دپښتو برخه

عمران خان ننګرهار کې د ویزې اخیستو بیروبار کې د ۱۲ کسانو پر مړینه خواشیني وښوده

د بي بي سي په حواله، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان ختیځ ته په ننګرهار کې د دغه هېواد د ویزې اخیستلو ټيل ماټېل کې د ۱۲ ښځو په مړه کېدو خواشیني وښوده.

عمران خان پر ټویټر یوه بیان کې په دې پېښه کې ټپیانو ته د سملاسې رغېدو لپاره دعا کړې او ویلي یې دي چې دې بوږنوونکې پېښې ډېر خپه کړی دی. کابل کې د پاکستان سفارت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په دې پېښه خواشیني ښودلې او د ویزو وېش کې یې د سم مدیریت غوښتنه کړې ده.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل له پرونۍ پېښې وروسته خپل دفتر ته د جلال اباد کونسلۍ مشر عابدالله وربللی و او دواړه پر دې غږېدلی چې راتلونکي کې د ویزې اسانتیاوو لپاره څه وکړي.

مانش کانال: لنډن او پاریس د کډوالو د مخنیوي لپاره د یو نوی پلان پر سر خبرې کوي

د کدوال خبریال په حواله، د برتانیا د کډوالۍ چارو وزیر کریس فیلپ نن سه شنبه د اګست ۱۱مه پاریس ته راغلی ترڅو د مانش کانال له لارې برتانیا د کډوالو د ورتګ مخنیوي په اړه له فرانسوي چارواکو سره خبرې وکړي. نوموړي ویلي چې پاریس او لنډن غواړي چې مانش کې د ناقانونه مهاجرو د سفر مخه ونیسي.

نن سه شنبه د اګست ۱۱مه د برتانیا د کډوالۍ چارو وزیر کریس فیلپ وویل چې پاریس او لنډن پر دې موافق دي چې د مانش کانال له لارې برتانیا ته د مهاجرو د ورتګ مخه ونیسي. نوموړي له خپلو فرانسوي سیالو سره د خبرو اترو لپاره پاریس ته راغلی دی.

هغه زیاته کړه چې دواړو خواوو مانش کې د مهاجرو د مخنیوي په اړه پر خپلو ژمنو ټینګار کړی دی. د نوموړې په حواله فرانسه به د دې پلان د ترسره کولو لپاره یو مسول کس وګوماري. ښاغلي فیلپ دا هم وویل چې دواړو هیوادونو د «یو نوی عملیاتي پلان» پر سر موافقه کړې.

د مانش له لارې برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅه: په دوو ورځو کې سلګونه مهاجر برتانوي سواحلو ته رسېدلي

د کدوال خبریال په حواله، د برتانیا د کورنیو چارو وزارت په حواله په تېرو دوو ورځو کې له ۲۰۰ زیاتو مهاجرو د مانش کانال له لارې ځانونه برتانیا ته رسولي دي. دغه راز فرانسوي چارواکي وایي چې د جمعې او پنجشنبې په ورځو کې یې مانش کانال کې نږدې لس مهاجر ژغورلي دي.

د مانش کانال له لارې برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅې لا هم روانې دي. د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د یو ویاند په حواله تېره پنجشنبه ۱۵۹ مهاجر د برتانیا د دوور سیمې په ساحلي اوبو کې ونیول شول. دغه مهاجر په ۱۳ بېړیو کې سپاره ول او د مانش کانال له لارې یې ځانونه برتانیا ته رسولي ول.

سرچینې زیاته کړې چې د ورځې په ۱۱ بجو ساحلي ځواکونو د مهاجرو یوه بله بېړۍ موندلې چې د ۵ ښځو په ګډون ۲۹ کسان پکې سپاره ول. دغو کسانو پولیسو ته ویلي چې د افغانستان، مصر، ایران، عراق، کویت او پاکستان اوصلي اوسېدونکي دي.

نږدې ۱۰۰ مهاجرو د مانش کانال له لارې ځانونه برتانیا ته رسولي

د کدوال خبریال په حواله، د برتانوي رسنیو په حواله پرون سه شنبه د جولای میاشتې ۲۱مه د برتانیا ساحلي ځواکونو د کنت ښار په ساحلي اوبو کې نږدې سل مهاجر نیولي دي. بل لور ته فرانسوي چارواکي وایي چې یاد کانال کې یې ۱۱ کسان ژغورلي دي.

د سمندري سفر د ګواښونو سربېره لا هم ګڼ شمېر مهاجر د مانش کانال له لارې برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅه کوي. د برتانوي رسنیو د راپورونو له مخې پرون سه شنبه ۱۵ بېړیو کې سپاره نږدې ۱۰۰ کډوال د مانش له لارې برتانیا ته اوښتي دي.

د برتانیا د ساحلي ځواکونو بېړیو دغه مهاجر د کنت ښار له ساحلي اوبو څخه دوور بندر ته رسولي دي. بل لور ته د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې تېره ورځ یې مانش کانال کې ۱۱ مهاجر ژغورلي دي.

'د ترکیې وان اوبو کې له ډوبو شویو يې ۲۴ افغان کډوال دي'

د بي بي سي په حواله،په ترکیه کې د افغان سفارت شارژدافېر حبیب احمد خنجاني د بي بي سي خلیل نوري ته منلې، چې د ترکیې ختیځ وان اوبو کې د ډوبې شوې کښتۍ مړو شویو سپرو له ډلې د ۲۴ افغانانو مړي له اوبو رایستل شوي، چې ځینې ماشومان هم پکې دي.

تر اوسه د ډوبې شوې کښتۍ د ۵۸ سپرو مړي له ۱۵۰ متره ژورو اوبو رایستل شوي دي. ښاغلی خنجاني وايي، د موندنې عملیات لا هم روان دي.

په ترکیه کې افغان شارژدافېر وايي، د ترکیې حکومت ځینې مړي په اوبو کې د ډېرو پاتې کېدو او خرابېدو له امله په موقت ډول همالته خښ کړي دي. ښاغلی خنجاني زیاتوي، د اریانا افغان هوايي شرکت افغانستان ته د افغانانو د مړو وړیا لېږدولو ژمنه کړې ده.

فرانسه: مانش کانال کې ۱۱ مهاجر ژغورل شوي

د کدوال خبریال په حواله، د فرانسې ساحلي ځواکونو د کالې په ساحلي اوبو کې ۱۱ تنه هغه مهاجر ژغورلي چې غوښتل یې برتانیا ته واوړي. د چارواکو په حواله په تېرو څو وختونو کې د مانش کانال له لارې برتانیا ته د تلونکو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ د یوې خبرپاڼې له مخې پرون سه شنبه د جولای ۱۴مه یوې مسافر وړونکې کښتۍ د کالې د ساحلي اوبو په دوه کیلومترۍ کې د مهاجرو د یوې بېړۍ په هکله چارواکو ته اطلاع ورکړه.

په تېرو څو اونیو کې د مانش کانال له لارې برتانیا ته د تلونکو مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. تېره یکشنبه فرانسوي ځواکونو دغه کانال کې نږدې ۸۰ مهاجر وژغورل. یادو کسانو غوښتل چې په وړو بېړیو کې ځانونه برتانیا ته ورسوي. په ورته وخت کې برتانوي چارواکي وایي چې تېره یکشنبه ۱۸۰ مهاجرو ځانونه د برتانیا سوېلي سواحلو ته رسولي دي.

سلګونو مهاجرو د مانش کانال له لارې ځانونه برتانیا ته رسولي دي

د کدوال خبریال په حواله، د برتانوي رسنیو په حواله په تېرو دوو ورځو کې تر ۲۰۰ ډېر مهاجر د مانش کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي دي. دا په داسې حال کې چې د یکشنبې په ورځ د فرانسې او برتانیا د کورنیو چارو وزیرانو مانش کانال کې د قاچاق وړونکو پر وړاندې د یو «استخباراتي واحد» د جوړولو هوکړه وکړه.

د برتانیا د کورنیو چارو زارت په حواله تېره یکشنبه ۱۸۰ مهاجرو د مانش کانال له لارې ځانونه دې هیواد ته رسولي دي. که څه هم بي بي سي ویلي چې په ورته مهال فرانسوي چارواکو برتانیا ته د نږدې ۲۰۰ کسانو د ورتګ مخه نیولې، خو د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ له مخې فرانسوي ځواکونو د تېرو شنبې او یکشنبې په ورځو یاد کانال کې تر ۸۰ ډېر کسان ژغورلي دي.

په همدې حال کې د برتانیا د کورنیو چارو وزیرې د مانش له لارې برتانیا ته د رسېدونکو مهاجرو شمېر د زیاتوالي په اړه اندېښنې ښودلې او زیاته یې کړې چې دوی به نه پرېږدي چې دا لړۍ دوام وکړي. د ښاغلي دارمنن په حواله د دې ماموریت په چوکاټ کې به ۶ برتانوي او ۶ فرانسوي سرتېرو د انساني قاچاق پر وړاندې مبارزه کوي. نوموړي زیاته کړې چې د دې واحد دنده به دا وي چې یو له بل سره د قاچاقي ډلو په اړه معلومات شریک کړي.

اژې سمندر کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه: ترکي ځواکونو ۳۵ مهاجر ژغورلي

د کدوال خبریال په حواله، ترکي چارواکي وایي چې پرون دوشنبه د جون ۲۹مه یې اژې سمندر کې له هغې وروسته ۳۵ مهاجر ژغورلي چې د دوی بېړۍ ډوبه شوې وه. د ترکیې د امنیتي سرچینو په حواله د یونان ساحلي ځواکونو د دغو مهاجرو بېړۍ په شا تمبولې ده.

بل خوا ژغورل شویو مهاجرو ویلي چې یوناني ځواکونو لومړی بېړۍ ته تخنیکي زیان ورساوه او وروسته بیا یې په شا وتمبوله، نو ځکه یاده بېړۍ بالکشهر ولایت ایوالیک سیمې ته نږدې ډوبه شوه.

یوې ترکۍ سرچینې د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې د لادرکه شویو ۴ مهاجرو په اړه پلټنې روانې دي.د یو بل خبر له مخې د ترکیې ساحلي ځواکونو ایوالیک سیمه کې نور ۴۰ مهاجر هم ژغورلي چې د یونان د ساحلي ځواکونو له خوا په شا تمبول شوي ول. دغو کسانو چې په ډله کې یې ښځې او ماشومان هم دي د اژې سمندر له چېپلاک ټاپو څخه د یونان لېسبوس ټاپو ته تلل غوښتل.

د یو بل خبر له مخې د ترکیې ساحلي ځواکونو ایوالیک سیمه کې نور ۴۰ مهاجر هم ژغورلي چې د یونان د ساحلي ځواکونو له خوا په شا تمبول شوي ول. دغو کسانو چې په ډله کې یې ښځې او ماشومان هم دي د اژې سمندر له چېپلاک ټاپو څخه د یونان لېسبوس ټاپو ته تلل غوښتل.

مدیترانه: ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ په یوه ورځ کې ۱۱۸ مهاجر ژغورلي

د کدوال خبریال په حواله،ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ پرون پنجشنبه د دوو بېلابېلو عملیاتو په پایله کې له مدیترانې څخه لومړی ۵۱ او وروسته بیا ۶۷ مهاجر ژغورلي دي. یاده کښتۍ کې اوس ټولټال ۱۱۸ مهاجر سپاره دي.

پرون پنجشنبه د جون میاشتې ۲۵مه ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ مدیترانه کې د ۵۱ مهاجرو تر ژغورلو څو ساعته وروسته د لمپدوسا په ساحلي اوبو کې ۶۷ نور کسان وژغورل. دغه مهاجر د ماسپښین په ۵ و نیمو بجو د ایټالوي ټاپو لمپدوسا په ۱۰۰ کیلومترۍ کې وموندل شول.

د فرانسې خبري اژانس د یو رپوټ له مخې د ژغورل شویو په ډله کې کم سنه مهاجر هم دي. دوی د بنګله دېش او مراکش څخه راغلي.تر دې څو ساعته مخکې اوشېن وایکنګ مدیترانه کې ۵۱ مهاجر ژغورلي ول چې په ډله کې یې یوه مېندواره ښځه هم وه. دوی چې ډېری یې پاکستانیان او اریتریایان دي په یوه لرګینه بېړۍ کې سپاره ول خو سمندر کې یې کښتۍ له خپله مسیره منحرفه شوې وه.

فرانسه: کالې ښار کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ مهاجر په سړکونو شپه سبا کوي

د کدوال خبریال په حواله، د پولیسو فشار، تبعیض، د کمپونو د تړلو عملیات، اوبو او روغتیایي خدماتو ته نه لاسرسی: کالې کې مهاجر لا هم په سختو او خرابو شرایطو کې اوسېږي. د دوی په ډله کې ډېری کسان غواړي چې د کالې سرحدي ښار له لارې ځانونه برتانیا ته ورسوي.

د فرانسې په کالې سیمه کې د یوتوپیا ۵۶ سازمان غړې سیلوې وایي چې د ګرځبندیز تر پای ته رسېدو وروسته زیات شمېر مهاجر دغه ښار ته رسېدلي دي. نوموړې زیاتوي چې نن سبا کالې کې نږدې ۱۲۰۰ مهاجر ژوند کوي چې د تېر کال همدې مودې پرتله دوه چنده زیاتوالی ښيي. د آغلې سیلوې په حواله هر کال د اوړي په را رسېدو سره یوتوپیا ۵۶ او ځینو نورو ټولنو هڅه کوي چې مهاجرو ته ضروري شیان برابر کړي. خو سږ کال یادې ټولنې د کورونا ویروس له کبله د ضروري شیانو لکه د خیمو کموالي سره مخ دي.

په کال ۲۰۱۶ کې د کالې ځنګل تر تړل کېدو وروسته مهاجر د دې ښار په مختلفو کمپونو کې اوسېږي. نن سبا د کالې تر ټولو لوی کمپ «لوی ځنګل» نومېږي چې بندر ته نږدې د د دون په صنعتي سیمه کې موقعیت لري او په سلګونو سوداني، ارېتریایي، افغان او ایراني مهاجر پکې ژوند کوي. دغه راز روغتون ته نږدې شاوخوا ۲۰۰ ایراني او افغان مهاجر تر خیمو لاندې شپه سبا کوي او ځینو اریتریایانو هم ستودیوم ته نږدې خیمې درولې دي.

د هوت سروېس په نامه یوه ټولنه وایي چې د ۱۲۰۰ مهاجرو په ډله کې نږدې سل تنه یې کم سنه او بې سرپرسته کسان دي. دا په داسې حال کې چې د کالې قومندانۍ په حواله نن سبا کالې کې ټولټال ۷۰۰ تر ۷۵۰ کډوال ژوند کوي چې ډېری یې په دون کمپ کې دي. یاده قومنداني زیاتوي چې نور کمپونه تقریباً له منځه تللي دي.

صدیقي: طالبانو سره د خبرو ځای په اړه هوکړه نه ده شوې؛ یوازې لومړنۍ ناسته دوحه کې کېږي

د بي بي سي په حواله، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وایي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د ځای په اړه تر اوسه افغان حکومت کومې هوکړې ته نه دی رسېدلی، او یوازې لومړنۍ ناسته به په دوحه کې ترسره شي.

ښاغلي صدیقي پر خپله ټوېټر پاڼه دا سپیناوی د ځینو هغو رپوټونو په غبرګون کې کړی چې ویل یې، افغان ولسمشر د قطر له ځانګړي استازي سره پر دې سلا شوی دی چې بین الافغاني خبرې به په دوحه کې ترسره کېږي.دوه ورځې وړاندې هم افغان حکومت ویلي وو، دوی کابل کې د طالبانو له پلاوي سره د دې خبرو لپاره د نېټې او ځای پر ټاکلو بوخت دي.

په تېره یوه اوونۍ کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل هیلې زیاتې شوې دي، او دې لړ کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد کابل کې له افغان ولسمشر سره کتلي.

همدا راز د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د شخړو د اوارولو لپاره د منځګړيتوب په برخه کې د قطر بهرنیو چارو وزير ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني هم کابل ته تللي وو.

د بخښنې نړیوال سازمان کروشیا د کډوالو په شکنجه کولو تورنوي

د کدوال خبریال په حواله، د بخښنې نړیوال سازمان په کروشیا کې د یو شمیر افغان او پاکستاني کډوالو پروړاندې د دغه هیواد سرحدي پولیس په وحشتناکه تاوتریخوالو تورنوي. دغه سازمان اروپايي هیوادونه هم په دغو تاوتریخوالو کې په لاس لرلو تورنوي.

د پنجشنې په ورخ د یاد سازمان د انساني حقونو د څار ډله « له بوسنیا سره د کروشیا پر پوله د سرحدي پولیسو لخوا د بشري سرغړونو و حشتناکه پیښه » تر سرلیک لاندې د یوې خبر پاڼې په خپرولو لیکلي« په دې وروستیو کې د پولیسو لخوا د کډوالو او پناه غوښتونکو یوه بله ډله په وحشیانه ډول وهل او شکنجه شوي او په وینو ککړ د دوې د سر پر ټپونو ملندې وهل شوي.»

د بخښنې نړیوال سازمان چارواکو ویلي چې د افغان او پاکستاني کډوالو له یوې ۱۶ کسیزې ډلې سره يي خبرې کړي چې د کروشیا پولیسو لخوا د می میاشتې په ۲۶ او ۲۷ تاریخونو د پلیتویس جهیل ته څیرمه نیول شوي و. دغه کډوال هڅه کوله تر څو غربي اروپا ته ځانونه ورسوي.

سرچینه زیاتوي« د اتو او لسو کسانو په شمیر چې د کروشیا ځانګړو پولیسو ته ورته یونیفورم يي په تن ول هوايي ډزې وکړې او په فلزي لرګیو، او وسلو سره پر نیول شویو کسانو ګزارونه وکړل چې له دې سره په هغه شپه کډوال سخت ژوبل شول. همدارنګه دغه سازمان، اروپايي ټولنه هم په دغه ناوړه پیښه کې په لاس لرلو تورنوي.

د اروپايي ټولنې یو چارواکی ماسیمو موراتي وايي:« اروپايي ټولنه نور نشي کولای چپ پاتې شي او په قصدي ډول سره د اروپا بهرنیو پولو کې د کروشیا پولیسو له تاوتریخوالو او سرغړونو سترګې پټې کړي. دغه چپتیا ناوړه پایلې لري او د دا ډول پیښو د عاملینو د هڅولو لامل ګرځي.»

پاکستان د افغان کډوالو د کوربتوب له امله له نړیوالې ټولنې مرسته وغوښته

د کدوال خبریال په حواله، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې هیواد يي له تیرو څلورو لسیزو راهیسې ۳ میلیونه افغان کډوالو لپاره د زده کړې، روغتیا، معیشت او ټولنیزو برخو کې خدمات وړاندې کوي. هغه په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ اړین و بلل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د کرونا ویروس بحران ته په اشارې سره وویل چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (UNHCR ) له دغه ویروس سره د مبارزې په موخه له نړیوالې ټولنې د ۲۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې چې دغه مرستې یوازې د ۱،۴ میلیونه هغو افغانان کډوالو لپاره دي چې دوې سره راجستر دي او پاتې ۱،۶ میلیونه نور کډوال له دغو مرستو محروم دي.

هغه ټینګار وکړ څنګه چې دغه ویروس د قومیت، نژاد، مذهب، توکم او رنګ توپیر نه کوي نو نړیواله ټولنه په ځانګړې ډول ملګري ملتونه هم باید په پاکستان کې د میشت افغانانو د بیلابیلو ګروپونو په ملاتړ کې توپیر و نه کړي.د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې د تیرې سه شنبې په ورځ د جون په ۹ د کرونا ویروس پر مهال د کډوالو وضعیت په تړاو یوه ویډیو کنفرانس کې کړي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا جوړ شوی وی.

د قریشي په وینا کرونا ویروس په پاکستان کې په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې ده چې د دغه هیواد په اقتصاد يي ناوړه اغیزه کړې او تر بل هر وخته اوس د نړیوالې ټولنې مرستې ته ډیره اړتیا ده. له دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې وه چې د کرونا ویروس له امله د بې وزلو هیوادونو پورونه وبښي.

اروپا د مهاجرو په خاطر له ترکیې سره خپلې مرستې زیاتوي

د دويچه ويله پښتو په حواله، اروپایي اتحادیې اعلان وکړ چې د کرونا د خپریدو له امله په ترکیه کې د مهاجرو وضعیت د بهتره کولو له پاره ۴۸۵ میلیونه یورو اختصاصوي. مخکې تر دې هم اروپایي اتحادیي په دې برخه کې له ترکیې سره ۶ میلیارده یورو مرسته کړې وه.

د آلمان خبري آژانس په حواله د اروپایي اتحادیي کمیسیون د جون میاشتې په ۶ نیټه اعلان کړی دی چې په مجموع کې ۴۸۵ میلیونه یورو نورې مرستې به په ترکیه کې د پناه غوښتونکو د دوو پروژو د ملاتړ او کار د دوام له پاره د دغه هیواد په اختیار کې ورکړل شي.

دغه پیسې د هغو شپږ میلیاردو سربیره ورکول کیږي چې اروپایي اتحادیي د ۲۰۱۶م کال د مهاجرت په موافقتنامه کې ترکیي ته د ورکولو ژمنه کړې وه. په هغه وخت کې انقرې منلې وه چې ټول هغه پناه غوښتونکي به بیرته ومني چې د ترکیې له لارې د یونان آژه ټاپوګانو ته داخلیږي او د انساني قاچاق کونکو پر وړاندې به اقدام وکړي. اروپایي اتحادیي د دې په بدل کې د ۶ میلیارده یورو مرستې ژمنه کړې وه.

د ترکیي حکومت د څو میاشتو راهيسې پر اروپایانو تور لګوي چې دغه پيسې ورته په ډير بطي ډول سپارل کیږي او په وار وار یې ګواښ کړی دی چې نور دې موافقتنامې ته ژمن نه پاتې کیږي.

مانش: یوازې په یوه ورځ کې له ۱۶۰ څخه زیات کډوال بریتانیا ته رسیدلي

د کدوال خبریال په حواله، د بریتانیا چارواکو د چهار شنبه په ورځ (جون ۳مه) اعلام کړی چې دوی په یوه ورځ کې ۱۶۶ کډوال د بریتانیا په ساحل کی نیولی دي. د بریتانیا پولیسو د مانش له کانال څخه ۸ کښتۍ نیولې دي. یادو بېړیو کې ۱۶۶ کډوال سپاره ول چې ټول یی څو ساعته مخکی له فرانسې څخه بریتانیا ته تللي.

په لومړۍ بیړۍ کې د ۱۶ ښځو په ګډون ۴۸ نارینه سپاره ول چې ویلی کیږی د ایران، عراق،کویټ او افغانستان څخه دي. دویم او دریم بیړۍ کې۱۴ او ۱۷ ښځي او نارینه سپاره ول چې د دوی تابعیت نه دی څرګنده شوي.

د مۍ په میاشت کې شاوخوا ۷۰۰ کسان د مانش له کانال څخه تېر شوی دي

د بریتانیا د کورنیو چارو ادارې یوې سرچینې تایید وی چې ۱۶۶ کډوال نیول شوي او یاد مهاجر چې له فرانسې څخه بریتانیا ته تللي د روغتیایي ازموینو د ترسره کولو لپاره دوور سیمې ته انتقال شوي دي. همدا رنګه یاد کډوالو څخه اداري څیړنې تر سره کیږی ترڅو چې ځینې کډوال بیرته فرانسې ته وشړل شي.

د مانش کانال څخه د تیریدو وروستې ریکارډ د می ۸ پورې دی چې ۱۴۵ مهاجر له پنځو بیلا بیلو کښتۍ څخه نیول شوي وو. په روان میاشت کې د ۷۰۰ څخه ډیر کډوال د مانش له کانال په تیريدو بریتانیا ته رسیدلي دي. د موسم او هوا ښه کیدل او د فرانسې او بریتانیا ترمنځ د ځمکنی لارۍ ترافیک ورو کیدل سبب شوی دی چی کډوالو د مانش کانال له لاری بریتانیا ته لار شي.

فرانسه: د ګرځبندیز له نرمولو وروسته د کډوالو داوطلبانه راستنیدو پیل شو

د کدوال خبریال په حواله، د رپوټونو په حواله ۱۷ ارمنستانیانو د سه شنبې په ورځ له لیون څځه ارمنستان ته ولیږدول شول. د اوفی (د فرانسی کډوالۍ او ادغام ادارې) په وینا د سلو زیات کډوالو دوسیې چې غواړې داوطلبانه خپلو هیوادو ته راستانه شي انتظار باسی. د ارمنستان، مولداویا، جورجیا، البانیا او حتی افغانستان هیوادونو مهاجر غواړې چې خپلو هیوادونو ته راستانه شي.

د ارمنستان وګړی په فرانسه کې اولنې ډله ده چې د روغتیا کړکیچ نه وروسته د دغه فرصت څخه ګټه پورته کوي: دغه ۱۷ ارمنستانیانو د سه شنبې په ورځ د (جون۲مه) د فرانسې خاوره پریښوده او خپل هیواد ته ستانه شول. د کډوالۍ او ادغام ادارې یا د اوفي عمومي مشر دیدیې لشي کډوال نیوز ته وویل:«د مثال په توګه د دوی د فامیل د وګړو ناروغی دی ته وهڅول چې دوی خپلو هیوادونو ته ستانه شي.»

اوفي وايي چې د فرانسې څخه د ارمنستاني کډوال داوطلبانه راستنیدو غوښتنې ډیری شوي دي. مګر د مالدیف، جورجیا ، البانیا او ځینې افغان کورنیو څخه هم لسګونه دوسیې پاتې دي چې داوطلبانه خپلو هیوادونو ته ستانه شي. دیدیې لشي زیاته کړه موږ له یوې خوا د البانیا حکومت او له بلې خوا د ترکي ایرلاین شرکت سره په خبرو اترو بوخت یو ، ځکه چې ترکش ایر لاین پلان لري چې ژر تر ژره خپلې الوتنې پیل کړي.

د اوفي لخوا د ځینو افغان کورنیو قضیې په اړه ، سټیو ایراکوز وایی د "غیر انساني اروپايي پناه غوښتنې سیستم" یو بل مثال دی. په حقیقت کې ، په تیرو کلونو کې ، «د افغانانو په برخه کې متفاوت خوځښتونه شوي چې د دوی غوښتنې د نورو هیوادونو په پرتله په بیل ډول څیړل کیږي.» په ۲۰۱۸ کال کې ، د دوی د حفاظت ترلاسه کولو کچه په بلغاریا کې ۲۴٪ ، په سویډن کې ۳۳ سلنه،۳۷ سلنه په جرمنی او ۵۰ سلنه په بلجیم کي وه. هغه په ګوته کوی «فرانسه یوازینی اروپایي هیواد دی چي ۸۰ سلنه افغانانو ته پناهندګی ورکړي دي او قانون پلي کوی.»

په کال ۲۰۱۹ م کې د کورنیو چارو وزارت په وینا ۲۳۷۴۶ کسان اخراج شوی، چې ۲۷۵۲ کډوال مالی مرستې ترلاسه کړې دی. ۲۵۱۵ کسان هغه بهرنیانو دی چې په غیر منظم حالت کې دي چې پریکړه کوي پرته له دی چې وشړل شی په داوطلبانه توګه ستانه کیږي، دغه شمیر کسان د کال ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کې نیمایی ته رسیدلې دي.

د یونان د کډوالۍ وزارت د «غیر قانوني مهاجرو» پر وړاندې نوي تدابیر اعلان کړل

د کدوال خبریال په حواله، د یونان د کډوالۍ او پناه غوښتنې وزیر د مهاجرت کړکېچ د هوارولو لپاره نوي تدابیر اعلان کړي دي. د نوموړي په حواله د یونان حکومت د اقداماتو له کبله دې هیواد ته د رسېدونکو مهاجرو په شمېر کې کموالی راغلی دی.

د یونان د کډوالۍ او پناه غوښتنې وزیر نوتیس میتاراچي د سي ان ان ټلویزیون یونان څانګې ته ویلي چې دوی د مهاجرو د کړکېچ د هوارولو لپاره د یوه داسې پلان له مخې کار کوي چې درې پړاوونه لري. د ښاغلي میتاراچي په حواله د یاد پلان لومړی پړاو دا دی چې پوله کې امنیت لا هم ټینګ شي. ده زیاته کړې چې د یونان وسله والو ځواکونو، پولیسو او ساحلي ګارد د هڅو په پایله کې دغه هیواد ته د رسېدلو مهاجرو په شمېر کې ۹۰ سلنه کموالی راغلی.

نوتیس میتاراچي دغه راز ویلي چې دوی هڅه کوي اقتصادي مهاجر له پناه غوښتونکو څخه بېل کړي نو ځکه له څه مودې راهیسې د پناه غوښتنې پرېکړې د اعلانولو کچه درې چنده شوې ده. د یاد پلان درېم پړاو دا دی چې دوی د کډوالو لپاره د جورښتونو شمېر کم خو امنیتي تدابیر پکې زیات کړي.

د ښاغلي میتاراچي په حواله د تېرې مۍ میاشتې په ترڅ کې یوازې ۲۵۰ مهاجر یونان ته رسېدلي دي، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۹ په مۍ میاشت کې تر ۳۰۰۰ ډېرو مهاجرو یونان ته ځانونه رسولي ول.

یونان: د مهاجرو پر وړاندې د مظاهرو پر مهال د ځایي اوسېدونکو او پولیسو ترمنځ شخړې

د کدوال خبریال په حواله، د رپوټونو په حواله پرون یکشنبه د مۍ میاشتې ۳۱مه د یونان پلازمېنې اټن ته نږدې مالاکاسا ښار کې د مهاجرو د یو کمپ پر ضد د مظاهرو پر مهال د یوناني پولیسو او د ځایي اوسېدونکو ترمنځ شخړې رامنځ ته شوې دي.

یوناني ځواکونو د هغو مظاهره کوونکو پر وړاندې اوښکې بهوونکې ګاز وکاروه چې د مهاجرو پر ضد د لاریون پر مهال یې د مالاکاسا ښار لاره بنده کړې وه. شخړو کې د دواړو لوریو ځینې کسان ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د مالاکاسا ښاروال یورګوس جیاسیماکیس یوې یونانۍ رسنۍ ته ویلي: «دا یوه سوله ییزه مظاهره وه، خو دوی موږ ووهلو.» بل پلو د پولیسو یوې سرچینې انا خبري اژانس ته ویلي چې شخړو کې ۶ پولیسان ټپیان شوي دي.

د مالاکاسا شاروال دا هم ویلي چې د کورونا ویروس روغتیایي کړکېچ سربېره د کمپ اوسېدونکي په ازاده توګه تګ راتګ کوي او ګرځبندیز نه مراعاتوي. نوموړی زیاته کړې: «تېره شنبه او یکشنبه دوی غره ته وختل او اور یې بل کړ. موږ ډېر ژر اور مهار کړ.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د شمېرو له مخې نن سبا نږدې ۱۲۰ زره پناه غوښتونکي په یونان کې اوسېږي چې ۳۲۰۰۰ تنه یې د یونان په پنځو ټاپوګانو کې ایسار پاتې دي. د ټاپوګانو چارواکي له میاشتو راهیسې پر دولت فشار راوړي چې یاد مهاجر مرکزي یونان ته انتقال کړي، خو مرکزي یونان کې هم ځینې کسان د مهاجرو د شتون سره مخالف دي.

مالتا تر څلور سوه زیات مهاجر په خصوصي کښتیو کې ساتي

د کدوال خبریال په حواله، د ټایمز آف مالتا ورځپاڼې د یو رپوټ له مخې د مالتا حکومت د دغه هیواد د ساحلي ځواکونو له خوا د ۷۵ مهاجرو تر ژغورنې وروسته یوې توریستي بېړۍ ته د دوی د ساتلو ماموریت سپارلی. دا څلورمه بېړۍ ده چې له مدیترانه څخه ژغورل شوي کډوالو لپاره ځانګړې شوې ده. د کپتان مورګان په درېو نورو بېړیو کې ۳۵۰ مهاجر سپاره دي.

ورځپاڼې حکومت ته د نږدې سرچینو له قوله ویلي چې د کپتان مورګن ټولې بېړۍ نیول شوې دي نو ځکه دا ځل د سوپریم کروزېز کمپنۍ یوې بېړۍ ته له مدیترانې څخه د ژغورل شویو کډوالو د ساتلو ماموریت سپارل شوی دی.

د یادې کمپنۍ ویاند ټایمز اف مالتا ته ویلي چې دغه بېړۍ به د والیتا ختیځې سیمې ته ځي چېرې چې د کپتان مورګان درې بېړۍ هم ولاړې دي. یادو بېړیو کې تر ۳۵۰ کسان ایسار پاتې دي.

نوموړي دا هم ویلي چې حکومت د سوپریم کروزېز کمپنۍ څخه د داسې یوې بېړۍ د برابرولو غوښتنه کړې چې د ۲۵۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت ولري. تېره چهارشنبه شپه مالتایي ځواکونو له سمندره د کډوالو یوه ډله وژغورله او کپتان مورګان بېړۍ ته یې انتقال کړه. ټاکل شوې چې دوی له کپتان مورګان څخه د جېد په نامه نوې بېړۍ ته انتقال شي.

آلمان: دوو نورو مهاجر کمپونو کي کرونا ويروس خپور سوی

د کدوال خبریال په حواله، په داسي حال کي چي په آلمان کي مجموعا د کرونا نوي پښي کمي سوي، په نوو مهاجر کمپونو کي د دغه ويروس د خپرېدو خبرونه ورکول کيږي. هغه دوه مهاجر کمپونه چي په د تازه خبرونو له مخي پکښي د کرونا پيښي ثبت سوي دي يو يې په ماينڅ ښار کي او بل يې په رېګنسبورګ کي واقع دی. دا په داسي حال کي چي کارپوهانو تر مخه لا خبرداری ورکړی ؤ چي په مهاجر کمپونو کي د کرونا ويروس د خپرېدنې ګواښ زيات دی.

د ماينڅ ښار د روغتيايي چارو ادارې د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د می ۲۶مه) خبر ورکړ چي د پناه غوښتونکو په يو کمپ کي ۵۲ د کرونا مثبتي پيښي ثبت سوي دي. د ځايي رسنۍ اېس ډبليو آر له خوا په يو راپور کي ويل سوي دي چي په نوي کرونا ويروس اخته سوو دغو مهاجرو کي يو شمېر ماشومان هم شامل دي.

يوه اونۍ مخکي صرف د ۱۷ مثبتو پيښو خبر ورکول سوی چي د می تر ۱۹ مې نېټي پوري د دغو پيښو شمېر درې چنده زيات سو. د پروتستانت خبري آژانس په وينا يو ځايي چارواکي ويلي چي په کرونا ويروس د اخته سوو دغو کسانو تر منځ يا خو هيڅ علايم نه دي راڅرګند سوي او يا ډېر سپک او کوچني علايم رابرسېره سوي دي. د ماينڅ په دغه مهاجر کمپ کي چي «اليانڅ هاوس» نوميږي په ټوليزه پکښي ۱۲۰ مهاجر اوسيږي.


مانش کانال کې ۸۰ مهاجر نیول شوي دي

د بي بي سي په حواله، د رپوټونو په حواله پرون سه شنبه د برتانیا د کنت ښار په ساحلي اوبو کې د مهاجرو اوه بېړۍ نیول شوې چې پکې ۸۰ کسان سپاره ول. د برتانیا د کورنیو چارو اداره وایي چې پرون سه شنبه د مۍ میاشتې ۲۷مه یې د دغه هیواد د کنت ښار ساحلي اوبو ته نږدې د مهاجرو اوه بېړۍ نیولې دي. یادو بېړیو کې د ۱۵ ښځو په ګډون ۸۰ کسان سپاره ول.

د کورنیو چارو ادارې د یوې سرچینې له قوله زیاتوي یاد مهاجر چې له فرانسې څخه برتانیا ته تللي د روغتیایي ازموینو د ترسره کولو لپاره دوور سیمې ته انتقال شوي دي. نیول شویو مهاجرو ویلي چې د لیبیا، مراکش، عراق، سوریې، کویت، ایران، افغانستان، اریتریا او سوډان دي.

د برتانیا د کورنیو چارو ادارې زیاته کړې چې دوی به ځینې کسان بندیان کړي، خو ځینې مهاجر به فرانسې ته وشړل شي. نوموړي زیاته کړې چې د برتانیا د کورنیو چارو ادارې لومړیتوب به دا وي چې یادې ډلې ونیسي او له منځه یې یوسي .د یو بل خبر له مخې د بي بي سي خبریال سیمون جونز ویلي چې نن سهار برتانوي چارواکو د مهاجرو ۶ نورې بېړې نیولې دي خو د ناڅرګندو انځورونو له امله ممکن چې رپوټونه تکرار شوي وي.

مالتایي چارواکو مدیترانه کې ۱۴۰ مهاجر ژغورلي، خو مالتا ته یې د ژغورل شویو له انتقاله ډډه کړې

د کدوال خبریال په حواله، که څه هم مالتایي ځواکونو تېره جمعه مدیترانه کې ۱۴۰ مهاجر وژغورل خو مالتا ته یې د یادو مهاجرو د انتقاله ډډه وکړه. دغه کسان اوس د مالتا په ساحلي اوبو کې په یوه تجارتي بېړۍ کې سپاره دي.

مالتایي ګزمه کوونکو یاد مهاجر د جمعې په لومړیو ساعتونو کې وژغورل. دوی د ورځې ماسپښین مهال یوې تجارتي بېړۍ ته انتقال شول. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو وختونو کې د مالتا حکومت ۱۶۰ تنه نور مهاجر هم دوه تجارتي بېړیو کې قرنطین کړي دي.

تر دې دمخه مالتا ویلي وو چې اروپایي ټولنې خپلې وعدې عملي کړې نه دي او مالتا ته د رسېدلو کډوالو یوه برخه یې نه ده منلې، نو ځکه مالتا خپله خاوره کې له مدیترانې څخه د ژغورل شویو مهاجرو د ښکته کولو ډډه کوي.مالتایي چارواکو تېره جمعه اعلان وکړ چې د بشردوستانه دلایلو له کبله یې ۱۹ مهاجر، چې په ډله کې یې مېندوارې ښځې او ماشومان هم شته، مالتا ته انتقال کړي.

په همدې حال کې د مالتا د بهرنیو چارو وزیر اواریست بارتولو تېره پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د مالتا د کډوالۍ مرکزونو کې د مهاجرو شمېر دوه چنده شوی دی. نوموړي اروپایي ټولنې ته په اشارې سره دا هم وویل: «موږ غواړو د هغو کسانو د حقونو ساتنه وکړو چې ساتنې ته اړتیا لري... خو موږ یوازې پاتې یو. د ملاتړ لپاره [یوازې] کلیمې کافي نه دي، موږ عملي مرستې ته اړتیا لرو.»

مانش کانال کې د لسګونو مهاجرو ژغورنه

د کدوال خبریال په حواله، د رپوټونو په حواله له تېرې پنجشنبې ورځې راهیسېد برېتانیا او فرانسې ساحلي ځواکونو مانش کانال کې تر۸۰ ډېر مهاجر ژغورلي دي. بل پلو برټانوۍ ورځپاڼه ګارډين وایي د برتانیا د کورنیو چارو اداره غواړي دغه هیواد ته د مانش کانال له لارې په کوچنیو کښتیو کې رسېدلي کډوال اخراج کړي.

د برټانوۍ رسنیو په حواله د دغه هیواد سرحدي ځواکونو د پنجشنبې ورځې په پیل کې ۵۷ کسان ونیول چې په ۵ بېړیو کې سپاره ول. یادې رسنۍ زیاتوي چې د پنجشنبې سهار په ۳ نیمو بجو برتانوي ځواکونو ۱۲ تنه مهاجر ونیول چې په یوه بېړۍ کې سپاره ول. دغو مهاجرو ویلي چې د افغانستان، پاکستان او عراق دي.

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې ساحلي ځواکونو پرون د مۍ میاشتې ۲۱مه د پا – دو – کالې په ساحلي اوبو کې د دوو مېرمنو، دوو کم سنه کسانو او دوو کوچنیو ماشومانو په ګډون ۲۰ مهاجر ژغورلي ول. د فرانسې سمندري قومندانۍ ویلي چې د یادې بېړۍ ماشین له کاره لوېدلی و.

د مهاجرو د حقونو مدافع بنسټونو په حواله په تېرو څو وختونو کې له مانش کانال څخه د تېرېدونکو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی. چارواکي یوازې په اپریل میاشت کې ۷۹ کسان له یاد کانال څخه ژغورلي دي. د یوتوپیا ۵۶ غړي یان مانزي د فرانسې نړیوالې راډیو ته ویلي چې برتانیا ته د مانش کانال له لارې د تلونکو کډوالو شمېر د هوا د مناسبو حالاتو له امله زیات شوی دی.

هنګري وایي چې له صربستان سره پر پوله ترانزیتي کمپونه تړي

د کدوال خبریال په حواله، هنګري نن پنجشنبه وویل چې د اروپایي محکمې د پرېکړې له مخې له صربستان سره پر ګډه پوله ترانزیتي کمپونه تړي. دغو کمپونو کې په سلهاوو پناه غوښتونکي او مهاجر په بند کې دي.

د هنګري په دوو ترانزیتي کمپونو کې په سلهاوو کسان په کانتینرونو کې ژوند کوي او له دغو مرکزونو څخه د وتلو اجازه نه لري. تر دې دمخه د مهاجرو د حقونو مدافع بنسټونو پر یادو مرکزونو تنقیدونه کړي.نن پنجشنبه د هنګري د حکومت وزیر ګیرګلي ګولیاس رسنیو ته وویل چې هنګري د اروپایي پرېکړې ته درناوی کوي او ترانزیتي کمپونه له منځه وړي. نوموړي زیاته کړه چې ترانزیتي کمپونه د هنګري د پولو د ساتنې لپاره د حل لاره وه.

پ د ښاغلي ګولیاس په حواله ټاکل شوې چې له یادو کمپونو څخه ۲۸۰ مهاجر د هنګري د پناه غوښتنې مرکزونو ته انتقال شي. خو تر دې دمه دا معلومه نه ده چې دوی به څومره وخت په دغو مرکزونو کې پاتې شي او برخلیک به یې څه وي.

په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمیر له ۸۰۰۰ واوښت

د دويچه ويله پښتو په حواله، په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۴۹۲ نويو پېښو له ثبتيدو سره په کرونا ويروس د اخته کسانو شمیر له ۸۰۰۰ اوښتې دی. په تیرو ۲۴ ساه په همدې حال کې په بلخ کي د اختر په شپو او ورځو کي پر تګ راتګ باندي بندیز ولګول سو.

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت اعلان کړی چي د نورو ۴۹۲ پیښو په ثبتولو سره، په کرونا باندي د اخته کسانو شمیر ۸۱۴۵ ته ورسید. په تیرو ۲۴ ساعتو کي لسو تنو د دې ويروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د عامي روغتیا وزیر د کووید ۱۹ د ناروغۍ تر تیرولو وروسته، نن چارشنبه د افغان-جاپان په روغتون کي په یوې خبري ناسته کي برخه واخیسته. د روغتیا وزیر خبرداری ورکوي چې که خلک صحي لارښووني مراعت نه کړي او په خپلو کورونو کي پاته نه سي، نوښایی د اخته کسانو په شمیر کي د پام وړ زیاتوالی راسي.

په افغانستان کي په مجموعي ډول تر اوسه پوري ۱۸۷ تنو د کرونا د ویروس په نتیجه کي خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹۳۰ تنه رغيدلي دي.

مانش کانال کې د ۳۰ مهاجرو ژغورنه

د کدوال خبریال په حواله، د رپوټونو په حواله فرانسوي چارواکو تېره شنبه او یکشنبه مانش کانال کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰ مهاجر ژغورلي. بل پلو برتانوي چارواکي وایي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې کنت ښار ته د رسېدلو ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.

د فرانسې د شمالي سمندر او مانش کانال قومندانۍ په حواله د دغه هیواد ساحلي ګزمه کوونکو پرون یکشنبه د مۍ ۱۷مه ګري – نې دماغه کې ۱۳ کسان ژغورلي دي. ژغورونکو یاد مهاجر بولونی - سور - مېر سیمې ته انتقال کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د شنبې ورځې په سهار د فرانسې ساحلي ځواکونو د کالې په اوبو کې د ښځو، کمسنه کسانو او یو دوه کلن ماشوم په ګډون نږدې ۲۰ مهاجر ژغورلي ول. دغو مهاجرو چې کانال کې یې کښتۍ له کاره لوېدلې وه غوښتل چې برتانیا ته ولاړ شي.

آلمان؛ ۷۰ مهاجر په یوه کمپ کې په کرونا اخته شوي

د دويچه ويله پښتو په حواله، یو ځل بیا د مهاجرو په یوه کمپ کې د کرونا ویروس خپور شوی دی. بن ته څیرمه په سانکت اوګستین کې د ۷۰ کسانو د ټېسټ پایله مثبته ختلې ده. د کمپ د نورو اوسیدونکو د ټېسټ نتیجه لا نه ده اعلان شوې.

د سیمې د اړونده چارواکو د وینا له مخې په کمپ کې په ټوله کې ۳۰۰ کسان معاینه شوي دي. زیاته شوې ده چې له دغې ډلې یې ۷۰ تنه د کرونا په ویروس اخته ول چې اوس په یوه تجرید شوې برخه کې ساتل کیږي. د نورو کسانو د معاینې نتیجې ته انتظار کیږي. د ځایي چارواکو په وینا په دغه کمپ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو زیات یې د دغې ناروغۍ سخت علایم نه لري. دا چې په کمپ کې کارکوونکي او همداشان د امنیت له پاره مؤظف کسان هم په دغه ویروس اخته شوي، لا معلومه نه ده. زیاته شوې ده چې ۶۰ کسان چې د کرونا ویروس د معایناتو نتیجه یې منفي وه نورو ځایونو ته انتقال شوي دي.

تر دې دمخه هم د نورد راین ویستفالن ایالت په اویز کېرشن او مېتمن کې دغه ډول پيښې رامنځ ته شوي دي. په اویزکېرشن کې د مهاجرو په یوه کمپ کې تر۵۰ زیاتو کسانو د کرونا ویروس د ټېسټ پایله مثبته ختلې وه او دوسلدورف ته څیرمه په مېتمن کې هم د مهاجرو په یوه استوګنځای کې تر ۳۰ زیات کسان د کرونا ویروس په دغه نوي ډول باندې اخته شوي ول.

په تیرو وختونو کې د آلمان ایالتونو هڅه وکړه چې د ټېسټونو، قرنطین، د پاکۍ د سختو قوانینو او په ډله ایز شکل د خلکو پر راټولیدو باندې پر بندیز لګولو سره د دغه ویروس د خپریدو مخه ونیسي. پر دې سربیره په کمپونو کې د ماشومانو په ډله ایز شکل د تدریس لړۍ دریدلې ده. همداشان دا هڅه هم شوې ده چې په کمپونو کې اوسیدونکو کسانو ته د دغه ویروس د خپریدو د خطر په اړه په بیلا بیلو ژبو کې معلومات ورکړل شي.

کورونا وېروس؛ کابل ښار د ګڼې ګوڼې له امله ناورین ته نژدې شوی

د بی بی سی په حواله، په داسې حال کې چې افغانستان کې تېرو ۲۴ ګړیو کې د کورونا وېروس ۲۶۲ تازه پېښې ثبت شوې، د کابل د روغتیا رییس خبرداری ورکړی، چې دا ښار ناورین ته نژدې شوی دی.

خوشحال نبي زاده وايي، د محدودیتونو نه مراعاتولو وضعیت لا ډېر کړکېچن کړی دی. نوموړي خبرداری ورکړ، که کابل ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه همداسې دوام وکړي، روغتیاپالان به د کورونا ناروغانو د پالنې وړتیا ونه لري.

د اختر په رانژدې کېدو، د کابل بازارونو ته د پېر لپاره یو ځل بیا خلک رامات شوي دي. ښاغلی نبي زاده وايي، د قرنطین په لومړیو ورځو کې یې ګرځنده روغتیايي ټیمونه د کابل ښار هرې څنډې ته په یوه ساعت کې رسېدلی شوای، چې مشکوکې پېښې وڅېړي، خو د اوسنۍ ګڼې ګوڼې له امله له ۵ تر ۷ ساعتونو یوه نمونه نه شي ترلاسه کولی.

دی وايي، د افغان جاپان ۵۰ بستریز روغتون ډک شوی او نورو ناروغانو منلو ته ځای نه لري او یو شمېر د روغتونونو کارکوونکو چې د کورونا د وېروس نښې یې درلودې اوس قرنطین شوي او د ناروغانو د درملنې لپاره روغتیايي کارمن کم شوي دي. ښاغلی نبي زاده زیاتوي، "که وضعیت دا ډول دوام ومومي، تر راتلونکو دوو اونیو به هېڅ ډاکټر ونه مومئ چې د ناروغانو درملنه وکړي."

د روڼتیا څار اجراییوي رئیس سید اکرام افضلي وویل: "د افغانستان په روغتیايي سکتور کې ځینې پرمختګونه شته، لکه دا چې د ټولو روغتیايي مرکزونو د پرانیستي حالت خبر ورکړل شوی دی. خو د روغتیايي خدماتو کیفیت د لږو منابعو او کمزوري څار له امله زیانمن کېدو باندې خواشيني یو."

کورونا وېروس؛ افغانستان کې ۳۴۹ نوې پېښې؛ ډله ییزې پېښې ډېرې شوې

د بی بی سی په حواله، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نن شنبه (مې ۱۶مه) وویل، په تېرو څلورویشتو ګړیو کې یې د کورونا وېروس ۳۴۹ پېښې ثبت کړې، چې په دې سره په ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۶۴۰۲ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت د مرستیال وحید مجروح نن (شنبه، غویی ۲۷مه) کابل کې خبریالانو ته په معمول ورځني کنفرانس کې وویل، تر اوسه په هېواد کې د کورونا وېروس له امله ۱۶۸ کسان مړه شوي او ۷۷۸ رغېدلي دي. نوموړي وویل، په وروستیو کې یې په ټولنه کې د کورونا وېروس ډله ییزې پېښې موندلې، هغه که د پوره یوې کورنۍ وي یا دفتر کې د کارمنو.

دی وايي، د روغتیا وزارت د سپارښتنو او ټولنیز واټن نه مراعاتول وګړو ته لویه ستونزه پیدا کوي: "په کابل او ولایتونو کې بېلګې لرو، یو روغتیايي کارمن د نورو کارمنو د ناروغېدو لامل شوی دی. د یوه کس معاینه مو چې اخیستې، مثبته ثابتې شوې، کله مو چې د هغوی کورنۍ د غړو ازموینه کړې، دوی هم پرې اخته شوي."

د وخت تېرېدو سره دا ناروغي د افغانستان مختلفو ولایتونو ته ورسېده او وروستي پاتې ولایت نورستان کې هم د مۍ پر ۶ په دې وېروس د لومړني کس اخته کېدل ثبت شول.

مدیترانه: د مهاجرو د بېړیو د ډوبېدو په اړه اندېښنې

دکدوال خبریال په حواله، د مهاجرو د حقونو د دفاع بنسټونه وایي چې په داسې حال کې اروپا خپل بندرونه تړلي او مدیترانه کې د کډوالو ژغورونکې کښتۍ نشته، یاد سمندر به اروپا ته د را تلونکو مهاجرو لپاره د یوې پټې «تراژیدۍ» پر ډګر بدلېدلی شي.

له تېرې اونۍ راهیسې مدیترانې کې د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي. د ایټالیا ساحلي ځواکونو الان کردي او ایتا ماري ژغورونکې کښتۍ د «تخنیکي» ستونزو له کبله درولې دي، خو د دغو دواړو کښتیو مسولین وایي چې ایټالوي چارواکو دا کار یوازې د «ژغورنې عملیاتو د ګډوډولو لپاره» کړی دی.

له تېرې اونۍ راهیسې مدیترانې کې د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي. د ایټالیا ساحلي ځواکونو الان کردي او ایتا ماري ژغورونکې کښتۍ د «تخنیکي» ستونزو له کبله درولې دي، خو د دغو دواړو کښتیو مسولین وایي چې ایټالوي چارواکو دا کار یوازې د «ژغورنې عملیاتو د ګډوډولو لپاره» کړی دی.

اتریش د پناه غوښتونکو په وړاندي سختي تګلاري ته ادامه ورکوي

له بي بي سي څخه رالیږل شوی، اتريش د کرونا ویرس په بحران کي د کډوالۍ په هکله لا سخت دريځ پر مخ بيايي. دغه هيواد حتی د ښه مدغم سوو پناه غوښتونکو د شړلو پاليسي ټينګه نيولې.

ظفر نجاتي ۲۸ کلن افغان دی او د هزاره قوم سره تړاو لري. هغه د تېرکال (۲۰۱۹) کال له اګست راهيسي له اتريشي چارواکو څخه پټ ژوند کوي. هغه په دوامداره توګه په بيره کي وي چي داسي نه چي چارواکي يې پيدا کړي او جګړه ځپلي هيواد افغانستان ته يې بېرته ولېږي. هغه د يوې بلي افغاني کورنۍ سره په ترحم مربوط دی چي ده ته يې ځای ورکړی.

نجاتي (مستعار نوم) په ۲۰۱۵ کال اتريش مهاجر سو او ډېر ژر يې آلماني ژبه زده کړه او د مريضانو د مراقبت کوونکي د مرستيالۍ کورس يې ولوست. هغه د موټر چلولو لايسنس هم ترلاسه کړ.

نجاتي د پناه غوښتنې په خپله دوسيه کي ويلي چي په يوه سيميزه روغتون کي يې کار کاوه چي طالبانو چل ورته جوړ کړ چي په ده خپل يو ژوبل سوی ملګری درملنه کړي. د نجاتي په وينا خو د طالبانو دغه ټپي جنګيالی ومړ او طالبانو د ده تعقيب پېل کړ او له بل اړخه د روغتون همکارانو هم د ده تلاښ کاوه ځکه چي د طالبانو سره يې مرسته کړې وه. د نجاتي په وينا همدا وجه وه چي قاچاق وړونکي ته يې پيسې ورکړې چي اروپا ته يې ورسوي او هغه و اتريش ته راوست.

ظفر نجاتي د ۲۰۱۹ کال په اګست کي په ويانا کي په کور دننه د مريضانو د مراقبت يو محدود کار پيدا کړ او کار يې پېل کړ. خو په همدغه وخت کي د ظفر نجاتي د پناه غوښتنه د دويم ځل له پاره هم رده کړل سوه. ظهر نجاتي وايي چي ځکه بيا رد سو چي قاضي يې پر داستان باور نه کاوه.

نجاتي د مريضانو د مراقبت تجربه لري چي د په زياته د کرونا په بحران کي په اتريش کي د دا ډول مسلکونو زياته اړتيا سته. دا ځکه چي زيات شمېر د ختيځي اروپا مسلکيان چي اتريش ته د زړو انسانانو د مراقبت د کار له پاره راځي، د کويد ۱۹ له کبله نه سي کولای چي اتريش ته راسي. خو ظفر نجاتي چي يو رد سوی مهاجر دی، اجازه نه لري چي کار وکړي.

د ظفر نجاتي په وينا دوه ځله چارواکي هغه اپارتمان ته ورغلي چيري چي هغه پخوا ژوند کاوه. نجاتي په دوامداره توګه د دې ويري سره ژوند کوي چي چارواکي به يې ومومي او افغانستان ته به يې اخراج کړي. له اخراج څخه مخکي اړونده په اخراج مکلف مهاجر د تيرول ايالت د کيڅبيوهل په سيمه کي واقع د اخراج کمپ ته استول کيږي. دغه سيمه غرنۍ ده او له ښارونو څخه ليري پرته ده. د «عادلې پناه غوښتنه» په نوم مرستندويه سازمان فعاله دورو بلانکه وايي چي چارواکي په قصد سره دغه مهاجر له آباديو څخه ليري په دغه کمپ کي ساتي تر څو هغوی په رواني توګه کمزوره کړي چي د اخراج پر اسنادو لاسليک وکړي.