پښتونخوا اشغال شوي خاورې

د اذربایجان ناګورنو قره باغ پرتله د افغانستان پښتونخوا اشغال شوي خاورې سره

د اذربایجان او ارمنستان تر منځ د ناګورنو قره باغ په سر شخړه ۱۹۱۸ کال وروسته له خپلواکي تر لاسه کولو سره د همدې دوه هیوادو تر منځ پیل شوې ده. دواړو هیوادو څو ځلي جګړي کړي چې اوس یو ځل بیا دا جګړه ونښلیده. په رسنیو کې دا غږ په اروپا او دنړی نورو هیوادو کې ډیراوریدل کیږي چې وایي : ناګورنو قره باغ د نړیوالو حقوقو پر بنیاد د اذربایجان خاوره ګڼل کیږي چې همداسې به هم وي. خو د افغانستان پښتونخوا خاوره او د څلویښت ملیونو زیات پښتانو او بلوچو په هکله نړیوال او ملګرو مؤسسې چارواکي ړانده، ګونګ ، کاڼه او غلي دي. دلته د تور انګریز ښکیلاک د ۱۹۴۷کال راهیسې په ظالمانه توګه روان دی خو اروپایانو، اسلامي هیوادو او هم د افغانستان حکومتو په ډانګ پیلې او رسمي بڼه داسې ونه ویل چې پښتونخوا د نړیوالو حقوقو پر بنیاد د افغانستان له وجود څخه په ظلم او زیاتي سره انګریز استعمارګرانو بیله کړې او یو مصنوعي هیواد یې د پاکستان په نامه د پردیو په مځکه د خپلو شومو موخو په وجه جوړ کړی دی. کوم ظلمونه او بربریت چې پنجابی ریاست په پښتنو او بلوچو روا ګڼي نو هغه به د هتلر زمانو سره پرتله کیږي . توکموژونکی پنجابي ته د بشري حقوقو مؤسسه امنستي انترنیشنل او نورې داسې د وګرنیزو حقونو مدافعانو پام نده. په افغانستان کې دا څلویښت کاله د روسي سور کمونیستانو له یرغله تر اوسه پورې اولس وژل کیږي چې د موږ وژلو کې د ملګرو ملتو مؤسسه او نړیوال ګننګار دي دا ځکه چې دوی د خپلو سیاسي او وټییزو ګټو په وجه د پنجابي ترور مخه نه نیسي او د ترهګرو ځایونه هلته نه ویجاړوي او لا ورسره هر راز مرسته کیږي. نو داسې وایلی شو چې یوه بام دوې هواوو فلسفه روانه ده.

عبدالله ځاځی ۰۲ /۱۰ /۲۰۲۰


لوی افغانستان مشر منظور پشتین

لوی افغانستان مشر منظور پشتین

لوی افغانستان مشر منظور پشتین
لوی افغانستان مشر منظور پشتین
علی وزیز
لوی افغانستان مشر منظور پشتین