په اســــلام کي د ښځو سیاسي حقوق

په اســــلام کي د ښځو سیاسي حقوق

ښځې د انساني شخصیت له نظره د سړیو په څېر دي:قرآنکریم پدی برخه کې زیاتوحکمونوته اشاره کړی او انسان ته یې په ترسره کولو او نه ترسره کولو امرکړی دی، په عمومي ډول سره دغه حکمونه یا امرونه په "یا ایهالذین آمنو" ژباړه (اې هغه کسانو چې ایمان مو راوړی) او یا هم "یاایهالناس" ژباړه (اې انسانانو! یا ای خلکو!) سره خطاب کړې دی چې پدې ټولو حکمونو کې د الله (ج) له لوری ښځو اونارینه ؤ ته یوډول خطاب شوی دی، یواځې یې نارینه او ښځینه ندی په ګوته کړي او نه یې یو ځانګړی جنس، قوم او ملت ته خطاب کړې د الله (ج) خطاب پدی کلمو کې عام دې نه خاص.همدا لامل دې چې ټول انسانان نر اوښځی په روژه نېولو، د لمانځه په اداء کولو، د زکات په ورکول، د حج په کولو، د خدای په لاره کې د جهاد په ترسره کولو اوداسې نورو دینې اموراتو مکلف دي. دغه راز ټول انسانان نراو ښځي له حرامو، غلا، زنا، قمار، شراب خوړلو اوداسې نورو نه منع شوي دي؛ مګر اسلام په ځینو خاصو ځایونو (استثناګانو) کې د ښځی او نارینه ؤ ترمنځ توپېر رامنځ ته کړی، چې شخصیت اوحقوق یې نه کمیږي، اودغه راز په نورو ټولو برخو او مواردو کې خاص توپېر نه لري. قرآنکریم ټول انسانان په یوې جوړې نر اوښځې سره پیژني چې د ځمکې پرمخ یې د بشریت بنسټ او اساس جوړ کړی دی او هغه څه ته چې فضیلت ورکوي هغه د انسان په معنويت پوری اړه لري یعنې په تقوا او پرهیزګارۍ حاصولوسره انسان ته برتري حاصلیږي. په دی اړه الله (ج) د حجر سورة په ۱۳ آیت کې فرمایې: "یا ایهالناس انا خلقناکم من ذکر و انثی و جعلناکم شعوبا و قبایل لتعارفو ان اکرمکم عند الله اتقاکم ان الله علیم خبیر" ژباړه( اې خلکو! تاسی مې له نر او ښځې نه پیداکړی یی، او تاسې مې خیلونه او قبیلې کړي یی چې سره وپیژنۍ، او بیشکه چې د الله په نزد ستاسې ترټولو غوره کس ستاسې پرهیزګار او متقی دی، بیشکه چې الله(ج) په هرڅه پوهیږي او له هرڅه نه باخبره دی.) د بیلګې په توګه د دندو جوړښت چې د یوه قرار داد په څیر دی او د انسان له طبعې غوښتنوڅخه شمیرل کیږي دغوره والي معنا نه افاده کوي، او کله کله هم امکان لرې چې دغه قرارداد سرچپه صورت ونیسي چې کومه لویه پېښه به رامنځ ته نکړي. ستونزه هغه مهال رامنځ ته کیږي کله چې نر او ښځې ته د طبعې غوښتنو غیر (ددوې دغوښتنو برخلاف) دندې وویشل شي. له همدغه ځای څخه د اسلام په تاریخ کې عمده وظایف د نر اوښځې ترمنځ دهغوې د علاقې او غوښتنې له مخې سره ویشل شوي دي، چې پدی ترتیب هر یو له دوې څخه د خپلو کارونو څخه راضې او په ډيره مینه یې ترسره کوي. د ژوند کولو حق: ښځې او نر دواړه د ژوند کولو له حق ښه برخمن شمیرل کیږي، او هیڅوک نشې کولاې ، غیر له شرعې او قانوني جواز پرته چې هغه هم یوې باصلاحیته محکمې ورکړې وی دغه حق ترې واخلي. هرډول تعرض او زیاتې د ژوندانه د حق په مقابل کې ترټولو سخته سزا لري، اسلامې شرعیت ښځې د نارینه او،نارینه د ښځو په بدل کې قصاص کوي. هیڅ یو له طرفینو(نر او ښځې) څخه نشي کولای د نسبې او یا زوجې اړیکو په بناء د یوه چا د ژوندکولو حق واخلي (ویې وژني) حتې په خپله د خپل ژوند داخیستلو حق هم نه لري. یا په بل عبارت نراوښځې په مادي ژوند کې سره یوشان دي، او لدې حق څخه ساتنه او حفاظت په ټولو انسانانو واجب دی ترڅو چې هرانسان نر وې او که ښځه د ژوندانه د خطرسره مخامخ شي باید له هغوې څخه یو ډول ملاتړ ترسره شي. که چېرې پدی برخه کې غفلت او بې پروایې وشې او دغه بې پروایې په قصد سره وي د دنیوې څار لاندی نیول کیږي (مجازات ورکول کیږي). قرآنکریم د دغه حق د لاښه ثبوت لپاره په ځانګړی ډول ښځې چې د جاهلیت په زمانه کې تر زیات فشار اوتعرض لاندی نیول کیدې داسې بیانوي: "اذالموءدَتُ سُئِلَت بأی ذنب قتلت" (د قیامت په ورځ به له هغه ماشومې انجلۍ څخه پوښتنه وشې چی خښه شوې وي، چې په کومه ګناه وژل شوې وی؟ آیا پدی ګناه چې هغه د مؤنث جنس څخه ده اوخدای (ج) هغه د خپل صلاحیت له مشورې پرته له مؤنث جنس څخه ګرځولې ده باید ووژل شي) په واقعیت کې قرآنکریم د تعجب په ډول دغه موضوع راخیستې او یادونه یې تری کړی چې دغه کوم ستر جنایت دې چې عقل یې هم نه منې، دا چې یو انسان پدې نامه چې ښځه ده ووژل شي. د ښځې سیاسي حق: د ښځو اجتماعي، اقتصادي او سیاسي حقوق د هغې د ژوند په رڼا کې د نارینه ؤ په څیر دي، څوک نشې کولای په دغو حقوقو تعرض وکړي او یا ښځې له دغه حق څخه بې برخې اومحرومې کړي. له هغه ځایه چې زمونږ د بحث موضوع د ښځو سیاسي حقوق دي غواړو دغه موضوع د اسلامې کلتوراو فرهنګ له نظره وڅیړو. ښځې کولاې شې ولسمشرانې شي؟ دغه موضوع چې آیا ښځې کولاې شې ولسمشرانې شي؛ د اسلامي فقهاؤ او مجتهدینو ترمنځ یوه جنجالې او له کړکیچونو څخه ډکه شمېرل کیږي. د وخت په تیریدو سره ډیرو اسلامي فقهاؤ او مجتهدینو منلې د ښځوسیاسي حقوق چې د یوی ټولنې رهبرې ده صراحتاً منع نده ګرځول شوی، بلکه هغه ښځه چې په شرایطو برابره وي او د رهبرۍ د مسؤلیت له عهدې څخه وتلې شي دهغه نارینه څخه چې یواځی د نارینتوب امتیاز ولري، غوره ده. پدی اړه د سبا د ملکې قصه چې په قرآنکریم کې یې یادونه شوې د ملکې د کفایت او درایت، د حکومت او نظام درلودو د امر ښکارندویې کوي، اویا هم د بیلګې په ډول د فرعون میرمن له فرعون سره چې د خلکو رهبرې یې په غاړه وه د پرتلې او مقایسې وړ نه وه. که چیرې ټاکنې ترمنځ واې چې څوک د رهبرۍ وړ دې؟ موسې اوهارون علیهم السلام دي؟ او که فرعون یا د هغه ښځه؟ پدی ځاې کې ځواب واضح او ښکاره دې که چیرې ټاکنې د فرعون او د هغه د ښځې آسیې ترمنځ ترسره شې فرعون باید رهبر شي ځکه چې نارینه دی؟ دلته پدی حدیث شریف استدال کوو:( لن یفلح قوم ولو امرهم امره) ژباړه "هیڅکله هم نه کامیابیږي یو قوم چې د واک چارې یې ښځې ته وسپارل شي).