AKRON PUBLIC SCHOOLS
STUDENT AND FAMILY SERVICES
Sylvester Small Administration Building
10 N Main • Akron, Ohio 44308
Phone (330) 761-2810 • Fax (330) 761-3224
لکه څنګه چې خبر یاست، د اکرون عامه ښوونځیو بورډ د مارچ پر 20، 2024 په يوه ځانګړې غونډه کي د راتلونکي 2024-2025 تعلیمي کال لپاره نوي زونونه (ساحې) تصویب کړل. تاسو ته دا لیک له دې امله درلېږل شوی چي ستاسو اولاد د بورډ له خوا له تصویب شوي پلان څخه اغېزمن شوی دی چي وروسته به يوه بل ښوونځي ته ولېږل شي. په یاد ولرئ چې ټول اغیزمن شوي زدکوونکي به تر 2023-2024 تعلیمي کال وروسته له نوو زونونو سره سم ښوونځیو ته ولېږل شي.
موږ پوهیږو چې تاسو ممکن پوښتنې او اندیښنې ولرئ، مګر موږ ډاډ درکوو چې دا بدلون به په مناسب ډول ترسره شي. د ښوونځيو مشران به د دوبي د رخصتۍ دمخه د زدکوونکو او کورنیو لپاره د لیږد ډېری فعالیتونه پلان کړي. په دې اړه به نور معلومات هم وخت پر وخت درسره شريک شي.
لطفاً لاندې معلومات په دقت سره ولولئ ځکه دا د پورتني ادرس پر اساس د 2024-2025 تعلیمي کال لپاره د ښوونځيو دندې او همدارنګه د ټرانسپورټ اسانتيا مهيا شوې وه:
د زدکوونکي نوم:>> نوم << >> تخلص <<
نوی ښوونځی: >> د نوي ښوونځي نوم <<
د ټرانسپورټ شرايط (ايا ټرانسپورټ مهيا کيږي؟): >> ټرانسپورټېشن <<
که تاسو غواړئ په بل ښوونځي کې د نوم لیکنې غوښتنه وکړئ، لطفاً https://forms.gle/6cFvP2wfRwjNAHKWA ته مراجعه وکړئ تر څو د اپریل 22، 2024 پورې د نومليکني غوښتنلیک بشپړ کړئ. شموليت په بل ښوونځي کي د ظرفیت پر اساس دی او همدارنګه ټرانسپورټ ستاسو پر غاړه دی.
موږ پوهیږو چي نوي ښوونځي ته تګ د کورنیو لپاره د پام وړ بدلون دی خو موږ ژمن یو چې د هر زدکوونکي ملاتړ وکړو. ستاسو د پاملرنې او همکارۍ څخه مننه. مهرباني وکړئ د هرې پوښتنې لپاره د APS د زدکوونکو خدماتو او ملاتړ څانګه کې د نوملیکنې کارمندانو سره په 330-761-2810 اړیکه ونیسئ.
درنښت
Michael Robinson, Ed.D.
Superintendent of Schools