ډپروسیون د ذهن یو ځانګړی حالت دی چې د خپګان او بدبینۍ په بڼه څرګندیږي. دا روحي زمولونه ډیری د ګډود حالت او د اند کولو د مخنیوي لامل هم کیدی شي. ډپروسیون روحي رنځ بیلابیل لاملونه لري لکه د لانجو، کړکیچ، په کار کې ناکامي، ذهني فشار، د فزیکي کړنو نشتوالی، د هورمونونو رسولو کې توپیراو داسې نور. ددې رنځ ناروغ وړو تېروتنو باندې بیځایه زړه خوړي. له ځانه ناخوښه او په ځان کې وړتوب نشي لیدلای.موخې ته نه رسیدل، ماته، محرومیت او د ملتونو ترمنځ شخړې او یرغلونه او په ټولنې کې نیمګړتیاوې په روحي زمولتیا باندې زورنه راوړي چې دا ذهني خپګان په ډپروسیون اوړي.