:څه
.د پناه غوښتنی اداری ته زنګ ووهی ترسو د پناه غوښتونکی په توګه په یونان کی ثبت شی
:چیرته
تاسی له هر هغه ځای څخه زنګ وهلی شی چی انټرنټ ولری، د هر هغی وسیلی په کارولو سره چی کامره ولری او د سکایپ د کارولو وړتیا ولری. زموږ دفتر لپ ټاپونه لری او د سکایپ د برنامو کوربه دی( پنجشنبی او جمعی ورځ سهار له ۹ نه تر ۱۰ بجو)
د پته لپاره دلته کلیک وکړئ.
FORGE for humanity (Spartis 16, Athens 112 52)
کومو ځایونو نه سکایپ ته زنګ وهلی شئ، بشپړ لیست لپاره دلته کلیک وکړئ.
:كله
:ولې
د پناه غوښتنی نوم لیکنی لپاره په یونان کي یواځینی لار د سکایپ له لاری زنګ وهل دی . که د سکایپ له لاری اړیکه او نه نیسی نو د پناه غوښتنی کارت به ترلاسه نه کړئ.
که څه هم، تاسو کوم جدي یا دوامداره طبي ستونزې ولرئ، ممکن دی ستاسی لپاری نور انتخابونه موجود وې. د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ دفتر ته راشي او یا هم د قانونی مشاوره سازمان ته مراجعه وکړئ. د هغو ځایونو بشپړ لیست لپاره چې تاسو قانوني مشوره ترلاسه کولی شي، دلته کلیک وکړئ
:څه ډول
کله چی د فورج له دفتر څخه زنګ وهئ، تاسو ته به یو نمبر درکړل شي. څلور کسان کولی شي په یوه وخت کې په یو زنګ کې ثبت شي، او تاسی به د هغی نوبتی شمېری په ترتیب ثبت کیږئ کومه چی زموږ د کارمندانو لخوا تاسی ته درکړل شوی وي. د پناه غوښتنی اداری ته وېډیویی زنګ او وهی د ساعت د پای ته رسېدلو پوری.
کله چی دوی ځواب ورکړي، دوی به ستاسی څخه د ملیت پوښتنه وکړي، ستاسی د ټلیفون شمېره، ستاسی نوم،ستاسی کورنی نوم، ستاسی د پلار نوم،ستاسی د مور نوم، او ستاسی د زیږیدو نېټه. دا معلومات باید مخکی نه ځان سره چمتو ولرئ.
تاسی کولی شي فورمه دلته ډکه کړئ.
د دې پوښتنو ځوابولو نه وروسته، تاسو به د نوم لیکنې شمیره ترلاسه کړئ او ستاسو د بشپړ ثبت نیټه. په هغی نیټه تاسو باید د سیمه ایزو پناه غوښتونکو دفتر ته لاړ شئ د سهار ۷ بجی.
ګټورې سرچینې:
په یونان کی دپناغوښتنی پروسی د معلوماتو لپاره نورې ګټورې سرچینې هم شتون لرې.
د یونان پناغوښتنې خدمت
ریفيوکام
رفیوجی.انفو
موبايل انفو ټيم