شیرشاہ سوری يا فريد خان (1486 - May 22, 1545) - Šīr Šāh Sūrī), چې د شېر خان (The Lion King), په نوم هم ياد شوی يو ځواکمن افغان (پښتون) لوی واکمن ؤ چې د هند په لويې وچې يې خپله واکمني چلوله. لومړی هغه د مغولو په لښکر کې يو سرتېری ؤ چې بيا سرلښکر او بيا د هند په بيهار ولايت کې والي شو. په ۱۵۳۷ ز. کال کې چې کله مغول پاچا همايون په سفر وتلی و، نو شېرشاه سوري بنګال د خپل ولکې لاندې کړ او په همدې توګه يې د نوې سوري امپراتورۍ بنسټ کېښوده.