د مورنۍ ژبی نړیواله ورځ

د مورنیو ژبو نړیواله ورځ

په ټوله نړی کې اوس څه نا څه شپږنیم تر اوه زره ژبې شتون لري چې ځینې یې ډیرې پرمخ تللې ، ځینې د پرمختګ په لور درومي او نړیواله بڼه خپله کوي او ځینې نورې د بیلا بیلو لاملونو په وجه شاتګ ته اړ شوي او ځینې په خپل کړۍ کې کنګل شوي دي. ځینې ژبې د تعصبي ، بدنیتي او فاشیستي کړنو ښکار شوي او د سیالې ډګر څخه لیري ساتل شوي دي. داسې ژبې هم شته دي چې ویونکي یې د محکومیت او استعمار لاس لاندې ژوند کوي او بلواکي هغوی ته د ژبې او کلتور اجازت نه ورکوي او موخه یې دا وي چې داسې ټبر بې پیژانده کړي. پښتو او بلوچي هم له هغو ژبو څخه دي چې په خپله جغرافیه کې د ګاوند ، ځایي متعصبو او د افغانستان په اشغال شوې خاوره کې چې د پنجاب لخوا ۱۹۴۷ کال راهیسې نیول شوي ده ، ځپل کیږي. د ملګرو ملتو نړیوال سازمان هغه مسؤلین چې د مورنیو ژبو نړیواله ورځ ارزښتناکه بولي ، په تش یادولو یې بسیا مه کوي. دوی د استعمار لاندې ژبو پلتنه او څارنه وکړي. پښتو ژبه د پنجاب فاشیست او ډیکتاتور ریاست لاندې له ۷۳ اویا کاله تر اوسه پورې ځپل کیږي . ایرا ن آخندي رژیم فرهنګي او سیاسي یرغل بل لامل دی چې د پښتو ژبې سره دښمني او حساسیت ښیي. په افغانستان کې کورني ستمي او پښتون دښمنه عناصر چې د ایران او پنجاب مرییان دي پښتو ژبې سره تعصب او کرکه خپروي. پښتو پنځوس کاله د مخه په اساسي قانون کې ملي او رسمي ژبه وه خو اوسني اساسي قانون په ۱۶ مادې کې رسمي بڼه لري خو له بده مرغه د کرزي له وخته تر اوسه پورې پښتو ژبې پرمخ د ارګ او ټولو حکومتي ادارو دړې تړلي او تر کله به د خپلې ژبې د حق اخیستلو د پاره عذر او زارې کوؤ ؟ پښتو په خپله جغرافیه کې دیوالو تر شا ایساره پاتې ده او د سیالې له وجې د پرمختګ مخه یې نیول کیږي. پښتو مظلومه ژبه له پیړیو د پښتنو د نه پاملرنې او د خپلې پښتو ژبې د حق نه اخیستلو له کبله د ځنګدن پړاو ته راورسید له. دښمنان یې د مړیستون په څنده

نندارې ته یې لیواله دي. د پښتو ژبې وروستنۍ درملنه دا ده چې ټول پښتانه میندې او پلارونه دا هڅې ګړندی کړي چې ماشومان یې په مورنۍ ژبې زده کړې وکړي. د پوهنې وزارت څخه د پښتو ژبې ښوونیز نصاب ، ټولګي او ښوونځي وغواړئ . ۷۵ سلنه پښتانه هم دولت ته ډیری مالیه ورکوي او دا غټه بې انصافي ، بې عدالتي او توپیرپالي ده چې په ادارو کې پښتو نشته او ورسره بیا هم د پښتون ماشوم، زده کوونکی او زده کړیال دې ته اړ کیږي چې د خپلې ژبې پرځای په بله ژبه زده کړه وکړي . د پښتو په ژبې ظلم نور د زغملو ندی. که حکومت بیا هم د پښتو ژبې په حق ځان ړوند، ګونګ او کوڼ نیسي، بیا نو مخکې له هغه چې مونږ بې هویته کوي مونږ به د دوی

مشروعیت تر پوښتنې لاندې راورو.

عبدالله ځاځی


PASHTO IS MY MOTHERS LANGUAGE


د مورنۍ ژبی نړیواله ورځ مو مبارک شه