سيد جمال الدين افغاني د نولسمې صدۍ د مسلمانو منورينو نه شمیرل کیږي چې د افغا نستان د کونړ دولایت ( صوبې )په اسعد آباد کلي کښې په 1254 هجري په مطابق 1839ء کښې زيږيدلے و.د پلار نوم يي سيد صفدر او د مور بي بي نوم يي سکينه بيګم وۀ.ابتدايي تعليم يي د خپل کلي د استاذانو او خپل پلار نه حاصل کړی و.د نورو علمونو,فنونو حصول او زده کړې لپاره یې د کابل,ايران,مشهد,اصفهان,او بغداد سفرونه وکړل.په کابل کښې ورته د سيد فقر آباد شاه په څير نابغه شخصيت په لاس ورغلے و. د خپل فطري ذهانت ذکاوت په وجه د 18 کالو په عمر کښې په تاريخ,حکمت و فلسفه,رياضي او نجوم د علومو نه فارغ التحصيل شۀ.هم په دغه دوران يي پلار وفات شۀ.هم په دې کال دې هندوستان ته لاړو او يو کال يي تير کړو هم دغه يو کال کښې يي دغلته اردو او انګريزي ژبې زده کړې.دلته نه په 1857ء کښې مکه مکرمې ته حج د بيت الله دپاره لاړۀ.د عرب ملکونو او ايران يو کال سيل ګيرې نه روستو د بلوچستان په لاره واپس خپل وطن ته راستون شۀ.او د آمير دوست محمد خان سره ملازم شۀ او د هغه د ځوي امير محمد اعظم خان اتاليق مقرر شۀ.کله چې امير دوست محمد خان وفات شۀ دواړو وروڼو امير محمد اعظم خان او امير شيرعلي خان ترمينځ جګړه د سيد جمال الدين افغاني په وجه ونۀ شوه.او چې کله امير شيرعلي خان پاچا شو سيد صيب يي خپل مشاور وټاکۀ د شيرعلي خان د معزولے روستو کله چې محمد اعظم خان امير شۀ نه هم د سيد جمال الدين افغاني منصب يي برقرار وساتۀ او چې کله بيا شيرعلي خان امير شۀ نو د هغه عهده په ځاې وه. خو هغه داسې احساسوله چې د آمير شيرعلي خان نيت ورته ښه نۀ دے.نو په 1869ء کښې يي ملازمت پرې ښودۀ او هندوستان ته راغلو يو مياشت يي تيره کړه بيا مکه مکرمې ته لاړ. د حج کولو روستو مصر ته لاړ. دغلته په څلويښتو ورځو کښې يي د علم و دانش فکر و نظر خاوندان په خپل علمي استعداد پوهې متاثره کړل. دغلته نه دارالخلافه استا نبول ته راغې په استا نبول کښې سيد افغاني ته د قدر او احترام مقام ورته وو. خو د شيخ الاسلام حسن آفندي فهمي د بغض حسد په وجه په 1870ء کښې د حکومت له خوا سيد افغاني صيب ته وويلے شو چې حج له لاړ شه.مطلب دا چې د سلطنت عثمانيه وځه.دا ځل سيد افغاني د حج نه روستو مصر ته راغې او نهه کاله يي تير کړل.د وزير اعظم رياض پاشا په وينا د مصر خديو محمد علي پاشا د سيد جمال الدين افغاني دپاره د 200 روپو د هغه وخت تعليمي,تدريسي وظيفه د مياشتې مقرر کړه. په خپل کور کښې به يي د مصر جامع الازهر طالب علمانو ته وخت په وخت درس کول. د مجله اقبال ريويو د جما ل الدين افغاني نمبر کښې ډاکټر محمد رياض د شيملو د مرتبې " د اقبال ويناوې او بيانونه " نه د افغاني صيب په باب له داقبال خبره رانقل کړې ده وايي " شيخ محمد بن عبدالوهاب نجدي,سرسيد احمد خان,مفتي جان عالم, سيد جمال الدين افغاني شيخ محمد عبده دا هغه خلق دي چې د مسلمانان يي د مذهبي, روحاني پيشوانيت دعوه کونکو دلاسه او د ملوکيت د ژغ آزاد کړي دي.هم د دوي په هڅو د سعد زغلول پاشا,مصطفي کمال پاشا,اتا ترک او شهنشا ه پهلوي اصلاحات ممکن شو.هم په دې تناظر کښې اقبال وايي د قدرت کارنامې هم حيرت انګيزه وي په نني دور کښې د ديني فکر و عمل په حواله د ټولو ترقي يافته مسلمان په افغانستان کښې پيدا شوې دے.مولانا سيد جمال الدين افغاني" ليکل لږ کړي دي او ويل يي زيات کړي دي."دده سره چې چا هم ليدلي دي د هغه نه يي د کار سړے جوړ کړې دے دغه رنګ واړه,واړه ګڼ شمير جمال الدين افغان يي پيدا کړي دي. خو هغه چرته د مجدد دعوه نه ده کړې خو په دې زمانه کښې د اسلام روح له ده سيوا بل چا حرکت نه دې ورکړې .زما په خيال د هغه بې قراره روح به اوس په عمل کښې وي." د سيد جمال الدين افغاني په دغه شاګردانو کښې محمد اسحاق اديب , شيخ محمد عبده نومونه د ذکر وړ دي.وايي چې د شيخ احمد " مهدي " سوډاني شاګردان به هم د جمال الدين افغاني په درس کښې شريکيدل. د جمال الدين افغاني صيب د فصاحت,بلاعت ,علم او اجتهادي افکار په وجه ځنو علمي شخصيتونو د هغه سره حسد او بغض لرۀ.هم دغه وجه وه چې دغه خلقو د استعمار خوښونکي خديو مصر توفيق شاه غوږونه د سيد صيب پر ضد ډک کړل.جمال الدين افغاني صيب دغلته د " المجلس الوطنیه " په نوم يو د خير ښيګړې تنظيم جوړ کړې وۀ.دغه هم توفيق پاشا د ځان دپاره خطر وبالۀ. نو هغه د سيد جما ل الدين افغاني د کتابونو سره هر څه بحق سرکار قبضه کړل او هغه يي لندن ته وليږو.په دې موقعه په لندن کښې افغاني صيب ته دايران سفير 3 زره پونډه د قدردانې په توګه وړاندې کړل خو هغه قبول نه کړل.