ګاوندیان

ګاوندیان

د موږ هیواد افغانستان په ګاوند کې پنجاب او ایران ښکیلاکګرنظامونه دواړه د ښه ګاوندیتوب پرځای فتنې ، جګړې ، ناورین او ترهګري خوروي. پنجاب زموږ پښتونخوا افغانانو خاورې په اشغال سره هلته توکموژنه، کلتوري یرغل، ویجاړي ، بې عزتي او د مظلومو او محکومو ولسونو سپکاوی کوي.ایران د شیعییزم خپرولو تر څنګ کلتوري، سیاسي او اقتصادي په یرغل لاس پورې کړی دئ. دوی دواړه د موږ پرمخټګ، پیاوړی اقتصاد، سوکاله ژوند، تاریخي ځلاند رسالت او بهادري نشي زغملی.دواړه بدنیته هیوادونه غواړي چې موږ اړمند وا ووسو، ترڅو چې ورو په ورو د خپلو ځایي جاسوسو کړیو په مرسته د هغوی بلواکي لاندې راشو.موږ به هوښیار اوسو او دښمنان به لاندې کوو. افغانان به خپل ملي یووالی، اقتصادي ثبات او ښه حکومتدارې سره خپل تکړه ملي اردو، پولیس او ملي امنیت تر هغه پیاوړي کوي، ترڅو چې غلیمان بې ثباته او نړیوالو ته یې پړ او شرمنده ور وپیژنو.