اندلس اسپانیه


اندلس (اسپانیه) ولې د مسلمانانو له لاسه و وت؟

موږ او تاسو ټولو په اسلامي تاریخ کې د اندلس نوم اورېدلی، اندلس د فاتح طارق بن زياد له لوري فتح شو.

اندلس هغه ملک و، چې مسلمانانو ورباندې ۸۰۰ کاله اسلامي حکومت چلولی و. د لومړي ځل لپاره په ۷۱۱ م کال کې د مسلمانانو له لوري فتح شو او په ۱۴۹۲م کال کې د عیسویانو لاس ته ولوېد. اندلس ته اوس اسپانیا ویل کېږي. اسپانیه کې اوس هم د مسلمانانو د امپراتورۍ د مهمو بنسټونو اثرات لیدل کېږي. عیسویانو پّه اسلامي اندلس ځلونه ځلونه برېدونه وکړل؛ خو بریالي نشول، بلآخره عیسویانو یوه داسې طرحه چمتو کړه، چې لمخې یې د مسلمانانو مشران بېلارې کړل، پدې مانا، چې ښایسته پېغلې انجونې یې له مختلفو لارو د مسلمانانو د امیرانو تر څنګه ورسولې، په دې سره دوی بریالي شول او د مسلمه امت رهبرۍ تر اخلاقي فساد لاندې راغله، چې په پایله کې په کال ۱۴۹۲م کې عیسویانو یو ستر هجوم راوړ او اته سوه کلن مذهبي اندلس یې د مسلمانانو له لاسه د تل له پاره ووېست. د دغه ستر هجوم په پایله کې یولک مسلمانان شهیدان شول او پاتې نور ټول سر او مال تسلیم شول.

اسیر شويو مسلمانانو کې یې بعضو عیسویت ومانه او بعضې نور په یو بد حالت کې لمنځه یوړل شول.

دا چې مسلمانان په څه ډول نابود شول، د یوه فرانسوي لیکوال (( ګوستاو لوبون )) لیکنې ته اشاره کوو. نوموړی ویلي، چې کله په ۱۴۹۲م کې مسلمانانو ماتې وخوړه، په هغه وخت کې د عیسویانو نظامي مشر (( فردنیاند )) و، نوموړي ټولو مسلمانانو ته ژبني او مذهبي ازادي ورکړه؛ خو په ۱۴۹۹م کې؛ یعنې ۷ کاله وروسته دا هر څه لمنځه ولاړل او یو ځل بیا د مسلمانانو اذیت او اذار ته لمن ووهل شوه. لومړی یې مسلمانان په زوره عیسویت منلو ته مجبوره کړل او بیا یې ورته د تفتیش مختلفې محکمې جوړې کړې. ستر کشیش یې امر وکړ، چې ټول هغه مسلمانان، کوم چې عیسویت نه مني، هغه که نارینه، ښځينه او ماشومان وي؛ سرونه یې ورباندې غوڅ کړئ! په دې سره د بې شمېره بې ګنا او بې وسه مسلمانانو وینې وبهېدې. البته په دې هم اکتفا ونشوه، د عیسویانو لوی راهب (( دومینګي )) امر وکړ، چې ټول عرب مسلمانان لمنځه یوسئ؛ حتی تر دې پورې، چې عیسویت ته اوښتي هم پرېنږدئ، ځکه د دوی په نظر عربو مسلمانانو یوازې په خوله عیسویت منلی او زړه کې لا هم مسلمانان دي؛ خو په دې قتل عام کې هغه له اسلام اوښتي کسان هم لمنځه ولاړل، کومو چې اوس له زړه نه عیسویت منلای و، راهبانو د دوی له پاره داسې دلیل وایه، چې که چېرې دوی له زړه عیسویان شوي وي، او که اوس مړه شي؛ نو مستقیم به جنت ته ولاړ شي او که چېرې په زړه کې مسلمانان وي؛ نو جهنم ته به ولاړ شي.

په هر صورت، دا یوازې د یوه راهب نظریه وه؛ خو له دې بدتره داسې سخت حالت په مسلمانانو راغلی، چې هېڅ بشري تاریخ یې د ظلم بېلګه نلري.

عیسوي مشران، پاپان او کشیشان به سره را ټول شول او په یوه کلي کې به یې محکمه دایره کړه، چې لمخې به یې په ډلیزه توګه مسلمانان لومړی کفر ته ووېستل او بیا به یې داسې غلامان کړل، چې د یوې کورنۍ غړي به یې د غنیمت په څېر په خپلو منځونو کې سره تقسیم کړل؛ داسې لکه: ، په یوه ښار کې یوه مسلمانه کورنۍ لومړی له اسلامه وباسي او د کفر کلمه ورباندې ووایي، وروسته یې نارینه او ښځينه په خپلو منځونو کې داسې سره ووېشي، چې مېرمن یې ترې بل ښار ته یوسي، خاوند یې کوم بل ښار ته او نورې پېغلې لوڼې یې بل ځای ته ترې بوزي، دوی چیغي، نعرې او سورې وهي؛ خو هېڅ یې له وسې نه وي پوره!!!

کله به چې دوی دغه مسلمانان په یوه ځای کې سره را ټول کړل، د تعمید په نوم به یې دوی ته د خپل مذهب په بنسټ غسل ورکاو، دا چې د مسلمانانو شمېر به زیات و، هر یوه ته به یې په جلا ډول غسل نشوی ورکولای؛ نو سره را جمع به یې کړل او یوه اندازه اوبه به یې له لوړ ځای څخه ورباندې را تویې کړې، بیا به د راهبانو له لوري ورته وویل شول، چې تاسو اوس کافر شوئ او نور خلاص یاست. دا چې دوی مسلمانان و، نو په زړه کې به د تېر په څېر په خپل اسلام کلک ولاړ و، یوازې به په ظاهره له اسلام څخه ووتل؛ خو دا چې دوی غلامان شوي و، نو د خپلو بادارانو په حضور کې به یې د خپل پاک خدای تعالی عبادت او بندګي سمه نشوی کولی، مثلاً اودس به یې نشو کولی؛ ځکه هغوی ورباندې پوهېدل. دغه نسل په همدې ډول لمنځه ولاړ؛ خو کله چې دهغوي اولادونه را لویان شول، په بشپړ ډول به کافران و؛ ځکه چې تر کفري حاکمیت او قوانینو لاندې به رالوی شوي و.

بلآخره په ۱۶۱۰م کال کې اسپانیا داسې تصمیم ونیو، چې لمخې به یې ټول پاتې مسلمانان له دې هېواده شړل کېږي. همداسې وشول، د شړل شویو مسلمانانو د آخرنۍ جوفې شمېر درې میلیونو ته رسېده، چې له دې هېواده را ووتل.

نن هغه پخواني اندلس یو کفري هېواد ده! نن هلته هغه پخواني اسلامي بنسټونه نشته! نن هلته هغه قرطبه نشته په کوم کې چې قرطبي تفسیر لیکل شوی و! نن هلته د مسلمانانو هغه ستر ستر مسجدونه نشته! نن هلته مسلمانان نشته! … خو دا ولې؟ په مسلمانانو څه وشول؟ مسلمانانو پر اندلس اته پېړۍ واکمنې کړې وه، ولې یې له عیسویت ماتې وخوړه؟

د دې پوښتنونو ځواب په دې کې ده، چې مسلمانانو اسلام یوازې له کوره تر مسجده محدود کړ! دوی ویل، چې اودس کوه لمونځ کوه او نور کار مه لره.

او بل تر ټولو ستر غفلت او جفا له مسلمانانو سره دا وشوه، چې مشران یې د عیسویت په لومو کې ګیر او په فحاشی او شهواتونو کې ښکېل شول؛ د عیسویانو له لوري ورته ښکلې انجونې را واستول شوې او له دوی سره به ګرځېدې! ښکلې انجونې به د مسلمانانو له امیرانو سره یو ځای په لوړو چوکیو مقررې شوې.

په دې سره هغه تاریخي اندلس تر نن ورځې عیسویانو لاندې کړی!


کاپی