تیلویزیونونه په افغانستان کې

د سیتمیانو ډلو تیلویزیونونه په افغانستان کې

ګرانو خونډو او وروڼو، تاسې ته معلومه ده چې په افغانستان کې د شلو نه ډیر تیلویزیونونه جوړ شوی دي خو دا ټول تیلویزیونونه د پاړسیوانانو له خوا او د ایران په روپیو او دامریکایانو په روپیو جوړ شوي دی. دوی د پښتو ژبې سره ډیره سخته کرکه لري،دوی نه غواري چې په افغانستان کې پښتو ژبه پرمختک وکړي.د افغانستان ټول قومونه او ملیتونه سره ورونه ـ او په هغو کې پښتون لوی ورور دی، خو د تاریخ په اوږدوکې تل ددې لوی ورور حقوق تلف او په کلتور او عنعناتو یي ملنډی وهل شوی دی . په افغانستان کې یو تیلویزیون دی ،چې شمشاد په نامه نومیږي.یواځې دغه تلویزیون د یو پښتون پورې تعلق لري،نور ټول تیلویزیونونه د پاړسیونو پسې اړه لري. په خپلو تیلویزیونو کې پښتون قوم ته ۵% تر ۱۰% پورې خپرونو ته ځای ورکړي دي،خو هغه خپرونې لکه: خبرونه، اعلانونه، او داسې نور... خو اوس ټولو پښتنو وروڼو معلومه شوه چې پاشیزم مونږ نه یوو! زه د پښتون قوم څخه دغه هیله کوم چې نور د دوی په خبرو باندې غلط نه شې.دوی ټول د پښتنو وروڼو سره کرګه لري، دوی د پښتون قوم سپکوي هم کوي ، دوی هیڅ وخت نه غواړي چې د پښتنو ژبه پرمختګ وکړي. خو اوس په دغو تیلویزیونو کې د سیتمیانو ډلې،سقاویانو ډلي،کمونیستانو ډلي ځانونه ووهلې دي،دوی ټول د پښتون وولس دیښنه دي ، دوی ټول د ایران،پاکیستان،وروسیانو،امریکایانو ګودګیان دي.دوی هدف په دې کې دي چې څرنګه پښتو ژبې خپلې ناوولې اغیزه لاندې راروړي.آریانا تیلویزیون ، طلوع تیلویزیون، او داسې نوره تیلویزیونونه خپرونې ټولې د افغانانو د کلچر،دود،کلتور پر ضد دي،دغه ایرانې،پاکیستانې،امریکایې ،هندې فیلمونه ،مونږ په کار نه دي،زه تاسی نه مهربانې کوم چې نور دغسې فیلمونه مخه وانیسوي، زمونږ خلک علم ته اړتیا لري ، نه دغه هندې فیلمونه !مونږ پښتنو ته په کاره دی،چې خپله د تیلویزیوني ستیشنونونه ولرو، د لمر تلويزيون په طلوع تلويزيون پورې تړلى دى اودا خبره ټولو ته ښكاره او څرګنده ده چى د طلوع له تلويزيون سره څوك مادي مرسته كوي او څوك يى تر شا ولاړ دي .همدسې د آریانا تیلویزیون د کابل څخه، ددى لنډى يادونى نه زما مطلب دا دى چې مو نږپښتانه بايد د خپل فرهنګ او ژبى خدمت پخپله وكړو ، او بل چاته دا كار پرى نږدو ، مونږ بايد خپلى ورځپاڼې ولرو ، مونږ بليد خپل تلويزيونونه ولرو او خپلى ژبې او ادب ته هغه شان خدمت وكړ په كوم شان چې يى مونږ غواړو. په پاكستان كښې چې ځيني پښتو فلمونه جوړيږي ، په دى فلمونو كښې دا سى صحنى ليدل كيږي چې هغه د پښتنو له كلتور سره نژديوالى او ورته والى نه لري ، دا فلمونه د پنجابي ډايركترانو لخوا جوړيږي ، هغوي قصدى دا كار كوي، په خېبر تیلویزیون کې هم همداسې د پنجابیانو اغیزي لیدل کیږي. تر څو د پښتنو نوم بد شي . هغه شتمن پښتانه چى د دولت خاوندان دي ، هغوى ته ښايي چى له فرهنكيانو سره مادي مرستى وكړي تر څو دوي پښتو تلويزيونونه جو ړ او فرهنګي ، علمي ، هنري او ادبي خدمتونه وكړي. مونږ بايد يو بل ته د همكارۍ او تعاون لاسونه وركړو او خپله سيپڅلۍ ژبه د نور و له يرغل نه وساتو او دفاع يې وكړو. اصلي خبره داده چې له سياسي شعور او بيدارۍ څخه بايد كار واخلو او په تفاهم سره ، په اتحاد او اتفاق سره ، په ورور ۍ سره ، په مينه او خلوص سره ، دا سپڅلى ژبه د بدخواهانو او مخالفينو له بدو نيتونو څه په امان كښې وساتو. دا زمونږ ملي وظيفه او مسؤليت دى. حمید ځاځی