100:1 - قسم دى په تېزو ځغلېدونكو اسونو، چې له سینو او ګېډو نه اواز ایستونكي دي
100:2 - پس (قسم دى) په هغو اسونو چې په خپلو سُمانو سره تیږې وهي او اور را ایستونكي دي
100:3 - پس (قسم دى) په هغو اسونو چې د سبا په وخت كې لوټمار كوونكي دي
100:4 - نو په دغه وخت كې دغه (اسونه) ګرد پورته كوي
100:5 - پس په دغه وخت كې د لويې ډلې په مینځ كې ننوځي
100:6 - چې بېشكه انسان د خپل رب ډېر ناشكره دى
100:7 - او بېشكه دى په دې خبره یقینًا ښه خبردار (او ګواه) دى
100:8 - او بېشكه دى د مال په مینه كې یقینًا ډېر سخت دى
100:9 - ایا نو دى نه پوهېږي كله چې هغه (مړي) راوښكل شي چې په قبرونو كې دي؟
100:10 - او هغه څه راښكاره كړى شي چې په سینو كې دي
100:11 - بېشكه د دوى رب په دغې ورځ كې په دوى باندې یقینًا ښه خبردار دى۔