نوروز د فارسي کلمه ده چې د دي معنا (( نوى ورځ )) ده، دا ورځ د هجرى لمريز کال د حمل د مياشتې اولنۍ ورځ وي، او په دغه ورځ کال نوى کيږي.[1] د زرتشتيانو د دينې کتاب (( اُوستا )) او نورو تاريخې کتابونو څخه معلوميږي چې تر ټولو لومړى د دي ورځې لمانځل د زردشتي دين د لارويانو لخوا د "جمشيد" يا "جمشاد " په نوم پاچا را شروع کړى. دوي به دا ورځ په جشنونو، مېلو باندي استقبالوله، دا ورځ به د دوي د اختر او عبادت ورځ وه، پدي ورځ به ېي د ( هفت سين او هفت ميوي ) په نوم خوراکونه تيارول، دوي به له هفت سين سره هفت شين يا اووه ( ش) هم تيارول چې په هغو كې شمعه، شراب، شمشاد (سروه) شيريني، شيدې، شاهدانه (بنګدانې) او شربت ايښودل وو د حسن رحمه الله څخه د نوروز په ورځ د روژې نيولو د حکم پوښتنه وشوه نو هغه وفر مايل ستاسې د نوروز سره څه کار دى؟ نوروز ته هيڅ اهميت مه ورکوئ دا خو د عجمو( مجوسو د اختر ورځ ) ده.( مصنف ابن ابي شيبه ځېني خلک وايي نوروز په افغانستان کې ډير د پخوا څخه لمانځل کيږي، دا زمونږ دود، تاريخ او کلتور دى، نو خپل تاريخ، کلتور وساتو!!. ددي ددي خبري ځواب مولوي عبدالهادي حماد صاحب د نوروز په هلکه ليکلي شوي مضمون کي داسي ورکړى چې زه يي د معمولي تغير سره ستاسې مخې ته ږدم : ددي خلکو څخه پوښتنه داده چي كوم ادب وساتو؟ اسلامي ادب وساتو که تراسلام وړاندى ادب وساتو؟ اوكه ددواړو حالاتو ادب وساتو؟ كه مو اسلامي ادب هدف وي نو نوروز لمانځل خو اسلامي ادب نه دى بلكي دا مجوسيانو اتش پرستو او کافرانو ادب او کلتور دى چې د اسلام په راتګ سره منعه شوى لكه ددي حوالي مو د احاديثو، اثارو، تاريخ او فقهي له کتابونو در ته و ښودلي څوک چې په دي ورځ روژه نيسې نو د اهل السنة والجماعة علماء پدي ورځ روژل نيول يې مکروه تحريمې او د مجوسو او شيعګانو سره مشابهت ګڼلې په (( أصول مذهب الشعية الإمامية الإثني عشرية عرض ونقد )) کې شيخ ناصر بن عبد الله بن علي القفاري ليکې: كما يعظمون يوم النيروز، كفعل المجوس. يعني شيعګان د مجوسو په شان د نوروز د ورځي تعظيم او درناوى کوي. [4] خميني پدي ورځ غسل کول مستحب گڼي او پدي ورځ يي روژه نيول مستحب کړي.[5] (٤ ) ددي ورځو لمانځل او ددي په محفلونو او اجتماعاتو کې شرکت کول د مجوسو سره د محبت او مېني سبب کيږي، حال دا چې په دي هکله الله تعالى فرمايلي: ( لاتتخذوا اليهود و النصارى أولياء … ) الآية همدارنګه فرمايي : ( يا أيها الذين آمنوا لاتتخذوا عدوي وعدوكم أولياء تلقون إليهم بالمودة وقد كفروا بما جاءكم من الحق … ) الآية . مطلب د الله د ښمنان يهود او نصارى او نور کافران په دوستۍ مه نيسئ، د نوروز د ورځې لمانځل په دي ورځ په يو بل ځاى کې الله جل جلاله فرمائي چې (والذين لايشهدون الزور) (سورة فرقان ايت ٧٢) ژباړه: مؤمنان هغه کسان دي چې دروغو ته نه حاضريږي. ددى ايات لاندې ګڼو مفسيرينو ليکلې چې د (( الزور )) څخه د کافرانو اخترونه لکه نوروز، مهرجان او داسې نور مراد دې.و ګوره تفسير القرطبي ١٣\ ٦٢ تفسير ابن کثير٢\٤٥٢. د عمر - رضي الله عنه – څخه روايت دى: (( اجتنبوا أعداء الله في عيدهم. يعنې د الله تعالى د دښمنانو څخه ددوي په اخترونو اوميلو کي ځان وساتئ