یو څو ورځی مخکی می د خپل یو نژدی ملګری ایمل (درانی) سره د انټرنیټ په لیکه په بنډار بوخت وم یو څو شیبی بنډار او د زړه خواله مو سره وکړه کله مو چه خبری اتری خلا...صی شوی نو یوبل سره مو الله په امانی کوله نو پدغه وخت کی درانی صیب د ټول افغان د ویب پاڼی لینک ادرس راوستوه او غوښتنه یی رانه وکړه چه (ولی پښتو نه زده کیږی) تر نوم لاندی لیکنه می ډیره خوښه شوی ده که وخت لری نو درسره ولوله همغه وه چه تیار د کمپیوټرمخی ته ناست وم او سمدواره می ځان د ټول افغان ویپ پاڼی ته ورسوه او د لیکنی په لوستو می پیل وکړ د سر نه تر پایه پوری می ښه په زور ا و زیر ولوستله چه ډیره پر ځای او په زړه پوری لیکنه وه لیکواله یی د شګوفی (مینه) په نامه زمونږ یو ه با احساسه خور وه چه ډیره یوه ښه موضوع یی په خپله لیکنه کی رانغښتی وه او ټولی خبری یی حقیقت رښتیا او د ځیر کیدو وړ وې خبری یی په ښونځیو کی د پښتو ژبی د ورستوالی په اړه وی رښتیا هم چه په زیاتو ښونځیو کی پښتو ژبی یا د پښتو مضمون ډیری ښوونکي زیاتی ګرامری نیمګړتیاوی لری حتی بعضی یی د پنځه ډوله (ی) تر منځ توپیر هم نه شی کولی چه دا د پښتو په ګرامر کی یو ساده او اسانه کار دی .د پښتو مضمون د ښوونکو په اړه لاملونه ډیر دي خو زما په فکر یو اصلی لامل د پښتو ژبی زیاتره ښوونکي د پوهنتون تر کچی زده کړې نه لرې او که لری یی نو د پښتو ژبی مسلکی نه وي . پدی اړه زه نور څه نه وایم ځکه زمونږ نو موړی خور پخپله لیکنه کی مکمل تفصیل ورکړی دی . خو زه بیا په خپل وار غواړم چه د پښتو ژبی په اړه یو څه نورو اړخونو باندی رڼا واچوم او هغه دا چه ولی پښتو ژبه مخ په وړاندی نه ده تللی او ولی مخ په وړاندی نه ځی لاملونه یی څه دي ؟ دا لاملونه زه په څلورو ګروپو ټولبندی کوم.