سورة الهمزة Al Humaza

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ

104- سورة الهمزة

وَيْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ 1 الَّذِي جَمَعَ مَالاً وَعَدَّدَهُ 2 يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُ أَخْلَدَهُ 3 كَلاَّ لَيُنبَذَنَّ فِي الْحُطَمَةِ 4 وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحُطَمَةُ 5 نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ 6 الَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى الأَفْئِدَةِ 7 إِنَّهَا عَلَيْهِم مُّؤْصَدَةٌ 8 فِي عَمَدٍ مُّمَدَّدَةٍ 9

د الله په نوم چې ډېر زیات مهربان، پوره رحم لرونکی دی

ژباره

104:1ـ هلاک دی د هر ډېر غیبت کوونکي، ډېر عیبت لګوونکي لپاره

104:2ـ هغه چې مال یې جمع کړی دی او دغه یې بیا بیا شمېرلی (او ذخیره کړی) دی

104:3ـ دی خیال کوي چې بېشکه د ده مال به دی تل ژوندی وساتي؟

104:4ـ داسې هیڅکله نشي کېدی، دی به خامخا ضرور په حطمه (ماتوونګي او سوځوونکي دوزخ) کې وغورځول شي

104:5ـ او ته څه شي پوه کړې چې حطمه څه شی دی؟

104:6ـ د الله هغه بل کړی شوی اور دی

104:7ـ هغه چې په زړونو راخېژي (او غالب کېږي)

104:8ـ بېشکه دغه (اور) به په دوی باندې (له هره جانبه) رابند کړی شوی وي

104:9ـ په اوږدو(راښکلی شویو) ستنو کې