Manzoor Ahmad Pashteen

پېښور کښې د پی ټی ایم مرکزی جلسه

د مشر منظور احمد پشتین د نن جلسې د تقرير مهم ټکي :

اول.

نن داسې جلسه ده، چې په بې انتها مشکلاتو کې ترسره شوه، د رياست چې څومره هم زور و؛ هغه که پوليس و، هغه که جاسوس و، هغه که پوځ و، چې کومه هم لار وه، هر څه يې ونيول چې دا جلسه به نه کيږي، خو بيا هم دا جلسه وشوله، او ياد دې لري؛ چې دې جلسې ته ځوانان نه بلکې پښتنې پېغلې هم راغلي.

هغه پښتانه چې په پنځه کيلو دالو خرڅيږي، غټ غټ بريتونه يې هم پريښي او ګرځي، هغوی دې د پښتونخوا له دې پېغلو وشرميږي چې دلته ناستې دي.

دوهم

ملګرو! په دې تشدد دوي هيڅوک هم ونه شو ډار کړلی، نن زمونږ په مينځ کې مولانا اعجاز ناست دی. د دوي لخوا پر مولانا اعجاز څو مياشتې په مسلسل ډول تشدد وشو، خو چې له جېل (بند) راوتلو؛ يوه خبره ده ورته وکړله، چې که تاسې ما په دې اساس پرېږدئ چې دی به نور پي ټي ايم ته ور نه شي؛ خطا شوي ياست، زه چې اوس ځم؛ اول به پي ټي ايم ته ورځم، نن يې نيکه وفات و؛ پلار يې ناروغ و، ده ورته ويلي چې زه ولاړم او د پي ټي ايم جلسه ده. رياست په جبر دا خلک نه شي منع کولی.

دريم

ملګرو! پښتانه چې کله خپل حقوق غواړي، دوي په خوله انکار نه ورته کوي خو د پاکستان جنډې (بيرغ) ورته را مخې ته کړي، دوي له دغې جنډې د پښتنو د حقوقو د نه ورکولو علامت (نښانه) جوړه کړې.

څلورم

نن ما ويډيو کتله، د بيزو په چيک پوسټ (پوليسو پوسته) باندې؛ پښتانه پوليس را مخکې شي، لاره يې بنده کړې وه، علمزېب ورته ښکته شي، ساده خبره ورته وکړي، زه د خپلو حقوقو لپاره روان يم خو تا لاره بنده کړې، دا غير قانوني ده. زه اوس خپل حقوق اخلم، زه درباندې درځم، ته چې څه کوې؛ کوه يې. موټر ته وخيژي، ملګرو ته وايي چې پرې ورځئ، همداسې پرې تېر شي.

هره لاره او هره ضلعه يې نيولې وه. اوس هم زموږ ملګري زرغون شاه او ملا بهرام لا په جېل کې پراته دي، د همدې جلسې په تياريانو کې يې ونيول. همداسې د باجوړ ملګري ګل باد شاه دوي يې هم په چيک پوسټ نيولي. د بلها مشکلاتو باوجود زموږ د قام او وطن سره د مينې لرونکي خلک چې نر او ښځه و؛ ځانونه يې راورسول. څوک چې په لاره هم پاته شوي؛ هغوي ته دوه ځله سلام. تاسې خپل قام سره په داسې ورځ درېدلي نه ياست چې د ساز او اتڼ حالت وي، بلکې په داسې ورځ مو د قام خبره کړې چې هر طرف ته ټوپک او مرمۍ دي.

پنځم

د نن جلسه د ارمان لوڼي په حواله سره ده.‌ د آرمان لوڼي يوازې شهادت او تدفين نه بلکې د ژوند څخه زده کړه کول په کار دي. خپلو خويندو او بچو ته، د دغه قام او وطن لپاره مبارزه ښودل د ارمان لوڼي لار وه. په دغه خاوره باندې مزاحمت کول د ارمان لوڼي سره مينه ده. ارمان لوڼي د دې خاورې سوچه بچی و. رياست يوازې ارمان لوڼي نه بلکې ټولو هغو سره دښمني کوي چې د دغې خاورې سره مينه لري.

شپږم

د دغه رياست مخالف يوازې پښتانه نه بلکې بلوچ او سندهيان هم دي. زما بلوچو او سندهيانو وروڼو ته خواست (هيله) دی، راځئ موږ او تاسې يو ځای شو او په شريکه د دغه جابر او فاشیست رياست پر وړاندې ودريږو.

اووم

ملګرو نن يوه خبره د بنديانو په حواله کوم. نن ستاسې په مينځ کې علي وزير نه شته، نورالله ترين او حاجي محمد شېر نه شته، جبار نه شته، هغه ديرش پښتانه ځوانان چې په پرون په کراچۍ کې ونيول شول او هغوي د پوليسو په موټرو وختل، سپين او تور بيرغونه يې لوړ کړل، کله چې دا جابر رياست دا ځوانان ويني چې په هتکړيو کې هم خاندي؛ نو د دوي هيلې ماتې شي، دوي فکر کاوو چې دا خلک به په جېلونو (بند خونو/بندیخانو) وډار شي، اما هغسې يې ونشو کړلی. موږ دوي ته‌ دا خبره پخوا هم کړې وه؛ چې که ته فکر کوې چې موږ به په ظلم، هتکړيو او جېلونو وډار کړې؛ نو ستا پلار مو هم نشي ډارولی.

اتم

د پي پي ايم درې کاله پوره شول. خلک وايي چې پي ټي ايم څه وکړل؟ ملګرو! پي ټي ايم د جبر مخ ته دېوال جوړ شوی، پي ټي ايم د ولسونو مينځ کې مينه جوړه کړه، پي ټي ايم د لر او بر افغان فکرونه يو کړل، زه په دعوې سره وايم؛ دا د لر پښتانه چې نن په سوشل ميډيا کې په پښتو ژبه ليک کوي؛ دا ۹۵ فيصده هغه خلک دي چې د پي ټي ايم د وجود څخه پس يې پښتو ژبه زده کړې، دا د خپلې ژبې او کلتور خدمت دی. پي ټي ايم په دې خاوره د ډېرو ميندو اوښکې پاکې کړلې. هغه چيک پوسټونه چې ستاسې د ذلالت لپاره جوړ شوي و؛ د هغوي د‌ ورکولو تر ټولو غټ نوم پي ټي ايم دی. هغه خلک چې دې جابر رياست به ووژل او بيا به يې لاشونه (مړي) هم پرې خرڅول؛ نن پي ټي ايم تر ټولو غټ خنډ ورته جوړ شوی. د پښتنو او د دغې خاورې د دښمنانو تر ټولو ستر سر درد نام پي ټي ايم دی. د پي ټي ايم سپورټ (ملاتړ) کول؛ د خپل ولس، خپلې ژبې او خپلې خاورې ملاتړ په مانا ده. زه دا هم په دعوې سره وايم؛ هغه پښتانه چې په وزیرستان، کويټه، باجوړ، پيښور، چمن، قندهار، کابل ننګرهار او داسې نورو ځايو کې چې دي؛ د پي ټي ايم د پيدايښت څخه وروسته د دوي تر مينځ مينه څو چنده (برابره) ډېره شوې. پي ټي ايم يو فکر دی. پي ټي ايم چې په تېرو درې کالو کې څومره کار وکړ؛ يوازې د ولسونو او قام نه، بلکې د قامي ژبې، د‌ قامي فکر او هر هغه اتل چې خدمت يې کړی و؛ پي ټي ايم پښتنو ته ور وپيژندل.

نهم

په افغانستان کې چې کوم جنګ روان دی؛ موږ يې کټر (قاطع) مخالفت کوو. د افغانستان ولس ته دا پيغام ورکوم، چې دلته د‌ چړو لاندې هم؛ موږ تاسې سره‌ د مينې دعوه پورته کوو. موږ به د‌ لر او بر يو افغان نعره وهو. موږ داسې وختونو کې چې ډېرو مشکلاتو سره مخ يو؛ بيا هم تاسې سره د مينې دعوه پورته کوو. روس څخه را واخله؛ تر سريلنکا پورې ټولې نړۍ ته پيغام ورکوم، که افغانستان کې جنګ ختم شو؛ دلته په ټوله سيمه کې قراري ورسره راځی .

لسم

‏پي ټي ایم د پښتون قام د اتفاق اتحاد یوالې لپاره ،په خپله خاوره د امن غوښتلو او پښتون قام ته سیاسي شعور ورکولو لپاره ده. پي ټي ایم به هیڅ کله هم داسې کار ونه کړي چې هغه به دپښتون قام دبې اتفاقۍ سبب شي.

موږ ټول د پي ټي ایم ملګري ددې خاوري هغو ټولو سیاسي مشرانو کورونو ته ورغلي یو او بیا بیا به ورځو په جرګو او نانواتې به ورځو د پښتون قام د یوالې اتفاق او اتحاد لپاره.

يوولسم

د قام د يوالي په خاطر به په دليل د هر ملګري سره ناسته کومه چې د وطن لپاره د خير خبره وي،هغه به کوو . د غورځنګ د مشرانو په مشوره به د بندي ملګرو لپاره په لنډ وخت کې د پرامن احتجاج اعلان به کوو.

دوولسم

یورپ امریکا او نور هیوادونه پاکستان ته امدادونه او پيسي ورکوي خو دا پاکستان خلګو ته خپل انساني حقوق نه ورکوي خلک وژني ولسونه برباده وي کورونه یې ړنګه وي زه د هغو هیوادونو ته دا پيغام ورکوه کوم چې پاکستان سره مرسته مه کوي ، تاسو وایاست چې موږ انسانیت ته کار کوه موږ بشري حقونو ته کار کوه خو ستاسو ټکس هغه هیواد ته راځي چې په بشري حقونو کې تر ټولو سخته سرغړوني کوي.

Manzoor Ahmad Pashteen


پېښور کښې د پی ټی ایم مرکزی جلسه

هغه پښتون چه په پنځه کیلو دالو خرڅیږی او غټ غټ بریتونه یی هم پریخی وی

هغه دی د پښتونخوا د پیغلو نه وشرمیږی

مشرمنظورپشتین


د لر او بر پښتون افغان اولس مشر منظور احمد پښتون او کاروان ته د ملي شهید پروفېسر ابراهيم ارمان لوڼی د پېښور ښار کامیابه جلسې باندې مبارکی ورته وایم.

که د چا سپي وخوړي مونږ د سپي نه تپوس نه کوو مالک يې مونږ ته معلوم دی-

مشر محسن داوړ


د افغانستان ولس ته دا پیغام ورکومه چه دلته د چړو لاندی هم مونږ ستاسو سره د مینی داوه پورته کوو

مشرمنظور پشتین


پېښور کښې د پی ټی ایم مرکزی جلسه

منظور پښتون چې کله د وزيرستان چیغه په ټوله پښتونخوا باندې راوړه نو هر پښتون افغان په هغې چیغې باندې ورسره ملګری شو او دغه هوډ او دغه وعده یې ورسره وکړه چې ته د پښتون او د پښتنو د ژوند خبره کوې نو موژ به له تا سره ولاړ يو اوږه په اوږه او دغه هوډ مونږ تر نن ورځې ورسره پوره کړې دی موژ به ورسره اودرېږو

وړانګه لوڼۍ


پېښور کښې د پی ټی ایم مرکزی جلسه

دلته هر هغه څوک چې د دې وطن په رنځ خبر وي او د هغې د علاج خبره کوي دغه رياست هغه وژني

وړانګه لوڼۍ


آغلې ثناء اعجاز ستا غیرت ته سلام

دا ټول چنګړي پولیس دي درتــــه لوګي شي، تا واقعي چي په ارمان لوڼی ننګ وکو

Sanna Ejaz


موږ د دې خاورې د هر سياسي لېډر مشر کورته په جرګه ورځو په ننواتې ورځو دا قام به سره يو کوو

د

PTM

مشر منظور پښتین پېښور


پېښور کښې د پی ټی ایم مرکزی جلسه

دغه غلطي مونږ هېڅ کله نه کوو چې خپل وطن افغانستان به موژ ګاونډی هېواد بولو

د زمونږ د نيکونو او پلارونو د زمونږ وطن دی

موژ د يو وطن يو او يوه خاوره يو

وړانګه لوڼۍ


پېښور کښې د پی ټی ایم مرکزی جلسه

ارمان د دې وطن په دښمن باندې خبر وو او د دې رنځور وطن د جوړښت علاج يې هم زده وو ځکه یې تر هر څه له مخه وو وژلو.

وړانګه لوڼۍ


د پی ټی ايم په کاميابه جلسه ټولو ملګرو ته مبارکي وايم


د پېښور د غيرتي او په قام مئين ولس او ټولو راغلو پښتنو ډېره زياته مننه چې دوۍ په پي ټي ايم باور وکړو، او د رياستي ادارو له طرفه د دړکو ،تنګولو او لارو بندولو باوجود دوۍ دومره په ګڼ تعداد د ملي شهيد ارمان لوڼي په ياد کښې جوړې شوې جلسې ته راغلو.

مونږ د پېښور پي ټی ايم ارګنايزرز هم مننه کوو چې دوي په ډېر کم وخت کې ډېر په شايسته او منظمه او ښه انداز کې جلسه تر سره کړه. او په خصوصي توګه د اغلې ثنا اعجاز خور چې د دې جلسې ټول انتظامات د دې په نګرانې کي شوي وو هم مننه کوو چي ټول انتظامات يې ډېر په پرمختللی په پياوړتيا او ښه انداز تر سره کړو.

موږ د پښتون خواه وطن د ګوټ ګوټ څخه دې جلسې ته راغلو د پي ټی ايم د ملګرو څخه هم مننه کوو چې دوۍ د رياست له اړخه جوړ شوي ټول خنډونه مات کړل او دې جلسې ته يې ځانونه را ورسول او د هغو ملګرو هم مننه چي په سوشل ميډيا زموږ غږ د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسوي.

که څه هم رياست د دې جلسې ناکامه ولو هره هڅه وکړه، زمونږ ملګري یې تنګ کړل ،ګرفتار يې کړل ،په چيک پوسټونو يې بې عزته کړل ، خو پښتانه بيا هم ډېر په مړانه د پي ټی ايم سره ودريدل او د ملي شهيد ارمان لوڼي لپاره را جوړه شوې دا جلسه يې کاميابه کړه .

د ظالم او د ظلم په ضد به زموږ مزاحمت هم دغه رنګه دوام داره وي .

يو ځل بيا ستاسو د ټولو شکريه د زړه له تله ادا کوم .

ملي شهيد ارمان لوڼي ته عقيدت ګلونه وړاندې کوم .

پښتانه افغانان زنده باد

پي ټی ايم زنده باد

مزاحمت زنده باد


پېښور کښې د پی ټی ایم مرکزی جلسه

« ما دهـر ګوټ سره ديـار دسترګو ذکـر کړئ

ما دشـرابـو پـه نـشه کې عـبادت کـړئ دی»

عجيبه غوندې انځور دی،تاسو سم ورته ځير شئ !!!

دپښتون ژغورني غورځنګ غړی دخپلوپتمنو،عزتمنو،خویندو څومره خيال ساتي؟

څومره عزت او درناوي يې کوي؟

هره پېغله او مېرمن ورته خور او مور ښکاري!

د اصل پښتون او افغان سړي اخلاق همداسي وي!!!!

د پېښور د نننۍ غونډې په يوه څنډه کې زموږ. درني پښتاني خويندی ناستي دي!!!!!

سل بې ننګ زلمونه‌يوه نره ملالۍ ښه ده!!!!!

«هغه پښتانه چې غټ غټ بريتونه نيولي وي او په پنځه کيلو دالو باندې څرخيږي د هغوي نه د پښتونخوا دغه پيغلې زياتې دي»منظور پښتين

« چـا لـه لاسه چې تـالا يې پښتون ګله!

دهــغــه قصـیدې وايې پښتون ګله!

نيم کشمير دې ورته فتح کړ، خو دوی ته

اړولی پــــــه بــلا يې پښتون ګله!

د لاهور په تور مینار مې پیرزو نـه يې

تـه سپين بـاز د اریانا يې پښتون ګله!

د اغیار پـه ننګ تـر مرګه روژه نیسې

خو خاموش په پښتونخوا يې پښتون ګله!

خپل اتل جـسـد راکاږې پــه کـوڅو کې

پـه پـردي خـاین شیدا يې پښتون ګله!

سعود وویل ، د دې هـر څه باوجـود هم

نـازولی ډېــر پـر مــا يې پښتون ګله!»

سعود بنګښ


پېښور کښې د پی ټی ایم مرکزی جلسه


پېښور کښې د پی ټی ایم مرکزی جلسه

پېښور کښې د پی ټی ایم مرکزی جلسه

پېښور کښې د پی ټی ایم مرکزی جلسه