ملی پاڅون

ملي پاڅون د افغانستان درې رنګه بیرغ سره

ځینې پخواني جهادیان د خپلې سیاسي او شخصي ګټو د پاره خپلې قومي ډلګی جوړولو سره غواړي چې د ملي پوځ ترڅنګ د پنجاب او ایران استعمارګرو پرضد پورته شي. خودسرې قومي ملیشې لکه پخوا د سیاسي موخو په وجې د ملي پاڅون نوم بدوي. ملي پاڅون یا قیام د پوځ او پولیسو په لیکو کې ډیر اغیزمند وي چې دا پاڅون په ټولو پرګڼو کې د يوې خاصې موخې په وجې رامنځته او د سپیڅلي افغانستان د خاورې بشپړتیا، خپلواکي او جغرافیې څخه دفاع وکړي او په اوسني حالت کې د پنجاب او ایران استعماري هیوادو کړغیړنو موخو پر ضد لکه ډال ودریژي. دا ملي پاڅونوال باید چې د کومانډو پوځیانو لخوا په ټول افغانستان کې ښه وروزل شي او امتیازات هم ورکړل شي. ملي پاڅونوال د سیاسي جهادي مشرانو تر اغیزې پرته په ملې بڼه وروزل شي تر څو په هیواد کې د ملي یووالي روحیه پیاوړې او ټول په یو غږ او همغږې سره د خپل هیواد دښمنان نابوده کړي. ملي پاڅون بایده ده چې په ټول افغانستان کې داسې انګازه پیدا کړي تر څو د هیواد دښمنان و نه توانیږي چې په رڼا ورځ زمونږ ملي شتمني ولوټي. ملي پاڅون د جومات له مهرابو څخه د هیواد ساتنې په پار بدرکه شي او اولس ته  ملي روحیه ورکړ شي او هم د ملي وحدت د پاره ذهنیت جوړونه او پوهاوی په زغردهه پیل او ټول وګړي د غلیمانو پر ضد وخوځول شي. که  د لر او بر قومونه د ملي پاڅون ټګلاره خپله کړي نو دا غورځنګ به دومره پیاوړی شي چې ډیری اولس به د دوی سره ودریږي چې په پای کې به  بلواکي ځنځیرونه وشلوي او د عزت ژوند به په څوکالې کې ترسره کوي. ملي پاڅون د ټول اولس حق دی چې ښځینه، سپین ږیري او ځوانان به یې بدرګه کوي او خپل هیواد په ننګه به  ترهګرې ډلې غندي او د پردیو استعمار او یرغلګرو له کبله خپل ږغ نړیوالو ته رسوي او په کور د ننه به د تور پنجاب لنګمارو او ایراني آخوندیانو پروپاګنده شنډوي. الله(ج) دې د افغانستان دښمنان ذوال کنډې کې ډوب کړي او د هیواد جاسوسان او پردیپال رسوا او شرمیدلي نابوده شي.   

عبدالله ځاځی  ۱۱/ ۰۷/ ۲۰۲۱