دماشومانو کیسې

چونګښې 

په يوې  سيمې کې دوه چونګښو ژوند کاوه، کله چې په دې سيمې کې ډېر تود (ګرم) اوړی راغی او ټول ډنډونه وچ شول، نو دغو چونګښو پرېکړه وکړه چې يوې بلې سيمې ته کډه شي. چونګښو خپله کډه وتړله او بلې سيمې ته روان شول.

په لاره کې يوه څاه (کوهي) يې مخې ته راغله، دې يوې چونګښې وويل: « راځه چې دې څاه ته ټوب کړو.» بلې چونګښې وويل: « نه، که چېرته مونږ دې څاه ته ټوب کړو، او لږ وخت وروسته دا څاه هم اوچه شي، نو بيا به څه کوو. څاه ته ښکته کېدل اسانه دي، خو بيا بېرته وتل ورڅخه ګران دي.»

ډېر د پام وړ:

که بې فکره د يو شي نه ګټه پورته کوی، کېدی شي چې په راتلونکي کې دا تا ته تاوان (ضرر) ورسوي.