د محرمیت عمومی قواعد ( د پوهنتون ویب پاڼه )
General Privacy Notice
General Privacy Notice
د محرمتوب دا عمومی اصول د هر هغه چا لپاره دی چې پوهنتون ته شخصی معلومات یا ځانګړی معلومات ورکوی. دا معلومات باید د اړوندې څانګې ، مرکز ، کالج او د ملاتړ خدماتو له اصولو سره ولوستل شی چې ستاسو معلومات یې ترلاسه کړی دی. د دې محرمو قوانینو په اهدافو کې، د یارک پوهنتون د معلوماتو کنټرولونکی دی لکه څنګه چې د انګلستان په GDPR کې تعریف شوی دی. مونږ د معلوماتو د کمېسون سره ثبت شوی یو او زمونږ ثبت دلته لیدل کیږی. زموږ د نوم لیکنې شمېره Z4855807 ده .
ټول پټول/ټول ښکاره کول
مونږ ستاسو معلومات څنګه خوندی کوو؟ ?How we keep your data secure
پوهنتون د معلوماتو خوندیتوب ډېر جدی ګڼي او د شخصی معلوماتو او ځانګړو معلوماتو د خوندی کولو لپاره یې مناسب تخنیکی او تنظیمی اقدامات کړی دی. معلوماتو ته لاسرسی، د اصولو په اساس محدود شوی دی او امنیتی تدابیر په منظمه توګه بیا کتل کیږی تر څو په منظمه توګه یې د تدوام څخه ډاډ ترلاسه شي. د نورو معلوماتو لپاره، مهربانی وکړئ د ویب پاڼې https://www.york.ac.uk/it-services/security/ وګورئ.
مونږ ستاسو معلومات په نړیواله توګه څنګه انتقالوو؟ How do we transfer your data safely internationally
په ځینو حالاتو کې، مونږ اړتیا لرو چې ستاسو شخصی معلومات د انګلستان څخه بهر انتقال کړو (د ځانګړو معلوماتو په شمول). د داسې انتقال په حالت کې، پوهنتون خپل مسولیتونه د انګلستان د GDPR سره سم په غاړه اخلی او د لیږدیدونکو معلوماتو لپاره د ساتنې مناسبه او مناسبه کچه چمتو کوی.
مونږ ستاسو معلومات څومره وخت ساتو؟ ?How long will we keep your data
پوهنتون به ستاسو معلومات د قانون له حكمونو سره سم او كه کاری اړتیا وی وساتی. ستاسو د معلوماتو د ساتلو وخت به د پوهنتون د ساتلو له وختونو سره مطابق وی.
تاسې د خپلو معلوماتو په اړه څه ډول حقوق لرئ؟ ?What rights do you have in relation to your data
د انګلستان د GDPR UK سره سم تاسو حق لرئ چې خپلو معلوماتو ته لاسرسی ولرئ، د بدلون حق، لرې کول (په ځینې حالاتو کې)، محدودیتونه، اعتراضونه، انتقالونه (په ځینې حالاتو کې). تاسو اوس هم حق لرئ چې د خپل رضایت څخه لاس واخلی کوم چې تاسو مخکې څرګند کړی و. تاسو کولی شئ د خپل زده کوونکی اکونت په اړه معلومات هر وخت سم کړئ یا تصدیق کړئ دلته د لارښودونو په تعقیبولو سره. https://www.york.ac.uk/students/studying/manage/student-record
دا پاڼه د نورو معلوماتو لپاره وګورئ. https://www.york.ac.uk/records-management/generaldataprotectionregulation/individualsright s
سوالونه او اندیښنې Questions or concerns
که تاسو د محرمیت د اصولو یا اندیښنو په اړه کومه پوښتنه لرئ چې ستاسو معلومات به څنګه پروسس کیږي ، نو مهربانی وکړئ د دې بریښنالیک پته په کارولو سره د یارک پوهنتون د معلوماتو د خوندی کولو د مسول شخص سره اړیکه ونیسئ dataprotection@york.ac.uk.
دشکایت حق Right to complain
که تاسو د یارک په پوهنتون کې د خپل معلوماتو د مدیریت د بهیر په اړه خوښ نه یاست، تاسو حق لرئ چې د معلوماتو کمیسیون ته شکایت وړاندې کړئ. د معلوماتو کمیسیون ته د معلوماتو او د اندیښنو د رپوټونو په اړه دا پاڼه وګورئ. www.ico.org.uk/concerns
زموږ د محرمیت په اصولو کې بدلون Change to our privacy notice
موږ په منظم ډول د خپل د محرمیت پرقوانینو بیاکتنه کوو. دغه قوانین د وروستی ځل لپاره د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په اتمه وکتل شول .
حقوقی خدمتونه Legal Services
uk Department of Language and Linguistic Science University of York, York, YO10 5DD, UK Tel: work+44 (0)1904 322650 | linguistics@york.ac.uk
Legal statements | Privacy |