دهجري لمریز کال ړومبۍ ورځ چې دحمل دمیاشتي له اولې ورځې سره سمون خوري دنوروز په نامه په یوشمیر هیوادونو کې پیژندل کیږي او په خاصه توګه هرکال په ایران ، تاجکستان او افغانستان کې دنوموړې ورځې درناوی او تجلیل ترسره کیږي ، په داسې حال کې چې ددغې ورځې نمانځنه هیڅ اسلامي اصل او ریښه نلري او نه هم له اصیل افغاني فرهنګ سره کوم تړاو لري . دغه ورځ ( نوروز ) دتاریخي څیړنو او پلټنو له مخې ثابتوي چې دنوروز بیخ او بنیاد داسلام له مقدس دین څخه وړاندې ( زردشتیانو ، مجوسیانو او اتش پرستو ) پوري ځان نښلوي او هم له اسلام دمخه نوروز دایرانیانو داخترونو څخه یو اختر بلل شوی چې متاسفانه دغه عقیده او دود اوس هم په نوموړي هیواد کې خاص ځای او درناوی لري