چې خپلواکي نه وي واک او اختیار نه وي، نو بلواکي خپلې سپیره مراندې پر مظلوم اولس راټینګي او د ډار او ویرې سیوري به تر هغه خپروي تر څو چې د دې تورتم حالت بدلون ونه غوښتل شي. دا ویروونکو تیارو سیورو کې به مظلوم اولس هیوادنې ژبه ، کلتور ، ټولندود، اندونه، ګلبوڼونه، درنګونه، تاریخي ارزښتونه، لرغوني یادښتونه، د نیکه او غور نیکه نغوژې او لارښوونې، هیوادنې مینه او پالنه، غر، کور او کلی، قام پالنه، ورور پالنه، خپلوي پالنه، تیر شوي عالمان، اتلان او شاعران او نور د ټولنیز ژوند نخښې او نښانې پرله پسې د سیند په اوبو کې لاهو کیږي.په بلواکې کې استعمارګر د مظلوم اولس هغه پیاوړي ولیی او جړو راکښلو سره هڅه کوي چې هغه ځپل شوي لا بې هویته ، سپک او مشران یې بې عزته کړي.اولادونه یې بې امتیازه، نالوستي، جاهل، په خوب ویده او له سیاست او ښه ټولنیز ژوند څخه لیري وساتي. د دنیایي علم، پرمختګ او خیر ښیګڼو ته یې مخه ډب کړي