پښتانه د نایووالي رنځ

د مړ او زمول ذهنیت،مړ وجدان او د نایووالي کړی څخه راووځئ

پښتانه د نایووالي رنځ په وجه خپله پنځه زره کلنه آریایي ژبه او آریانا ځمکه ورو په ورو پردی کوي دا ځکه چې تر اوسه هم د هغوی ذهنیت او سیاسي شعور پڅ پاتې ده او نه غواړي چې وده ومومي.د پښتنو د میندو او پلارو دریځ تیاره او بې څرکه بریښي ولې چې دا نشي زده کولی چې ولې د نورو قومو اولادونه په خپلې مورنۍ ژبه زده کړې کوي او دوی په خپل کهول کې خپله ویاړمنه پنځه زره کلنه ژبه هیریدو ته سپاري.

د ژبژغوړنې ټولنې څخه، ملي وکیلانو ، مدني ټولنې او د پښتنو اکادمیک کدرونو نه هیله کیږي چې د پښتو ژبې د حقوقو پر ځای کولو په پلمه کابل کې چې نیمایي ډیر وګړي یې پښتانه دي د خپلو اولادو د پاره په پښتو ژبې ښوونځي په مسلکي او غیر مسلکي ښوونځیو کې د پښتو ژبې تعلیمي نصاب سره د پښتو ژبې حقوق پرځای کړي او دې ظلم ته د پای ټکی کیږدي او هم د لوړو زده کړو د پاره د پوهنتون په ټولو پوهنځیو زده کړیالانو ته د تحصیل کولو لازم امکانات برابر کړی شي.

پښتون په دې پوه شي چې ستا حق په خپله خاوره کې درڅخه اخیستل شوی دی نو خپل حق به په نره غواړو او ځان به په خپله خاوره کې نه پردی کوو. نورې ژبې زده کول خو لوی کمال دی خو خپله ژبه په هیرول او حق یې نه غوښتل غټه بې کمالي او د پښتون د نوم ورکیدو ته لار برابرول دي.

دا تعصب ندئ چې خپل ژبني حقوقو د پاره مبارزه وکړی او که څوک هم تاته د خپلې ژبې پښتو حقوقو ترلاسه کولو مخه نیسي نو هغه فاشیست، متعصب، غاصب او د ستا ژبې او کلتور میرڅمن دي. دا ویاړ ندی چې په خپله ژبه وشرمیږې او په بازار او دفاترو کې یې ونه کاروې او یوازې په کور کې خبرې په وکړې.نو هر کله چې تاسې ومړئ بیا نو د تاسو اولادونه به بې هویته و ي او هغوی به د پیغور وړ وګرځي چې نه به پښتون او نه به فارسي ژبی او نه به بل شی وي.

عبدالله ځاځی ۱۴/ ۰۸ /۲۰۲۰