تر بندیزونو دمخه سعودي عربستان هره ورځ په پاسفیک سمندر کې د امریکا ۷ نمبر بېړۍ ته ۱۲۰ زره بېرله تېل ورکول. د تېلو دغه پلورل اوس بند شوي وو. د تېلو د پلور د بندېدو له کبله په مدیترانه کې د امریکا ۶ نمبر بېړۍ هم اغېزمنه شوې وه او پر هغې هم تېل درېدلي وو . شپږمه سمندري بېړۍ په عرب تېلو چلېده چې داېټالوي تصفیه خانې څخه ورته تېل ورکول کېدل. د امریکا د متحدو ایالتونو چارواکي وېرېدل چې که یو ځل په لوېدیځې اروپا کې حکومتونو ته د کمو تېلو ورکړه عملي شوه نو بیا به په سمندر کې د بېړیو د ګرځولو لپاره کافي تېل موجود نه وي. په دې ډول به مدیترانه د شوروي اتحاد لپاره بې پردې ځای وي چې په سمندري ډلګیو ۹ سمبال جنګي بېړۍ په کې تګ را تګ کوي چې د ځمکنیو عملیاتو د ترسره کولو لپاره روزل شوي او سمبال شوي دي. د امریکا د متحدو ایالتونو د ستراتیژیک موقیعت لپاره دویم لوی سرخوږی بحرین جوړ کړ. دغه هېواد د اکټوبر په ۲۰ نېټه اعلان وکړ چې د امریکا متحدو ایالتونو سمندري ځواکونو ته یو کال وخت ورکوي چې په دغه هېواد کې خپل وړوکی خو خورا مهم سمندري سټېشن بند کړي چې په فارس خلیج کې د امریکا وروستۍ اډه وه. پر همدې مهال عراق د شوروي اتحاد د سمندري ځواکونو لپاره په یوه نوي بندر کې چې د ام القصر په نوم یادېده د اډې ورکولو ډاډ ورکړ او ویې ویل چې دغه بندر به د د روسي کارپوهانو په مټ جوړ شي .