Pashto پــــــــښـــــــــــــتــــــــو

تاسو دپښتو ژبې په اړه سومره معلومات لرۍ؟

دا لیکنه ضرور ولولۍ

پــــــــښـــــــــــــتــــــــو

پښتو یوه لرغونې او تاریخي ژبه ده له تاریخي او توکمیزو څیړنو وروسته جوته شوې چې پښتانه له اصله او توکمه آریایان او د دوی ژبه پښتو یوه لر غونې آریایي ژبه ده مئورخین وایې چې آریایان له خپل لومړني ټاټوبي څخه تر لیږدیدنې او حجرت د مخه په یوه سیمه کې اوسیدل چې (( آریانا ویجه)) او د ځینو روایاتو له مخه (( آریاناورشه)) په نامه یاده شوې ده ویل کیږي چې دا یوه غرنۍ سیمه وه چې لرغونو آریایانو هغه تر ډیره وخته له بهرنیو یرغلنو څخه خوندي ساتلې وه وروسته بیا د زای د تنګوالي له کبله دوی کوچیدو ته اړ شول د آمو د سر دریا له سرچینو څخه خپاره شول په پخدي او باختر کې یې مدنیت جوړ کړ دغه لرغوني آریایې قبایل له میلاد څخه ۲۵۰۰ زره کاله پخوا ختیځ او لوید یځ ته په کوچیدو اړ شول د لر غونو په مزهبي کتاب (( ریګویدا)) کې دلسو آریایې قبیلو تر منځ د یوې جګړې پیښه یاده شوې په هغو کې یوه د (( پښتو)) قبیله هم وه چې هغه د ((پکته)) په نوم یاده شوې او د دوی مشر توریانه (تورې وهونکی) ښودل شوی دی هغه لس آریایې قبیلې چې د ((ویسومترا)) په مشرۍ یې له (( سوداس)) سره جګړه کړې دادي

۱ــ پکته ( پکتیوس = پکهت = پښتون)

۲ــ بهالانا ( د بولان درې خلک)

۳ــ شیوا ( چې داباسین په غاړو کې اوسېدل)

۴ــ ویشانن

۵ــ انو ( چې د پنجاب د راوي رود پر غاړه اوسېدل)

۶ــ د روهیو ( دا قوم هم له انو قوم سره یو ځای اوسېده)

۸ــ یادو و

۹ــ تورو واشا

۱۰ــ پورو ( د ګندهارا شاو خوا خلک)

تر ریګویدا وروسته زموږ بل مهم تاریخي سند د (( اوستا)) مذهبي کتاب دی چې له میلاد څخه ۱۰۰۰ کاله وړاندې په بلخ کې لیکل شوی دی په دغه کتاب کې څو ځایه د بخدي نوم راغلی دی او تاریخ لیکونکې په دې عقیده دي چې په ویدا مذهبي کتاب کې د (( پکتها)). کلمه (( پ)) په (( ب)) ک په (( ښ)) او (( ت)) په (( د )) اوښتې نو له (( پکهت)) څخه بخت، پخت،بخد= پښت جوړ شوی او لر غونی پکتها یا بخت وروسته (( بخدی)) د دوی په نامه د ښار نوم شو

په دغه لړ کې پښتو هم یوه زړه او لر غونې آریايې ژبه ده چې دنسبتي (( و )) په زیات والي سره د پښت ـــ پکهت ټبر ته منسوبیږې او پښت یا پکهت هماغه ستره آریایې قبیله ده چې لږ و ډیر ۳۴۰۰ کاله پخوا یې د ریګویدا په سندرو یا مذهبي سرودونو کې یادونه شوې ده

د زیاترو ختیځ پوهانو په نظر لر غونې پښتو سانسکریت او اوستا د خویندو ژبو په نومونو یادېږي چې اوس سانسکریت او اوستا مړې او یوازې پښتو دیوې ژوندۍ ژبې په توګه پاتې ده

پښتو د لرغونې آریایې ( اوسني افغانستان) هغه لرغونې ژبه ده چې له زرګونو کلونو راهیسې د دې خاورې اوسېدونکي

پرې غږیدلي بډای ادب او فرهنګ لري

اړینه ده چې موږ ټول پښتانه یو زای خپله ژبه د هر ډول یرغلونو کړاونو

تکلیفنو او توفانونو نه خوندي وساتوو


پـــښـتو

پـــښـتو

لر او بر یو افغان


پښتو

ډېره ئې نرمه او خوږه ئې پښتو

دپښتنو دزړه غونچه ئې پښتو


پښتانه ټول درنه ځاريږي ځکه

...تۀ دپښتون ولس ګاڼه ئې پښتو


تاچې دښمن واوري سم ولړځيږي

دښمن لپاره زلزله ئې پښتو


دستا دوښمن به ورکوي په دونيا

پښتون چې وي ولې خپه ئې پښتو


ولې به نه در نه ځارېږمه زه

د" جوهري "خومعشوقه ئې پښتو

افغان به یم افغان به اوسم او افغان به مرمه

که ټول جهان کافر کافر شي مسلمان به مرمه

مرمه ضرور خو پۀ بې ننګه مرګي کله نۀ مرم

که چیرې مرم یا پۀ وطن یا پۀ قرآن به مرمه

پۀ حق وایلو مې د مرګ پۀ دهمکي ما یاراوه

یوه ورځ ضرور د آسدخیلو ګیلامان به مرمه


مـــونـــږه پـــښـتو نــده پـا لـلــی مـلا مـت خـپـله یـو

لـه خـپـل دفـــتـره مــوویــستلــی مـلا مــت خـپله یـو


واکــمن پـــه ویــــنه پـښتانـه دي خو پــښتو نـه کوي

نـــه ئـی لــیکلــی ، نـه ویـلـی مــلا مــت خــپـلـه یـو


د قــام بــچـي پــوهـان زمـونږه، پـه پـښتو نه روزي

پـښـتو ئــی شـا تـه غــورځــولـی مــلا مت خـپله یـو


څو چې پښتون نه شي پښتون ننګ په پښتو و نکړي

دنــیا کـی نـه بــه یــو ښــاغــلی مــلا مت خــپلـه یـو


ســتوریه پـخـپله مــونږه پـړه یـو پردی ګرم مه ګڼه

پـــښــتو پـخپله مـونږ ځــپلــی مــلا مـت خــپلـه یــو

دخيبر په سر مې قبر را ته جوړ کړئ

ديورپ په منارو کې مې زړه تنګ شي

خړ تصو ير چې دپا مير او خيبر وينم

زړه مې وسوزي لمبه شي لوګی وکړي

لوی افغان چې بې ټوپۍ اوڅادر وينم

د کونړ او اباسين اوبه به پکې وي

په دقت چې اتلنتيک ته ژور وينم

دخيبر په سر مې قبر را ته جوړ کړئ

چې په مړينه لوی وطن سراسر وينم

خدمتګار به يې ګردخاوره پرې ور نه کړي

که پيردوس دلته دځمکې په سر وينم


زما پښتو پښتو وطنه بې پښتو دې نه شې

د نا تار ګرو رقیبانو د بنډو دې نه شې

دغه خپلواکه اوچت غرونه دې خپلواکه اوسه

هیڅکله کمه له با ننګه پرګنو دې نه شې

و خواته په وطن کی واویلا می ژړوی

بل خواته درقیب دروغ او ریښتیا می ژړوی

چاره نه لرو خدایه ته رحم پرمونږوکړی

د خپل ورور جدایی په پښتونخوامی ژړوی