-- په ملي سرود کې د ځینو کړیو دښمني او ضدیت ددې لامل وګرځید چې د ټولو قومونو نومونه په ملي سرود ګې یاد شول. دا خپله د افغان ویي (کلمه) سره ضدیت ښودل وؤ . دا خو بسیا کوله چې د قومونو نومونو په ځای یوازې افغان یاد شوی وای ، ځکه ټول قومونه چې افغانستان کې اوسیږی افغانان دي. نو د افغان ویی(کلمه) په ملي سرود کې زمونږ ملي وحدت به یې بډای کړی وای . خو اوسمهال د ملي وحدت هلې ځلې د ژورې کندې په تل کې پریوتي دي . نور څومره سمتي او دولتي اپارتاید وزغمو او دا مو تر اوسه وزغمل . -- د شمال نظار شورا په دې وتوانیدل چې د امریکا او انګریز تر سیورې لاندې ، افغانستان کې يه هره برخه کې د انحصار منګولي ټینګي کړي .همدا اوس چې دوولس کاله تیریږي ، اویا سلنه حکومتي چارواکي د همدې شمال نظار شورا غړي دي . چې افغانستان یې اداري فساد کې اټلوالې کچې ته پورته کړی دئ . -- په شمال کې د لسهاو زرو افغانانو ځمکې ، کورونه او شتمني یې د جنګسالارانو او جابرانو لخوا په وچ زور ورنه اخیستل شوي او خاوندان یې اوس هم تر کیږدې لاندې په نیستي او بیوزلي هیواد په سویل او نورو ځایو کې د زغم شپې او ورخې تیروي . -- د کوچیانو څرځایونه چې قوالې او اسناد د امان الله خان له وخته په جیب کې لري په کبر او زیاتی ورڅخه پردي شول ، خو د اولس آرامولو په وجې هیهت لیږل کیږي او پایله یې ناڅرګنده وي . هر څوک پوهیږي چې غوا توره او شیدې یې سپیني دي .حق او عدالت تله دولتي چارواکو په مزاج بده لګیږي . -- په مزارشریف کې څلورلارې د وژل شوو ایراني جاسوسانو په نامه نومول کیږي خو کلتور وزیر سترګې تړي دا ځکه چې په زړه کې ایران پاله ده . -- ښاغلې حنیف اتمر پوهنې پخوانی وزیر په کابل کې د عدالت په چوکاټ کې څو ټولګي د پښتانو په غوښتنه پښتو کړل