جرګه او مرکه

جرګه او مرکه

کوم خویونه او عادتونه چې په پخوانیو آریایانو کښې شتون درلود، هغه اوس هم په پښتنو کښې شته دي چې په دې ټوګه د پښتنو آریایي توب معلومیږي. له ( ویدي) سرودونو څخه څرګنده ده چې پخوانیو آریه ؤ به خپلې چارې په جرګو او مرکو حل کولې، ټول به سره راغوندیدل او د یو بل په سلا به یې خپل کارونه بشپړول. په هر کلي کې به بیله بیله جرګه وه، هغې ته به یې ( سبها ) ویله. دغسې یې یوه لویه قومي جرګه درلوده چې هغه یې ( سمیتي ) بلله.په دې مرکو او جرګو کښې د اړتیا له مخه سلا او مشورو د پاره غونډې جوړیدې. د څو تنو وړې ټولنې ته ( مرکه ) او د ګڼو خلکو لویې قومې ټولنې ته ( جرګه ) وایي. دا مرکې او جرګې د وړو او غټو خبرو د پریکړو او د عامو خلکو د رأی اخیستلو لپاره د اړتیا په وخت جوړیږي او دا د پښتنو یو پخوانۍ ملي دود او رواج دی. نن په افغانستان کې جوړه شوې لویه جرګه د پخوانیو دود یوه لړۍ ده او هیله ده چې په دې لویه جرګه کې مشران وکولای شي د ګران هیواد افغانستان د څلویښت کلنې غمیزې د پای ته رسولو په پار خپل مسؤلیت په ښه ټوګه ترسره کړي. اولس د اشرف غني دې لویې جرګې ښه پایلو ته په نیک شګون ګوري او هیواد ته د ټلپاتې سولې راوستل اړین ګڼي.

اخځلیک : د ښاغلې صدیق الله رښتین له څیړنو څخه