پاکیستان واکمنو

د ایسلام اباد واکمن اوس پښتونخوا نوره هم د وسلو ټولونو په پلمه تر خپلې ولکې لاندې راوستلې

ددې تپوس د سړی پاکیستان واکمنو نه ووکړي، چې دوی پښتنو ژوند، هغوی کلچر، هغوی ژبې، هغوی سیمي ابادۍ ته په تیرو ورنږدې ۶۱ کالو کې څه وکړل،ځواب یې یو او څرګند ځواب دی، هیڅ څه نه . پنجاب او سیند سیمې ووګوره او بیا پښتونخوا ته خپل سر ورووهه.سړی دغه خبره نوره نه شي مننلي ،چې کنې پښتانه پخپله دې خپلې سیمي په ابادۍ کې ځکه ګرم بلل کیږي، چې پښتنو پخپله د ابادۍ مخنیووی کوولو، دغه نو هم د کابل واکمنوغوندې دوکه بازۍ شوولې، چې دوی پښتانه بې پوهنې پریښودل او بیا به یې ویل،چې کنې پښتانه پخپله د پو هنې سره غلیمي چلووي. زه پخپله ده دغسې چټیاتو او ماشومانو غولوونو غبرونه کرکه کوم او هغه د هر پښتون کرکې کوونې وړ دی. یوه مصنوعي ژبه یا اوردو یې په پښتنو باندې وومننله، نن ورځ ګڼ پښتانه پخپلې مورنۍ ژبې پښتو باندې نه پوهیږي، دغه توکمیز تووپیر راوسته هغو ووکړله، کوم چې خپل ځانونه موسلمانان راته راښیي او د ایسلام جنډه یې د هیندوانو نه په خپلواکۍ نیوونو کې ورپورته کړې وه ، چې په زورکونو پښتنو وروڼونه یواځې ده لمرخاته پښتونخوا نه، سربیره د هغوی نه د افغانستان نه همګڼ پښتانه خپلو موسلمانانو وروڼو په ننګې کې هیندوانو سره هیندوستان ته ورغلي وو. د ما خپل، خپلوان کشمیر، سرینیګر کې هیندوانو سره په جګړو کې وو او سرینیګو یې نیوولې وو، چې د دوی په خوله پاکیستانیانو واکمنو هیندوانو پیسې واخیستلې او سرینیګر یې بیرته ورپریښودلو. دغه خبرې ما پخپله د خدابښلو ملک مخمد اکبر اووخټین مه مه خولو نه اوریدلې دي.دوی په کام پښتانه منګل وو. پښتنو خپلې ساووې د هیندوانو تیرییو او ناوړو په مخنیووي کې ورکړي دي تر څو پاکیستان یې پخپلو وینو تویوونو باندې مینځ ته راوستلو. اوس هم همدغه خړي پښتانه وروڼه دي چې کشمیر خپلواکې دپاره خپلې وینې تویووي، خو که کشمیر ازاد کړي،نوبیا به پښتانه وروڼه او خویندې تش لاسي پاتې او هلته به هم نوروته خپلې حاضیر باشۍ کووي، دغسې لوبې نوره د مننلو او ځغملو وړ نه دي.مونږ نوره دغسې دوکه بازۍ نشو مننلی او تل به د هغوی په مخنیووي کې یې برخې پاتې نشو. دغه د ټولو پشتنو ورڼو او خویندو طبعي حق دی، چې پخپلې خاورې کې د خپلې پښتو ژبې، پښتون کلچر، پښتنو دود، خپلې سیمې ابادۍ او وړاندې تلنې غوښتنې وولري او هغوی وومننلې شي. د پاکیستان واکمن پښتنو وروڼو او خویندو سره دغسې یو تګ کوي لکه پښتانه د دوی مرییه وي، خو دوی په ورانې لارې باندې روان دي. پښتانه هم موسلمانان دي، په تیره بیا ټینګ موسلمانان، نو له دې کبله هم پښتون وولس سره دوکه بازي، هغه سیرګو ته خاورې ورشننې د ایسلام نه یو وتلې کرکونه ډک کار دی، په کوم منطق او دلیل ایسلام اباد واکمن پښتنو نه وسلې ټولوولې غواړي، زه پخپله د یو تکړه پښتون ورور لطیف خان اپریدي مرره کې ننګه چې په یکشنبې ۳ د جون میاشتې دې کال۲۰۰۱ یې بي بي سي پښتو ژبې سره ووکړله، پشپړه ننګه کوم. پښتانه خو د دوی غولامان خو نه دي، چې خپلې وینې د ایسلام او موسلمان په نوم پنجابیانو،سیندیانو،کشمیریانو خپلواکیوو ترلاسه کوونو د پاره تویووي، خو بیا همدغه توریالې پښتون وولس د خپلو واکمنو د لاسه وږی، تږی، بې لیک لوسته پاتې پريښودل کیږي او هغه هم د ایسلام نه په خورا ناجایزه توګه کارنیوونو باندې، ځکه چې دږی یو څو کتابه ویلي او پښتانه د علم نه وریچینه ساتل شوي پاتې دي. د مونږ پښتنو شومت د پردو په لاسو کې پریووتلی ديږ د مونږ سرونو باندې پردي ملنډې وهي او بیا د ایسلام ډنډارې هم راته وهي. ځنیې پښتانه د روپې دپاره پنجابیانو، سیندیانو.کشمیریانو سره یواځې کار کوي او خپله خولې پاټه کړي ده،او هیڅ د خولې وزولو اجازه نلري،ولی چې دوی ځانونه یې خرڅ کړي. په کابل کې هم دغه خبري کیږي. کرزی خاین حکومت او د هغه خرڅ شوي پښتانه وزیران په خپلې مورنۍ ژبې پښتو باندې شرمیږي چې په پښتو ژبې خبری وکړي او یا په پښتو ژبې لیکنې وکړي. وطن او یا مور یې د امریکایانو ،پاکستانیانو،ایرانیانو باندې خرڅ کړه ،نو یوازې پاتې ده پښتو ژبه، چې هغه هم خرڅه کړي? کرزی خاین هزاره ،تاجیک دومره آسمان ته جګ کړل چې اوس ټول حکومت دهغو وطن فروشنو په لاس کې دي. دیرو پښتنو پخوا ځانوته افغان ملت ووایل او مدام د خپل پښتون وولس دفاع کوله اوس ځانونه یې په امریکایانو،ایرانیانو،پاکستانیانو باندې خرڅ کړي دي.هر څوک چې ځان ته مو سلمانان واي،او د امریکایانو،یا نورو هیوادو سړه کار کوي او خپل پښتون ورور د امریکایانوپه لاس ورکوي او بیا هغه د امریکا نه روپی اخلې او په هغه روپی باندې خپلې ښځه ته جامې اخلې،نو بیا دغه روپي ارامي دي. دغه خاین کرزی دومره بیې غیرته انسان دی چې هغه ایران غوندې حکومت نه روپي اخلي او بیا د غه خاین ایران حکومت په خپل وطن کې زمونږ هیوادوال افغانان د مرک په حکم محکمه کوي او یا محکمه کړي دي او سلکو نه افغانان یې مړه کړي دي، او د ۳۰۰۰ نه ډير افغانان یې په بندیخانې کي اچوالی،هیڅ یو بندې د وکیل حق نه لري،چې د خپل ځان دفاع وکړې. او بیا هم دغه خاین کرزی حکومت هیڅ څه ایران حکومت ته نه وي او یا دغه غیرې انسانې عمل وغنډي. امریکایي عسکرو هره ورځ د پښتنو کلۍ ،کورونو باندې هوایې حملې کوي ، او زمونږ پښتانه ورونه،خوندي،له منځ وړي. او بیا دغه خاین حکومت د کابل د امریکایې اشعالګرو سره یوازې د برې خبرې کوي او بیا وایي: چې مونږ دښمن ته سخته ماټه ورکړی ده. خو هغه یو دښمن نه وه، خو هغه یو پښتون یو افغان وه چې د خپلې آزادی پاره او د خپلې خاورې یې دفاع کوله او د نیکونو او د پلارنو خاورې پاره یې ځان قربانې کړه. یو هیواد چې خپله د نورو هیوادنو لخوا نیول شوي وي او ټول واک یې په دوی په لاسونو کې وي نوبیا څرنګه هغه هیواد ځان ته خپلواک هیواد ووایل شي. خو د کرزی حکومت ځان ته یوو خپلواک هیواد وایي،که چیرې رښتیا سره یوو خپلواک هیواد ځان ته وایي نو بیا دغه امریکایي عسکر دلته په افغانستان کې څه کوي? نو بیا څه ضرور ده چې په ملک کې انتخابات ترسره شي چې هغه ریس جهمبور خپله د یوو بل هیواد نوکر وي. کچیرې رښتیا سره ځان ته پښتون وایي ،نوبیا ځان دی مړه کړه او یا ځان څوکۍ نه لیری کړه. پښتون هغه سړی ته وایي:چې هغه په خپل ایسلام او په پښتون والی باندې ټنګ ولاړ وي. نو بیا خو بریښږي چې تا یو بې غیرته انسان او یو ړونډ انسان يي،وطن دې د امریکایانو،پاکستانیانو،ایرانیانو باندې خرڅ کره او په تاریخ کې به د تا بې غیرته انسان کرزی نوم ولیکل شي.ګرانو وروڼو افغانانو، تاسې امریکایي اشغالګر صحی نه دی پیزندلې ،دوی مدام د نورو هیوادنو ته نقشې جوړوي ،او بیا دغه هیودونه کونټرول په خپل لاسونو کې نسي. امریکایان خو ښه پوهیږي چې د افغانستان زیاتره خلک ځوانان دي ،او دوی په دغه پکر کې دی چې دغه ځوانان څنګه پامې یې د ایسلام څخه واړوي. پخوا په افغانستان کې یو تلویزیون وو، خو اوس په افغانستان کې د شلو څخه ډیرتلویزیونونه جور شوي دي، آیا تاسې پکر کوي چې دغه ټول تلویزیونونه افغانان جوړکړي دي? دغه ټولو تلویزیونونه د امریکاینو په روپی او په ایرانیانو روپيو جوړ شوي دي. ترڅو چی دوی وکولاې شې د افغانستان هغه ځوانه طبقه د خرابو هندې،ایرانې او امریکایي فلمو په خپرونو کې د زمونږ هغه نوی ځوان نسل په بدو لارې بوځي اوبیا دوی وکولاې شې چې د دوی کلچر،کلتور له مینځه بوځي،او بیا خپل آروپايي کلتور دوی ته واښي.او بیا څو کاله وروسته د خپل مذهب عیسویت ته کش کړي. دوی په افغانستان کې ډیرافغان ځوانان د عیسوی مذهب ته کش کړي دي او دوی ته ووایل کیږي چې مونږ تاسې سره او د تاسې کورنۍ سره مرستې کاوو.او بیا مونږ تاسې امریکا ته ،یوروپ ته لیږو،کچیرې تاسې عیسوي کیږي? ګرانو وروڼو تاسو دغو خبرو ته پام شووه. د ایسلام دیښنو ځانونه د ایسلام په جامو کې ووهلې دي ،دوی غواړي چې په افغانستان کې او پښتونخوا کې د ایسلام مخه وانیسې او بیا وروسته خپلې پیښي هلته ټنګ کړي. د پاکستان آی ایس آی حکومت هم د امریکایانو اشغالکرو سره یوځې د پښتون په تباهي کې یو لوی لاس لري. پنجابي ، سیندي حکومت په پاکستان مدام دا غوشتل چې د پښتنو هغه پوهه خلک له مینځه بوځي ، او دغه کار یې اوس د ایسلام په جامه کوي .لکه چې تاسې هر ورځ په تلویزیونو کې ګوري،چې نن په پښتونخوا کې په یوه جامت کې یو بم چاودنه و شوه،چې په کې ډیر شمیر خلک مړه شول، په یوه ښوونځی کې بم چاودنه و شوه، چې ډیر شمیر ماشومان یا کوچنیان په دغه پیښه کې مړه شول. دغه دښمن پخوا هم دغسې کارونه یې د افغانانو په جاموکې کول،لکه چې دوی مجاهدینو په ګروپوکې ځانونه وهلې وؤ او بیا په افغانستان کې پلونه،ښوونځی،روغټونونه،سرکونه یې له مینځه وړل. خو اوس دښمن د دیموکراسې په راوړلو په جامه کې ځان ووهلې دي، د یوي خوا ځان یې د موسلمان په جامه کې ووهلې دي،او د بل خوا ځانونه یې د ایسلامي ګونډونوکې ووهلې دي.دوی سره مرستې کوي. اصله خبره خو دغه ده ،چې دوی هیڅ وخت دغه نه غواړي چې پښتون وولس خپلواکه پښتونخوا هیواد ولري،دوی دغه غواړي چې د پښتون قوم مدام د دوی پنجایي،سیندي ترلاس لانډې وي او هیڅ وخت پښتون وولس دغه شانس ونه لري چې ځانو ته یو هیواد او یا د افغانستان سره یواځې شې. آی ایس آی حکومت د ایسلامي ګونډونه سره لوی لوی لوبې اخیستلې دي،د یوي خوا دوی ته وایي چې مونږ تاسې سره یو او بیا وروسته چې امریکا نه روپی واخیستلې او بیا دغه ټولو ته غله او یا د دیموکراسي دښمن په نامه په تلویزیونو کې یادوانه کوي. خو ځني پښتانه هم خپل ځانونه یې د روپیو دپاره خرڅ کړي دي او خپل پښتون وړونو سره خیانت کوي او خپل پښتون وړوڼو له مینځ وړلو کې لاس لري ،د خدای (ج) ځواب به څنګه ورکوي. څوک چې چاته کویې باسې نو بیا هغه خپله په دغه کویې کې والیږي. ګرانو پښتنو وړونو ځان ویښ کړه ،جګ شې، خپل پښتون ورونه،خوندې ته قرآن کریم،پښتو لوست، تعلیم ور واښیوو . نور د دیښنو خبري مه منوي ،خپل پښتون وړونو ، خوندی،ښوونکي مه وژنویې .آیا کوم پنجایي،سیندي خپل ورور،خور وژلي دي?،چې تاسې خپل پښتون ورور او خور له مینځ وړاي. نن په پېښور کي د یو ښوونځي تر مخ د بم يو چاودنه وسوه چي له کبله يې یو ماشوم شهېد او یو شمېر ټپیان شوه ـ په دا تېرو څو ورځو کي دا دومه چاودنه ده چي د ظالم او وحشي دښمن له لاسه د علم پر حصول باندي کېږي ـ په اوله چاودنه کي دوې ښځينه ښوونکي په شهادت ورسول شوې او یو شمېر ماشومي نجونه پکښي ټپي شوې او په افغانستان کې هم دغسې بمي هر ورځ په جامتوکې،ښوونځوکې د ایسلام دیښنو له خوا اچواله کیږي. ایران او پاکیستان حکومټونه هیڅ وخت نه غواړي چې په افغانستان کې او بیا د پښتنو سیموکې سوله روغه راشې،دوی غواړي زمونږ پښتون وولس تباه کړي او بیا خپل لاس پوسې کینووي. وولس وژنې دچا له خوا ترسره کیږي?وولس وژنې د امریکایانو او د آی ایس آی حکومت پاکیستان څخه ترسره کیږي، چې دوی هر ورځ د مونږ بې دفاع وولس باندې بمونه اچواي،دغه ملل متحد چرې دي چې د مونږ وولس غږ نه وواوري.زمونږ ملت یې تباه کړه.مونږ او تاسۍ دومره کولاې شوه،چې خپل غږ ملل متحد ته جګ کړو، هر افغان یا پښتون چې هر چرې ژوند کوي،خپلې لیکنې ملل متحد ته والیږي.ترڅو چې رمونږ وولس غږ ووریدلې شې. حمید ځاځی زده کوونکې