تورتم

ولې پښتونو وولس ده تورتم څخه نه ژغوره ل کیږي 1 برخه

د مونږ مرکه د پښتون وولس تورتم په هکله دی او مونږ ولې له تورتم نه کوم خلاسون نه لرو . بنسټ ددې تورتم راوستنو څه دی چې په هرې پیړۍ کې مونږ پښتانه څو ځلې د پردو یرغلګرو جنایتونو ډګر ګرځو. ولې مونږ د خپلو تیروتنو نه کومې زده کړې نه کوو چې بیا بیا د پردوجنایتونو ډګر ګرځو. دي پښتانه پخپله ...ګرم د خپل تورتم په راوستنوکې او که دي نوهغوی څوک دي او ولې د خپل وولس په تپحۍ کې پردو سره یو ځای کیږي. په دې نو د مونږ پښتنو ماغزه خلاس وي چې مونږ به تل درپودر د پردو حاضیرباشان وو ترڅو مونږ خپلو تیروتنو بنسټ په کلکه او په ډاګه نه وي لټولې ، هغه مو حپلو ځانو ته سپین نه وي کړی تر هغه وخته پورې به مونږ ټکرې خورو. دغه خو څه نورماله خبره نه دی چې پردي مونږ پښتنو باندې پخپلې خاورې کې ملنډې وهي او بیا مونږ ګرم هم بولي.په تيرې ګڼې کې مونږ ځینې پښتانه د مونږ په ګډ تورتم راوستنو کې ګرم ووبلل، که د وی یې منني او که نه یې منني خو دوی د پښتون وولس په تورتم راوستنو کې ګرم بلل کیږي ، دا ځکه چې همدی پردو ته ددې شانس په لاس ورکوي چې په پښتون وولس باندې خپله باداري ټینګه کړې ووساتي. همدغه پښتانه دوی ته خپلې حاضیر باشۍ کوي او پردو ته دوی په حاضیر باشییو باندۍ ویاړ هم لري. په دې توګه دغه ډله د پښتنو د پښتون وولس نه ډیره لرې شوې دی او ګډ بنسټ یې هم شلیدلی دی. دغه پښتانه خپلې ګټې بده ګټه نیسي. دا نو اوس د هر پښتون دنده دی چې د داسې پښتنو په مخنوي کې نوره به برخې پاتې نشي که چرې مونږ پښتانه په ريښتیا سره خپل ځانونه نوره دپردو جنایتونونه ژغورلي غواړو نو مونږ نوره بې برخې پاتې کیدلی نشو که بې برخې پاتې شولو یا دا چې خپل وولس پردو پاندې په څو پيسو یا یوې څوکۍ نیونې سپک کړو یا خرڅ کړو نو مونږ به تل د پردو ریشخند ګرځو لکه دغه څوکاله په مونږ پښتنو باندې دغه د تورتم نه ډکه سیلۍ راروانه دی او هر پښتون خپل کوپرې ترې ټکووي.

بیرته راځو روم غونډو ته . په روم کې ورغونډ شوي پښتانه یې پوره راته راښیي چې د مونږ کمزورۍ څه دي. دغه پښتانه د پښتون په نوم هلته وربلل شوي او ورغونډ شوي وو. دغه وربلل شوي او ورغونډ شوي پښتانه څه د پاره روم ته ورغلل او چا سره څه د پاره هلته په غونډه کې یو ځای کیدل . مونږ دلته د هغو پښتنو نو نه غږیږو چې دوی نه هم لکه نورو پښتنو نه پردي تل خپلو ګټو نیونو او ساتنو له پاره کار نیسي او نیولی دی ، مونږ دلته د هغو پښتنونه غږیږو چې دوی نه پاړسیوانان یا دیګانان ددې تمه او هیله لري چې دوی نوره پښتانه هم پخپلو ځانو پسې ورواړه وي او هغوی نو هغه پښتانه پلل کیږي چې دوی څه تعلیم یا اوچتې زده کړې کړي وي ، مونږ دلته نه خو دکوم شپون ، نه خو د کوم ترکاڼ نه غږیږو ، مونږ دلته د هغو پښتنو نه غږیږو چې دوی نه د پښتون وولس ددې تمه لري چې خپل خپل شوي پښتون وولس ته څه د ښیګړې کارونه ووکړي. اوس نو د مونږ تپوس ارومرو بریښي چې دغه روم کې ورغونډ شوي پښتانه پښتون وولس ته کومه یوه ګټه وررسولې شي او که د پښتون وولس دیښنو ته چې دوی هلته سیتمیانو سره خپلې غونډې جوړوي او څه د پاره . په دې خو مونږ پوهیږو چې په روم کې ورغونډیدنې د طالیبانو په ضد کیدلې او کیږي به . دغه ډلې په ډاګه د پښتنو دیښمني راښیي او دوی هیڅوخت دې چمتو نه دي چې د سوچه پښتنو واکمني په افغانستان(اپغانیستان) کې وومنني یا ووځغمي . دغه د پښتون وولس غلیمان او د پښتو ژبې،پښتون کلچر ديښنه به هر څه وکړي ترڅو د سوچه پښتنو واکمنې شنډه کړي . دلته نو د دوی ریښتوني مخونه مونږ ته پوره راڅرګندیږي . خو خبره بیا وربلل شوو او په غونډو کې برخو نیونکو پښتنو ته ورمخامخ کیږي چې دوی څنګه پیژندل شوو پښتون وولس غلیمانو سره د سوچه پښتنو لکه طالیابنو په تخریب کې په غونډو کې یوځای کیږي او دغه شانس د تخریب پښتون وولس ديښنو ته په لاس هم ورکوي. پام مو شولو دې تراژیدۍ د پښتون وولس ته ? مونږ پخپله دغو تورتم راوستونکو ډلو ته د تخریب شانس په لاسو ورکوو او بیا خپل سرونه هم ترې ټکوو چې پردي مو په کراره نه پریږدي.

ولې پښتون ولس ده تورتم څخه نه ژغوره ل کیږي 2 برخه

که کوم پښتون خپله خوله په خپلې مورنۍ ژبې پښتو کې پرانیستلې وای نو نومرړی به پاړسیوانانو به دغو ټکو باندې غلی کولو چې دغه تضاد نژادي دی ، خبره یې دومره ژوره بیوولې وه . اوس هم ګڼ پښتانه نشي کوولی خپلې خپلواکۍ وساتي. د دوی پښتو ژبې لیکنې او غږیدنې بشپړه تر پاړسو اغیزو لاندې راغلې ډوبې دي ، هغه څه کوې چې ځینې پښتانه په جعلي تاریخونو لیکنو باندې هم لګیا دي او جهادکې دیدغسې خاینانو او جنایتکرانو لکه پنجشیري احمدشاه مسعود و تاجیک برهان الدین رباني جهادي ستاینې هم رالیکي ،که څه هم دیدغو وروسیانو جاسوسانو سندونه وړاندې را ته راپراته دي. ځینې پښتانه پخپله جګیږي دیګانانو خوښوونو له پاره جعلي تاریخونه را لیکي.

په دغه اړخ باندې به (پښتو ژبې ته یوه کتنه) نوره هم څه وولیکی شي ، خو دلته ددغې شخړې راوړنه په یو بل او خورا څرګند پلوو کې مونږ ته ارومرو بریښي، چې په هغه باندې لږه روڼایي واچوو. پاړسیوانانو نه اوس هم ځینې پښتانه د خپلې پښتو ژبې خپلواکي نشي ساتلی. څه چې پاړسیوانان لیکي یا وایي که هغوی په پاړسۍ کې وي یا په ماتې ګوډې پښتو ژبې کې نو دغه د پښتنو ډله هغه همغسې ورپسې لیکي یا وایي چې هغوی بیا په مضخرفې پښتو ژبې کې رواج نیوولې او د پښتو ژبې خپل سوچه او پخواني ټکي له بنسټ نه لړه وي. دغه یوه خورا خطرناکه او پښتو ژبې په پنشټ لړونو کې یوه بیدریغه لوبه دی چې ګڼ پښتانه خپل پام نه ورته وراړوي، په تیره هغه پښتانه چې دوی په پښتو ژبې کې لیکنې او رډګانو کې خپرونې کوي،لکه: غرمې پرځای څاښت . بیلتون پرځای جلا ، جرمني پر ځای المان،امریکې پرځای امریکا ، پروفیسر پرځای پروفیسور، د کویي پرځای څا او دغسې نوره یې . یوه پراخه خورا ځنډنه پښتو ژبه خوشې او بیځایه له بنسټ نه لړه ووي او پاړسي کویي. مونږ وړاندې د پاړسو او پاړسیوانانو اغیزو اچونو په هکله ووغږیدو. دغه پلو هم خورا غټ بریښي، چې دهغه اغیزې ځورونې د پښتون وولس په ټولنې کې څه نه څه څرګندې شي. په تیره بیا ددغې ۳۰ کلنې جګړې په بنسټ کې. د مونږ پام په دې لړکې خپلو کابل واکمنو ته ارومرو وراوړي او دغه تپوس راوړاندې کیږي، چې پیژندل مونږ پښتنو خپل کابل واکمن او کله چې دوی ځوک وو، د کوم ځای نه پښتونخوا ته راغلي وو او په کوم خیل دوی جګو څوکییو ته رسیدلي وو? مونږ به دغه پلوو څه نه څه پخپل بنسټ کې راښکاره کوو او خپل کوپري به ورباندې خوګوو. هسې خو هرڅوک واکمنۍ او اوچتې څوکۍ نیوونو له پاره خپل ځان پښتون راښیې او راښودلی دی . که څه هم کړه وړه به یې بشپړه د پښتون وولس ، دهغه کلچر او ژبې په څرګندې غلیمی کې وي. مونږ نوره په دغو ټکو باندې خپلې سترګې نشو پټوولی که مونږ د دغسې فجایعو مخنیووی کوولی غواړو، کومو سره چې ټول پښتون وولس په دغو وروستیوو دوو پيړیو په تیره بیا په دغو ۳۰ کالو کې لاس په ګریوان مخامخ کړل شوی پروت دي.

مونږ د کابل واکمن یوازې شاهي خیلخانۍ نو نه بولو که څه هم د هیواد ټول واک ددوی په لاس کې وو، په دې توګه هرڅه چې دوی غوښتل نو همغسې یې کول هم . مونږ دلته د درباریانو ، ارګیانو او نورو لکه وزیرانو اغیزو اچوونو اړخونه هم له خپل یاد نه ونه کاږو. د دغو ډلو ډیر نږدې اړیکي شاهی کورنییو سره او په همدې خیل د دوی اغیزې اچوونې په ورځنییو او تاریخي چارو د هیواد کې خورا ژورې وي. دلته د وولس سوکالۍ ، بربادۍ بنسټ نیغ اغیزه من کیدلو ، نو ځکه مونږ ژور پام دې بنسټیزې شخړې روښانه کوونو ته ارومرو بریښي. په دې توګه به مونږخپل پام دغو وګړو په راپیژندنو کې ژوره وو. دغه نومونه به تاسې په یاد وي لکه ډاکټرحسن شرق ، علي محمدخان چې نومو وړي د باچا امان الله خان وخت نه رانیوولې تل د جګو څوکییو میراث ېې لرلو، بابرک کارمل چې خپل نوم یې پښتنو غولوونو پاره په بابرک کارمل باندې اړه ولی وو، صدیق فرهنګ ،ورور یې سیدقاسم ریشتیا ، چې ایران نه را مهاجیر شویوو، خلیل اله خلیلي چې مور یې زاره ګۍ او پلار یې یو ساپی خو د پښتو ژبې او پښتون وولس سخت دیښمن پیژندل شوي یو پوخ سقاوی او ایران پرستۍ غوښتنې یې د ژبې په بنسټ لرلې. بیا برهان الدین ربانې، احمدشاه مسعود، چې دوی هم د وروسیانو له ولکې نه مونږ سپیڅلې خاورې ته د خپلو خیلخانو سره راتښولي دي او په لسحاوو نوره یې. پخپله دغسې نوره واکمن هم شته، چې دوی راتګ پښتونخوا ته د نورو هیوادو نه شوی دی. په دې ترڅ کې د اسلام په نوم هم د عربو نه ګڼ وګړي مونږ خاورې ته راغلي دي. ځینې د بدوی هم خپل تجارت د اسلام په نوم کولو او اوس یې هم کوي، په دې ټکي به هم وروسته څه ولیکی شي. زه پخپله ووړکی وم، چې ما د ډاکټر حسن شرق نوم اوریدلو. مونږ کور مشرانو، اوس دوی ټوله په حق رسیدلي دي، لوی څښتن د دوی ټوله ووبښي لکه نوره ريښتوني موسلمانان ، ما به تل ددې ښاغلي ډاکټرحسن شرق ستاینې هم اوریدلې . دغو پاس لیکل شوو وګړو نه مونږخبر نه وو، چې دوی څوک وو، د کوم ځای نه پښتنو خاورې ته راغلي وو، خو دوی نومونه به مونږ ځکه اوریدل ، چې دوی اوچتې څوکۍ نیوولې وې. پښتون وولس چې د پوهنې نه د اسلام په نوم دباندې ساتل شوې وو، نو په پښتون وولس باندې دګنډکپانو واکمنۍ چلوونې لوی شانس لرلو.هر جنایت کار غل او جاسوس به پښتونخوا کې چې بو مراسیلات یې ویلی وو نو دلته به د نوموړو ګنډکپییو شانس په سلو کې سل وو، دا ځکه چې دغوو وګړو څو ټکي زده وو او سم له لاسه به په کابل دربار کي کیناستل . په دربار کې د دوی شانس د یوې پردۍ ژبې پاړسۍ له کبله نوره هم اوچت ځکه وو، چې دغې ایران له را ایمپورت شوې ژبې ویونکو ډله دیو ځانګړي کلب غوندې وه او هلته د پښتنو ورننوتنه په لویو ، لویو ازغیواوو خنړونو کې وه. دوی به نو د خپل خوږ او سمسوردرباي، ارګي ژوند په څپر کې تل خومار ډوب پراته وو. مونږ پښتانه به د خپلو واکمنو نه هم خبر نه وو، خو په دې خاورې به بیا مونږ پښتنو خپل سرونه دیدغو خاینانو خیانتونو، پردو ته د جاسو سییو له کبله ورکول. په دوی کړو وړو باندې چا څه نه لیکل او یا دلیکلو اجازه یې نه لرله، دا ځکه چې واکمنو څوک دې کار ته هم نه پریښودل او په دې شاندې به د دوی رسښتوني مخونه وولس ته نه ورڅرګندیدل، نو ځکه دوی ددې کار مخنیوی ارومرو کولو، نو بیا مونږ پښتانه څنګه ددغسې وګړو لکه ډاکټر حسن شرق نه خبر شوي وای ، چې نوموړی څوک وو. لیکل کیړي چې ډاکټر حسن شرق نیکه به خټه یو یحود وو. دی وروسیانو ایران ته په جاسوسۍ وراستوولی وو. د ایران باچا د نوموړي په جاسوسې کارونو باندې خبر او نوموړی یې ژوندی مړیستون ته ورننباسلی وو. د نوموړي زوی د حسن شرق پلار بیا پښتونخوا ته د ایران نه راتښوولی وو. حسن شرق تل لویې ،لویې څوکۍ لرلې. د پخواني باچا نه رانیوولې تر بابرک کارمل پورې . حسن شرق هم د خپل نیکه کسب غوره کړې وو او د وروسیانو جاسوسي یې کووله. د نومووړي په وخت کې ټوله په قتل وورسول شوول. داود خان، تره کی، امین ، نجیب، خو دی ژوندی پاتې شوولو لکه نورو دیګانانو واکمنو غوندې یې کارمل ، ورور یې، کشمند،(فرخنګ، رشتیا)، چې دوی هم ټولو جګې ،جګې څوکې تل لرلې او د کمونیستانو په مودو کې هم ، خوچې پوی شول چې د کمونیستانو بیړۍ هم په ډوبیدو کې دی نو یوروپ او امریکې خوا ته ووتښوول او له هغو ځایو نه یې بیا په ټولو باندې په کنځلو پیل هم وکړلو. سید قاسیم رشتیا د سقاو زوی ستاینې هم کوولې .

ولې پښتون ولس ده تورتم څخه نه ژغوره ل کیږي 3 برخه

مونږ پښتانه نه وو خبر او نه خو خبریدولو ، چې کابل واکمن ، درباریان ، ارګیان او نوره یې څه کوي. که دوی پردو ته جاسوسۍ کوولې یا اوس یې هم کوي، هغوی یې کوولې. چا تپوس ترې کوولو و، چې مړه ته څه کووې . د مونږ پښتنو لویه تراژیدي په دې کې هم وه ، چې واکمنو به د پښتنو مشران خپلو ځانو ته ورغوښتل ، هغوی ته به یې څه شرینۍ یا پوتسې ورکړلې او په دغو دوکه بازییو به یې پښتانه مشران غولوول . دغه نو مونږ پښتنو ته یو میراث راپاتې شوی دی ، چې مونږ پخپلې خاورې کې دومره پردې شوي یو چې د را محاجرشوو شرینییو باندې مونږ خوښ یو . که چیرې همده غورا محاجیر شوو دې خاورې ته خیانت نه وای کړی او نه یې کوولی و نو مونږ به ولې دغسې تورتمونو سره مخامخ کیدلو ، کومو سره چې مونږ مخامخ یو او د مونږ سپیڅلې خاوره تل د دوی د لاسه د تیریو ډګر ګرځي .

ډاکټر یوسف خیلخانه د کشمیر نه پښتونخوا ته را محاجیر شوی او ژبه یې هم پاړسي نه وه ، خو بیا هم دومره د پښتون او پښتو ژبې دیښمني یې کووله ، چې ساری یې سیتمیانو او سقاوویانو کې لیدل کیدلی شی . همدغه سړي د پاړسۍ نوم په دې جعلي نوم دري واړه وولو او د دوو ژبو بیلتون او شخړونه ډک هیواد یې جوړ چې ایران هر وخت خپلې نیغې لاس وهنې او تیري په مونږ باندې وکړي. د غو خیانتونو او جنایتونو مخنیوی په تش نومو محمد ځییو کابل واکمنو ولی نه کوولو ، په تیره بیا پخواني باچا ? مونږ پښتنو سره دغو خاینانو دومره تیره او تاریخي خیانتونه کړي دي او اوس بیا غواړي چې په کابل کې را باندې واکمن هم شي . دغه به نو یوه بله او نه بښونکی تاریخي خیانت وي دې خاورې ته . دوی د ارومرو خپلو خیانتونو له پاره محاکمه شي ، دوی څنګه بیا را باندې واکمن شي. دغه نو پښتون وولس ته یوه لویه کنځله دی په تیره بیا په لکونو شییدانو پښتنو ته ، د مونږ تباحۍ بنسټ همدغه خاینان دي.

امریکه اوس په دې باندې هم لګیا دی ، چې د دیموکراسۍ ، وګړو برخو ساتنو په نوم ځیني وګړي دومره تر خپلو اغیزو لاندې راولي ، چې هغوی اوس امریکې ډول ته ګډشي ، امریکې ته خپل کلچر هم پریږدي . دغه نو یوه لویه او خورا خطرناکه لوبه دی. وروسیانو هم همدغسې لوبې د سوشلیزم په نوم په نورو باندې کوولې ، په کورنو کې یې د بیلتون اور اچوولو ، ورور به یې پخپل ورور پسې په نوم د سوشلیزم جنت لمسوولو، زوی به یې پخپلې خواخوګې مور، او خپل مهربان پلار پسې لمسوولو او هغوی نه به یې بیزاره کوول ، او اوس امریکه هم په همدغسې یو بشري جنایت باندې د دیموکراسۍ ، ووګړو برخو ساتنو په نوم اخته دی، په کورنو ، وولسونو، هیوادونو کې د بیلتون اور اچوي او په دې شاندې سختې ګډوډۍ په دوی کې راولي.له بدمرغه اوس ځینو افغانانو همدغو ټکو ته پام نه دی او امریکې تراغیزو لاندې ډير ورننووتلي دي، دوی پوهیره کوي چې امریکه یو استعماري هیواد ووتلو او وروسیانو سره د مونږ وولس په نوره تورتم ژوره ونوکې یوځای شوې دی.

ولې پښتون ولس ده تورتم څخه نه ژغوره ل کیږي 4 برخه

کومه موده چې مشران ، ټول یې نه ، خو ځینې یې دغسې لوبو وهنو باندې پیل ووکړي او هر یوې د خپل ځان ، خپلې خیلخانۍ په سوکالۍ کې دومره ډوب پروت وي ، چې نور وولس ده ته یا دوی ته ، چې دوی دلته دې یووې ډلې ژباړه ورکوي ، کوم ارزښت ونه لري ، نو په هغې مودې کې یوه ټولنه د بشپړه ګډوډۍ خواته وردرومي . دلته دې ټولنې خبره دی ، یوه ټولنه د وګړو نه جوړیږي ، نو ځکه مونږ نشو کولاې د وګړو ځانګړې غوښتنې ، چې هغوی دې ټولنې ګډ ژوند نه په ځانګړي توګه خورا اوچتې ووبللې شي ، هغوی دې ټولنې ګټوورې وومننو . مونږ کولاې شو یوه ټولنه د یوو کور غوندې هم ووبولو . په یوو کور کې هم ووګړي اوسیږي ، که چیرې د کور مشر یواځې د خبلې میرمنې ، خپلو بچییو په غم کې ډوب پروت ووي او نورو ته ، لکه وریرونو ، تره ځامنو ، تره لوڼو ، ترونو ښځو ته خپل پام وونه کړي ، نو په دې خیل به پخپل کورکې سختو جنجالونو سره هم ور مخامخ کیږي . په کور کې به د کرکې اچوونو که کوري ، چې پای یې ټول کور غړوته بې له کوم زیان نه کومه ګټه نو نه وررسیږي . دلته د دوی ټولو اینر ژي هم په خوه شو خبررو باندې لګیږي او زړه بدی به د ټولو په مینځ کې پاتې او نوره هم ژوریږي . که چیرې د کور مشر خپل پام د خپل کور ټولو غړو ته ور وورسوي ، نو کور به هم په سوکالۍ کې که نه وي هم ،خو د ډیرو خوشو ستونځو نه به بچ پاتې او خپلو کارونو پسې به ګرځي تر ځو ژوند یې ښه شي . په دې توګه به دوی خپله ایزژي خپل ژوند سوکاله کوونو ته لګووي . دغه نو یوه ډیره غټه خبره دی یوو کور ، یوې ټولنې او یوو وولس ته . پوهیره یې نه کړو ، پښتون وولس د خپل زوړ او خورا وده موندل شوي کلچر پښتونوولۍ به بنسټ یو بل سره د خواخوګۍ ژور اړخونه لري ، دغه د خواخوګۍ ژور اړخونه د پښتو ژبې پخوانې ټکي یې په خوراښه او څرګند ډول راښیي ،لکه د کوم پښتون کور مخې ته په سبا ته کې پسه هلالوونه د مرستې دپاره ، چې کله نه کله دغسې مرستې ورکوونې په وینو تویونو باندې هم ککړیږي ، دلته د مرستې غوښتنې خبره دومره ژوره مننل کیږي ، چې هغه کله نه کله په جګړو باندې هم ورښکیل شوې سرته رسیږي . په پښتون وولس کلچر کې ګڼ دغسې اړخونه د پخوانه نه مونږ ته راپاتې دي او اوس دلته یواځې یوه ګوته سیخوونه هغه ته کیږي ، چې کنې پښتون وولس پخپل پخواني دود بنسټ کې یو بل سره د خواخوګۍ پلوونه لري ، چې خبره دغسې دی نو بیا ولې یې خپل دغه خورا ودې موندل شوی بنسټ د خواخوګۍ پریښودلو ، لکه پخپل کور کې توپیر کوونه.

ولې پښتون ولس ده تورتم څخه نه ژغوره ل کیږي 5 برخه

پښتنو کولاې شول خپل پخواني دود او کلچر ته نوره وده هم ورکړي ، که څه وده ورکوونه هم وخت غواړي او هم وخت خواري ووکاږنه ، خو هغه تل ، لکه په ژوند نورو اړخونو کې تل تجروبو کوونو او وخت پسې ټړل کیږي .

د هغوی ودې ورکوونې او ودې موندنې پړاوونه په خوارییو استنو پسې تړل کیږي .

په همدې بنسټ باندې ولاړ ده پښتون وولس کلچر هم په پیړییو تیریدنو کې خپل ځانګړی ځای نیوولی او وده یې موندلې دی .کومه موده چې یو څوک کوم پښتون کور ته د مرستې غوښتنو د پاره پناوه رووړی ، نو دغه کار خو پخپله یوو خیل خوا خوګي هم کوم نیستمن او مرستې غوښتونکی سړه جووته کوي . دلته د خوا خوګۍ لمنې خبره دی ، نو بیا څنګه د غسې خواخوګي پخپل کور غړو مینځ کې وروکه شووله او له همدې کبله پخپل کور غړو کې دخواخوګۍ بنسټ پخوونه په پښتون وولس کې ورو ، ورو له مینځه وتلې بریښي او څوک بیا نه دې ورپسې ګرځیدلي .

مونږ چې اوس په دغو ټکو لکه مشر او کشر باندې مرکې کوو او تراوسه مو یو پلووې تر څیړنې لاندې نیوولی رابرسره کړه لو او هغه په کور کې د کوم غړي مشرتوب کیسه وه او دی ، نو اوس به مونږ دغه پلوو نوره هم پراخوو ، په دې توګه به هغه په ژوند نورو اړخونو کې هم څیړو ، چې کومې اغیزې یې په پښتون وولس ټولنې باندې یې ورغورځوولې دي .

وړاندې له دې چې مونږ دغه مررکه پخپل بنسټ کې ووڅیړو ، نو ښه به دغه هم ووي ، چې مونږ دغه ټکی یو ځل بیا ټینګ نیوولې د خپل یاد نه وونه کاږو اوو هغه د پښتنو صداقت نه د پردو له خوا خورا بدو ګټو نیوونو خبره دی ، خو په څنګ ددې کې ځینو پښتنو مشرانو ځانو ګټو دپاره پښتون وولس یا خو کونې څوکۍ یا خو پیسو دپاره په شا پریښوولی دی ، نو ځکه هم پښتون وولس خپلو ریښستونو مشرانو نیمګړتیا لري او پردیو نو هم په دغو مشرانو او هم پښتون وولس باندې په ریشخندونو وهنو باندې راپیل کړیدی.

پردې ښه پوهیږی ، چې دوی ځینو پښتنو مشرانو نه خپلو ګټو پورته کوونو دپاره په همدې نیوول شووې لارې باندې پوره کار نیوولی شي ، نو ځکه دغسې ملنډې یې را باندې رانیوولې دي . دي دپاره به اوس دلته یو ټکی راوړم ، چې هغه په خورا پوره ډول دې مونږ پښتنو دغه بنسټــیزه لانجه راښودلی سي .

احمدشاه مسعود څومره پښتانه ووژل ، ده پښتانه په نوم دې پښتون وژلي دي ، نه دا چې کومې ګوناه ووې کړې ووې ، پښتانه یې کابل نه ،کندز نه ، مزر، بدخشان نه شړل ، نیوول ، وژل ، بندي کول . په کابل شهرنو کې دې ما خپلوانو کور څنګ ته یې یو کور وه رنیوولی وو ، چې تڼکي پښتانه ځلمي به یې په لارو کې دې وسلې په زور نیوول او هغوی به یې بیا همدغه شهرنو کورته وروستل ، خدای ښه پوهیږي ، چې هغوی سړه به یې څه کوول ، خو ما خپلوان وایی ، چې دوی ډیرې چیغی وهلې او پخپل کور کې یې دغه چیغي اوریدلې هم . یا مسعود جنایت کارې او غلو ډلې به ده پښتنو ګاډي په سالنګ کې د وسلې په زور دره ول ، هغوی به یې چور او چپاو کوول او موټر چلوونکې پښتانه به یې هم وه ژل . بیا هم حاجي قدیر او سیاف دغه نامتو او تاریخي جنایت کار احمدشاه مسعود سړه یوو ځای دریدلي او خپل پښتانه ورونه ورته وژني.پام مو شووه لو دې فاجعې ته ، دغسې فاجعې مونږ پخپلو سترګو باندې ګورو .

سیاف او قدیر مسعود په پښتنو باندې نوره هم زړه ورکووي ، دغه نو دومره یو لوی ریشخند دی په پښتون وولس باندې ، چې د تاریخونو پاڼو نه نوره هیڅوخت پټ پاتې نه شي ، پخوا هم ګڼ جنایتونه په پښتنو باندې شووي دي او دوی به ده مالیکنونه نوره پټ پاتې هم نه شي ، نوځکه هم مسعود ، رباني ، ډاګټر عبدالله ، دوستم ، نبي عظیمي ، دلاور ، اسماعیل او نوره تاریخي جنایت کارانو بانډ په پښتون وولس باندې ملنډې وهي .

په دې خپل ځینې پښتانه پخپله خپل پښتون وولس نورړ ته ټــیټووي ، په هغوی باندې یې خرڅووي ، نوبیا به څنګه د دیګانانو سترګې وونه شې ، چې د مونږ په خاورې باندې ګز وونیسي او هغه پخپلو منځو کې د وروسیانو ، ایرانیانو ، پنجابیانو ، سیندیانو په مرسته وویشي . د مونږ پښتنو ځینې مشران هم نوره د تاریخ پاڼو نه پټ نشي پاتې کیدلی . مونږ نوره نه خو اینرژي ددې لررو او نه خو غواړو ، چۍ په توریالي پښتون وولس باندې نوره ملنډې ووهلې شي ، د څو پیسو ، یا کومې څوګۍ نیوونو د پاره یا د اسلام په نوم بې کوره بې اوره ، در پودر او خاورې په سرشي ،چې ماشومان یې د لوږې ، تندې ، رنځورۍ له کبله مري ، که څه هم همدغه توریالي پښتون وولس نړیوال د یو لوی ، جابر او سړیخور سیستم د کمونیزم نه ووژغوره ل او اوس پخپله همدغه پښتون وولس د ځینو نړیوالو د لاسه هم کړیږی ، لکه څنګه یې چې پخوا هم یو بل لوی سیک برتانیی نه وولسونه په متې ورکوونو کې ووژغورل ، خو بیا پښتون د نیستۍ کندې ته ورلاهو شوولو او ګټه یې نورو ته لکه پاکیستان جوړیدنو او هیندوانو خپلواکي وه . پخپله په کابل ګې هم واکمن ریښستوني پښتانه ځکه نه وو ، چې دوی اړیکي پښتون وولس دیښنو سړه ډیر نږدې او ټیګ وو . وګوره کنه یو کشمیري په نوم ډاکټر یوسف هم پښتو ژبې او پښتون وولس سړه په ډاګه خپله دیښمني رانیوولې وه او دغه جعلي ژبه یې په باندنییو هیوادو ره ډیوګانو کې هم رسمي ووګرځووله ، دغه کاررونه دیګانانو په تش نومو پښتنو واکمنو په مودو کې را باندې کوول ، د مونږ شخړو بنسټ همدغوکابل واکمنو ایښی دی .

پاتې... اروښاد ګل ځاځی