په ملګرو ملتو کې د کوچنيانو کنوانسيون د تړون له مخه چې افغانستان هم لاسليک کړی دئ په لمړی دويمه او دريمه ماده کې وايي : ماشومان په ټولنه کې بايده ده چې پرته د مذهب او تبر له مخې بشپړه او یو شانته حقوق یي په توپیریز چلند سره تر پښو لاندې نشي. بشپړې روغتیایي اړونده درملنې ، ښوونې، روزنې او هم لاسي ورهڼو زده ګړې ته لا س رسۍ ولري. اوس راځو دې ته چې ووایو که مورنۍ ژبه یا د خبرو ژبه په بنسټیزه ټوګه وړوکتون ، روزنتون او د ښوونځي لمړنۍ ټولګي نه دښوونې او روزنې نصاب سره په ټولنه کې وکارول شي نو د هغې ټولنې ماشومان به پرته له توپیریز چلند څخه لمړنۍ ، منځنۍ او لوړو زده کړو ته لاس رسۍ ولري چې په دې ټوګه به ماشومان په راتلونکي کې هیواد او خپلې ټولنې ته د خیزمت وړ ګرځید لي وي . د هغوی حقوق به په ځای او ټولنه کې به نایووالی او نااندوله پوهنه شتون و نه لري . مونږ به اوس په رښتوني دا و ارزوو ، چې افغانستان کې د پښتون ماشومانو مورنې ژبې ښوونې او روزنې حق ولې خوړل کیږی . د نړی په نورو هیوادو کې ماشومان په مورنۍ ژبه د ټولو زده کړو پوهاوی تر لاسه کوی او