غني خان وايې
(29 Mai 2020) پښتو ورځ،غبرګولي ۸،پښتو ویل پښتو لیکل او پښتو چلول

غني خان وايې:
غني خان وايې:
چې مستي وي او ځواني وي او جانان وي او ډک جام

ډېر ګلونه لږ ياران او غمګين غوندې ماښام
ډېر ګلونه لږ ياران او غمګين غوندې ماښام
عشق څه اور وي او څه نور وي، زړه لمبې لکه تنور وي

په دې ژوند به زه ورځار کړم،جنتونه ستا تمام

چې زه ټول عمر زلمی يم، زلميتوب به يو عذاب شي

ځکه اوس راباندې ګران دی، چې يې ښايست شي زر تمام

تل سپوږمۍ د څوارلسمې، تل جانان د شپاړسمې

تل ځواني، سيند د شرابو، دا دوزخ دی که انعام

دې دنيا پسې به ژاړم، دا تياره هلال به غواړم

هره ورځ به يادومه، نرۍ لړه د ماښام
هره ورځ به يادومه، نرۍ لړه د ماښام
تنګ د حورو وفادارو، بېوفا جانان به غواړم

ستا آدم په ذات ښکاري دی، د ښکار خوند کوي هر ګام

د مستۍ د سيند په غاړه، ثوابي روژې به نيسم

اسوېلي به کوم يادوم به، د ساقي نيمګړی جام

هر يو شی چې ابدي شي، يو آفت شي يو عذاب شي

بس يو تا سره مزه کا دا ازل، ابد دوام
بس يو تا سره مزه کا دا ازل، ابد دوام
بنده نوي رنګ محل کې ،نوی نوی جانان غواړي

بيابان کې سره ګلونه، توره شپه څراغان غواړي

تل تيارو کې دی ورکېږي، تل رڼا کې هم ړندېږي

دی بچی د تغيير دی، يو حالت کې نه ټينګېږي

که ده ستا جنت له يوړه، دا فطرت او دا وجود

يو څو ورځو کې به سوزي، په سرو سترګو به ژړېږي

اې د لوی فضل مالکه! ما له دا دنيا جنت کړه

فارموله یې ده اسانه، د درې توکيو نه جوړېږي

لکه وېلي مې دي سر کې، بس جانان، ځواني او جام

ډېر ګلونه، لږ ياران، يو غمګين غوندې ماښام

چې زما لېونی سر پې کله کله مشغولېږي
چې زما لېونی سر پې کله کله مشغولېږي
هغه بل د مرګه پس مې ملاجان پسې خيرات کړه

تش د حورو په خوبونو که د خوار ګذاره کېږي

ما له دلته يوه راکړه غونډه، مسته، تکه سپينه

مينهناکه، سپينه شمعه، چې لمبې وهي بلېږي
مينهناکه، سپينه شمعه، چې لمبې وهي بلېږي
شل رنګونه یې نظر کې، شل مزاجه په ځيګر کې

د سپرلي هسې خويونه، کله نمر کله ورېږي
د سپرلي هسې خويونه، کله نمر کله ورېږي
يو څرمنه کې دننه، يو حرم د جينکو وي
يو څرمنه کې دننه، يو حرم د جينکو وي
کله مسته او سرشاره، کله غلې شي شرمېږي
کله مسته او سرشاره، کله غلې شي شرمېږي
او زما دې ستړي زړه کې شل رنګونه اور لمبه کړي

چې دا اور هسې سوزېږي، د لښتو هسې ګډېږي
چې دا اور هسې سوزېږي، د لښتو هسې ګډېږي
چې په يو بېتاب نظر مې داسې مست داسې نشه کړي

ميخانې ورته حيرانې او ساقي ورته پسخېږي
ميخانې ورته حيرانې او ساقي ورته پسخېږي
د هغو زرو بدل کې ما له دلته يوه راکړه
د هغو زرو بدل کې ما له دلته يوه راکړه
د ابد ټوله ځواني مې د څو کالو مشغولا کړه

که دا نه کوې اې ربه! سر بې حورې دې سمبال کړه

نه مې هغلته پکار دی، نه مې دلته کې يادېږي

غټې غټې، سپينې سپينې چې نه سوال نه منت غواړي

ارتې بېرتې وږې سترګې په بخملو به لوغړېږي

ربه اې جانانه ربه! دغه يو سوال خو منظور کړه

ګني لاړ غني دې مړ شو، ورپسې يې ژبۍ کېږي
ګني لاړ غني دې مړ شو، ورپسې يې ژبۍ کېږي