سورة الشمس Al Shams

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ

د الله په نوم چې ډېر زیات مهربان، پوره رحم لرونکی دی

91- سورة الشمس

وَالشَّمْسِ وَضُحَاهَا 1 وَالْقَمَرِ إِذَا تَلاَهَا 2 وَالنَّهَارِ إِذَا جَلاَّهَا 3 وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَاهَا 4 وَالسَّمَاء وَمَا بَنَاهَا 5 وَالأَرْضِ وَمَا طَحَاهَا 6 وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا 7 فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا 8 قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّاهَا 9 وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّاهَا 10 كَذَّبَتْ ثَمُودُ بِطَغْوَاهَا 11 إِذِ انبَعَثَ أَشْقَاهَا 12 فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ اللَّهِ نَاقَةَ اللَّهِ وَسُقْيَاهَا 13 فَكَذَّبُوهُ فَعَقَرُوهَا فَدَمْدَمَ عَلَيْهِمْ رَبُّهُم بِذَنبِهِمْ فَسَوَّاهَا 14 وَلاَ يَخَافُ عُقْبَاهَا 15

سورة الشمس ژباړه

91:1 - قسم دى په لمر باندې او د هغه په رڼا باندې

91:2- اوسپوږمۍ باندې كله چې په ده پسې وروسته راځي

91:3 - او په ورځ باندې كله چې دغه (لمر) ښكاره كاندي

91:4- او په شپه باندې كله چې دغه (لمر) پټ كاندي (په خپلو تیارو كې)

91:5 - او په اسمان باندې او په هغه ذات چې دغه يې جوړ كړى دى

91:6 - او په ځمكه باندې او په هغه ذات چې دغه (ځمكه) يې غوړولې ده

91:7 - او په نفس باندې او په هغه ذات چې دغه يې ښه برابر كړى دى

91:8 - نو ده ته يې د ده بدي او د ده تقوٰی (نېكي) الهام كړې (او ورښودلې) ده

91:9 - چې یقینًا كامیاب شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې پاك كړ

91:10 - او یقینًا نامراده شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې په خاورو كې پټ كړ

91:11 - ثمودیانو د خپلې سركشۍ په سبب (د رسولانو) تكذیب كړى و

91:12 - كله چې د دوى لوى بدبخت راپورته شو

91:13 - نو دوى ته د الله رسول وویل: تاسو د الله اوښه او د هغې اوبه څښل پرېږدئ

91:14 - نو دوى د هغه تكذیب وكړ (دروغجن يې وګاڼه) نو دوى د هغې پړكي (لينګي) پرې كړل (او مړه يې كړه) نو په دوى باندې د دوى رب د خپلو ګناهونو په سبب راګېروونكى عذاب راولېږه، نو دغه (ټول) يې (په هلاكت كې) برابر كړل

91:15- او دى (الله) د دغه (هلاكت او عذاب) له انجام نه نه وېرېږي