویښت کاله ربړونه او کړاوونه ګاللي چې عادي خلک یې یو ساعت هم زغملی نشي. هغه یو ځل د اووه کالو بند وروسته خپل خوږ هیواد او ټاټوبي پیښور ته راغی.کوم وخت چې د فخر افغان اټک څخه پورې ووت، تر یو لک څخه زیات پښتانه دده د لیدو، خبرو اوریدو په هیله مخې ته ورځغلیدلي وؤ، نو ده ورته په دروند غږ وویل: زما ننګیالو ورونو، توریالیو او زامنو، بچو، پاک لمنو خویندو، میندو د خپل سپین ږیري مشر هغه غږ بیا واوری، چې اووه کاله مو غوږونو ته نه و رسیدلی، د زړه په غوږ واورئ. ښه ورته ځیړ شئ . دا دی غوږ ونیسۍ چې زه څه وایم. تاسې به ضرور زما د غږ اوریدو ته ډیره تلوسه وي.زه غواړم چې د خوشال خټک د ننګ او غیرت نه ډکه خاوره کښې بیا ستاسې د پلرونو او نیکونو هغه غږ واوروم چې پاک خدای د یو ستر امانت په ټوګه تر اوسه له هر خطر څخه په ډیر قوت او درناوی پورته کیږي. داسې غږ چې په جګو غرونو او لویو درو کښې اوس هم لکه اسماني الهام انګازې کوي. داسې غږ چې د پښتونخوا د سیندونو د مستو څپو له شونډو څخه شپه او ورځ په یو تال راخیږي، داسې غږ چې د اټک په غاړه د نړی ډیر لوی فاتحان ورته اریان دریدلي دي. د دغې درانه غږ له ویرې او هیبت څخه په منډه منډه تېر شوي او یا بیرته په شا ځغلیدلي دي. دا دې اندوس د مستو څپو د پر شور غږ سره زه خپل دروند غږ یو ځای کوم او په ګډه سره درته وایم چې دا د پښتنو خاوره ده. دا د ننګیالو او توریالو خاوره ده.دا د پښت د ټبر د زرګونو کالو لرغونی خاوره ده. په دې خاوره کې به دوی اوسي. دا ځمکه په خپله سینه یوازې د پښتون ملت قدمونه زغملی شي. دا دې بیا وایم او په ډیر اوچت غږ یې وایم: چې پښتونخوا په ځمکه به ددې ځمکې اصلي زوزات پښتانه واکمن وي. دا دې ستاسو د ننګیالو پلرونو پیغام او دا دې زما نه بدلیدونکی اعلان