کله چې دموساد(د اسرایلو څارګره اداره، ژباړن) مامور د پاکستاني جاسوس سره لیدنه کوله. د هندوکش د غرونو ګلان تازه په غوړیدا وو. دواړه د ګډې موخې په اساس د طرح ګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه باندې ول. نړۍ ته د طرح ګرو په نوم د القاعده په راڅرګندیدا سره پاکستان د موساد لپاره د القاعدې په وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه واوښت. په نوموړي هېواد کې د جاسوسانوګومارل زموږ لپاره له لومړیتوبونو څخه وو. د موساد مامور جمال ( جمال یې د ورته سپارل شوې دندې په مهال نوم و، ژباړن) په کال ۲۰۰۱ کې سیمې ته د لومړي سفر په مهال د هوراج نومي سره اشنا شو. جمال د هوراج اندیښنو ته چې پاکستان به د اسلامي سخت دریزۍ په مرکز واوړي ټینګ غوږ نیولی و، هغه وویل چې د مخنیوي لپاره به یې هرڅه چې د هغه توان څخه پوره وي، سرته ورسوي. په لومړيو کې جمال فکر کاوه چې هوراج د اسرایلو سره د څارګرۍ د مرستې انګیزه د هغه دین ته بیا احترام وربښل و-د هغه په وینا طالبانو او القاعده د اسلام څخه په ناوړه ګټې اخستنې سره د پیغمبر(ص) خبرې ناسمې تعبیر کړې وې څو ویره او کرکه رامنځ ته کړي خو د موساد ارواپوهانو د جمال د رپوټونو په اساس د هوراج سابقه مطالعه کړې وه او پریکړه یې وکړه چې نوموړی یو ګټور رول لوبولی شي. پاکستان واضح د واشنټن په هغه لست کې شامل نه و چې په څرګند ډول یې د طرح ګرۍ څخه ملاتړ کاوه. په حقیقت کې د سپتمبر د یولسمې نیټې د بریدونو وروسته د کندولیزا رایز له خولې په تکراري ډول پاکستان د طرح ګرۍ په خلاف جګړه کې د مهم ملګري په توګه یاد شوی دی. د امریکې د بهرنیو چارو وزیرې په مېز باندې په تلفون کې د پاکستان ولسمشر پرویز مشرف ته د تلفون کړلو ځانګړي بټن شتون درلود. دنوموړې تلفون یوې بلې تڼۍ په کیکاږلو سره کولی شول چې نیغ په نیغه ولس مشر جورج بوش سره اړیکه ټینګه کړي. پنځوس کلنه ډاکټر کندولیزه رایز پخوانۍ اکادمیک او د روسي چارو متخصصه وه- بوش نوموړې په بهرنیو چارو کې د مهمې مشاورې په توګه ګومارلې وه او هغې د مشورو سره سم یې پاکستان له ځان سره وساته او هغه حقیقت چې په د ۱۹۸۹ را په دیخوا پاکستان دیو شمېر کشمیري طرح ګروپونو څخه د هندوستان په خلاف ملاتړ کړی دی، له پامه غورځولی و. دوی په سب کانټینينټ کې ډیری عام وژنې کړي دي، د پاکستان د ای، اس، ای د مامورینو په ملاتړ ورته موخې ټاکل شوي دي، او ورته پر مخ تللي پلانونه او طرحې ورکړل شوي چې له دې ډلې یو یې په کال ۲۰۰۱ کې د هندوستان په پارلمان باندې بریدونه ول. هغه وخت چې پاکستان هستوي/ذروي ظرفیت په لوړیدو شو نو موساد هم په ویره کې شو، دا پرمختګ مشرف وستایه او ویې ویل چې دا د هندوستان سره ددوی مساوات دی او په هند باندې د تاثیر ساتلو د موخې لپاره ترسره کیږي. په واشنټن کې د اسرایلو هغه اندیښنه چې د پاکستان اتومي وسله به یهودي دولت ته ګواښ پیښ کړي، له پامه وغورځول شوه. د پاکستان د څارګره ادارې ای ، اس، ای، زیات شمیر مامورین نه یوازې دا چې هغوی په هیواد کې د سخت دریزه ګروپونه غړي ول بلکه د القاعده څخه کلک ملاتړ کوونکي هم ول. ایانوموړي طرح ګره ګروپونه به یوه ورځ وتوانیږي چې د ؛ ناپاک بمب؛ د جوړولو لپاره اسانتیاوې ترلاسه کړي؟ او یا هم تیار جوړ شوی اتومي بمب لاس ته راوړي؟