پاکستان نه یواځي دا چي د تروریزم مرکزدی بلکه د بشر د حقونو هديره ( قبرستان ) هم ګڼل کیږي پاکستان نه یواځي دا چي یو دموکراتیک هیواد نه دی بلکه د آزادي بخښونکو عناصرو او غورځنګونو بندخونه ده. څه موده مخکي جاوېد قمر باجوا د ۹ قل اوردوګانو د بولندویانو غونډې ته وویل چي موږ باید په سیمه کي له سیمه ایزو او مفکوروي موخو څخه په زغرده دفاع وکړو یاني د انګرېزانو د سیاست په اساس د مذهبی مفکوري څخه په استفادې د اوږدمحاله موخو لپاره ګټه پورته کړو. پاکستان د تروریزم او په افغانستان کي د بې ثباتي اصلي عامل دی او همدارنګه تروریزم د دې هیواد د سیاسي اهدافو لپاره يوه سرشاره مالي سرچينه ګرزېدلې ده او په سیمه کي د تروریزم عمده ملاتړی او روزونکی دی چي د امریکا د شنو ډالرو په مرسته یې د هغوي د تشکل او لارښوونې چارې په لاس کي نیولي دي . پاکستان د خپل تشکل له پیل څخه په سیمه کي د خپلو جیو ستراتېژیکو او جيوپلیټیکو موخو د لاس ته راوړلو لپاره له سیاسي فشار، تروریزم او ډله ایزو وژنو څخه کار اخستی دی.