سردار محمد داود خان

د افغانستان د لمړني ولسمشر سردار محمد داود خان ژوند ته یوه لنډه کتنه

سردار محمد داود خان چې له کال ۱۳۵۲ یا ۱۹۷۳ تر ۱۳۵۷ یا ۱۹۷۸ پورې د هیواد ولسمشر وه د عبدالعزیز خان زوی د محمد یوسف خان لمسی د یحیی خان کړوسي د سلطان محمد خان طلایي کودی او د محمدزیو د کورنۍ پاینده محمد خان بارکزي او جمال خان د ټبر څخه وه. د یادولو وړ ده چې نوموړی د هیواد د وروستي پاچا اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د تره او خاله زوی همدا راز د خور میړه یا اوښي هم وه.

سردار محمد داود خان په کال ۱۲۸۸ لمریز چې د کال ۱۹۰۹ زیږی سره سمون لری د چنګاښ پر ۲۷ مه د کابل په ولایت کې زیږدلي وه. لمړنۍ زده کړې په حبیبیه لیسه یا عالی ښونځي او لوړې زده کړي په فرانسه هیواد کې بشپړي کړې. همداراز پوځي زده کړي د افسرانو په عالي کورس کې په کال ۱۹۳۱ هم ترسره کړي دي.

نوموړي له کال ۱۹۴۹ تر ۱۹۵۰ د هیواد د دفاع وزیر په توګه دنده تر سره کړ وه چې یو لړ اړین اومدرن اصلاحات یې په پوځ یا اردو کې راوستل.

سردار داود خان له کال ۱۹۵۳ تر ۱۹۶۳ وروسته له شاه محمود خان او مخکې له محمد یوسف خان څخه د هیواد لمړی وزیر هم پاتې شوی ده. نوموړي په دغه دوره کې د ښځو د حقوقو لکه د نهضت زنان بنیاد کیښودل او د هیواد د پرمختګ لکه لوې لیاری او سترې کارخانې جوړولو تر څنګ یو لړ نور وته ایز او د رغونې په موخه لنډ مهاله، مینځ مهاله او اوږد مهاله پروګرامونه د پنځو، لسو، پنځلس او شل تر ۲۵ کالو پورې په پام کې نیولی وه.

سردار داود خان د سپهسالار سردار اعلیحضرت غازي محمد نادر خان د لور شاهدخت میرمن زینب سره واده کړي وه چې درې زامن هر یو: خالد، عمر او ویس همدا راز څلور لوڼې هر یوه: درخانۍ، زرلښت، شینکۍ او تورپیکې درلودل.

که څه هم سردار داود خان یو قوی ناسیونالست سړی وه دا وجه وه چې د دموکراتیک ګوند او په ځانګړي توګه د پرچم له ډلې سره نږدې اړیکې درلودلې او کله چې غربي نړۍ او ناتو هیوادونو داسې پالیسي له عربي هیواد سره غوره کړه تر څو د پخوانې شوروی پښی افغانستان ته د کمونیزم د له مینځه وړلو په موخه راکش کړي ځکه اوسنی روسې هم د هند ګرمو اوبو ته ځان رسول غوښتل دا ستراتیژي وه چې غربی نړي د اعلیحضرت ظاهر شاه که څه هم د هغوی خپل کس وه، د سلطنت د له مینځه وړلو تابیه وکړه چې دغه کار د نوموړې پاچا د کورنې له یوه غړي څخه بل کس نشو کولایې بنا د دې کار لپاره سردار داود خان ورته غوره کس وه ځکه مارشال شاولي خان د خپل فکر او شعور په وجه داسي غلطه کړنه نه کوله او سردار ولی خان خو د شاه زوم وه او بلخوا د داود خان ذهن مخکې له مخکې غربیانو په دې پروپاګنډ چې ګواکې د نوموړي پلار عبدالعزیز خان په اروپاه کی د هغه ورونو یا د داود خان ترونو لخوا وژلی شوي دی عقده مند کړي وه دا وجه وه چې څرنګه داودو خان یو خوش باوره احساساتي سړي وه د نوموړی څخه یې ګټه پورته کړ تر څو لومړی پری د ظاهر شاه سلطنت لیرې کړي او خپله واک ته ورسیږي او بیا یې د مرستو په پلمه ځانته یعنې غرب او امریکا ته راوغواړي تر څو نوموړې ته منفي یاد نه یا ناهیلې کونکي ځواب ورکړی او تر څنګ یې د خپلو ګوډاګیانو پر مټ روسیه یا د هغه وخت د شوروی مرستو ته وهڅوي او خامخا روسیه د خپلو مرستو په بدل کې داسې غوښتنې لرې چې د داود خان او د شوروي د اړیکو د خرابۍ سبب ګرځي یا نه ځواب ورکوي. دا وجه وه چې نوموړي په ناپوهی کې لمړي د پرچمیانو په مرسته په کال ۱۹۷۳ د خپل د تره زوی او اوښي محمد ظاهر شاه سلطنت پر وړاندې سپینه کودتاه وکړي او بیا د همدغو خلق او پرچمیانو په لاس د غویې میاشتې په وومه د ۶۸ کالو په عمر د کورنی ۱۸ غړیو او ټولو کابینې سره چې ټولټال ۲۹ کسانو وه یو ځاي ووژل شول او د څرخې پله سیمه کې په ټوله ایز قبر کې د خاورو لاندې شول چې د هغه څخه وروسته خلق او پرچم واک ته ورسیدل او د روس یرغل ته لیاره هواره شوه او بلخوا مذهبې ډلې د سپینې ماڼی او غرب لخوا د عربو په مټ په پنجاب او ایران کې سره راټولی کړلې شولې او زمونږ د هیواد د غمیزې او بدبختی د پیل ډبره له همدغه ځای څخه کیښودل شوه او تر نن پورې مونږ افغانان په وینو کې لمبیږو.

د یادولو وړ ده چې د سردار محمد داود خان د ولسمشري پر مهال د سولې او امن تر څنګ نوی ملې سرود د ارواښاد شاعر عبدالروف بینوا له نظم څخه جوړ شو. همدا راز درې رنګه جهنده یا بيرغ تور، سور او زرغون د نوې سرکاري نښان چې د غنمو د وږو پر مینځ کې د یو باښې انځور په خلاصو وزرو سره ترتیب شوی وه هم د جموري نظام په نوم رامینځ ته شول.

په پای کې باید ووایم چې د سردار داود خان او د نوموړی د کورنۍ د غړيو اډونه په کال ۲۰۰۹ د پخواني ولسمشر حامد کرزي په لارښونه د څرخي پله سیمې څخه راووستل شول او د دارالامان په غونډې کې د ځانګړو دولتي او پوځي تشریفاتو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شول.

د پخواني او د هیواد د لمړني ولسمشر سردار محمد داود خان یوه مقوله چې هر کله به یې تکراروله تاسو سره شریکوم چې نوموړي به تل په خپلو ویناوو کې ویل: تصمیم شرط اول موفقیت است یا هوډ لمړني اړوت د بریا دی.

عزیز معارج


اروښاد سردار محمد داود خان