پښتو موزیک

ابولاله هغو مخصوصو مسريو او سندرو ته وايي چې د واده په لومړۍ ورځ دڅاښت په وخت کې چې د ناوې سر غوړوي او د واده پر مخصوص تخت یې کښېنوي،د ورا او د ناوې د خوا ښځې ګډې وډې شاوخوا سره کښېني او ناوې په منځ کې ناستهوي،د ناوې و سرته ويل کېږي٠نو دغه ښځې دريې پر وهي او دغه سندره په ګډه ورسره وايي :

اوښ ولاړ زنګون تړلی _تر هغو به ئې خلاص نه کم چې زما جان نه دی راغلی

اوښ ولاړ _زنګون _تړلی(ها)بابولاله _لاله

اوښ ولاړ (وای وای )زنګون تړلی[وای]

تر هغو به ئې خلاص نه کم [وای]بابولاله _ لاله

څو زما جان [وای وای]نه دی راغلی [وای]

لومړۍ مسرۍ تکرار او په منځ کې ئې [بابولاله وای وای]وراچول کېږي٠دوهمه مسرۍ یو وار او د مسرۍ په منځ کې [وای ،بابولاله،لاله،وا لا ،لا]وراچوي٠د بابولالې سندرې په درۍ نورو ډولونو هم بلل کېږي ،هر ډول ېې بېل،بېل نوم لري

او وروسته ښودل کېږي

الف

١

اسو وششنل په زوره

جلوونه راطلب کئ --- زموږ د خېښ د لويه کوره

٢

امارت ډېرې ايندارې

لالي پسې را ږغ کړۀ --- نېک پلوه شې ورېندارې

٣

اوښ ولاړ زنګون تړلی

تر هغو به ئې خلاص نه کم --- څو زما جان نه دی راغلی

٤

اوښ ولاړ وکجاوو ته

زموږ وخېښ ته وا راووزه --- لور راوباسه لو بته

٥

اوښه ولاړه تر دامانه

زما جان پسې خبر کئ --- چې په شرنګ وهي بهاڼه

ب

٦

باران اوري منا څاڅي

که ناوې زما د جان وه --- تر نوکانو ئې زر څاڅي

پ

٧

پر اور واچوئ بروځې

داسې زوم مو دروستلی --- تاسې وګورئ د ورځې

٨

پر پلو دې پېلبو ده

ته مې ګرانه ! منډه مه کړه --- ورا دې ټوله د لېورو ده

٩

پر دامان ولاړه هنجه

زما جان د بېخه وکښه --- نوم ئې ولاړ پر څلور کونجه

١٠

پر دېوال ويشتلی سکور دی

زما د جان وادۀ چې وړينه --- د لالي په غېږ کې زور دی

١١

پر کور دوه زرغونه شاله

زما د جان ورته ولاړ دی --- لاس ئې نه ورځي د خياله

١٢

پر کور سور زومبک ځړيږي

هغه لور دې سترګې وخوري --- چې د پلار په کور نازيږي

١٣

پر موږ بيا د روپو زور دی

څلورنيم زره مهرونه --- زما د جان د ناوې پسول دی

١٤

پر موږ بيا نوی هوس دی

د جان ساری مې نشته --- مګر اوس د مور په نس دی

١٥

پلو واچوه پر بوټي

لېور دې اغا جان دی --- اشرفۍ وېشي په موټي

١٦

په درګاه کې خزانه ده

په ښو ئې وستايه --- زما د جان خواښې درڼه ده

١٧

پر ترنک کې کجاوې دي

زما جان چې وادۀ وړينه --- ورسره مستې ترلې دي

ت

١٨

تر بالښت لاندې انار دی

داسې زوم مو دروستلی --- چې نامتو د کندهار دی

١٩

تر دېوسه لاندې کوچي دی

زمونږ خېښه دا ده راغله --- سل اويا ئې چنګوټی دي

چ

٢٠

چې به ګل کوې ماخیه

هغه پلار دې کولمې پرې شي --- چې به لور کوي مخيه

٢١

چې پر مونږه وه مونږ خو وکړۀ

چې وار دخېښې راغی --- اميري کارونې وکړۀ

٢٢

چې ټوپک ئې پر پښې اېښی

تر داسې غیرت ځار شم --- زما جان دی سر پر اېښی

٢٣

چې چکن دې ارخالک دی

زما جان دغه دی راغی --- د مکې د ور لايق دی

٢٤

چې د مخه مو دالان دی

ناوې مه که ارمانونه --- ورا دې ټوله ښه زلميان دی

٢٥

چې د موږه کړي خېښيه

نغری دې چارکونجه کۀ --- کور دې لوړ کۀ په غاليه

٢٦

چې رنجک مو کښيده دی

د خدای رښتيا به وايو --- زوم تر ناوې ښايسته دی

٢٧

چې ګډوه مو ځينځيرداره

چې ناوې د لالي ده --- دا به نوي بې کرداره

٢٨

چې مېچن ميده اوړۀ کئ

هغه مور دې ارمان نه کئ --- چې د ځوی ناوې وادۀ کئ

خ

٢٩

خور پل واخله پونده کښېږده

زما جان پر خال مين دی --- هفتګي خالونه کښېږده

٣٠

خور په تش کې اوبه تورې

موږ داسې ناوې درکړه --- بې رنجو ئې سترګې تورې

٣١

خور په زين کې کوټری دی

مه ئې شرنګويه --- زموږ د خېښې زړۀ نری دی

٣٢

خور تور اس تور ئې تانګونه

زما د جان وادۀ مو راوړ --- د میوند پر ميدانونه

٣٣

خور خدای ښۀ ؤ ښۀ ئې وکړه

زما جان په خندا راغی --- ولالي تې کوزده وکړه

٣٤

خور د ورور وادۀ کوينه

داسې خور دې ګل ګلاب شي --- چې وراباڼې بويوينه

٣٥

خور راوباسه غاليه

د کمبلو د وړو نه يو --- اوښان مه را درنويه

٣٦

خور سهار دی زموږ تلوار دی

ناوکۍ مو په لاس راکه --- زموږ کور پر کندهار دی

٣٧

خور سېرلی پر منا وخوت

د خدايه موږ راضي يو --- چې د خېښه مو لاس وخوت

٣٨

خور ململ دی نوم ئې لوړ دی

ښۀ لېور ختلی لمر دی --- د ورېندارې سر په لوړ دی

٣٩

خور مه غواړئ نه به غواړو

ناوکۍ مو په لاس راکئ --- د خدای ښې به سره غواړو

٤٠

خور مه لور وای مه ئې نوم وای

مه د لوی سهار ژړا وای --- مه د لمر خاته بېلتون وای

٤١

خور ئې بيا تر چولو ګوري

ولاکه بيا ورغږ کي --- چې دادا ادې دې بولي

٤٢

خورې خدای دې هر چا خدای دی

د لالي د کور وسرته --- زما د جان د ناوې ځای دی

٤٣

خورې درغلو درځونه

کندهار کې نجونې ډېرې --- موږ پر ښۀ نامه درځونه

٤٤

خورې سره شوه سره غرمه شوه

ناوې ژر ژر جوړويه --- نن بيا درباندې شپه شوه

٤٥

خورې سره شوه سره غرمه شوه

ناوکۍ مو په لاس راکه --- تر پښو لاندې مځکه سره شوه

٤٦

خورې ورا راغله پر غولی

پر غولی راخپره شوه --- د نغري تر ژيه پورې

٤٧

خورې ورا راغله د بلخه

د بخارا کميس ئې راوړی --- نرۍ ستن ده باندې څرخه

٤٨

خېښې نوی سر اودلی

زما جان ئې داسې جوړ کئ --- لکه لمر پر غره ختلی

د

٤٩

د ټوپک په خوا کې خال دی

ناوې ښې کوه خبرې --- لالی ستا د تندي خال دی

٥٠

د چارسو ډېرې خوليه

زما د جان پر سر ئې نه کړه --- مورئې نه وه سکنيه

٥١

د خاسې د ارزانيه

زما وجان تې پر سر نه کړه --- خواښې نه وه سکنيه

٥٢

د دالان مخ مو واښۀ دی

داسې زوم مې دروستلی --- د کالۀ رنګ مو په ښۀ دی

٥٣

درنه خښته اوبو راوړه

که ناوې زما د جان ده --- پر نيلی اس باندئې راوړه

٥٤

د زوم مشرې ورېندارې

د باهو دې شرنګهار دی --- اسپې وتورېدې ولاړې

٥٥

د سپرلو لويه ميدانه

سپرلو دې لا په خوا ده --- ستړی مه شې زما جانه

٥٦

د سکاڼ لم لکه لېڅيه

زما جان ئې په شا راوړی --- لکه توره بلوڅيه ٥٨

د سهار باده زلزله

دغه لور ئې پر يوه وړئ --- دا شيرينه مور پر بله

٥٩

د سهار چرګو کل کل کئ

زما جان دغه دی راغی --- پر خسر ئې توکل کئ

٦٠

د سهار خونه توده ده

زما جان ځنې راووت --- په ښي لاس ئې وظيفه ده

٦١

د کور سر ګوره نړېږي

ناوکۍ مو ځنې بوتله --- اوس به څوک ورولاړېږي

٦٢

د کونجۍ پر سر سرپوښه

مه ئې ښورويه --- ناوې ډکه ده له خروښه

٦٣

د لور مورې اندېښنې کړه

لايقې د ځوی مورې --- د کږدۍ مراندې اوږدې کړه

٦٤

د لور مور ګوره بيده ده

مه ئې ښورويه --- نن ئې بيا لمبه تازه ده

٦٥

د مسجد تر شا ناره ده

په څه درب ئې ودوينه --- د چا لور د چا ورېره ده

٦٦

د نري پوړني ناوې

دا نری دې پاته مه شه --- زما د جان ښايستې ناوې

٦٧

دوه ! سر تر کلي وخوت

دغه زما جان دی --- د سرو زرو سره وخوت

٦٨

د ورا وري مو لمور دي

چې ستا په ورا راغلي --- هغه ټوله شملور دي

ر

٦٩

ورځې دوې دي د ښاديه

اول چې ځوی ئې زېږي --- بل چې راوړي ناوکيه

ز

٧٠

زرغونه شي ناوکيه

د اوو ځامنو مور شې --- چې ولاړه کئ کېږديه

٧١

زما جان زمري نه تښتي

د کوزدې کټو ئې باندې --- د وادۀ کلنګ ئې سکښتي

٧٢

زموږ خېښي هم مو خپلي

زما د جان په ورا راغلې --- د ابرۍ غواړي پوړني

٧٣

زموږ د خېښ کمبلې کلکې

زما جان باندې تېريږي --- سپينې پښې لکه کالکې

٧٤

زموږ واده پر ګرمسېل دی

ناوې ژر ژر جوړويه --- راسره د سپرلو سېل دی

٧٥

زه به لاس کم په کڅوړه

د خور برخه به ورکم --- خور دې خدای نه کي بې وروره

س

٧٦

سرکونډی دی نه اود کېږي

چې خپله مور ئې نه وي --- په پرديو نه اود کېږي

ش

٧٧

شين بادرنګ اوبو راوړی

داسې زوم مو دروستلی --- چا په خوب نه دی ليدلی

ک

٧٨

کجاوې به سر په سر کړو

زما د جان ناوې درنه ده --- د لالی دا به ورتول کړو

٧٩

کهاران ګوره چې خاندي

که ناوې زما د جان ده --- سور جوپان تر لاندې زانګي

ګ

٨٠

ګوتې وخورې سراودنې

په لوی سهار دې مات کړۀ --- د پېکو نري بندونه

ل

٨١

لمر راوخوت اوره سره شوه

که وراباڼې زما د جان وه --- د برېښنا په دود ئې تله شوه

٨٢

لور او مور سره ولاړې

د لور اوښکې ئې توی شوې --- د دې مور پر ګرېوان ولاړې

٨٣

لېورو ونيسئ لونګيه

د لالی ناوې راباسو --- مخ ئې لمر شا ئې سپوږميه

م

٨٤

موږ راغلي له ليرې يونه

کار مو دلته بل څه نه ؤ --- موږ يوه مسته پېغله وړونه

٨٥

مېږې ولاړې وري خلاصيږي

دا هم د خدای رضا ده --- لور د مور څخه بېلېږي

ن

٨٦

ناوکۍ پر تنګاچه ځي

چې کوښې ئې ورپه پښو کړئ --- د لېورو د مخه ښه ځي

٨٧

ناوکۍ پر لاس دسمال دی

چې د کام ئې بېلوينه --- پر زړګي ئې ډېر ارمان دی

٨٨

ناوکۍ خانواده ده

د پلار د کوره ئې بيائې --- خانه زاده ورسره ده

٨٩

ناوکۍ ګوتې د سرو دي

تر دسمال ئې را اېستلي --- چې سکه لېورونه څو دي

٩٠

ناوکۍ سين و دريابې

د پلار د کور سردارې --- د مېړۀ د کور بادارې

٩١

ناوې اغوستی دې تنک دی

زما جان دغه دی راغی --- د پسرلي تر ګل نازک دی

٩٢

ناوکۍ پرېکه عباسيه

د پېکيو وار دې تېر شو --- اوس دې وار دی دی نګښيه

٩٣

ناوې پښه اخله سپرېږه

زما جان درته ولاړ دی --- په ځوانۍ ئې هوسېږه

٩٤

ناوې څه شمشادي درخته

زما جان تر لاندې ناست دی --- باچاهي کوي بې تخته

٩٥

ناوې څه سنګار دې کښېښو

اينکی د دنيا دود دی --- دنيا دود دې ولې پرېښو

٩٦

ناوې څه په ارمان ژاړې

چارګل مو دی ورکړی --- د بتکيو امېل غواړي

٩٧

ناوې ځه په مخ دې ښه شه

چې ستا په سر کې درد شي --- نيلی اس دې صدقه شه

٩٨

ناوې ژاړه شرم نشته

موږ ټوله سره خپل يو --- بېګانه راسره نشته

٩٩

ناوې سيوری دې ببر دی

په رنګ خو ښايسته ئې --- په عمل دې خدای خبر دی

١٠٠

ناوې ښوولی دې تخت دی

که مې جان ته خدای زور ورکړ --- ناوې ستا تندی د بخت دی

١٠١

ناوې ګل په تندي کښېږده

زما د جان تر شا سپره شه --- دغه خپل همزولی پرېږده

١٠٢

ناوې ګل ده ګل بې بولو

که هر څو ښايسته ده --- زما د جان په نوم ئې بولو

١٠٣

ناوې ګل پر تندي کښېږده

لېور دې زما لالی دی --- اغامير نوم باندې کښېږده

١٠٤

ناوې مه ژاړه ماښام دی

زما جان په خدای لوړلی --- پر ما بل مېړۀ حرام دی

١٠٥

ناوې مه ژاړه ژړيه

تا بيايو زما جان ته --- په بند دې نه بيايو بنديه

١٠٦

ناوې مه شې داسې خواره

دلالي د زړۀ د پاره --- پر موږ سروسترګې دواړه

١٠٧

ناوې هی که اسکېلوی که

همزولې درته ناستې --- د همزولو زړۀ نری که

و

١٠٨

ورا دې راغله ټک ئې نه شته

د ټوپک دارو به ورکو --- د ويشتو سړی ئې نه شته

١٠٩

ورا راځي پر له پنډېږي

د خارا کميس ئې راوړ --- اوس پر ناوې نه جوړېږي

١١٠

وروره راشه لارې باسه

که لار درڅخه نه شته --- د هوسۍ په ښکر ئې باسه

١١١

وروره لاس که په کڅوړه

اصيل غمی راکاږه --- خور دې ځي د پلار له کوره

١١٢

ولې ژاړې ناوکيه

کميس به دې خارا کو --- د ګنډ غاړه دې نجيه

١-دوه ،دوه تاره اخلئ :

د دغه بابولالې مسرې تر بابولالې وروسته په بابو لاله پورې متصله په بېل وزن او اهنګ سره ويل کېږي٠لومړی دا مرجع چې يو بېل مخصوص بيت دی ور اچوي :

دوه،دوه تاره اخلئ ګېسو ورو،ورو ئې بېلويه

ناوکۍ مو ده ناندانه تر غرمې ، مې ئې ځنډويه

بيا نو پر دغه وزن د بابولالې يو بيت پسې وايي،په داسې ډول چې لومړۍ مسرۍ درۍ واره چابک،چابک مکره وايي او د وروستۍ مسرۍ اخره برخه دوه،دوه،ځلې

ويله کېږي٠لکه دا :

شين بادرنګ اوبو راوړی --- شين بادرنګ(رنګ) اوبو راوړی

شين بادرنګ(ها) اوبو راوړی

داسې زوم مو دروستلی ----چا په خوب(خوب)نه دی ليدلی

چا په خوب(خوب)نه دی ليدلی

٢-خورښادی :

هر کله چې د ناوې پوښ يا جوړه د زوم له خوا دناوې کره راوړي او دا پوښ پر ناوې نيسي،نو ښځې په دغه حال کې دريې پر وهي،خوږې ورباندې شيندي او همدغه خورښادي په وايي٠لومړی د خورښادي ځانګړی بيت وايي :

خور ښادي دې ، مه، شه، پاته ----- خورښادي دې ،مه شه پاته -- خورښادي مو ده

د کمبلې ژۍ ئې تورې ---- د کمبلې ژۍ ئې تورې

خورښادي مو ده

لالی پر ننګ ،مین دی خېښې نه باسي سرتورې

خورښادي مو ده

٣-ښه رو را :

ښه رو را هغه سندره ده چې د واده په لومړۍ ورځ چې د ناوې کره ورا باڼې راځي او ناوې ودوي ،چې د ناوې کورته رانژدې شول په همدغه تګ کې درېې وهي او دا سندره په کې وايي٠يوه ښځه د مسرۍ سر اخلي او نورې ئې کسر او پای ورسره نيسي او ټولې په يوه اواز مسرۍ پای ته رسوي٠د ناوې د خوا ښځې هم بالمقابل د سوال او ځواب پر ډول همدغه سندرې او مسرې وايي او ورو ،ورو راځي په شور درېې وهي څو د ناوې کره ورننوځي او بس کوي ېې٠

په دغه ښه رورا کې هم د بابولالې مسرۍ او بيتونه په بېل وزن د ښه رورا سره وايي ،بیا نو د بابولالې د بيت لومړۍ مسرۍ دوه،دوه ځلې او دوهمه مسرۍ يو ځل وايي٠

لکه دا :

(١)ښه رورا ښادي دې وشه --- شاه سلامتګي دې وشه

شين بادرنګ اوبو راوړی --- شين بادرنګ اوبو راوړی

داسې زوم مو دروستلی ---- چا په خوب نه دی ليدلی

دشين خالو نارې

د دې نارو لومړی بند يو ځل او دوهم بند ئې دوه،دوه ځله ويل کېږي لکه دا :

شين خالو په تن وړه ده ---- په رنګ ډېره ښايسته ده

په رنګ ډېره ښايسته ده

د کلا تر شا تېرېږې ----- مرور ئې که شرمېږې

مرور نه يم شرمېږم ----- د تومته دې بېرېږم

تا په غرۀ کې مېږې پووې ----- ما پر ږغ وپېژندوې

توره شپه ده توره خونه ----- شين خالو نه ده مالومه

تور شپه به خدای رڼا کي ----- شين خالو به خدای پيدا کي

د بوټو مخ دې چکن دی ----- ته چې ځې زما ځکندن دی

د بوټو مخ دې زرين دی ----- ته چې ځې پر ما ناورين دی

سور دسمال ئې پر وږو دی ----- کور ئې لوړ پر کارېزو دی

دلته نشته کارېزونه ----- ژېړو کش که جلوونه

شين خالو پر بام ولاړه ----- مچکی ټوپک په غاړه

نه مچک غواړي نه غاړه ----- د جانان دېدن ته ولاړه

ژر راووزه بورکيه ----- اوس لا رڼا ده د سپوږميه

بوره نه ده بورګۍ ده ----- بوره مازې لېونۍ ده

شين خالو په کلي ولاړه ----- هم به لچ راوړي هم غاړه

نه به لچ راوړي نه غاړه ----- د جانان ديدن ته ولاړه

ګاډۍ ملونه ملونه کېږي ----- د کوږک وغرۀ ته خېژي

د بوټو تڼۍ تړې ----- ګله پر کمه راڅخه ځې

د بوټو تڼۍ تړم ----- د شاکار مېلې ته ځم

ګله مکوه ګيلې ----- پر ما ولاړې دي پيرې

ګله مه راځه د شپې ----- پر ما ولاړې دي پيرې

ګله مکوه دقيت ----- پر مين تل راځي زحمت

زه بندي وم په کلات کې ----- بورجو جګه خوله به راکې

زما دې سر وخوري چارګل ----- چې يار مې ځي مخ پر کابل

سپينه خوله لکه کالداره ----- خرڅوم ئې دکانداره

سترګې تورې کي نو راشي ----- موږ خواران د کاره باسي

ګله لاړ شه خټې وکه ----- د جالۍ کميس راوکه

مور مې نه کوي دادونه ----- ماته راوړه بخملونه

ما خو به زګېروی وکی ----- ګل خېرات راباندې وکی

مګر خېرات راباندې وکئ ----- مور ئې تر يو کباب رانه کئ

سپينه خوله دې په لکو ده ----- رضا ستا د شنو خالو ده

د انار تر ګل پستې ----- ماښام درځم که مې پرېږدې

د ګاډۍ تر دريچو ----- کالي دې باد وهي ژړو

زما د بورې کميس ژېړ دی ----- که ژړ لمر پر برابر دی

د ګاډۍ پېچونه تاو دي ----- ګله مړۀ دې بې وفا دي د ګاډۍ پر پېچ زنګېږم ----- ګله لاس راکه درخېژم

د ګاډۍ پر پېچ ولاړ ئې ----- ماته سره لالونه راوړې

ګله کښېنه سره غرمه ده ----- زماچارګل کړې سايه ده

د اوبو پر سر لرګی دی ----- ګله مه راځه مرګی دی

شين خالو په ملا نرۍ ----- په پښو به څنګه وړي بېړۍ

زه دسرو زرو لښتی وای ----- چې په غوږ دشينخالۍ وای

کشکې ته د انار ګل وای ----- ما به اېښی پر اوربل وای

پر اسمان باندې سپوږمۍ ده ----- که دا مخ دشينخالۍ دی

ګرانه راشه که مې ګورې ----- لاس مې سره دي سترګې تورې

د بادر د باد له زوره ----- شينخالۍ نه کئ سرتوره

که سرتوره شوم نازکه ----- د الوان ټېکری راوکه

زه د سرو زرو بنګړی وای ----- ستا په لاس کې مې شرنګی وای

ته د بورې مېږې وری وای ----- ګرانه زه دې غړوندی وای

د سورساندې ګل شکومه ----- شينخالۍ لره ئې وړمه

پسرلی دی باران اوري ----- ګران د غرو په سرو ښوري

شينخالۍ اوبو ته ولاړه ----- سور ګړی راوړي پر غاړه

د اوبو ګودر ته ځمه ----- د نازک ديدن کومه

تور پېکی سپينه کلداره ----- کومې خواته ځې خالداره

تور پېکی مې دی اودلی ----- ګرانه تاته مې ساتلی

دا کېږدۍ مې د چورۍ ده ----- کوم ئې وری کومه ئې ورۍ ده

د کېږدۍ پېڅول پورې ----- هېڅوک نه شته که راګورې

ګاډۍ مه لره چغکی ----- تر تا پردېس دی زما لالی

زما لا خپله زړګی شين دی ----- ګاډۍ ستا تګ په ناورين دی

ګاډۍ شنه دودونه باسي ----- اوس به زموږ مسافر راشي

ګاډې اور دې پر پېچو شه ----- ما بندي جانان ته يوسه

شين خالو په تن وړه ده ----- په رنګ ډېره ښايسته ده

ګاډۍ راغله پر شېوه ----- ګله سګرټ ولګوه

و پانسۍ ته ئې خېژاوۀ ----- ګل مې سګرټ ولګاوۀ

زما د سر وخوري سرخي ----- ګل مې ووت د ياري

زما دې سر وخوري پېکی ----- د مور يو لرم لالی

څوک دې نه مني مړانه ----- څو لا نور مړۀ که جانانه

په شېرجان ډلې پسې ----- ولاړې غيرت وزمانې

سل مړۀ کړل سل ټپيان ----- جاغوری راووړ نن شېرجان

د انار تر ګل نازکې ----- کم لايق به دې وادۀ کي

د کاکړو غاړې

د کاکړو غاړې هم ځينې ځانګړي ډولونه او اهنګونه لري او يوه نمونه ئې دا ده :

هېروم ئې نه هېريږي --- ګران په خوب کې را ياديږې جنګي او حماسي نارې

نه راځي وطن ګټي ---- پر کابل کل تېر کئ توتي

تر چڼلې زر روښان ---- ولاړ کابل ته کلاخان

ځله مات ئې کړه ګورکيان ---- تر جرمن سخت دی کلاخان

کلا ځي تايم ئې مل دی ---- اور پر سرۀ ګورګانو بل دی

يا به ځان خوار کړم پستې ---- يا به کوټ وړم د رسالې

بازه وله توپانچې ---- وخت دی تمام پر لارې مرې

باز ئې مړ کئ سره په زور کې ---- کلا خان به ولات نور کې

خود به ئې ژاړي ناوکۍ ---- تر باز د سر ووځي ګولۍ

باز دې نه يووړ تر ځايه ---- پښې دې ماتې شه چار پايه

د بازخان په مرګ خبر شو ---- ژوب ته سره پرنګيان سر شو

اوس دې ځان خوښ دی که بل ---- تا به سردار باله پاګل

سرې راټول کړۀ خپل هلکان ---- کارتوس ورکئ لوی شېرجان

په تحصيل کې ټکهار دی ---- نن د رود د سردار وار دی

ورتمام شول کارتوسان ---- تر ډېره نيت ؤ د شېرجان

سپين پټکی مو شۀ لېلام ---- د مچ پانسې ته وړي شېر جان

چې پانسۍ ته ئې خېژاوۀ ---- شېرجان سګريټ ولګاوۀ

وايه دا دينک د څه کئ ---- کور ئې زنګ توپانچۍ وکئ

دينک سردار دې راشي ---- ما ګورکيان له کابل باسي

خلک ځي خپلو کورو ته ---- وړي دينک تورو اوبو ته

ولې نه راځې دينکه ---- کلا نورو په نامه که

خدای لرو دينک به راشی ---- بيا به بېرته کلا زما شي

که ئې مرګ نه وی درته ګران ---- ماته همېش راځي جانان

څوک دې نه مني مېړانه ---- څو لا نور مړۀ کړه جانان

په انګرېز به ځمکه سره کي ---- ګران ملخی وړي په اوږه کې

سره دې مړۀ کړل سيک ټپي ---- بخت نامې ځان دې غازي

وپېکي ته دې ول ورکئ ---- بخت نامې ملک دې غوبل کئ

قام دې پرې شي پر نيمی ---- بخت نامه مچ ته وړي پېکی

نه پرېږدي سره پرنګيان ---- تخت د ډيلي غواړي جانان

پور به ئې کو پيسه پيسه ---- مچ ته دې نه وړي بخت نامه

بنده درب امتي ستا ---- پر صراط لار راکه پېشوا

پر صراط به وکې نارې ---- پېشوا خپل امتيان غواړي

وزيرۍ چړۍ وهې ---- په پښو خود زولنې وړې

له ما پاته سپينې خولې ---- ګاډۍ پر مچ ودرېدې

ته د تور ټوپک تر خوله شې ---- حق ويل کولای نه شې

شنه کالي په رنګ د خم ---- سبا لېويز بيائې قايم

يا به ځان ګار کړم پستې ---- يا به کوټ وړم د ملشې

اوس ورځه سردار راځي ---- درپورې سور به کمان کي

په شرع د نبي ---- سردارشېرک ولې ګور کې

ودې ليد د شېرک واری ---- چې مېختر لوټ کئ دوه واری

زما د خاورې شي پېکی ---- چې حسن خان له ملکه وړي

چې به نه وي حسن خان ---- په ګورکو لوټ کئ د ژوب ميان

خدای د لږ کي تورپټکي ---- له ګوسی يو حسن خان ځي

پر مخ ځې پر شا دې زور دی ---- کافرۍ سخت مزل لا نور دی

سرې څڼو کې غوړېڅې ---- د سهاک ولاړې جنازې

اوس دې خوښ دی شېرک خان ---- چې په باجو مات ئې کړۀ ګورکيان

په شېرک سردار تنګسه ده ---- پلټن ګرده د ګوره ده

خدای د مل شه حسن خانه ---- ځې د سرو ګورو ميان له

غازيان ډېر دی جنګ به وشي ---- که غواړم حسن خان نيسي

که ژوندی ؤ حسن خان ---- پر تا به اور کي هندوستان

اوس دې خلاص کئ نادر خان ---- د غدۍ وخت دی د جانان

يو اختو بل شېرعلي ---- له ژوبه سره پرنګيان وړي

تور پټکی شنه کارتوسان ---- پر بوره پنډ دي فراريان

زما په زړۀ لمبې د بورې ---- خلک وائې سل دی پتاپورې

توره شپه شوه لار شوه ورکه ---- په همېل ګړنجهار وکه

سپينه خوله پسته غوزی ---- تر کټ ئې کوز پراته پېکی

سپينه خوله په خندا خاندي ---- مازديګر دې کئ راباندې

مځکه سره اسمان لمبه ---- راغله د بورې د ورا شپه

زياته نه درسره ځم ---- رنجو راياده شوه کښېنم

سپينې خولې ژېړ چارګلان ---- راغلی ږوبی د خراسان

په ښکاره راغواړم ګران ---- ګورم د دې کلي ايمان اوس ورځه رخصته ئې ---- ډېره په لمر ودرېدې

سره غرمه د کلي ميان ---- له ما خولګې غواړي جانان

خوند به راکئ ستا خولګۍ ---- نه دې پرېږدم بې پښېمانۍ

ستا خالونه پرخوله لوړ دي ---- ګرانې ګرده سوداګر دي

راښکاره سوه له بندو ---- جنتو لوز ګه د اورو

د کابل پلا مې اوږده که ---- ما پردېس فېروزه که

نه راځې نظر دې لوړ دی ---- ګرانه بېج دې برابر دی

زه دې مړه شوم له هوا ---- له ځانه جوړ کئ نواب تا

لېونی شوم وکړم څه ---- بوری اهېل مې شوه ستا خوله

مرګ به سخت وي که بېلتون ---- وما ته يو نه دی معلوم

ستا بېلتون به وړم تر کومه ---- که يو کال وای تېراومې

مرګی ښۀ دی غاړې باسي ---- بېلتون وچ کاڼي پرې باسي

په سرو سترګو ورته ګورو ---- ارمانجن پر دنيا ښورو

په هئ ارمان به مړۀ شو ---- که به ستا په ديد ماړۀ شو

زما په نيت کښې د سرې کور دی ---- سکاڼې پښې واخله باد سوړ دی

کال مې تېر کئ ستا بې ديده ---- زما و زړۀ ته حیراني ده

مازديګر دی ځي اوبو له ---- ما پر تګ وپېژندووه

ژاړه مه بېرته به راشو ---- که د مرګ له سپېرو خلاص شو

سپينه خوله مې نه هېرېږي ---- لکه چرس په رګو کېږي

زه د ګران په لمبو وسوم ---- سوی وای ګرده سکارۀ شوم

پر سپوږمۍ اوره پيدا کئ ---- زه نازک له ځم لار راکئ

سر مې تور کئ سوال مې وکئ ---- خدای راجوړ زما يار نه کئ

اوس ورځم نيت مې دغه دی ---- ديد د خدای په اراده دی

سترګې تورې په رانجه که ---- سبا جنګ ته ځه نازکه

ته چې ځې قدم په ورو که ---- ټيکری پورته له خالو که

د نرۍ بيالې پر غاړه ---- پستې پورته که لاس دواړه

چې زه مړه شم ګران خبر کئ ---- زما د غاړۍ امېل ورکئ

ما دې خدای نه کړي ظالم ---- چې ستا د غاړې امېل وړم

چې پر زړۀ کړم ستا ګيلې ---- پر تن مې اور واخلي جامې

زما پر تن روپۍ سړې سوې ---- کورته ځم سترګې راسره سوې

ما په سپينه خولګۍ موړ که ---- بيا په ژوند کبر راجوړ که

مسافر د بل وطن ---- ادې پخلا که سر و بن

زه چې ژاړم باړ مې ستا سي ---- بيا له خلکو حيا راشي

که بېمار شوم ور مې وړئ ---- بوره سيول هسپتال دی

زه بېشکه هسپتال ---- له ما نازک بې دوا ولاړ

که چکن درباندې ګران دی ---- کورته ولاړه شه باران دی

پر ما نه ده تر تا ګران ---- که چکن ګرد يوسي باران

ستړې ومه اوس هوسا شوم ---- ستا د خولې تر خندا ځار شم

سره غرمه ده ټول مو ويني ---- کورته ولاړه شه ورېښمينې

ښايسته نازکې پښې ---- په تروږمۍ څنګه راتلې

سوال کوم پردېسه يم ---- ګرانه په غېږ کې دې کښېنم

مسافره ښۀ لګېږې ---- سبا ځې که دلې کېږې

قول وکې بيا رانه شې ---- د بوړي ټوپک تر خوله شې

کښېناستم پر ساړۀ ځای ---- ارمان که اوس لېو نو وای

سره غرمه د کلي ميان ---- له ما خولګۍ غواړي جانان

په کوڅه کې ږغ د ګران دی ---- پر ما اور د کلا ميان دی

ما به کټ ته دروړه خولۀ ---- ګرانه ګوا هېر د کړۀ زما ښۀ

هغه توت دی هغه سيوری ---- له ما ورک د ژړو لوري

زما ارمان دي هغه شپې ---- ساړۀ کنګل ته به راتلې

نه ئې خورو نه څه کمېږي ---- مور پر ګران ولې بېرېږي

تورې سترګې سپين تندی ---- په خالو سپين لکه بوری

سور ټيکری پر منځ کويه ---- راغله د بوری ملېشه

صورت مې شو لمبې لمبې ---- چې ستا چغکی شو کجاوې

زړۀ مې نه کوي ګلان ---- که شپه و ورځ اوري باران

اوس دې صبر کي جانان ---- وما ته ولوېدی ګرېوان

زياته ځم هلکان به ژاړي ---- ګران هغه وختي لا غواړي

چې راياد شي ستا پېکی ---- په شپه راځم له هرنايی

د نرګوسې تر ګل سرې ---- کابل ته ځم که ته راځې

د سپېرې او ژی وليانو ---- نازک سر کئ د ځوانانو

چې راياد شي ستا پېکی ---- د شپې مې خوب ته نه پرېږدي

داټن نارې

الف

اتڼ دې د سپېروان نجونې کوينه

خورک ئې سپين کشمش دی ، سهار ئې د غونډۍ شمال وهينه

٢

اتڼ مې اتڼي دی --- کميس مې دسريښين د تراڼې دی

پر مخ مې عباسيه--- شاه باز مې په سرو زرو سناري دی

٣

اتڼ مې د بورې نجونې وهينه

پر ملا کږه وږه شې --- شاه باز ئې د نامه غوټۍ وهينه

٤

اتڼه ډېرې لاپې د وهلې

چې ځای د رښتیا راغی --- اتڼه نجونې خدای وشرمولې

٥

امرت په ونه توره کندهاره

زلفې مې اوږدې شوې --- اوږدې زلفې به څه کړم بې د ياره

٦

اوبو سه د ولې غاړه اوبو سه

پر يار مې سلام وايه --- دا ګل مې د سينې ورلره يوسه

٧

بابکه په څه ناز دې لويولم

د ژرګو اور دې بل کۍ --- بابکه پر لمبو دې کړولم

پ

٨

پروسږ کال لا ښه ؤ ---- لاليه تر شاتوت لاندې مېشتۀ ؤ

د خدای فضل که نه وای ---- لاليه سږ به دواړه سره مړۀ ؤ

٩

پر ځنګلۀ باندې د دوو زمريو پل دی

دا يو زما لالی دی --- دا بل زما ورورک ورسره مل دی

١٠

پورته پنجوائي کښته سپېروان دی

نور د ګرمې مړه شوۀ ---- پر شاليلا د زلفو سايه وان دی

١١

پورې خوا غوا لنګه ده تنديه

مېرمن ئې پر کور نه شته --- راووته تورسترګې ناوکېه

١٢

پوړونی مې ابی دی --- د خياله مې غبرګ کړی پر تندي دی

ما به اتڼ وکړای --- دا ستا د بابا کلی رخشندي دی

١٣

په پزه دې د تور لونګ دانه ده

دانه ده د کشمشو ---د کشمشو دانه څه بده خوږه ده

١٤

په څو به د غرمې تنور توديږي

ليلا ورته ولاړه --- تر مخ ئې رنګارنګ خولې بهيږي

١٥

په دې سپينه سپوږميه --- لويه خدايه ستن مې ورکه ده نريه

که ستن مې را پیدا کې --- خالونه پې وهم د عاشقيه

١٦

په دې وچه واله کې --- موزي وويشتم د ځمکې

داسې ټک ئې راکۍ --- لاليه تر قيامته مې په زړه کې

١٧

په غاړه د ستمبول دی --- پېکی دې اړولی لور په لور دی

تمامه شپه ياري کړې --- سهار په کلي ګرځې زما ورور دی

ت

١٨

تربوره په نغري دې اوبه کښېوزه

ترله ئې درڅخه يوړه --- تربوره ږيره وخريه برېت پرېږده

١٩

تر پاڼ لاندې مې سترګې تورولې

چې پاڼ راباندې راغی --- منګلې مې په يار ولګولې

٢٠

تر څو چې د غرمې تنور تودېږي

مستانه ورته ولاړه ---لالی مې ورته ګرځي خوشالېږي

٢١

ترخدای خدائې مې ځارکړې - اسمان ئې بې سکامودی درولی

دا ستوري ګلمېخونه---دا لمر ئې ژېړی ګل پر غوړولی

٢٢

تر دې دېوال دې نته راښکاره کړه

که دې مور ولاړه نه وای ---- نو ما به ستا د نتې ننداره کړه

٢٣

تر دې لا د بورې مځکه پسته ده

مستانه پر بيده ده --- تر نور بدن ئې غاړه ښايسته ده

٢٤

تر دې لا د کابل مځکه پسته ده

لالی باندې تېرېږي --- تر ګرد بدن ئې ږيره ښايسته ده

٢٥

تر دې نجلۍ مکاره بله نشته

د رود په هغه غاړه --- لستوڼی ښوروی لاس په کې نه شته

٢٦

شاتوره توته مات دې شه ښاخونه

اوښانو غرغړې کړې --- ځوانانو باندې واړول بارونه

٢٧

تور مار د کنډوالې بغل نيولی

تور مار به ولاړ نه شي --- تور مار د سپينې خولې لذت ليدلی

چ

٢٨

چټې چې په پښو دې کړې چوټې

ځوانان دې لېوني کړۀ ---- زاړۀ خواران دې واېستل د ګټې

٢٩

چوڼکی د غرو د سره ولاړېږي

سترګې مړامې مه کړه ياري د مړامو سترګو ولاړېږي

ځ

٣٠

ځلميه پګړۍ ښه تړه هنر دی

يو خو به دې زده شي ---- بل د پېغلې پر نظر دی

٣١

ځوانه چې شاباز دې اوه تاره

راځه چې سره ځونه ---- ما مور و پلار پرې اېښي ستا د پاره

٣٢

ځوانه د مېلې دې مبارک شه

چې زما وخواته ګورې ځوانه پر ځوانۍ دې برکت شه

څ

٣٣

څه کم،څه کم ---- پر خپل غولي ولاړه يم کاته کم

يار که مې نادان دی ---- د بل پر ښايسته به ئې ورنه کم

خ

٣٤

خانه زمونږ خانه ---- دا ستا خاني دې خدای نه کي بېرانه

ملکونه د رايت کړه ---- د دښمن کلا دې وکښه د ميدانه

٣٥

خانه بې سترخانه ---- دا ستا خاني دې خدای کي درويرانه

غيرت دې ښکاره نکړ ---- پر سپين ميدان دې ونه کړه مړانه

٣٦

خوله دې د غاټول تر ګل نازکه

ما ته دې را نکړه ---- سبا به ئې چينجان وخوري يا ځمکه

د

٣٧

دا پورې غر واښۀ دی ---- دا سر ئې په لارۀ وهلی نه دی

واوړئ نجونو واوړئ ---- تر لټو مېړو خال وهلی ښۀ دی

٣٨

د اتڼ کلا دې جوړه کړه په غرۀ کې

د مېنې توان مې نه شته ---- د تن وينه مې وچه شوه په زړۀ کې

٣٩

دا کلی د چا دی چې په دوه نامۀ ئې بولي

دا سرئې زما څخه ورک دی-دا پای ئې زما ديارپه نامۀ بولي

٤٠

دا هلک د کومې چټې ورور دی

دهغې چټې وروردی-چې امېل ئې ترڅنګ خيال ئې نوردی

٤١

د چيټ کميس مې غاړه خوږوينه

زرغون مشدۍ راوړه -- زرغون مشدۍ راوړه ما ښه اېسوينه

٤٢

د سهار سترګه رڼا ده ---- سپوږمۍ ورته ولاړه وارخطا ده

تر تا ځار شم لاليه ---- پر نيمو شپو دې څه وړه خندا ده

٤٣

دله دله دله ---- کوتره يم راغلې د کابله

يا به کابل خپل کړم ---- يا به راوړم د کابل ژېړه بلبله

٤٤

دم دی اغا دم دی په سرو زرو پيوند د خان چلم دی

دا نل ئې د الماسو تمباکو ئې د لاچي لونګين پم دی

٤٥

دورې دورې دورې ---- بې دورې لور دې چېرې ورکوله

لور وه د باچا وه ---- و دا سپي موزي ته دې ولې ورکوله

٤٦

دورې دورې دورې ---- مردک لکه باران باندې اوري

دا مردک خو ښۀ دی ---- سبا د مرغلرو باران اورې

٤٧

دوې دې نجونې دوې دي ---- د اتڼ نارې کوي سره ترلې دي

د يوې د خيال کميس دی - د دا بلې زرغونې په پښو جستې دي

٤٨

دې زمونږ اسمان نيولي دي ګرزونه

خاني د دروخان ده ---- پر اولس ئې غوړولي دي څنګونه

ر

٤٩

راځئ چې نن د کونډې مېلمانۀ شو

د کونډې يوه لور ده ---- لاليه په ديدن بې ماړۀ نه شو

٥٠

راشه که دا خپل ويشتلی ګورې

ويشتلی دې کاري دی ---- شيرين بشر ئې نه شته پر له پورې

٥١

را ګډ به شي لوونه ---- راخوار به شي د ډېرو بشرونه

ځنې په خواری خوار شوه ---- د ځينو په غاړه زنګ شو امېلونه ٥٣

زمونږ د ملا لورې خيالورې

داسې يار چې ستا دی ---- دا داسې يار به جوړ کم له کودرې

٥٤

زمونږ نجونې چوڼيا پوښې

تر هغو به ئې ورنه کړو ---- چې د سروزرو ګمبتې کي سرپوښې

٥٥

زه نه ژاړم دا يار مې ژړوينه

دکورو سرته پروت دی ---- دا تورې څوڼې اور رالګوينه

ژ

٥٦

ژېړ شې موزي ژېړ شې ---- دا زه خواره دې ولې ژړولم

زه لښته د بادام وم ---- د لندۍ په شان دې ولې کږولم

٥٧

سپېرکونډه پر شا تله پر مخ رالغښته

دغه مې لالی جان دی ---- يوه بي بي لري بله ئې غوښته

٥٨

سترګې دې اهو دې ---- نامرادې پر سينه دې شوتالو دي

يو شوتالو راکه نامرادې ---- د رنځور سړي دارو دي

٥٩

سترګې واړه سترګې ---- د سردارې سترګې سرې نغمې لرينه

تندي واړه تندي دي ---- زما د جانان تندی د لمر شغلې وهينه

٦٠

سور کور مې وپوټی ته دی اوډلی

د خسر زامن مې ډېر دي ---- ما ئې سرغنه پکښې نيولی

ش

٦١

شاباز مې د دېرې وهل کېږي

چې زما دغومبر ږغ شي ---- ځوانان لکه کوترې راتوئېږې

٦٢

شين خال دې تر کلا رامعلومېږي

بېحده ښايسته ئې ---- پر مخ دې کافران مسلمانېږي

ک

٦٣

کرک پر کلا لوړ نارې وهينه

زموږ خان ته وا راوزه ---- موزي دې د خانۍ هوا لرينه

٦٤

کلاته چې پر سر دې پالېزونه

د نورو پالېز لاښ شو د مستې پالېز اوس کوي ګلونه

٦٥

کمره مېږ ولاړه پر ډبره

ولاړه شه خوله راکه ---- نامينده شې د لوی باري د دره

٦٦

کميس مې تر لمنې ګلاګل دی

د خيال کميس مې دا دی ---- چې اورونه لګوی هغه لا بل دی

٦٧

که تنګ دی د قبا لسوڼی تنګ دی

اوس نه دراغوست کېږي ---- لاليه جانه څونه دې مړوند دی

٦٨

که رنګینه د کلا مځکه رنګينه

زما جان ته وا راووزه ---- لاليه مواجب دې درې لګنه

٦٩

که کږه ده نن د غرۀ څوکه کږه ده

په اسپو کې سمنده په نجونو کې خالداره ښايسته ده

٧٠

که ګرځي د ګمبتې سيوری ګرځي

زماجان ته واراووزه- دلالي دې ښې کوزدې احوال دې ګرځي

٧١

کۀ ګردی دی ناکودک کاڼی ګردی دی

رحمت پر پښتنو کړې ---- تر مشرو ئې دا کشر ګړندی دی

٧٢

که مسته ځي تختپول واله مسته ځي

افرين په پښتنو کړي ---- و دښمن ته په سلا کمر بسته ځي

ل

٧٣

لاچي لونګه سر دې ولې تور دی

دا سرمې داسې توردی- زمونږخان د سردارانو سره سپور دی

٧٤

لالی کلا وهي زړۀ ئې پوړه دی

اغا په توره ږيره ---- زما جان په تورو څوڼو ورسره دی

٧٥

لومه لومه لومه ---- د سهار سترګه راوخته معلومه

زما بلا پر يار کې ---- د يار بلا دې ګوښې پر نالونه

٧٦

لوی ټک دې د ظالم پر زړګي وشي

چې پېغله نجلۍ غواړي ---- پر کور دې د مردکو باران وشي

٧٧

لیلکې چې ليلو ليلو دې نوم دی

د اوښو سره مه ځه ---- ليلکې د اوښ تګ پۀ شواخون دی

٧٨

لېور مې ددې پورې کلي شپه دی

احوال به ورلېږمه ---- دا ستا لالا خو تل له ما سره دی

م

٧٩

ما ويل مرنجان به جوړومه

لونګ به په کرمه ---- غوبل به د ځوانانو پر تړمه

٨٠

مجلس دی تر شاتوت لاندې مجلس دی

ځوانانو پېغلې يووړې ---- لالی تر لاندې ناست ګل نرګس دی

٨١

مخ دې په خولې دی ---- سردارې ليلا خوب دې د غرمې دی

مخ د خولې پاک که ---- شاهي مين راځي په اندېښنې دی

٨٢

مرم چکنه مرمه ---- دا ستا ارمان په زړۀ لرمه

خاورو له بې نه وړم ---- بازار کې چکن ډېر دي رابې وړمه

٨٣

مستاني لونګۍ غوټه پر سر کيږده

راځه په اتڼ کښېوزه ---- مستاني د دنيا کارونه پرېږده

٨٤

مستې نادرې تر دا غوټ کجک دې ځار شم خالورې

ستا خوله د مرت ده د مرت په کلا تل د سپرو دوړې

٨٥

موزي د نوکرۍ د مبارک شه

يوخال دې راجوړنه کړ-موزي مغزی دې مات شه ملا دې رګ شه

٨٦

مونږ داسې خواران نه يو ---- چې به وږي ټولوونه

مونږ اصيل نورزي يو ---- زاړۀ لونګ په نوو بدلوونه

٨٧

موږ سره ترلې يو ---- لاليه د يوۀ اکا ورېرې يو

مجلس ته چې راووزو ---- لاليه يو تر بله ښايستې يو

ن

٨٨

ناره مې ناره ده ---- مستانه د منا سره بيده ده

مه ئې ښورويه ---- مستانه مې مور نه لري سيه ده

٨٩

ناره مې پر ناره ده ---- دواړه لاس راواچوه پر غاړه

دوست به وائې شاباس ---- دښمن بۀ وایي تو لانت په دواړه

٩٠

نجلۍ په کوټوري کې اوبه راوړه

اوبه د خاشو ډکې ---- نجليه پر ياري دې خاورې واوړه

٩١

نن مې دې موزي اطاق ليدلی

دوې غنې ئې نجتې ---- سربېره ئې کوسی پر اچولی

٩٢

نجليه چې اوربل روړې په شپالۀ کې

ما ډېر غشي خوړلي ---- دا ستا غشی مې جګ په لړمانۀ کې

و

٩٣

واوړئ د هوا مرغانو واوړئ

مسافر مې دورې تللی ---- مرغانو په وزرو کې ئې راوړئ

٩٤

وته وته وته ---- محموته نجل مې ولوېده د توته

په لاس ئې لاس بندی دی ---- په پلو پورې د سپينو زرو غوټه

٩٥

وختم د ژرندې پر موليه

ما کور قسم خوړلی ---- لالي لره به غواړم سدوزيه

٩٦

ولې دې د خوبه ويښولم

په کار دې زما خولګۍ وه ---- نو دې ولې په بيدو نه مچولم

هه

٩٧

هلکه چې پوچې مرغومې پيايې

ما به خولګۍ درکړای ---- هلکه ته نادان يې کوربه وائې

٩٨

هلکه چې سپين موټې دې چاړه وه

ما به خوله درکړای ---- هلکه خو رويباره دې ميره وه

٩٩

هلکه خدای دې واړوي وهلي قلمونه

قلم نه ؤ نو څۀ ؤ ---- چېرې زه چېرې موزي خراپه خونه

١٠٠

هلکه چې شين خال دې په تندي کې

موږ ولاړو تر هلمنده ---- هلکه ستا لا زوړ عناد په زړۀ کې

١٠١

هم دی هم دی هم دی ---- د دوو مينو څه د غم بېلتون دی

چې سرپرسروېږدکښېږدم- سروېږدمې دفراق په اوښکولونددی

ی

١٠٢

يو وار که سر راکښته د اتڼه

يو ساعت به سره کښېنو ---- په دنيا کې ښادي نه شته بې د غمه

١٠٣

يوه ناره به وکم ---- دا بله ناره ستا پر خاتر باندې

بل شی به ارمان نه کړم ---- که ما دا ستا مړوند کړ تر سر لاندې