تعصب د قومي یووالي اغیزناکه ټګ لاره

تعصب د قومي یووالي اغیزناکه ټګ لاره

ویداند سید جمال الدین افغان د حالاتو او خیالاتو په کتاب کې د تعصب ویی داسې سپړي. تعصب د عربي ژبې ټکی دی چې دا لفظ د « عصبةٌ» نه وتی دی.تعصب مصدر دی او د هغه وصف نوم دی کوم چې په عام خلکو کښې شتون لري. چې قومي تعصب یا عصبیت هم ورته ویلی شي. یعنې د کوم کس ملاتړ او مدد کول او دهغه ځان،مال او ناموس لکه دخپل ځان، مال او ناموس وګڼي. د یو قام ځواک او هستي هم په دې قامي تعصب کې دی چې خلکو ډیر خطرناک څرګند کړی دی. همدغه وصف دی چې دده په برکته د قام په خواره واره خلکو کښې یووالی مینځ ته راځي.یو ټبر یا قام ته هغه وخت قام وایلی شي چې خلکو کښې یې دا صفت شتون ولري. د دې پایله به دا وي چې د هغه ټبر مثال به د یو ځان یا یو بدن په شان وي.اجزأ او اندامونه به یې بیلابیل وي.که دا صفت په یو قام کښې نه وي نو مثال به یې د یو داسې بدن وي چې روح ترې وتلي وي. پایله به یې دا وي چې د ځان هره ذره به د يوې بلې نه بیله شي او هوا کې به تس نس او خواره واره شي. کوم یووالی او اتفاق چې د قامي تعصب یا عصبیت پر بنسټ شتون ولري نو یو قام د بل قام نه د وړاندې کیدو کوښښ کوي چې په دې کې د عزت، لوی والی، ځواک، غښتلتوب او طاقت راز دی. او همدا د سیالی، بډیالي او د مقابلې جذبه ده چې خلک او قامونه د کمال لوړو څوکو ته خیژوي. د تعصب بیلګه یا مثال یو ټولیز روح دی چې د قام په ټولو وګړو کې ننوتی وي او د دغه قام هر وګړی ددې روح حواس او سترګي وي. هر کله چې چا باندې د بهره نامنلې اغیز پریوزي نو دغه روح سمدلاسه محسوس کړي چې دا اغیز د پردیو دی او ژر مقابلې ته یې فطرتا چمتو شي.په دې وجه د تعصب صفت هم دا دی چې خلکو کښې د ملاتړ او قومي همدردي او ورورولي جذبه پیدا کړي ، او دا جذبه چې ټولیزه یا عمومي شي نو د امت په وګړو کښې د پرمختګ او لویوالي په لور رابیداره شي. پایله یې دا وي چې هغوی هیچیرې ذلت، بې عزتي نشي زغملی، او نه څه داسې خیانت کوي چې قام ته یې څه بې پتي ، ضرر او سپکاوی ورسي .

پښتون اولس تعصب ناسم خوځښت بولي، خو نور لږکي قامونه په افغانستان کې په تعصب سره د خپل نادان مشر ترشا ولار، او ځانته سیاسي،اقتصادي او کلتوري لوړ او بې کچې امتیازات د همدې تعصبي یووالي په وجه ترلاسه کوي.دوی په څرګنده د افغان پښتون ویی د سیاسي تعصب په بڼه کاروي او خپلې ډلې او ټپلې یې هم ترشا روان وي. د افغانستان په نیول شوي پښتونخوا خاوره کې هم د محکومو پښتنو او بلوچو سیاسي، اقتصادي او کلتوري خپلواکي د پنجابي ظالم استعمارګر له لوري ځپل شوي او له ۷۳کالو راهیسې تر بلواکي لاندي ژوند تیروي. هلته هم د قامي تعصبي یووالی د پنجابي ریاست پرضد شتون نلري. ددې ناشونتیا له وجې له دوی څخه ټول امتیازات پنجابي یرغلګر د ځان په ګټه پکاروي او محکوم اولسونه د مریتوب په ژوند کې ویده دي. پښتانه دې د قامي تعصبي یووالي ته په کرکه نه ګوري او د همدې ټګلارې په رڼا کې دوی خپل ژبني، سیاسي او شتمنیزو حقوقو د ترلاسه کولو په پار د خپل خورو ورو پښتنو راټولول پیل ، او د ظالم او ډیکتاتور څخه د خپل ډیرکیو قام حقوق په نره وغواړي.دا ظلم،ناروا او ناجایز کړه وړه ندي چې خپل ځان د ظالم څخه په تعصبي قامي یووالي سره وژغورې.د پښتو اریایي ژبه له بده مرغه په لر او بر پښتون خاوره کې د پنجابي، ایراني آخندي رژیم او د ځایي هیواد پلورونکو او پردیپالو لاسپوڅو لخوا په ګډه ځپل کيږي. همدا اوس هم د پښتون اولاد په خپله مورنۍ ژبه زده کړه نشي کولای او فارسي او پنجابي ژبې ته یې په جبر اړ کړي دي. که یو قام کې د تعصب او عصبیت جذبه اوزي، نو په دې کښې هیڅ شک نشته چې هغه قام به بیکاره او فنا شي. که د دغه قام څوک پاتي وي هغوی به د خورو ورو اندامونو او ذرو وي چې د بدن فنا کیدو نه وروسته پاتي شي ترڅو چې په کښې کوم سر پیدا شي. په قام کې د تعصب او عصبیت لږ کیدلو پایله ډار او نازړه توب وي ،او د یوبل سره خواخوږي او مرسته کول پریږدي او اړیکي غوڅي شي.نایووالي یا بې اتفاقي، اختلاف او د بیلتون جراثیم خپل کار پیل کړي. ورو ورو دښمنان او پردي خلکو ته د لاس منډون موکې په لاس ورشي، چې همدا اوس پښتون ډیرکی قام د ذلت او بې کسې ژوند په تیرولو اړ شوي دي. موږ به هغه لوړ پوري حکومتي پښتانه چارواکي څه کوو، چې د هغوی په شتون سره د پښتون واړه حقوق په نورو لوروي. خو څرنګه چې ډیرکي پښتانه نالوسته پاتي دي نو بیا هم دوی غولول کیږي او فاسده بې عمله چارواکي د هغوی ووټ ترلاسه کوي او د قدرت په نشه کې مکارانه هغوی هیروي. اصیل اولسي نظام د عدل او انصاف په ستنو پیاوړی او بریالی نظام وي خو له بده مرغه اوس، پرون او له پیړیو نه را پدیخوا د پښتنو ډیرکیو ۷۵سلنې وګړو ژبني، سیاسي او ټولنیز حقونه او امتیازات په نورو لوریدلي دي او پښتنو سره خپل پنځه زره کلنه جغرافیه کې توپیریز چلند او د مور او میرې چلند کیږي. پوځي جنرالان او علمي کدرونه یې په کور کینولي او ډیری متعصب پردیپال چې ملي ګټو ته ژمن ندي، په ړندو سترګو په چوکیو ګمارل کیږي.تعصب د مناسب حد څخه لږ، یوه نیمګړتیا او له مناسب حد څخه زیات هم ښه نده. محمد(ص)افراطي تعصب مکروه ګڼي. د تعصب مطلب دا دی چې دخپل قام کسانو سره خواخوږي او همدردي د اړتیا په وخت کې وکوي چې د نسلي تعلق او د اولس خلکو رایه او یووالی رامنځ ته کړي. پښتون د سپیڅلي یووالي ویی کې خپل عزت ، لوړوالی، تاریخي ویاړ او ټینګه پښتونوالي ژغورلی شي او د قامي تعصب یووالي په ټګلارې سره خپل ژبني، ټولنیز،سیاسي، وټه ییز او کلتوري حقوق او امتیازات بیرته ترلاسه کړي. د یو ژبې او نسب خواره واره د قام کسان په یو منځي راغونډول او په هغوی کې د تعصب جذبه د خپلو حقوقو اخیستلو د پاره اړتیایي ګڼل کیږي. د یو قام قومیت جوړولو د پاره د نسب، ژبې او د ملک یووالی اړین وي او د قومیت روح په کې وځلیږي.دا څرګنده ده چې یوهم نسبه ، د بل هم نسبه، او یو هم مذهبه د بل هم مذهبه ننګه کوي خو چې د اعتدال حد نه وا نه وړي. که پښتانه د خپلې ژبې د ژغورنې د پاره همدا اوس لاس پکار نشي او د قامي تعصبي یووالي ټګلاره و نه کاروي ، نو ژر به وي چې د ډیرکیو پښتانو پښتو ژبه د پنجاب، ایران او ځایي متعصبو او فاشیستو له خوا د زوال خواته ودرومي. د پښتونخوا زده کوونکو ته استعمارګر پنجابی وایي چې پښتو علاقیي ژبه ده او د تاسو اصلي ژبه اردو ده. افغانستان کې فارسي ژبه نازولې شوه اود پښتنو لرغوني آریایي ژبې حقوق یوازې اساسي قانون کې کښل شوې او بس. اولسمشر غني هم ونه کولای شول چې انډول سم کړي او لورینه یې نورو قاموته اړولې ده، نواوس به خپله پاسیږو، او پښتنو تر منځ به خیلونه لیري کوو. د آمو نه نیولې تر اباسیه یو واحد پښتون افغان د پاره تعصبي قامي یووالی رامنځ ته کوو. انشاألله

عبدالله ځاځی ۲۰ / ۱۰ /۲۰۲۰

تعصب د قومي یووالي اغیزناکه ټګ لاره
تعصب د قومي یووالي اغیزناکه ټګ لاره