شهید جرنیل (جنرال) شودي خیل داوړ د ستر مشر فقیرایپي د لښکر یو تګړه او نامتو سپاه سلار و. شهید شودي خیل د شمالي وزیرستان اوسیدونکی او د داوړو قبیلې همزوڼي شاخ سره یې تعلق درلود. د پلار نوم یې حیات خیل و او د پلار د وفات څخه وروسته هغه د خپل کلي مشر وټاکل شو. په کال ۱۹۲۹ ز کال کې په افغانستان کې د بچه سقاو خلاف په جګړه کې یې د بادشاه نادرشاه حمایت کړی و. کله چی نادرشاه د هغه شجاعت ولید نو هغه ته یې د جرنیل رتبه ورکړه.