بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ
قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ 1 مِن شَرِّ مَا خَلَقَ 2 وَمِن شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ 3 وَمِن شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ 4 وَمِن شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ 5
د الله په نوم چې ډېر زیات مهربان، پوره رحم لرونکی دی
113:1 ـ (ای نبي) ته ووایه : زه د خلقو په رب پورې پناه نیسم
113:2 ـ د هر هغه شي له شر نه ده پیدا کړی دی
113:3 ـ او د تیارې شپې له شر نه کله چې تکه توره (او خوره) شي
113:4 ـ او له شره د هغو (جادوګرو) ښځو چې په غوټو کې پوکي وهونکې دي
113:5 ـ او د حسد کوونکي له شر نه کله چې دی حسد (شروع او ښکاره) کړي
دریم ټولګی-قرانکریم مضمون-دریم درس دوهمه جلسه(-سوره الفلق )
دریم ټولګی-قرانکریم مضمون- دریم درس لمړی جلسه(سوره الفلق)