سلطان ابراهیم لودي په هند کې دلودي پښتنو دریم او وروستی واکمن و.پلار یې سلطان سکندرلودی (۱۴۸۹-۱۵۱۷ زیږدیز)او نیکه یې سلطان بهلول لودي(۱۴۸۹-۱۵۲۶ زیږدیز) په هند کې دپښتنو لودیانو دکورنۍ بنسټ ایښودونکی و.نو موړی په (۱۵۲۶زیږدیز) کا ل کې دپښتنو دستر دښمن مغولي بابر له لاسه دپانې پت په مشهور ډګر کې دجګړې په وخت کې دخپلو ډیرو پښتنو پو ځیانو سره یو ځای شهید شواو مغولي دښمن یې سر له تنې نه غوڅ کړ او دده په شهادت سره په هند کې سلطنت دلودي پښتنونه دمغولي بابر لاس ته ورغی.دده دماتې یوه ستره وجه داوه چې یو شمیر ناسیاله او نا عاقبت اندیشه پښتنو او له هغو نه دولت خان لودي او پلار یې دلاورخان دسلطان ابراهیم پر خلاف دبابر سره دخپل پښتون پاچا په ټکولو او نسکورولو کې مرسته وکړه .