Pashto
پښتو
پښتو
درنو والدينو/سرپرستانو!
ستاسو د ماشوم د تعليمي پرمختګ لپاره زموږ له ژمنتياوو څخه يوه دا ده چي د کال په اوږدو کي د زدکوونکو يو لړ ارزوني کوو. د اکرون دولتي ښوونځيو اداره له وړکتون څخه تر 8 ټولګي پوري د i-Ready، او له 9 څخه تر 12 ټولګي پوري د Renaissance STAR له لاري زدکوونکي ارزوي. د زدکوونکو دا ارزونه په ژمي، دوبي او پسرلي کي کيږي. د i-Ready/STAR نمرې تاسو ته دا روښانه کوي چي ماشوم مو په لوست او رياضي کي څومره پرمختګ کړی دی. همدارنګه د پرمختګ د معلوماتو تر څنګ دا درته په ګوته کوي چي کومه برخه کمزورې او لا کار غواړي.
دا د تعليمي پرمختګ لپاره يوه سيسټماټيکه هڅه ده.
دا ارزوني د ايالت له خوا زموږ د تعليمي سيسټم مهمي برخي دي چي ستاسو د ماشومانو تعليمي پرمختګ راښيي او په عمومي ډول زموږ د تعليمي نساب اغېز روښانه کوي. د دغو ارزونو پايلي زموږ سره مرسته کوي چي زدکوونکي په کومو برخو کي پرمختګ کړی او کومي لا زيار ته اړتیا لري، تر څو د هر زدکوونکي تدريسي اړتياوي په دقيقه توګه تنظيم کړو.
ستاسو د ماشوم د i-Ready/STAR د نمرو کارډ مفصل معلومات درته وړاندي کوي؛ چي لومړنی به له دغو څخه ستاسو د ماشوم رپورټ کارډ وي.
اړينه ده چي د خپل ماشوم رپورټ په دقت وګورئ. که پوښتني يا د رپورټ کارډ ژباړي ته اړتيا لرئ، نو لطفاً د خپل ماشوم له ښوونکي يا د ښوونځي له مديري سره اړيکه ونيسئ. موږ غواړو ستاسو سره مرسته وکړو او ډاډ ترلاسه کړو چي تاسو د خپلو ماشومانو د تعليمي پرمختګ په اړه کافي پوهاوی ولرئ.
زموږ ښوونځي د زدکوونکو له کورنيو سره د i-Ready/STAR د پايلو په باب په انفرادي توګه ليده کاته کوي او په دې اړه به ناستي دوام ولري چي د تعليمي پرمختګ او اصلاحاتو لپاره ستراتيژۍ جوړي کړي.
مننه چي موږ ته مو د خپل ماشوم د زدکړي مسئولیت راکړ. موږ په ګډه کار کولو ته سترګي په لار یو ترڅو د دوی دوامداره وده او بریا تضمین کړو.
درنښت
ډاکټر مايکل رابينسن
د اکرون عامه ښوونځيو رئيس