باچا خان خبری

یو قوم شئ

زه تاسو ته وایم چې د ښمن لګیا دی، تاسو ورکوي

او په دې کوشش کښې دی چې دا مونډ وچ شي.

که تاسو نه دا مونډ وچ شو نو بیا

به ورک شئ.

پاڅئ !

دا خپل کور جوړ کړئ دا بېل بېوالی پرېږدئ یو قوم شئ.

که یو قوم شوئ نو ستاسو دنیا به هم اباده شي اواخرت هم.


زموږ ملک

دا ملک خدای موږ له راکړی دی او دغه شان خدای

هر یو قوم له یو ملک ورکړی دی.

د دې لپاره چې هغوی بچي پرې آباد شي. ملک خو

زموږ دی خو اختیار یې د بل دی او دغه وجه ده چې

زموږ بچې وږي تږي او بربنډ دي او مزې پری نور خلک کوي.غلامي د خدای لعنت دی او موږ له د دې لعنت نه ځان خلاصول په کار دی او دا به هله وشي چې موږ کې قام ولي،ورورولي، اتفاق او مینه محبت پیداشي. زه امید کوم چې تاسو به زما په دې خبرو غور او فکر وکړئ. که دې کښې یوازی زما فایده وي نو مه یی کوئ او که دې کښې ستاسو د دنیا او اخرت ګټه وي نو عمل پرې وکرئ چې تاسو آباد شئ او ستاسو بچي آباد شي.


ستاسې ملک

ای وروڼو!

که یو قوم شوئ، نو تاسو له خدای داسې ملک در

کړی دی چې د دولتونو او نعمتونو نه ډک دی.

خو ستاسو د بی اتفاقۍ په وجه پرې نور خلک مزې

کوي او که تاسو یو قوم شوئ نو ستاسو ملک بل

څوک خوړی نه شی.

ستاسو دنیا او اخرت به اباد شي او د داسی ملک چې

دې کښې به یوسړی غریب پاتې نه شي،ټول به خانان شي.


اصلي مطلب

موږ هم یو قوم یو. موږ له هم د خپلې آبادۍ او ترقۍ

د پاره څه جدوجهد په کار دی او که ټول عمر په نیستۍ او غلامۍ کښې پراته یو.

نو ورک به شو.زموږ اصلي مطلب قوم کښې مینه، محبت،قامولي ،ورورولي او اتفاق دی.

صابران

خدای پاک وایی چې زما نه امداد په صبر او اتفاق سره غواړئ.او خدای پاک ویلي چې څوک زما په لاره کښې مړ شي نو هغه مړ نه دی ژوندی دی،خو تاسو په دې باندی نه پوهېږئ.

او خدای پاک وایی چې زه د صابرانو ملګری یم.


زموږ مشر

دا تاسو چې زما د بادشاهۍ چغی وهئ نو چې دا تحریک

موږ شروع کړی دی دا خو د باچایۍ د پاره نه دی چې زه دې بادشاه شم.او که چېرې تاسو ما بادشاه کړئ نو اول خو په اسلام کښې باچایي نشته او بله دا چې ستاسو به خاورې په سر شي او زما به مزې وي.

نو تاسو پوه شئ چې نه ما او نه بل خپل باچا کړئ.

موږ باچایان جوړول نه غواړو، باچایانو ته مو ضرورت نشته.

زموږ به یو مشر وي او د قوم په رایه او مرضا او مشوره به وي او هغه سړی به وي چې هغه نېک او ایماندار او د قوم او ملک خیر خواه وي.

تکلیفونه او قرباني او ډېر خدمت یی د قام او ملک کړی وي او چې د دې مشرۍ اهلیت او پوهه هم پکښې وي.


خدایي خدمتکاري

خدای ته د خدمت ضرورت نشته، د خدای خدمت د هغه د

مخلوق خدمت دی او د خدای مخلوق یوازی مسلمانان نه

دي، ټول د هغه مخلوق دي. که هندو دی که سک دی که

عیسایی دی زموږ فرض د دنیا نه ظلم ورک کول دي او

مظلوم د ظالم نه خلاصول دي. موږ به د هغه قوم او حکومت مخالفت کوو چې څوک د خدای په مخلوق ظلم کوي، که ظالم زموږ ورور او مسلمان هم وي. بله دا چې زموږخدمت به د خدای د پاره وي، د څه غرض د پاره به نه وي. موږ له چې څوک څومره تکلیف راکوي ،

زور زیاتی راباندې کوي،موږ به بدل نه اخلو، بلکه صبر کوو او د هغه سړي،قوم یا حکومت د پوهول کوشش به کوو.


د خپل ملک جامې او ژبه

د شپې د ټول کلی ښځی را جمع شوې. ما او حکیم صاحب

ورته تقریرونه وکړل چې تر کومې پورې تاسو د قام د پاره

ملا تړلې نه ده، قوم وچتېدی نه شي او د خپل ملک د جامو

اغوستو وعدې مې تړې واخستې چې د خپل ملک جامی به

اغوندي.

د هزاري پښتنو!

زما دا خبره یاده ولرئ چې د چا نه ژبه ورکه شوې ده،

هغه ورک شوي دي او چا ته چې خپله ژبه سپکه شوې ده

هغه سپک شوي دي. تاسو خپله ژبه هېره کړې ده او تشه

ژبه درنه ورکه شوي نه ده بلکه

ور سره هغه پښتو درنه هم ورکه شوی ده.


سیاسي شعور

سیاسي شعور په یو قوم کښې د اسمان نه راځي

او چې په کومو قومونو کښې د سیاسي شعور خلک

پیدا شي نو خپل قوم پسی وګرځي، هغوی کښې

سیاسي شعور پیدا کړي. مسلمانان ډېر ښه قوم دی

خو په هغوی کښې داسې خلک تر اوسه پورې

پیدا شوي نه دي. تاسې د هندوانو، مسلمانانو دې

لیډرانو ته فکر وکړئ. د هندوانو مشران او

لیډران قوم پرست دې خو د مسلمانانو مشران او

لیډارن خان بهادران او خان صاحبان وي.


په دورو کښې د باچا خان لومړنی تقریر

پښتنو وروڼو!

موږ ستاسو وروڼه یو، ستاسو خدمت له راغلي یو.

راځئ دا خپل وران کور جوړ کړو.

تاسو لږ دې دنیا ته وګورئ که علم مو نشته نوسترګې خو

مو شته د دنیا خلک او قومونه اسمانونو ته وختل او موږ

په مځکه پاتې شو. هغوی چې زموږ په شان بنیادم دي، موږ

ورته لاس نیولی دی. چانه دانې غواړو. موږ له خدای د جنت

په شان ملک راکړی دی،د دولتونو او نعمتونو نه ډک دی او

زموږ پکښې څه حال دی؟ د جوارو ډوډی نشته چې په مړه

ګېډه یې وخورو.هغوی ولې اباد شول؟ اوموږ ولې پاتې شوو؟

هغوی کښې ورورولي ده، قام ولي ده او انفاق دی.

په موږ کښې پرې دي جمبې دی، کینه ده، نفاق دی.

دا نن دنیا د قام ولۍ دنیا ده. که قوم شوئ، نو دنیا

به دنیا به هم آباده شي او ستاسو آخرت به مو هم آباد شي.



بد نصیبه قوم


ما دی خپل بد نصیبه قوم ته کتل چې اول خو د دوی خدمت څوک نه وي او که څوک یو پیدا هم شی نو څوک د خدمت موقع نه ورکوي.

نفاق

زما یقین دی چې کوم قوم کښې نفق او ډلې وي

هغه خپل منزل ته رسیدی نه شي او نن چې موږ

غلامان یو د دې وجه نفاق دی او پرې جنبې دي.

زما د ډله بازو او نفاق نه ډېره کرکه کېږي.

قامولي

ای وروڼو!

نن د قامولۍ دنیا ده. تاسی وینئ چې کوم قومونو کښې

قامولي او وروولي راغلې ده نو هغه آسمان ته وختل

او اباد شول.دا موږ هم یو قوم یو، نو دا موږ ولې پاتې شو؟

دا موږ ځکه پاتې شوو چې موږ کښې قامولي، وروولي،

مینه محبت او اتفاق نشته. نو زه تاسو له ځکه راغلی یم

چې تاسې زما قام یئ خو تاسو خپله ژبه، پښتونولی،

تمدن او ټول څیزونه پرېښي دي تر دې چې لنګونه مو وهلي دي.

دا هم درته وایم چې یوه مرغۍ د سیل نه جداشي نو هغه ورکه شي.


وېره

زه په دی نه پوهیږم چې تاسو ولې د پیرګیانو نه وېرېږئ. دوی خو ستاسو په شان بنیادم دي، ستاسو په شان یو قوم دی.

تاسو خو پرو جنبو او نفاق تبا کړئ، وېره در کښې پیدا شوې ده.

د چا په زړه کښې چې د خدای وېره وي نو د هغه په زړه کښې د بل چا وېره نه راځي او د چانه نه وېرېږي او د چا په زړه نه وي، هغه د هر چا نه وېرېږي.

ای وروڼو تاسو په زړه کښې د خدای وېره پیدا کړئ.


ښځې

بغیر د ښځو نه یو قوم ترقي کولی نه شي.

ولې چې زموږ د کور او بچو ټول پرورش

د هغوی په لاس کښې دی او زموږ د ګاډي

چې کومې دوه پایې دي یو سړی

او بله ښځه ده . نو تاسو په خپله

خیال وکړئ چې یوه پایه پنچر وي

نو ګاډی به څنګه لاړشي؟

مذهبونه

د ګاندې جی په زړه کښې د ټولو مذهبونو یو شان احترام و او هغه به دا ټول مذهبونه حق ګڼل او زما عقیده هم دغسې ده. خدای په قران کښې وایي چې ما هر قوم ته د هغوی نه یو هادي لېږلی دی.

زما مذهب

زما مذهب رښتیا ، مینه ، محبت او د خدای د مخلوق خدمت دی.

مذهب همېشه دنیا ته د اخوت او محبت پیغام راوړی دی.

د کومو خلکو په زړونو کښې چې د بنی نوع انسان د پاره رواداري، مینه او محبت نه وي او د کوم سړي په زړه کښې چې نفرت، بغض،کینه وی نو داسې سړی د مذهب نه ډېر لېرې وي.

لیډران او قوم

د کوم قوم لیډران زړور وي، هغه قوم کښې زړورتیا پیداشي،او چې د کوم قوم لیډران بزدل وي، هغه قوم کښې بزدلي پیداشي.

زموږ ملاټر

موږ د خدای د پاره د خدای د مخلوق خدمت ته ملا تړلې ده.

که تاسو هم د خدای د مخلوق خدمت کول غواړئ او خدای رضا کوئ،نو موږ سره په خدایي خدمتګارۍ کښې ملاوتړئ

چې دا دنیا مو هم جنت شي او اخرت کښې هم د جنت حقدار شو.

رښتینی مسلمان

رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته سبق راکړو، چې هغه کس

رښتینی مسلمان دی، څوک چې د الله تعالی د مخلوق د خوشالۍ او

ګټې لپاره کار کوي.

په خدای پاک د عقیدې دا غوښتنه ده چې سړی د انسانانو سره مینه وکړي.

عدم تشدد، یوه نوې عقیده؟

زما په څېر پښتون یا مسلمان لپاره د عدم تشدد د فلسفې خپلول کومه د حیرانتیا خبره نه ده. دغه خو یوه نوې عقیده نه ده.

دا خو څوارلس سوه کاله پخوا د پيغمبر له خوا تل په مکه کې تطبیق شوي او د هغه وخت څخه را پدیخوا، د هغو ټولو لخوا تل په کار اچوالی شوې ده، چې ځان د ظلم څخه خلاص کړی.

خو موږ هېره کړې وه او کله چې ګاندي جي زموږ پر مخکې واچوله، موږ فکر کوو ، دغه یوه عقیده ده.

زموږ حکومت

دا ملک زموږ د ټولو پښتنو دی نو موږ یو سړی نه خان کوو.

زموږ به کوشش دا وی چې ټول خانان کړو او داسې حکومت به جوړو وچې هغه کښې مساوات وي او د ټولو خلکو په کښې یو شان خبر او فایده وي. که پوره وي او که سپوره وي، په شریکه به وي.

امن وي، انصاف وي زموږ به د ټول قوم یوه جرګه وي او دهغی په خوښه به صدر وي.

په نورو اعتراضونه

زموږ کار په چا اعتراضونه او نکته چیني نه ده او دا زموږ کار نه دی چې په نورو جماعتونو او د هغوی په مشرانو نکته چیني او اعتراض وکړو.

زموږ کار دا دی چې موږ خپل پروګرام خلکو ته پیش کړو چې موږ ستاسو د پاره دا غواړو او دا کار یوازی نه کېږي. دا به هله کېږي چې تاسو را سره ملګري شئ.

ملک هم ستاسې او زموږ شریک دی، قوم هم شریک دی، او کار هم شریک دی .

د کلي تحریک

دا تحریک د خدای د مخلوق د خدمت او انسانیت تحریک ؤ.

دې تحریک په مسلمانانو ، هندوانو، سکهانو کښی د مینې محبت او خدمت جذبه پیدا کړې وه چې پخوا یې مشال نه ‌‌‌ؤ.

دا تحریک کلیوال تحریک ؤ، مرکز یی هم په کلي کښې ؤ، ځګه چې اکثریت قوم په کلي کښې اوسي.

ددې تحریک فرق د نورو تحریکونو نه دا ؤ چې نور تحریکونه د ښارونو نه شروغ کېږي او په کلو کښې خورېږي.

مګر دا تحریک د کلو نه شروغ شو او په ښارونو کښې خور شو.

په کابل کې د هند سفیر ته

افغانان، پښتانه به هېڅکله کمونیزم یا روسیه ونه مني دوی به مړه کېږي. څوک چې کولاې شي، وطن به پرېږدي.

زه باید د برژنیف سره خبرې وکړم. زه به هغه ته ووایم

«رحم وکړه ». زه به ریګن ته هم ووایم «رحم وکړه ».

کمونستان نه یوازې خلک ، بلکه ونې هم په افغانستان کې له منځه وړي. انقلاب په یو ظلم باندې اوښتی وي.

سفیره، تاسو ځوان یاستئ، خو تاسو باید یوه غمیزه وپېژنئ، اوس په افغانستان کښې داسې غمیزه روانه ده.

مجاهدین د شپې وژنه کوي. روسي عسکر سهار وژنه کوي.

نتیجه یې دا ده، چې پښتون مري.

د وڼې مشال

موږ یو قوم یو او د یو بابا اولاد یو.

زموږ مشال د یوې ونې دي چې دې کښې ډېرې

څانګې وي خو مونډ یې یووي او چې څوک د هغې

ونې یوه څانګه پرې کوي نو د هغي ونې سوري ته

نقصان رسي. او که د هغې ونې مونډ وچ شي نو ټولي

څانګې يې وچې شي.

نو نن ورځې پېرنګیان لګیا دي دغه څانګې ورو ورو

پرې کوي. تاسو ويښ شئ که دغه څانګې ختم شي نو

ستاسو بچي به په نور پاتې شي او د سرسوری به یی

ورک شي او که چېری دغه مونډ وچ شو نو دغه ټولې

څانګی به یې وچې شي، یوه به هم پاتی نه شي.

بدل

زموږ د صبر جنګ دي. موږ به د وهلو او ښکنځو بدل نه اخلو ، موږ به

صبر کوو او ځان به خدای ته سپارو.

موږ خدایي خدمتګار یو، خدای به زموږ بدل اخلی.

د خپلو زړونو نه خو دغرضي او نفاق لیرې کړئ، ځکه چې د دې د لاسه

برباد شوي یو. ځان کښې ښه اخلاق پیدا کړئ، ولې چې د ښو اخلاقو نه بغیر

څوک ترقي کولی نه شي.

اندرا ګاندي ته پیغام

ماتا ته په څرګنده توګه تشریح کړل، چې ټول افغانان د کمونستانو پرضد دي. ما تا ته هم ویلي دي ،چې په افغانستان کې هېڅ وخت کمونیزم حاکم کیدلای نه شي.

که جګړه دوام وکړي، د افغانستان خلک به له منځه ولاړشي.

ته د نهرو لور یې او هم دې د ګاندي جي او د هغو د ملګرو سره

ژوند کړی دی ،ته ما ته هم د لور په شان یې.

په افغانستان کې ماشومان، ښځې او سړي مري.

ته په خپل زړه کې هېڅ رحم نه لرې؟

په کابل کې د هند سفیر ته

افغانان، پښتانه به هېڅکله کمونیزم یا روسیه ونه مني دوی به مړه کېږي. څوک چې کولاې شي، وطن به پرېږدي.

زه باید د برژنیف سره خبرې وکړم. زه به هغه ته ووایم

«رحم وکړه ». زه به ریګن ته هم ووایم «رحم وکړه ».

کمونستان نه یوازې خلک ، بلکه ونې هم په افغانستان کې له منځه وړي. انقلاب په یو ظلم باندې اوښتی وي.

سفیره، تاسو ځوان یاستئ، خو تاسو باید یوه غمیزه وپېژنئ، اوس په افغانستان کښې داسې غمیزه روانه ده.

مجاهدین د شپې وژنه کوي. روسي عسکر سهار وژنه کوي.

نتیجه یې دا ده، چې پښتون مري.