ناپیلیون Napoleon Bonaparte

د ناپیلیون ژوند ته یوه کتنه ( Napoléon Bonaparte )

Napoléon Bonaparte

Born in Ajaccio, Corsica, France August 15, 1769

Died May 05, 1821

Genre Nonfiction, Military

Influences Pierre-Simom Laplace, Jean Baptiste Joseph Delambre, Alexander the Great, Julius Caesar, Humphry Davy,

ناپیلیون بناپارت د ۱۷۶۹ز کال د اګست په ۱۵مه نېټه د مدیترانې کرس ټاپو اړوند په یوه ګڼ نفوسه کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه مهال یاد ټاپو د جنوا حکومت ( نننۍ ایټالیا ) یوه اړونده سیمه وه، خو وروسته د فرانسې له خوا اشغال شو.

ناپیلیون د کارلو بناپارت او لیتزا رومولینو د کورنۍ په ۱۱۱زامنو کې څلورم زوی وو، له ابتدایي زده کړو وروسته، له خپل ورور سره په پوهنتون کې د شاملېدو په موخه بورګوندي ته لاړ. یو کال وروسته یې د نظامي زده کړو پوهنتون ته مخه کړه، مګر ورور یې ورسره ملتیا ونه کړه. نوموړي په پوهنتون کې د نظامي زده کړو یو له غوره محصلینو څخه وو، چې هغه مهال د اروپا تر ټولو پیاوړي او ځواکمن نظامي کسان یې په خپل واک کې لرل .

ناپیلیون د شپاړسم لویي له پوځ سره یو ځای شو، تر څو په هغه کې د خدمت کولو له کبله د فرانسې په تاریخ کې مهم رول ولوبوي. هغه د سلاحانو په لیکو کې د یو ځای کېدو په موخه والنس ته لاړ او نظامي زده کړې یې وکړې .

د پلار له مرګ څخه وروسته په کال ۱۷۸۶۶ز ک

ناپیلیون په ۱۷۹۱ز کال والنس ته ولېږل شو، د ۱۷۹۱۱ز کال په دوبي کې پاریس ته راغی، له دې وروسته یو ځل بیا والنس ته لاړه، تر څو د فرانسې په پوځ کې د سلطنت غوښتونکو او انقلاب غوښتونکو ترمنځ اختلافات له نیږدې وڅاري. د ۱۷۸۹انقلاب په نوموړي کومه اغېزه نه لرله، ځکه هغه له سلطنت غوښتونکو سره خوا خوږي نه کوله، له بلې خوا یو انقلابي او سیاسي شخص هم نه و، په ۱۷۹۲ز کال د پروس او اتریش جګړې کې یې ګډون وکړ، او انګریزانو په ۱۷۹۳ز کال د تولون کنټرول تر لاسه کړ.

ناپیلیون انګریزانو ته په ماتې ورکولو کې د مهم او کلیدي رول لوبولو وروسته، د جنرالۍ رتبې ته ورسېد. د ماکسیمیلیان له کوچني ورور اګوستین روبسپیر سره یې پېژند ګلوي وشوه، که څه هم ناپیلیون د جاکوبنیانو غړی نه و، خو د هغوی له سیاسي ملاتړ څخه برخمن وو. په ۱۷۹۴م کال د جاکوبنیانو سقوط د دې لامل شو، چې ناپیلیون هم زنداني شي، مګر له ۱۰وروځو وروسته چې د نوموړي په ضد کوم اسناد پیدا نه شول بېرته خوشې شو .

سره له دې چې له خپلې لومړنۍ مېرمنې څخه یې دوه زامن لرل، د ۱۷۹۵۵ز کال په ژمي کې یې له ژوزفین سره واده وکړ، له دې وروسته یې خپله مېرمن په پاریس کې پرېښوده او د جګړې په لومړیو لیکو کې د ګډون په موخه ایټالیا ته لاړ، په ایټالیا کې د ډېرو بریاو له تر لاسه کولو وروسته بېرته فرانسې ته را وګرځېده او فرانسویانو به هغه د اتل په نامه یاداوه، چې هم په سوله او هم په جنګ کې مخکښ دی، له دې وروسته له ناپیلیون څخه وغوښتل شول، ترڅو د انګریز د مستعمرو د ګواښلو په موخه مصر ته لاړ شي. په ۱۷۹۸ز کال له خپل ۳۵زره کسیز پوځ سره مصر ته لاړ او اسکندریه یې تر خپلې ولکې لاندې راوسته، له دې وروسته د قاهرې د نیولو په موخه روان شو او العدم ته نیږدې له مصري ځواکونو سره یې جګړه پیل کړه او په کمو تلفاتو یې جګړه په خپله ګټه پای ته ورسوله .

ناپیلیون په ۱۷۹۹۹ز کال پاریس ته لاړ او د یوې کودتا په ترڅ کې یې د فرانسې حکومت نسکور او د یوه ۱۳کسیز هیات په مشرۍ یې خپله دیکتا توري پیل کړه . تر ۱۸۰۲ز کال او د کورنیو جګړو له ځپلو وروسته، ناپیلیون د فرانسې په تاریخ کې په یوه پیاوړي او ځواکمن دیکتاتور باندې بدل شو. نوموړي په ۱۸۰۵ز کال په انګلستان باندې د برید هوډ درلوده، مګر روسیې او اتریش ته لاړ او هغوی ته یې سخته ماتې ورکړه .

ناپیلیون تر ۱۸۰۷۷ز کال پورې ټوله سیمه تر خپلې ولکې لاندې راوسته او د سوید له ماتې وروسته لهستان ته ننوت . په سیمه کې یوازینۍ ځواک چې د ناپیلیون په وړاندې یې خنډ جوړاوه ، هغه انګلستان وو، له دې امله یې په هغه ځای برید وکړ، مګر له انګلیسي دریادار(نلسون) څخه یې سخته ماتې وخوړه . دغه راز نوموړي په ۱۸۱۲ز کال په روسیې باندې برید وکړ، خو پایله یې دا وه، چې د فرانسې ۵۰۰زره کسیز پوځ ماتې وخوړه .

لکه څنګه چې د ناپیلیون امپراطوري په ډېره چټګتیا جوړه شوه، هماغسې په ډېره چټکتیا له منځه لاړه، نوموړی په ۱۸۱۵ز کال د البا ټاپو ته تبعید شو، مګر له ۱۰میاشتو وروسته کله چې د اتلسم لویي څخه د خلکو د ناخوښۍ خبر یې واورېد، نو له خپلو ۱۰۲۰جنګیالیو سره بېرته پلازمېنې ته را وګرځېده او د واک په ګدۍ کېناست، ۱۰۰ورځې په آرامۍ تېرې شوې، مګر اروپایي متحدانو یو ځل بیا برید وکړ او ناپیلیون لاچاره وو، چې د خپل تاج وتخت د ساتنې په موخه جګړه وکړي. ناپیلیون په همغه کال د واترلو په جګړه کې سخته ماتې وخوړه، پاریس ته را وګرځېده او د سنټ هلن ټاپو ته تبعید شو او د ژوند تر پایه هلته پاتې شو. هغه چې د سرطان ناروغۍ سخت ځورواوه د ۱۸۲۱زکال د مې په پنځمه نېټه له دې نړۍ سره د تل له پاره مخه ښه وکړه .

Napoléon Bonaparte

Born in Ajaccio, Corsica, France August 15, 1769

Died May 05, 1821

Genre Nonfiction, Military




ې بېرته خپل ټاټوبي ته را وګرځېده، تر څو د خپلې کورنۍ چارې سمبال کړي، هغه د ۱۷۸۹او ۱۷۹۰ز کلونو په لړ کې خپل انقلابي لید لوری وروزه او په بېلا بېلو اړخونو یې فکر وکړ .


Alexander the Great, Julius Caesar, Humphry Davy,

Napoleon I (born Napoleone di Buonaparte, later Napoléon Bonaparte)was a French military and political leader who had significant impact on modern European history. He was a general during the French Revolution, the ruler of France as Premier Consul of the French Republic, Empereur des Français, King of Italy, Mediator of the Swiss Confederation and Protector of the Confederation of the Rhine.

Born in Corsica and trained in mainland France as an artillery officer, he first rose to prominence as a general of the French Revolution, leading several successful campaigns against the First Coalition and the Second Coalition arrayed against France. In late 1799, Napoleon staged a coup d'état and installed himself as First Consul; five years later he became the Emperor of the French. In the first decade of the nineteenth century, he turned the armies of France against almost every major European power, dominating continental Europe through a lengthy streak of military victories—epitomized through battles such as Austerlitz and Friedland—and through the formation of extensive alliance systems. He appointed close friends and several members of his family as monarchs and important government figures of French-dominated states.

The disastrous French invasion of Russia in 1812 marked a turning point in Napoleon's fortunes. The campaign wrecked the Grande Armée, which never regained its previous strength. In October 1813, the Sixth Coalition defeated his forces at Leipzig and then invaded France. The coalition forced Napoleon to abdicate in April 1814, exiling him to the island of Elba. Less than a year later, he returned to France and regained control of the government in the Hundred Days (les Cent Jours) prior to his final defeat at Waterloo on 18 June 1815. Napoleon spent the remaining six years of his life under British supervision on the island of St. Helena. Napoleon developed relatively few military innovations, although his placement of artillery into batteries and the elevation of the army corps as the standard all-arms unit have become accepted doctrines in virtually all large modern armies.

He drew his best tactics from a variety of sources and scored several major victories with a modernized and reformed French army. His campaigns are studied at military academies all over the world and he is widely regarded as one of history's greatest commanders. Aside from his military achievements, Napoleon is also remembered for the establishment of the Napoleonic Code (Code Napoléon), which laid the bureaucratic foundations for the modern French state.

کاپی


د ناپیلیون ژوند ته یوه کتنه ( Napoléon Bonaparte )


محسن داوړ علی وزیر منظور پشتین