کرونا


کرونا او ګټې يي!

(د هرڅه د منفې اړخ ترڅنګ پر مثبت اړخ هم فکر وکړي)

1: داچې د ياد مرض لپاره کوم درمل او واکسين نشته پر الله ج به باور او توکل نور هم زيات شي.

2: په هيوادونو کې به زنا او لواطت کم شي.

3: هغه غونډې او کنفرانسونه چې د غيبتونو او مظلومانو د حق خوړلو په موخه جوړيږي بندې او له منځه به لاړې شي.

4:دا چې د غير اسلامي هيوادونو تجارت د پرمختګ په حال کې دى له کمزورى سره به مخ شي.

5: غربي هيوادونو ته به تګ کم شي.

6: هغه مجالس به بند شي چې هلکان او انجونې پکې ګډول کيږي.

7: هغه بازارونه به بند شي چې ښځې له پردو نارينه وو سره څنګ په څنګ ګرځي او سوداوي کوي.

8: داچې د نوروز لمانځل حرام دي او په ټوله نړۍ کې په شوق لمانځل کېدل داځل به بند شي.

9: مسلمانان به په خپلو عباداتو کې تغير راولي او ډير کفار به مسلمانان شي.

10: دا چې کرونا هم د آخرې زمانې له علامو څخه ده نو د ويرې له امله به د خلکو په تجارت او راکړه ورکړه کې ښه والى راشي.

12: په خپلو هېوادونو کې به د اوسېدلو او سرمايه ګزارۍ اميدونه زيات شي.

13: داچې نظافت د ايمان جز دى نو په ځانونو، جامو او خوراکونو کې به د پاکوالي روحيه او توجوه نوره هم زياته شي.

14: تلاوتونه، لمونځونه، اوجوماتونه چې د شفاء بهترين ځايونه او وسيلې دي د مسلمانانو به نوره مينه هم ورسره زياته شي.

15: د الله ج نوم به ډير په ژبه ياد شي او وېره به ورنه نوره هم زياته شي او خداى ج مهربان دى د خلکو ورځني اعمال او کړنې به هم سمې شي.

16: په ښځو کې به د عورتونو د پټولو او حجابونو روحيه پياوړې شي.

17: نا محرمو ښځو او نارېنه وو ته به ستړي مشي په لاسونو بنده شي.

18: د مسلمانانو لپاره دا خبردارى چې که ګناهونه يي زيات او د نن په شان د کعبې شريفې طواف بند شي نو څه به کوي.

نو ګرانه مسلمانه

الله ج چې هر مرض پيدا کړى؛ د علاج لارې يي هم ورسره پيدا کړي او الله ج هيڅکله په خپلو بنده ګانو سختي او بدي نه راولي مګر د دوى د خپلو لاسونو او اعمالو له کبله او مسلمانان په دې کلک باور او عقيده لري چې هيڅ تدبير د تقدير مخه نه شي نيولى.

نو راشي ګرانو مسلمانانو د الله ج وېره په زړونو کې پيدا کړو او خپل اعمال په شرعي او اسلامې لاره برابر کړو تر څو د الله ج د هر غضب نه په امان شو او په دي عقيده ولرو چې هرڅه دالله ج له طرفه دي ځکه بله چاره او تدبير نشته بلخصوص زموږ په هيواد افغانستان کې.!!!!!! کاپي .