لاندې د پوښتنو یو لیست دی چې کیدای شي ستاسی نه د نوم لیکنې په وخت کې وپوښتل شئ، ممکن دی ستاسی څخه د دی لیست ځینی پوښتنی وپوښتل شئ یا کیدای شی ستاسی د انفرادي قضیې پر بنسټ، له ستاسی نوری پوښتنی وپوښتل شئ.
1. ستا نوم څه دی؟
2. ته څو کلن یی؟
3. تاسو چېرې زيږدلي یاست؟ (ښار او هیواد)
4.د ورکړل شویو ژبو پرته، ایا تاسو په کومه بله ژبه خبرې کولی شئ؟
5. ایا تاسو پخوا یا اوس کوم بل تابعیت لرئ؟
6. ایا تاسو د شناخت اسناد لرئ( پاسپورت یا تذکره)؟
7. ایا تاسو کولی شئ نور اسناد وړاندې کړئ(د زېږېدنې سند، د موټر چلولو جواز... )؟
8.ایا تاسو مخکی یا اوس د یونان یا کوم بل اروپایی هیواد د استوګنې اجازه لیک / ویزه لرئ؟
9.ستاسی وروستئ رسمی پته په خپل هیواد کی. ایا تاسی په همدی پته کی وئ کله مو چی هیواد پریښودلو؟ او که پدی پته کی نه وئ نو چیری وئ؟
10. ایا واده دې کړی؟
11.آیا ته اولادونه لرې؟
12. مهرباني وکړئ د خپل مور، پلار،ورونو او خویندو نوم، وروستی نوم او پته راکړئ.
13. ایا تاسو په نورو هیوادونو کې ورونه، خویندې، کاکا/ماما، ترور، نیکه/نيا لرئ؟
14. ستاسو د نيکه شخصي معلومات ستاسو د پلار له طرفه څه دي؟
15. ستاسو د کورنۍ اقتصادي وضعیت څنګه و؟
16. کوم ښوونځي او پوهنتونونه مو لوستې؟
17.آیا تاسو مسلک لرئ؟ ستاسو وروستی کارګومارونکی څوک وو؟ آیا تاسو خپل کاروبار درلود؟
18. ایا تاسو نظامي خدمت کړی؟
19. آیا تاسو په خپل هیواد کې سیاسي فعالیتونو کی ګډون درلود؟
20.آیا تاسو مخکی یونان ته راغلی یاست؟
21. ایا تاسو مخکی د نړیوالې ساتنې یا پناه لپاره غوښتنلیک ورکړی یا تاسو ته په کوم بل هیواد کې نړیوال محافظت یا پناه درکړل شوی ده؟
22. آیا تاسو په یونان کې د کورنۍ غړي لرئ؟ او یا د یونان څخه بهر؟ ایا دوی د نړیوالې ساتنې یا پناه لپاره درخواست کړي؟
23. څنګه او څه وخت یونان ته راغلي؟ کله او په کومه لار مو خپل هیواد پریښودلو، د کومو هیوادونو له لارې تاسو سفر کړی او څنګه اروپا او یونان ته داخل شوی؟
24. ایا تاسو په کوم بل هیواد کې د ګوتو نښې ورکړی؟
25. ولې مو خپل هیواد پریښود؟
26. که تاسو خپل هیواد ته بیرته ستانه شئ نو څه به وشي؟
27. ولې بېرته نه ځئ؟
28. ایا کوم نور معلومات غواړئ چې اضافه یې کړئ؟